د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) وايي، د هرات په ۱۵۰ بستریز مرکز کې د نشهيي توکو لسګونه روږدو کسانو ته د درملنې او بیارغونې خدمتونه وړاندې کېږي. د یاد سازمان په وینا، دغه مرکز هڅه کوي د طبي درملنې، رواني مشورو او مسلکي زدهکړو له لارې روږدي کسان بېرته عادي ژوند ته وګرځوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په راپور کې راغلي، دغه مرکز د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) او روغتیا نړۍوال سازمان په ملاتړ او د اروپايي ټولنې په مالي مرسته فعالیت کوي.
په راپور کې راغلي، چې په دغه مرکز کې ناروغانو ته د ډاکټرانو تر څار لاندې درملنه، رواني او ټولنیز ملاتړ او مشورتي خدمتونه وړاندې کېږي؛ څو بېرته عادي ژوند ته وګرځي. په راپور کې د هرات د ۲۹ کلن میرویس کیسه هم خپره شوې، چې له ځوانۍ راهیسې په نشهيي توکو روږدی شوی و. نوموړی وايي، په تنکۍ ځوانۍ کې یې د خپل ګاونډ له ملګرو سره د سګرټو څکولو ته لېوالتیا پیدا کړه؛ خو وروسته یې بېلابېل نشهيي توکي وازمویل او په نشهیي توکو روږدی شو.
د راپور له مخې، د ګرځنده روغتیايي ډلې له لارې د هرات د نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې له مرکز سره تر یو ځای کېدو وروسته میرویس په خپله خوښه د درملنې بهیر پیل کړ.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، بېرته عادي ژوند ته د میرویس ستنېدو او د خپلې کورنۍ د ملاتړ ترڅنګ، دغه مرکز هغه د موټرسایکلونو د ترمیم د مسلکي زدهکړو له یوه پروګرام سره هم اشنا کړی دی، چې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته پر مخ وړل کېږي.
د غور ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ د سېشنبې په ورځ، د لړم په ۱۲مه، اعلان وکړ چې د پسابند ولسوالۍ په یوه ۲۰ ورځني عملیات کې د نشهیي توکو د تولید اته فابریکې کشف او ویجاړې شوې دي او ۲۷ کسان هم د نشهیي توکو په سوداګرۍ کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
بلخوا:د هلمند ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ د سېشنبې په ورځ د کجکي، نوزاد او موسیکلا ولسوالیو کې د نشهیي توکو د تولید د څلورو فابریکو د کشف خبر ورکړ. دغې ادارې په دغو فابریکو کې د تولیدېدونکو موادو د ډول او یا هم په تړاو یې د کوم چا د نیول کېدو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
په غور او هلمند کې د طالبانو مسوولانو همدارنګه د دغو عملیاتو پر مهال د سلګونو کیلوګرامه نشهیي توکو او یو شمېر موټرو د کشف او ضبط خبر ورکړی، خو د کشف شویو موادو کره اندازه او د موټرو شمېر یې نه دی مشخص کړی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت هم د سېشنبې په ورځ د ارزګان ولایت د ترینکوټ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د نشهیي توکو د تولید د یوې فابریکې د کشف او ویجاړولو خبر ورکړ.
د دغه بنسټ په وینا، له دې فابریکې څخه درې زره او ۱۵۰ کیلوګرامه اومان، ۴۵۰ کیلوګرامه چونه، ۶۷۵ کیلوګرامه سود او ۱۶۰ لېټره تېزاب ترلاسه شوي چې له فابریکې سره یو ځای سوځول شوي دي. طالبانو ویلي چې د دغې فابریکې په تړاو یې یو کس هم نیولی دی.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار کړی، چې ځوانان بېلابېلې تجربې، لومړیتوبونه او هیلې لري او باید د دوی اړتیاوې په جلا او ځانګړي ډول په پام کې ونیول شي.
بېنېټ خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې یوازې پر اوسني نسل اغېز نه کوي، بلکې د افغانستان د راتلونکو نسلونو پر برخلیک هم اغېز پرېباسي.
د هغه په وینا، افغان ځوانان له یو لړ تړلو ستونزو سره مخ دي، چې تبعیض، له زدهکړو او کار څخه محرومیت، بېوزلي، معلوماتو او د بیان ازادۍ ته محدود لاسرسی او په پرېکړو کولو کې له ګډون څخه د ځوانانو ګوښه کول په کې شامل دي.
بېنېټ زیاته کړې، چې د طالبانو د محدودیتونو اغېزې پر ټولو ځوانانو یو ډول نه دي، بلکې د جنسیت، قومیت، مذهب، د اوسېدو ځای، اقتصادي وضعیت، معلولیت او د زدهکړو د مخینې له مخې توپیر لري.
هغه د ځوانو ښځو او نجونو وضعیت په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې هغوی له سخت او بنسټیز تبعیض سره مخ دي، چې د جنسیت پر بنسټ ځورونه او ځپنه بلل کېدای شي.
بېنېټ د علمي ازادۍ او انتقادي فکر پر وړاندې د محدودیتونو زیاتېدل او پر ایډیالوژیکو زدهکړو ټینګار د افغانستان د راتلونکي لپاره د اندېښنې وړ بللي دي. د هغه په وینا، ځوانان د مشرتابه د وړتیاوو د پیاوړتیا او د پرېکړو کولو په بهیرونو کې د ګډون لپاره هم لږ فرصتونه لري.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ځوانانو لپاره پر عملي فرصتونو پانګونه وکړي. هغه د زدهکړو بورسونه، د انلاین زدهکړو باکیفیته پروګرامونه، تخنیکي او مسلکي روزنه، ډیجیټلي مهارتونه، سوداګري او د نړیوالو کاري فرصتونو برابرول د ملاتړ له مهمو برخو بللي دي.