• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند د سمندري پولو د سرغړونې په تور څلور پاکستاني کب نیوونکي نیولي

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۰

د فشر فوک فورم د معلوماتو له مخې، د هند امنیتي ځواکونو د ګجرات ایالت او د پاکستان د سند ایالت ترمنځ په سر کریک سمندري سیمه کې څلور پاکستاني کب نیوونکي نیولي دي. پر نیول شویو کب نیوونکو تور دی چې د سمندري پولو سرغړونه یې کړې ده. هندي ځواکونو د هغوی کښتۍ هم نیولې ده.

د فشر فوک فورم د مرستیال مشر نور محمد تيمور په وینا، هندي امنیتي ځواکونو څلور پاکستاني کب نیوونکي هغه مهال نیولي چې د کبانو د نیولو لپاره سمندر ته تللي وو.
د نیول شویو کب نیوونکو نومونه عبدالقادر تيمور، محمد موسی، اصغر تيمور او احسان دي.
د نور محمد تيمور په وینا، دغه کسان د پاکستان د سند ایالت د سجاول ولسوالۍ د «چاچه جهان خان» سیمې اوسېدونکي دي.
سر کریک یوه سمندري خورګاه ده چې د هند د ګجرات ایالت او د پاکستان د سند ایالت ترمنځ پرته ده او شاوخوا ۹۶ کیلومتره اوږدوالی لري. په دې سیمه کې د سمندري پولې د کرښې په اړه اختلاف هم شته.
د کب نیوونکو د حقونو سازمان «فشر فوک فورم» له اړوندو چارواکو غوښتي چې د نیول شویو څلورو پاکستاني کب نیوونکو د روغتیا او قانوني وضعیت په اړه سمدستي معلومات ورکړي.
دغه سازمان همداراز غوښتنه کړې چې نیول شوي کب نیوونکي دې ژر خوشې شي او د بشري اصولو له مخې دې خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو زمینه ورته برابره شي.

ډېر لیدل شوي

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي
۱

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي

۲

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح

۳

ماتې پوزې او ټپي بدنونه؛ د ایران او ترکیې پر پوله د افغان ځوانانو ربړول

۴

اصف درانی: د روسیې او طالبانو نږدېوالی ښايي د افغانستان په اړه سیمه‌ییز توازن بدل کړي

۵

بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغانان پاکستان ته واستوي

•
•
•

نور خبرونه

په بلجیم کې د انساني قاچاق په تور د ۳۱ افغانانو محاکمه پیل شوې

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۰
100%

د بلجیم په انتورپن ښار کې د انساني قاچاق د یوې لویې شبکې د غړیتوب په تور د ۳۱ افغان نارینه‌وو محاکمه پیل شوې ده. د بلجیم څارنوالۍ وايي، د دغې شبکې غړو هغه کډوال وهل، ټکول او زنداني کول چې د قاچاق پیسې یې پر وخت نه شوای ورکولای. یو شمېر قربانیانو د جنسي تېري ادعاوې هم کړې دي.

د بلجیم دولتي رسنۍ «وي‌ار‌ټي» د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۴مه راپور ورکړی چې د دغې شبکې د فعالیتونو په اړه څېړنې درې کاله مخکې پیل شوې وې. د څارنوالۍ په وینا، د شبکې غړو په ټیک‌ټاک کې د «۳۱۳» او «۳۱۳ کریمینل» په نومونو فعالیت کاوه او د انساني قاچاق د عملیاتو ویډیوګانې یې خپرولې.

د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، دې شبکې منظمه تشکیلاتي بڼه لرله او مشران یې د افغانستان د بغلان ولایت څخه یې د انساني قاچاق چارې مدیریت کولې. د قاچاق له لارې ترلاسه کېدونکې پیسې هم بغلان ته لېږدول کېدې.

شبکې په انتورپن ښار کې یو ځای د کډوالو د اوسېدو او د مالي معاملو د ترسره کولو لپاره ځانګړی کړی و. کډوال به نورو ځایونو ته تر لېږد مخکې په دغه ځای کې ساتل کېدل او د قاچاق پیسې به هم هلته ترلاسه کېدې او ورکول کېدې.

د بلجیم څارنوالۍ وايي، د دغې شبکې ډېری قربانیان نارینه وو، خو ښځې، ماشومان او ان نوي زېږېدلي ماشومان هم په کې شامل وو. د دغو کډوالو ډېری له افغانستان، ترکیې او پاکستان څخه وو او هڅه یې کوله چې د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

د راپور له مخې، د شبکې غړو د ټولنیزو رسنیو له لارې له هغو پناه‌غوښتونکو سره هم اړیکې نیولې چې په بلجیم کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي وو. قاچاقچیانو دغو کسانو ته بریتانیا ته د لېږد وړاندیز کاوه.

د څارنوالۍ په وینا، قاچاقچیانو د فرانسې د کډوالو په کمپونو کې هم د خلکو د ساتلو ځایونه لرل. کډوال به تر هغه په دغو ځایونو کې ساتل کېدل چې د سمندر له لارې بریتانیا ته د لېږد نوبت یې رسېدلی وای.

قاچاقچیانو به کله ناکله تر ۴۵ پورې کسان په یوه نهه متره اوږده ربړي کښتۍ کې ځایول. ځینې کډوال اړ کېدل چې د کښتۍ پر څنډو کېني. د څارنوالۍ په وینا، ځینو کسانو د ژغورنې واسکټونه لرل، خو نورو ته یوازې د لامبو وهلو ربړي کړۍ ورکول کېدې.

دغه شبکه د سربیا او هنګري له لارې هم فعالیت کاوه. کډوال به لومړی د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې په کورونو کې ساتل کېدل او وروسته به د هنګري پولې ته نږدې ځنګلونو ته لېږدول کېدل.

د څارنوالۍ د څېړنو له مخې، قاچاقچیانو به په ځینو شپو کې د ۱۰۰ او ۱۵۰ ترمنځ کسان له پولې اړول. لارښودانو به د هر کس د لېږد په بدل کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ یورو او موټرچلوونکو به شاوخوا ۵۰۰ یورو ترلاسه کول. د شبکې د مشرانو میاشتنی عاید تر ۱۵ زره یورو رسېده.

د کډوالو وهل، شکنجه او جنسي ځورونه

د بلجیم څارنوالۍ وايي، د شبکې غړو د کډوالو د ګواښلو او وېرولو لپاره له کلاشینکوفونو په ګډون وسلې کارولې. هغه کسان چې د قاچاق پیسې یې پر وخت نه شوای ورکولای، وهل کېدل یا د شبکې تر کنټرول لاندې ځایونو کې ساتل کېدل.

یو شمېر قربانیانو د جنسي ځورونې او تېري ادعاوې هم کړې دي. د څارنوالۍ په وینا، ځینې قربانیان تر جنسي ځورونې مخکې د نشه‌يي توکو په وسیله بې‌حاله کېدل. د شبکې غړو د افغان کم‌عمره هلکانو د جنسي ځورونې ویډیوګانې هم ثبت کړې وې.

د راپور له مخې، ډېری تورن کسان اوس د برېښنايي څارنې لاندې دي یا په مشروط ډول خوشې شوي، خو یو شمېر نور لا هم په زندان کې دي.

د محاکمې په لومړۍ غونډه کې څو تورنو کسانو پر خپلو کړنو پښېماني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تېروتنه یې کړې ده.

د بلجیم څارنوالۍ د شبکې د هر یوه له درېیو مشرانو لپاره تر ۱۵ کلونو پورې د بند غوښتنه کړې ده. د ټولو ۳۱ تورنو کسانو لپاره د غوښتل شویو بندي سزاوو موده شاوخوا ۲۳۰ کلونو ته رسېږي.

څارنوالۍ همدارنګه د دغې شبکې له ناقانونه فعالیتونو څخه د ترلاسه شویو څه باندې درې میلیون یورو د مصادرې غوښتنه کړې ده.

تمه نه کېږي چې محکمه به د لړم تر پای مخکې خپله پرېکړه اعلان کړي.

په پاکستان کې د ماشومانو جنسي ځورونې په تور ۴ کسان نیول شوي

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۰
100%

د پاکستان د انټرنېټي جرمونو د پلټنو ادارې څلور کسان د ماشومانو د جنسي ځورونې د ویډیوګانو د جوړولو، ګواښلو او د دغو ویډیوګانو په پاکستان او بهرنیو هېوادونو کې د پلورلو په تور نیولي دي. چارواکي وايي، دغه ډلې به له شپږو تر څوارلسو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان په نښه کول.

د پاکستان د انټرنېټي جرمونو د پلټنو ادارې د اسلام‌اباد څانګې مرستیال مشر محمد شعیب خان خبري غونډې ته وویل نیول شوي کسان د یوې داسې ډلې غړي دي چې له ماشومانو سره یې د ټولنیزو رسنیو له لارې اړیکې جوړولې او د پیسو، ډالیو، موبایل کارتونو او انټرنېټي بستو په ورکولو یې د هغوی باور ترلاسه کاوه.
د هغه په وینا، تورنو کسانو به لومړی په انسټاګرام او نورو ټولنیزو رسنیو کې له ماشومانو سره ملګرتیا کوله. کله به چې ماشومانو پر هغوی باور وکړ نو له هغوی سره به یې مخامخ لیدنې کولې او د جنسي ځورونې ویډیوګانې به یې ترې جوړولې.
محمد شعیب خان وايي، تورنو کسانو به وروسته ماشومان د دغو ویډیوګانو د خپرولو په ګواښ بلیک‌مېل کول او فشار به یې پرې راوړ چې نور ماشومان هم له دوی سره اړیکو ته وهڅوي.
د پلټنو ادارې په وینا، د دغې ډلې له خوا جوړې شوې ویډیوګانې د واټس‌اپ د بېلابېلو ګروپونو له لارې په پاکستان او بهرنیو هېوادونو کې پلورل کېدې.

ادارې وویل چې نیول شوي کسان د یوې داسې ډلې غړي دي چې له شپږو تر څوارلسو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان یې د ټولنیزو رسنیو له لارې په نښه کول.
محمد شعیب خان وویل، د دې قضیې پلټنې هغه مهال پیل شوې چې پلټونکو د یوه ماشوم له موبایل ټیلیفون څخه د ماشومانو د جنسي ځورونې شاوخوا ۵۰ تر ۶۰ ویډیوګانې ترلاسه کړې.
د هغه په وینا، د دغو ویډیوګانو له ارزونې وروسته لومړی یو کس ونیول شو او د نورو معلوماتو له ترلاسه کولو سره درې نور کسان هم ونیول شول.
د چارواکو په وینا، د ډلې د نورو احتمالي غړو او د هغو کسانو په اړه هم پلټنې روانې دي چې دغه ویډیوګانې یې اخیستې وې.
ادارې ویلي، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د واټس‌اپ داسې ګروپونه موجود وو چې د ماشومانو د جنسي ځورونې ویډیوګانې پکې شریکېدل او پلورل کېدې.
محمد شعیب خان په همدې خبري غونډه کې وویل، ادارې د انټرنېټي درغلیو پر ضد په نورو عملیاتو کې هم سلګونه کسان نیولي دي.
د هغه په وینا، په ټول پاکستان کې پر ناقانونه ټیلیفوني مرکزونو د چاپو پر مهال ۴۷۳ بهرني وګړي نیول شوي دي. پر دغو کسانو تور دی چې د بېلابېلو هېوادونو د بانکونو د استازو په نوم یې له خلکو پیسې اخیستې.
نوموړي زیاته کړه، چې په تېره یوه اوونۍ کې د انټرنېټ له لارې د خلکو د ځورولو په تړاو په قضیو کې ۲۲ نور کسان هم نیول شوي دي.
خو چارواکو تر اوسه نه دي روښانه کړي چې د اسلام‌اباد د څلورو کسانو د نیولو په قضیه کې مصنوعي ځیرکتیا څومره کارول شوې ده.
خو چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې د دغې ډلې له خوا ټول څومره ماشومان ځورول شوي، له دې فعالیتونو څخه یې څومره پیسې ترلاسه کړې او ویډیوګانې یې په کومو بهرنیو هېوادونو کې پلورلې دي.
د پلټنو ادارې له مور او پلار غوښتي چې د خپلو ماشومانو د ټولنیزو رسنیو پر کارولو څارنه وکړي او هغوی د نااشنا کسانو له خوا د پیسو او ډالیو د ورکولو له احتمالي خطرونو خبر کړي.

د خیبر پښتونخوا والي: سهیل اپریدی او بابر سلیم سواتی خوندي خو نظر بند دي

۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۱ GMT+۰
100%

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ویلي، پخوانی اعلی وزیر سهیل اپریدی او د ایالتي اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتی نظر بند او خوندي دي. هغه ویلي، که د دوی پر ضد قضیې نه وي نو خوشې به شي.

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د یکشنبې په ماښام وویل، سهیل اپریدی نظر بند دی او د هغه د خوندیتوب په اړه د اندېښنې اړتیا نشته.
د پاکستان مرکزي حکومت د اکتوبر په ۱۱مه په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمني او بېړنی حالت نافذ کړ. له هغې وروسته سهیل اپریدی په عام محضر کې نه دی لیدل شوی. یوه ورځ وروسته یوه مرکزي وزیر تایید کړه چې سهیل اپریدی او د کابینې ځینې غړي یې د مخنیوي په موخه په توقیف کې ساتل شوي دي.
د رسمي معلوماتو د نشتوالي له امله، د سهیل اپریدي ورور او د بابر سلیم سواتي د تره زوی په جلا جلا توګه پېښور عالي محکمي ته عریضې کړې دي څو د خپلو خپلوانو د موندلو غوښتنه وکړي.
والي فیصل کریم کنډي وویل، که د سهیل اپریدي پر ضد قضیې وي قانوني اقدام به ورسره وشي او محکمې ته به وړاندې شي خو که قضیې نه وي خوشې به شي.
کله چې ترې وپوښتل شول چې که قضیې نه لري نو ولې تر اوسه نه دی خوشې شوی.
فیصل کریم کنډي وویل، سبا به په دې اړه نور معلومات ورکړي.
هغه زیاته کړه، چې د ایالتي اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتی هم نظر بند دی او که پر ضد یې تورونه نه وي خوشې به شي.
خو فیصل کریم کنډي پر هغه تور ولګاوه چې د اسمبلۍ د مشر په توګه یې ناقانونه او له اساسي قانون سره په ټکر کې اقدامات کړي دي.
د هغو کسانو په اړه د پوښتنې په ځواب کې چې په خپله د نیول کېدو لپاره حاضر شوي یا نیول شوي دي۔ کره شمېرې نشته خو د هغه په اټکل شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ سلنې کسان یا په خپله د نیول کېدو لپاره حاضر شوي او یا پټ شوي دي.
فیصل کریم کنډي په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت د پلي کېدو په اړه وویل دا د حکومت وروستۍ لاره وه. هغه زیاته کړه له شپږو میاشتو وروسته به پرېکړه وشي چې بېړنی حالت دوام وکړي او که نه.
د هغه په شخصي نظر ښايي دا موده تر شپږو میاشتو هم اوږده شي خو نوموړي ومنله چې اټکل یې ناسم هم ثابتېدای شي.
د والي فیصل کریم کنډي په وینا، د ترهګرۍ پر ضد د اغېزمنې مبارزې لپاره اړینه ده چې مرکزي او ایالتي حکومتونه په یوه دریځ کې وي او خپل اقدامات همغږي کړي.
هغه وویل، د دې لپاره پلانونه جوړېږي خو عملي کول یې وخت ته اړتیا لري.
فیصل کریم کنډي د خیبر پښتونخوا د ۱۲ ولسوالیو لپاره د جوړې شوې «سیمه‌ییزې استازولۍ او پرمختیا شورا» د غړي ملک خان مرجان له هغې څرګندونې هم ځان او د دولت تګلاره جلا وبلله چې له افغان طالبانو سره یې د خبرو ملاتړ کړی و.
هغه وویل، د مرجان د څرګندونو په اړه به پلټنه وکړي خو د دولت دریځ روښانه دی او په اوس وخت کې له افغانستان سره خبرې نه کوي.
فیصل کریم کنډي له افغان خاورې څخه پر پاکستان د ترهګریزو بریدونو غندنه وکړه او پر طالبانو یې تور ولګاوه چې هند ته اجازه ورکوي څو د پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې کار واخلي په داسې حال کې چې طالبان د خبرو غوښتنه هم کوي.
هغه وویل، که له افغان خاورې پر پاکستان ترهګریز بریدونه کېږي پاکستانی پوځ د ځواب ورکولو وړتیا لري.
فیصل کریم کنډي ټینګار وکړ چې په دې اړه هېڅ ډول خبرې اترې نه کېږي او د ملک خان مرجان څرګندونې یوازې د هغه شخصي نظر دی نه د دولت رسمي تګلاره.

افغان کډوال په پېښور کې د کاروبار او روزګار د له لاسه ورکولو اندېښنه لري

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د اقداماتو له زیاتېدو سره په پېښور کې مېشت افغان کډوال د خپل کاروبار، روزګار او د خپلو ماشومانو د زده‌کړو په تړاو اندېښمن دي.

په خیبر پښتونخوا کې د اکتوبر په ۱۱مه د بېړني حالت او والي واکمنۍ له اعلان وروسته والي فیصل کریم کنډي په خپله لومړۍ خبري غونډه کې وویل، چې په دغه ایالت کې د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو اېستل د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ‎‌ثمر هارون بلور هم ویلي، چې ناقانونه مېشت افغان کډوالو پر وړاندې به سخت اقدامات وشي او له پاکستان څخه به واېستل شي. هغې زیاته کړې چې په جرمونو کې ښکېلو افغانانو ته به پاکستان ته د بیا راتګ اجازه او ویزې ورنه‌کړل شي.

100%

د ۱۵ کلونو کاروبار د له لاسه ورکولو وېره
فرهاد خان د کابل اوسېدونکی دی او له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د پېښور تاج‌اباد کې د کباړ کاروبار کوي. د هغه په ګودام کې د اوسپنې، پلاستیک او نورو کارول شویو توکو پېر او پلور کېږي چې د ده د خپلې کورنۍ ترڅنګ د ګڼو نورو کورنیو روزګار هم ورسره تړلی دی.
فرهاد خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د حکومت تګلارې د هغه د کلونو هڅې له خطر سره مخ کړې دي.
د هغه په وینا، که بېرته افغانستان ته ستنېدو ته اړ شي، نو په سختۍ جوړ کړی کاروبار به یې له منځه لاړ شي.
هغه وايي، ځینې کسان د دوی له مجبورۍ ګټه اخلي او هڅه کوي، چې د هغه ګودام او توکي په ډېر ټیټ قیمت واخلي، خو په وینا یې، د هغه سامان‌الات نه په مناسب قیمت پلورل کېږي او نه یې افغانستان ته لېږدول اسانه دي.
فرهاد خان وايي: «کله چې موږ پاکستان ته راغلو ډېر کوچني ماشومان وو. ان دا هم نه را یادېږي چې په افغانستان کې د کوم ښار او ولایت اوسېدونکی یم. موږ خپل کلی هم نه دی لیدلی».
هغه وايي، چې په پاکستان کې یې واده کړی او ماشومان یې همدلته زېږېدلي، خو اوس د بېرته ستنېدو له اندېښنې سره مخ دی.
د فرهاد په وینا، په دې کاروبار کې پوروړی دی او همداراز خلک هم ترې پوروړي دي، نو په اوسنیو شرایطو کې د ټولو پورونو یو ځای ادا کول او راټولول ورته ستونزمن دي.
فرهاد خان زیاتوي، چې د والي واکمنۍ له اعلان وروسته یې تمه درلوده چې د افغان کډوالو پر وړاندې به سمدستي سخت اقدامات ونه‌شي، خو د والي له څرګندونو وروسته یې اندېښنې زیاتې شوې دي.
هغه وايي، د پولیسو د نیولو او افغانستان ته د لېږلو له وېرې په ډاډه زړه خپل ګودام ته هم نه شي تللی.

100%
فرهاد خان په خپل کار ځای کې

له صوابۍ څخه افغانستان ته ستنېدونکي ضرب‌الله افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې پولیس نه یوازې افغان کډوال نیسي بلکې د کورونو د حریم درناوی یې هم نه‌کوي.
هغه وايي، د همدې وېرې له امله یې له پاکستانه د وتلو پرېکړه کړې، خو د بېرته ستنېدو په ځایونو کې د اسانتیاوو هېڅ انتظام هم نه‌شته.
ضرب الله وايي، اسلام‌اباد او کابل باید سره کښېني او د افغان کډوالو ستونزو ته حل لارې ومومي.

100%

د فرهاد خان په ګودام کې کار کوونکی نواز خان هم د همدې وضعیت له امله اندېښمن دی.
نواز خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د احتمالي بهیر له امله د ماشومانو د زده‌کړو په اړه هم اندېښنه لري.
هغه وايي: «په افغانستان کې نه کور لرو نه کاروبار او نه هم د نوي ژوند د پیلولو لپاره امکانات. زموږ ماشومان په دولتي ښوونځیو کې زده‌کړې کولې خو اوس د هغوی د زده‌کړو د دوام په اړه اندېښمن یو».
نواز خان هیله درلوده چې لور به یې ښې زده‌کړې وکړي، خو اوس دا هیلې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه د ده د کورنۍ لپاره بله اندېښنه ده ځکه نه غواړي ماشومان یې د زده‌کړو له فرصتونو بې‌برخې شي.

100%

د سوداګرۍ برخې اړوند کسان وايي، هغه افغانان چې له څو لسیزو راهیسې یې په پاکستان کې کاروبارونه، شتمنۍ او د روزګار سرچینې جوړې کړي د هغوی د شتمنیو او قانوني حقونو د ساتنې لپاره باید روښانه او عادلانه تګلاره جوړه شي، څو د مجبورۍ له امله د خپل ټول عمر د سپما له لاسه ورکولو سره مخ نه‌شي.

دمېلانیا ټرمپ په منځګړیتوب اوکراین او روسیې په اولشکي ښارګوټي کې د اوربند هوکړه کړې ده

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۴ GMT+۱
100%

اوکراین او روسیې د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا د لومړۍ مېرمنې مېلانیا ټرمپ په منځګړیتوب یې د روسیې تر ولکې لاندې په اولشکي ښارګوټي کې پر یوه لنډمهالي اوربند هوکړه کړې ده. د دې هوکړې له‌مخې به د اکتوبر پر ۲۷مه اوربند پلی شي، څو له بشري مرستو سربېره بند پاتې کسان وژغورل شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي هم وویل، چې د مسکو، کیېف او واشنګټن استازي به د راتلونکې نومبر میاشتې په لومړۍ نیمایي کې په ابوظبۍ کې د سولې پر تخنیکي لارو چارو د خبرو لپاره سره کېني.

د سپینې ماڼۍ او د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، روسي ځواکونه به د اکتوبر د ۲۷مې نېټې د سهار له ۴ بجو څخه ډزې ودروي. د اوکراین د بشري حقونو کمېشنر دمیترو لوبینتس رویترز ته ویلي، چې په دې اوربند کې به سړکونه له ماینونو پاک شي، خلکو ته به خواړه ورسول شي او ملکي وګړي به خوندي ځایونو ته واېستل شي.

په دې ښارګوټي کې، چې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې د روسیې تر کنټرول لاندې دی، له ۲۴ زره نفوس څخه یوازې له ۱۷۰۰ تر دوه زرو پورې زاړه کسان پاتې دي، چې بېړنیو خوړو او روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.

مېلانیا ټرمپ په یوه بیان کې اولشکي ښارګوټی د ناورین پر څنډه ولاړ وباله او خپلو کورنیو ته په جګړه کې د نیول شویو اوکرایني ماشومانو پر ستنولو ټینګار کړی دی.

پاپ لېو هم په تېره اونۍ کې د دغه ښارګوټي د وضعیت په اړه له زیلېنسکي او د روسیې له ولسمشر سره خبرې کړې وې.

له بلې خوا، زیلېنسکي له امریکایي استازو سټیو ویټکاف او جرد کوشنر سره تر خبرو وروسته څرګنده کړې، چې هر ډول تلپاتې سوله د اوکراین لپاره پیاوړو امنیتي تضمینونو او لږ تر لږه د ۱۰ کلونو لپاره د دغه هېواد د پوځ دوامداره مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

په داسې حال کې چې د سولې هڅې روانې دي، د اوکراین او واشنګټن ترمنځ د سټارلېنک انټرنېټي خدماتو د محدودیتونو پر سر ترینګلتیاوې لا هم پر خپل ځای دي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ستونزې په صورت کې به د سپېس اېکس له مشر ایلان ماسک سره خبرې وکړي.

د اوکراین سرپرست څارنوال انتون کووالسکي هم ویلي، چې د څلور کلنې جګړې پر مهال له ۱۹ زرو ډېر ملکي وګړي، چې ۷۶۲ یې ماشومان دي وژل شوي دي. په دې لړ کې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې د ۶۶۸ ماشومانو په ګډون د ۲۹۶۰ ملکیانو وژل کېدل ثبت شوي دي.

دغو ډیپلوماټیکو پرمختګونو سره هممهاله، مسکو او کیېف د خپلو ۲۷۰ بندیانو تبادله وکړه، چې په مجموعي توګه ۵۴۰ جنګي اسیران خوشې شول. د روسیې دفاع وزارت او د اوکراین ولسمشر دواړو تایید کړې، چې دا تبادله په بریا سره ترسره شوې او زیلېنسکي د نهو ملکیانو په ګډون د خپلو ۲۷۰ سرتېرو ازادي یوه ډېره مهمه لاسته راوړنه بللې ده.