• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

ډیموکراتانو په سنا او استازو جرګو کې د اکثریت په ګټلو واکمن جمهوري‌پال ګوند ته ماتې ورکړه

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۰ GMT+۰

د امریکا د منځمهاله ټاکنو د تازه پایلو له‌مخې، ډیموکراتانو د سنا جرګې د دوو خپلواکو نوماندانو په ګډون ۵۳ څوکۍ وګټلې او ورسره یې په سنا کې غوڅ اکثریت خپل کړ. له دې سره سم یې په استازو جرګه کې هم د ۲۱۸ څوکیو په ګټلو اکثریت وګاټه او په دواړو جرګو کې یې واکمن ګوند ته ماتې ورکړه.

د امریکا د منځمهاله ټاکنو د تازه پایلو له‌مخې، ډیموکراتانو په لومړي سر کې د دوو خپلواکو نوماندانو په ګډون د سنا جرګې ۵۳ څوکۍ خپلې کړې او ورسره یې غوڅ اکثریت وګاټه.

تر دې وروسته ډيموکراتانو د استازو جرګې له ټولټال ۴۳۵ څوکیو څخه د ۲۱۸ څوکیو په ګټلو سره په استازو جرګه کې هم اکثریت خپل کړ او ورسره یې په دواړو جرګو کې واکمن جمهوري‌پال ګوند ته ماتې ورکړه.

د دغه خبر د لیکلو پر مهال د امریکا واکمن جمهوري‌پال ګوند په سنا جرګه کې ۴۲ څوکۍ ګټلي او په استازو جرګې یې بیا ۱۳۳ څوکۍ خپلې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د امریکا د کانګرس دواړه (سنا او د استازو) جرګې د واکمن جمهوري‌پال ګوند په کنټرول کې وې.

د امریکا په استازو او سنا جرګو کې د ډیموکراتانو اکثریت به په واشنګټن کې د قدرت موازنه بدله کړي. له دې سره سره، د ټرمپ پر سیاستونو د دې بریا د اغېزې کچه د داخلي یووالي په ساتلو، د قوانینو په تصویبولو او د کانګرس له څارنیزو واکونو څخه په ګټې اخیستنې کې د ډیموکراتانو په وړتیاوو پورې اړه لري.

ډېر لیدل شوي

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې
۱

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې

۲

سویس: له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي او بشري برخو کې محدودې دي

۳

سارا اډمز: امریکایي یوټیوبر «سنیکو» د حقاني شبکې له پخواني دوه‌ګوني جاسوس سره سفر کړی

۴

طالبانو د بلخ د نصرت‌اباد ښارګوټي په یوه برخه کې د کورونو د نړولو لړۍ پیل کړې

۵

د افغانستان بېوزلي؛ ماشومان د کورنیو د لګښتونو لپاره کار کوي

•
•
•

نور خبرونه

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د افغانستان پر لسو سیمو هوايي بریدونه تایید کړل. نوموړي د یادو سیمو د موقعیت په تړاو له څه ویلو پرته زیاته کړې، چې په دې بریدونو سره د بې‌پيلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو ځایونه په نښه شوي دي. طالبانو تر اوسه یوازې پر کندهار د برید پخلی کړی دی.

پر کندهار او پکتیا د پاکستان له هوايي بریدونو سره جوخت د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د پنجشنبې ورځې په سهار وختي (د تلې ۲مه) په خپله اېکس‌پانه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، پاکستان په افغانستان کې پر لسو هغو ځایونو دقیق هوايي او د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي، چې له هغو ځایونو څخه پر پاکستان بې‌پیلوټه الوتکې توغول شوې وې.

د نوموړي په وینا، پر افغانستان دغه تازه هوايي او د بې‌پيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه له افغانستان څخه پر پاکستان د اتو بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو په غبرګون او د خپل ځان «د دفاع حق» په چوکاټ کې ترسره شوي دي. هغه زیاتوي، یادې الوتکې موخې ته تر رسېدو مخکې د پاکستان د هوايي دفاعي سیسټمونو له لوري کشف او له‌منځه وړل شوې دي.

طالبانو بیا د پاکستان دا ادعا رد کړې، چې ګواکې د چهار شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) له افغانستان څخه ۸ بې‌پیلوټه الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتي او د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو ویشتلي دي.

عطاالله تارړ زیاتوي: «دا بریدونه حساب شوي، دقیق، اندازه شوي، متناسب او يوازې تر هغو مشخصو پوځي موخو پورې محدود وو چې مستقیم د پاکستان پر ضد له هڅه شویو بریدونو سره یې تړاو درلود».

نوموړي خبرداری ورکړی: «پاکستان به د افغانستان له خاورې څخه بریدونه که د ترهګرو ډلو له‌خوا وي او یا په‌خپله د افغان طالبانو د رژیم له خوا نه مني او نه به یې وزغمي. د پاکستان له حاکمیت څخه هره سرغړونه به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي».

هغه همداراز د افغانستان له طالبانو غوښتي، چې د پاکستان پر ضد ټول «خصمانه» فعالیتونه سمدستي بند کړي او په وینا یې د هغو «ترهګرو» ډلو پر ضد اغېزناک، تصدیق کېدونکي او دوامداره اقداماتو په ترسره کولو سره خپل نړیوال مکلفیتونه ادا کړي چې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي.

طالبانو لا تر اوسه د دغه پاکستاني چارواکي د څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د کندهار د نهمې ناحیې اړوند پر بیاباني سیمې د پاکستان هوايي برید تایید کړی او په وینا یې، په دې برید کې چا ته د سر زیان نه‌دی اوښتی.

خو سرچینو بیا د پکتیا د مرکز اړوند پر یوې نظامي اډې د پاکستان له هوايي بریدونو خبر ورکړی او همداراز د خوست د مرکز په صحرا باغ او کمپ سیمو کې هم د پاکستان د بریدونو راپورونه ورکړل شوي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو هم څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې ۳ ورځې مخکې (دوشنبه سهار وختي د وږي ۳۰مه) پاکستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هم هوايي بریدونه کړي وو او په پایله کې یې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون ۴ نور ټپيان شوي وو.