په سپینه ماڼۍ کې سیاسي زلزله؛ ټرمپ د خپل دفتر مشره له دندې ګوښه کړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې سوزي وایلس د سپینې ماڼۍ د دفتر د مشرې له دندې استعفا کړې او د هغې پر ځای یې سټیفن مېلر، چې د هغه د حکومت د سختو کډوالۍ سیاستونو اصلي طراح بلل کېږي ټاکلی دی.
د سپینې ماڼۍ چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د مېلر ټاکنه ښيي ټرمپ غواړي د کورنیو سیاستونو او چارو په برخه کې لا سخت او تهاجمي دریځ غوره کړي.
ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) په خپله خواله رسنۍ «تروت سوشیال» کې په یوه پیغام کې ولیکل: «په خوښۍ اعلانوم چې ښاغلی سټیفن مېلر، د سپینې ماڼۍ د دفتر اوسنی مرستیال مشر او زما له تر ټولو باوري سلاکارانو څخه دی، چې د دوشنبې په ورځ، د سپینې ماڼۍ د دفتر د مشر په توګه دنده پیلوي».
ټرمپ د سې شنبې ورځې تر ټاکنو مخکې د خپل حکومت د سیاسي او اړیکو برخو له کړنو ناخوښي څرګنده کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي عمومي محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
یو چارواکی چې له دې موضوع خبر دی زیاته کړې، چې ټرمپ په دغه اوونۍ کې ویلي وو چې سپینه ماڼۍ باید د کانګرس واک ته د ډیموکراتانو د بېرته ستنېدو د مخنیوي لپاره «لا تهاجمي» چلند غوره کړي.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ د دفتر د پخوانۍ مشرې سوزي وایلس له خدمتونو هم مننه کړې او د هغې کاري وړتیا یې «استثنايي» بللې ده.
خو د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز ته ویلي وایلس، چې د پنجشنبې په ماښام یې خپله استعفا وړاندې کړې وه، د ټرمپ د سیاسي ټیم یوې بلې برخې ته لېږدول کېږي.
سوزي وایلس لومړنۍ ښځه وه چې د سپینې ماڼۍ د دفتر مشري یې پر غاړه لرله. نوموړې د جمهوري غوښتونکي ګوند له پخوانیو او تجربه لرونکو څېرو څخه ده او د ډونالډ ټرمپ له نږدې سیاسي متحدانو څخه ګڼل کېږي.
وایلس د ۱۴۰۳ لمریز کال د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مشري هم کوله.
نوموړې د ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د بېرته ستنېدو له لومړۍ ورځې راهیسې د دفتر د مشرې په توګه دنده ترسره کوله.
