د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د نومبر پر شپږمه د جمعې په ورځ د ممباسا محکمې قاضي ډیانا کاوېډزا موچاچې پرېکړه وکړه چې مکینزي ته د ماشومانو د لوږې له امله د وژنې په تور ۱۰۰ کاله او د ماشومانو د مستقیمې وژنې په تور نور ۱۰۰ کاله بند سزا ورکړل شي.
د محکمې د پرېکړې له مخې د یوه بالغ کس او ۱۸۲ ماشومانو د لوږې له امله د وژنې په قضیو کې پر مکینزي جلا جلا د ۱۰۰ کلونو بند سزاوې واورول شوې، چې په یو وخت کې به عملي کېږي. همدارنګه، د اتو ماشومانو د مستقیمې وژنې په قضیو کې هم ورته سزاوې ورکړل شوې. د دواړو ډلو سزاوې به پرلهپسې عملي کېږي او له همدې امله د هغه د بند ټوله موده ۲۰۰ کاله ټاکل شوې ده.
د څارنوالۍ په وینا، مکینزي د کینیا په ختیځه ساحلي سیمه کې د شاکاهولا ځنګل ته نږدې د یوې مذهبي ډلې مشري کوله. نوموړي خپلو پلویانو ته ویلي وو چې د نړۍ له پای ته رسېدو مخکې د روژې او لوږې له لارې، د خپلو ماشومانو په ګډون، ځانونه جنت ته رسولی شي.
په قضیه کې ویل شوي چې د مکینزي ملګرو د هغه د لارښوونو د عملي کولو لپاره خلک ګواښل او وهل ټکول یې هم کول.
وروسته د شاکاهولا ځنګل په بېلابېلو ځایونو کې د هغو ماشومانو مړي په قبرونو او کندو کې وموندل شول چې د لوږې له امله کمزوري شوي وو. د ځینو کسانو د ژوندي ښخولو شواهد هم موندل شوي دي.
قاضي د پرېکړې د لوستلو پر مهال وویل، ژوندي پاتې شویو کسانو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په ځنګل کې د خلکو د مړینې لمانځنه د خپل مذهبي مشر د واده د مراسمو په توګه کېده او مړه شوي کسان د عقیدې اتلان بلل کېدل.
قاضي زیاته کړه، هغه کسان چې مرګ د خلاصون او جنت ته د رسېدو لاره ګڼي، ښايي د اعدام سزا د بریا یا شهادت په توګه وبولي؛ له همدې امله په دې قضیه کې د اعدام سزا د مخنیوي اغېزمنه لاره نه ده.
محکمې حکومت ته لارښوونه کړې چې له شاکاهولا ځنګل څخه ژغورل شویو ټولو کسانو ته، د هغو کسانو په ګډون چې اوس یې عمر ۱۸ کلونو ته رسېدلی، مناسب امنیت، رواني ملاتړ، زدهکړې او په ټولنه کې د بېرته ادغام زمینه برابره کړي.
قاضي ډیانا کاوېډزا په خپله پرېکړه کې د مذهبي ډلو د څارنې، د زیانمنونکو کسانو د خوندیتوب، مالي روڼتیا او د دین په نوم د خلکو د استثمار د مخنیوي په برخه کې د موجوده نظام نیمګړتیاوې هم یادې کړې. هغې ټینګار وکړ چې د مذهبي بنسټونو لپاره باید داسې قانوني او اداري چوکاټ جوړ شي چې د هغوی حساب ورکونه یقیني او د زیان رسوونکو فعالیتونو مخه ونیسي.
په دې قضیه کې د ۱۹۰ ماشومانو او یوه بالغ کس د وژنې پېښې شاملې وې، خو د کینیا د بشري حقونو د ملي کمېسیون د معلوماتو له مخې، د شاکاهولا له ځنګله په ټولیز ډول ۴۴۸ مړي موندل شوي وو. پر مکینزي په یوه بل ځای کې د ۵۲ نورو کسانو د وژنې امر کولو تور هم لګېدلی دی. په دې توګه د مشکوکو مړینو شمېر نږدې ۵۰۰ ته رسېږي، خو مکینزي په دویمه قضیه کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، پاول مکینزي له ۲۰۱۷ کال راهیسې د چارواکو تر څارنې لاندې و. پولیسو په هماغه کال د هغه پر استوګنځایونو چاپې کړې وې. په ۲۰۱۹ کال کې چارواکو د مالینډي په سیمه کې د هغه کلیسا وتړله او له هغې وروسته نوموړی نږدې شاکاهولا ځنګل ته ولېږدېد.
له دې پېښې وروسته په کینیا کې د مذهبي بنسټونو د څارنې او د هغوی لپاره د سختو قوانینو د جوړولو غوښتنې زیاتې شوې. د کینیا ولسمشر ویلیم روټو د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې د مذهبي بنسټونو د قانوني او اداري نظام د ارزونې لپاره یوه کاري ډله جوړه کړه.
په ۲۰۲۴ کال کې د حکومت او سنا په کچه هم د قانون جوړولو وړاندیزونه وړاندې شول، خو دغه وړاندیزونه لا هم په قانون نه دي بدل شوي.