نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د وسله والو مخالفانو له یو شمېر مشرانو سره د پاکستان د پوځي او استخباراتي چارواکو لیدنې خبر ورکړی.
د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، اسلاماباد په دغو لیدنو کې د طالبانو مخالفانو ته د ملاتړ وړاندیز کړی دی.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) پخوانی افسر ویل سیلبر دغه راپور ته په اشارې وايي، له اسلاماباد سره احتمالي همکاري که څه هم د طالبانو مخالفانو ته د پوځي ملاتړ زمينه برابرولای شي، خو ښايي د هغوی خپلمنځي اختلافونه سخت کړي او د افغانانو په منځ کې د هغوی سیاسي اعتبار زیانمن کړي.
سیلبر په هغه شننه کې، چې د دووشنبې په ورځ لانګ وار خپرونې خپره کړې، لیکلي چې د طالبانو مخالفې ډلې له یوه ستونزمن انتخاب او ازموېنې سره مخ دي.
هغوی د خپلې مبارزې د دوام لپاره بهرني ملاتړ ته اړتیا لري، خو پاکستان هغه هېواد دی چې لسیزې یې د طالبانو ملاتړ کړی او واک ته د دغې ډلې په بېرته رسېدو کې یې مهه ونډه لرلې ده.
نیویارک تایمز ورځپاڼې د پاکستان د یوه استخباراتي چارواکي او د طالبانو د وسله والو مخالفانو د یوه لوړپوړي غړي له قوله راپور ورکړی، چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو په تېرو میاشتو کې د طالبانو له یو شمېر مخالفو ډلو سره لیدلي او د احتمالي ملاتړ په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.
دغه اړیکې په داسې وخت کې نیول شوي، چې د دوو پخوانیو متحدینو، پاکستان او طالبانو اړیکې سختې کړکېچنې شوي او پوځي نښتو ته رسېدلې دي.
د دې ترڅنګ منتقدانو، په ځانګړي ډول د کرزي او غني د حکومتونو لوړپوړو چارواکو، له پاکستان سره د مقاومت ډلو پر اړیکو نيوکې کړي او دا کار یې خطرناک بللی دی.
اسلاماباد طالبان تورنوي، چې د پاکستان تحریک طالبان، اتحاد المجاهدین او نورو پاکستاني وسلوالو ډلو ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان له خاورې د پاکستان د امینتي ځواکونو پر ضد کار واخلي.
طالبان دغه تورونه ردوي او په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ مسأله ګڼي.
له دې ټولو سره سره، پاکستان د شنبې په ورځ، د لړم ۲مه، د طالبانو له مخالفانو څخه د ملاتړ راپورونه رد کړل.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت، په دې اړه د افغانستان په چارو کې د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد ادعاوې بېبنسټه وبللې.
ولې د طالبانو مخالفان ښايي پاکستان ته نږدې شي؟
سیلبر په دې باور دی، چې د بهرني ملاتړ نشتوالی به پاکستان ته د طالبانو د مخالفو ډلو د نږدې کېدو یو اصلي لامل وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مقاومت ډلو مهمې څېرې په تېر کې د افغانستان د پخواني حکومت پر وړاندې جګړه کې، پر پاکستان د طالبانو د تکیې سخت مخالف وو.
د سیلبر د لیکنې له مخې، تاجکستان چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راپدېخوا له دغې ډلې سره سړې اړیکې درلودې، له طالبانو سره د روسیې پراخېدونکو اړیکو ته په پام، ستونزمنه ده چې د طالبانو وسله والو مخالفانو ته پراخه مرسته چمتو کړي.
ایران هم د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود او د طالبانو له نورو مخالفو څېرو سره د اړیکو باوجود، په داسې وضعیت کې نه دی چې د هغوی پراخ ملاتړ وکړي.
تهران د علي خامنهاي د جنازې په مراسمو کې د احمد مسعود او د طالبانو د یو شمیر نورو مخالفانو هرکلی وکړ، خو د سیلبر په باور، له امریکا او اسراییل سره د ایران جګړې، د طالبانو له مخالفانو څخه د ملاتړ لپاره د دغه هېواد مالي ځواک او وړتیاوې محدودې کړې دي.
امریکا هم په وروستیو کلونو کې ډېره پر دې تمرکز لري، چې طالبانو سره په خبرو، د دوی له منګولو خپل یرغمل وګړي را خوشې کړي.
که څه هم د اوکراین په چارو کې د ډونالد ټرمپ پخواني استازي کېت کلاګ، د طالبانو له مخالفو ډلو سره د واشنګټن د تعامل غوښتنه کړې، خو د طالبانو په اړه د ټرمپ د ادارې د تګلارې د بدلون هېڅ روښانه نښه نه لیدل کېږي.
په داسې شرایطو کې، پاکستان ښايي د طالبانو د مخالفو ډلو لپاره د پوځي مرستو د ترلاسه کولو او د خوندي پټنځای درلودلو له محدودو غوراویو څخه په یوه بدل شي.
له پاکستان سره د همکارۍ درې ستر ګواښونه
سیلبر په خپله شننه کې له پاکستان سره د همکارۍ په صورت کې د طالبانو مخالفو ډلو ته درې لوی ګواښونه یاد کړي دي.
لومړی، د پاکستان لخوا د طالبانو له مخالفانو څخه د پاکستان د وسیلې په توګه کار اخیستل:
لیکوال په دې باور دی، چې د مقاومت ډلو سره د اسلاماباد د نږدې کېدو اصلي موخه ښايي د طالبانو نسکورول نه، بلکې د ټي ټي پي (TTP) او د پاکستاني حکومت د نورو مخالفو وسلوالو ډلو پر ضد اقدام ته د طالبانو اړ اېستل وي.
د هغه په وینا، پاکستان نه غواړي، چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د دوی خلاف ځمکني ځواکونه ولېږي.
په دې حالت کې، د طالبانو له مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ، د پاکستان د هوايي ځواک او ځمکنۍ جګړې له کارولو سره یوځای کولای شي اسلاماباد ته د فشار ښه موقع برابره کړي.
د ا وړاندوېنه هم شته، چې که طالبان د پاکستان د مخالفو وسله والو ډلو د مهارولو لپاره لاس په کارشي، اسلاماباد به د مقاومت ډلو ملاتړ بس او بېرته به له طالبانو سره همکارۍ ته مخه کړي.
سیلبر يادونه کوي، چې پاکستان نږدې درې لسیزې د طالبانو ملاتړ کړی او ښايي د خپلو امنیتي غوښتنو د پوره کېدو په صورت کې، له دغې ډلې سره خپلې اړیکې بېرته ورغوي.
دویم ګواښ، د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ د اختلافونو سختېدل دي.
سیلبر د افغانستان د کورنیو جګړو تجربې ته په اشارې لیکي، چې پاکستان د شوروي پر ضد د جهاد پر مهال، د حکمتیار له د حزب اسلامي له ځانګړي ملاتړ سره، د مجاهدینو د تنظیمونو ترمنځ سیالۍ او ناندرۍ رامنځته کړې..
د هغه په باور، له پاکستانه د پیسو، وسلو او پوځي وسایلو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د مخالفو ډلو سیالي کولای شي ورته ترخه تجربه بیا تکرار کړي.
دغه پخوانی پوځي افسر خبرداری ورکوي، چې د مقاومت ډلو ترمنځ د سیاسي او پوځي یووالي نشتوالی، د پاکستان لاسوهنو او له اختلافونو څخه ناسمې کار اخیستو ته لاره برابروي.
درېیم ګواښ، د افغانانو په منځ کې د طالبانو د مخالفانو د سیاسي اعتبار زیانمنېدل دي.
د سیلبر په باور، له هغه هېواد سره همکاري چې ډېری افغانان یې د تېرو څو لسیزو د جګړو او ناامنیو د يوه پام وړ مسوول ګڼي، ښایي د طالبانو له مخالفو ډلو څخه ولسي ملاتړ تر اخري کچې راکم کړي.
هغه پوښتنه کوي چې ایا د طالبانو مخالفې ډلې له پاکستانه د مرستو له ترلاسه کولو وروسته، بیا هم د افغانانو په خاوره د دغه هېواد هوایي بریدونه او د عامو افغانانو وژل کېدل غندلی شي؟
له بلې خوا، که دغه ډلې د پاکستان بریدونه وغندي، ایا اسلاماباد به د هغوی پوځي ملاتړ روان وساتي؟
سیلبر په دې اند دی، چې د طالبانو مخالفان باید د دغې همکارۍ سیاسي او ټولنیزې پایلې هم په پام کې ونیسي، په ځانګړي ډول په یوه داسې هېواد کې چې خلکو یې نږدې ۵ لسیزې جګړې او بهرنۍ لاسوهنې تجربه کړي دي.
سیلبر د خپلې شننې په پای کې ټینګار کوي، چې له طالبانو څخه د پاکستان څو لسیزې پرله پسې ملاتړ، اسلام اباد ته د هغه امنیت په راوستلو کې پایله نه ده ورکړې، هغه امنیت چې پاکستاني چارواکو یې تمه لرله.
د هغه په باور، د طالبانو له مخالفو ډلو سره د پاکستان احتمالي لیدنې دا روښانه کوي، چې د دغو دوو پخوانیو متحدینو اړیکې تر کومې کچې ماتې او بېباوره شوې دي.
له دې ټولو سره، تر اوسه روښانه نه ده چې د طالبانو مخالفان او پاکستان به د ګډې همکارۍ په اړه کومې پایلې ته ورسیږي کنه؟
لیکوال دې پایلې ته رسېدلی،چې پاکستان اوس د هغې ډلې له دښمنانو سره پر همکارۍ غور کوي، چې پخپله یې د هغوی واک ته رسولو کې بنسټیزه ونډه لرلې ده.
برعکس، د طالبانو مخالفان باید په دې اړه درنه پرېکړه وکړي، چې ایا له داسې يوه هېواد څخه مرسته واخلي کنه، چې د دوی په ماتولو کې یې مهم رول درلود؟