د هغه په وینا، تړل شوي روغتیايي مرکزونه په افغانستان کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د ټولو مرکزونو ۴۰ سلنه جوړوي.
لمارکي د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو د هغوی زدهکړي، کار، عامه خدمتونو ته لاسرسي او په ټولنیز ژوند کې ګډون په جدي توګه محدود کړی دی.
هغه زیاته کړه چې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو د طالبانو د محدودیتونو دوام د افغانستان نړیواله انزوا لا پسې زیاته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال وویل، د ۱۴۰۴ کال د وږي میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو د سازمان دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر تللو بندیز لا هم دوام لري او دغو محدودیتونو د یاد سازمان پر فعالیتونو هم اغېز کړی دی.
لمارکي خبرداری ورکړ چې د نړیوالو مالي مرستو کمښت د افغانستان بشري وضعیت لا ستونزمن کړی دی. د هغه په وینا، د بشري مرستو بودجه په ۲۰۲۳ کال کې له دوو میلیاردو ډالرو څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۵۷۰ میلیون ډالرو ته راکمه شوې ده.
هغه وویل، که څه هم تمه ده چې په راتلونکي کال کې به د اړمنو کسانو شمېر کم شي، خو د بشري اړتیاوو شدت به شاوخوا ۳۰ سلنه زیات شي.
د لمارکي په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶،۷ میلیونه کسان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د هغه په خبره، د بېرته راستنېدونکو دغه بهیر د افغانستان پر اقتصاد، عامه خدمتونو او هغو ټولنو چې راستنېدونکي پکې مېشتېږي، د پام وړ فشار راوستی دی.
هغه ټینګار وکړ چې بېرته راستنېدونکي افغانان د هویت پېژندنې اسنادو، سرپناه، کاري فرصتونو او لومړنیو خدمتونو لاسرسي ته اړتیا لري.
برونو لمارکي د بزګرانو اقتصادي وضعیت ته په اشارې وویل چې د کوکنارو د کښت کمول، پرته له دې چې بزګرانو ته د ژوند او عاید بدیلې او دوامدارې لارې برابرې شي، دوامداره پایله نه شي لرلای.
هغه وویل، ځینې بزګران ښايي د اقتصادي ملاتړ نشتوالي او د بدیلو کرنیزو محصولاتو له لارې د کافي عاید نه ترلاسه کولو له امله بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال خبرداری ورکړ چې د بېوزلۍ زیاتوالی، د عامه خدمتونو کمزورتیا او په ټولنه کې د بېرته راستنېدونکو د ادغام ناکامي ښايي د افغانستان له پولو هاخوا هم اغېزې ولري او د سیمې پر امنیت، ثبات او د کډوالۍ پر بهیر اغېز وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید په اوسنیو شرایطو کې افغانستان یوازې پرې نږدي او نړیوالې مرستې باید دوام ومومي.