کیف، چې له درې میلیونو ډېر نفوس لري، د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو له امله له سخت وضعیت سره مخ دی. د برېښنا بېړني پرې کېدل اوږدېږي، د اوبو رسولو بهیر په وار وار ځنډېږي او اوسېدونکي د مرکزي تودوخې د بېرته فعالېدو په تمه دي.
د ښار په کوڅو کې د برېښنا تولیدوونکو ماشینونو غږونه اورېدل کېږي او خلک د څراغونو په رڼا کې خپل ورځني کارونه ترسره کوي. د اوبو رسولو بندېدل څو ساعته دوام کوي او د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي دي. د برېښنا پرې کېدو له امله د مېټرو خدمتونه هم په وار وار درېدلي دي.
د روسیې د نږدې پنځه کلنې جګړې په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره د کییف د دنیپرو سیند پر پلونو هم بریدونه شوي، چې له امله یې ترافیک ګډوډ شوی دی.
زېلنسکي د کیف د انرژۍ وضعیت «ډېر جدي» بللی او ویلي یې دي چې د هېواد په نورو سیمو کې د انرژۍ وضعیت د پلازمېنې په پرتله ښه دی. هغه د ژمي لپاره د چمتووالي په برخه کې د ښار د ادارې د پرېکړو نه عملي کېدل د بحران یو لامل ګڼلی دی.
زېلنسکي پر اېکس لیکلي چې د ښار د اوسني وضعیت یوه برخه د ژمي او تودوخې موسم لپاره د چمتووالي په برخه کې د ښار د ادارې د پرېکړو د نه عملي کېدو پایله ده، خو د اوکراین پر انرژۍ زیربناوو د روسیې بریدونه یې هم یاد کړي دي.
د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو د جمعې په ورځ د زېلنسکي نیوکې رد کړې او مرکزي حکومت یې تورن کړ چې د ښار د مقاومت او چمتووالي پلان په تصویب کې ځنډ کوي. هغه د ولسمشر څرګندونې «پرلهپسې لاسوهنې» بللې دي.
کلیچکو ویلي، مرکزي حکومت د ښار له ادارې سره همکاري نه کوي او خنډونه جوړوي. هغه ادعا کړې چې حکومت غواړي په هره ممکنه لاره له ده څخه ځان خلاص کړي او د پلازمېنې وضعیت یې له همدې امله خراب کړی دی.
د زېلېنسکي او کلیچکو ترمنځ تازه شخړه د دواړو مشرانو د اوږدمهاله سیاسي اختلافاتو یوه بله برخه ده. زېلنسکي په ۲۰۱۹ کال کې ولسمشر وټاکل شو خو کلیچکو له ۲۰۱۴ کال راهیسې د کیف ښاروال دی. په اوکراین کې د جګړې پر مهال ټاکنې منع دي، له همدې امله دواړه مشران د خپلو ټاکنیزو دورو له پای ته رسېدو وروسته هم په دندو کې پاتې دي.
د روسیې له خوا په ۲۰۲۲ کال کې د جګړې له پیل وروسته، زېلنسکي د کییف د چارواکو د پناه ځایونو پر وضعیت هم نیوکې کړې وې. هغه مهال درې کسان د یوه تړل شوي پناه ځای پر لور د منډې وهلو پر مهال وژل شوي وو.
کلیچکو زېلنسکي تورن کړی چې د ده پر ضد د نیوکو له لارې سیاسي امتیاز ترلاسه کول غواړي. هغه د اوکراین له عامه خپرونې «سوسپیلنې» سره په مرکه کې ویلي وو چې له ولسمشر سره یې د کییف د ستونزو د حل لپاره د لیدنې غوښتنې بېځوابه پاتې شوې دي.
دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې شوي چې زېلنسکي وویل، د کیف د پوځي ادارې د مشرۍ لپاره یې له یو شمېر پخوانیو لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې، خو هېڅ یوه یې د دې دندې منلو ته چمتووالی نه دی ښودلی.
زېلنسکي خبریالانو ته ویلي چې د کلیچکو او د ولسمشر له خوا ټاکل شویو چارواکو ترمنځ همکاري ستونزمنه ده. د اوکراین عامه خپرونې «سوسپیلنې» د هغه له قوله ویلي، کله چې د کییف د پیاوړتیا لپاره له چارواکو سره خبرې کېږي، ښاروال داسې انګېري چې ګواکې څوک غواړي د هغه ځای ونیسي.