د امریکا د کډوالۍ ادارې په کالیفورنیا کې دوه افغان کډوال نیولي دي

د امریکا د کډوالۍ ادارې د شنبې په ورځ د کالیفورنیا ایالت په ساکرامنټو ښار کې دوه افغان پناهغوښتونکي نیولي دي. دغه کسان وروسته له هغې نیول شوي، چې د امریکا یوې فدرالي محکمې د تېرې سېشنبې په ورځ پاکستان ته د افغان پناهغوښتونکو د اېستلو الوتنې ځنډولې وې.
تر دې وړاندې د نیویارک د سوېلي حوزې فدرالي محکمې قاضي والري کاپروني په یوه لنډمهاله حکم کې پاکستان ته د افغان کډوالو د اېستلو الوتنې وځنډولې. د محکمې حکم یوازې د افغان پناهغوښتونکو د اېستلو الوتنې محدودې کړې دي؛ د کډوالۍ ادارې د مامورانو لهخوا یې د هغوی د نیولو مخه نهده نیولې.
د دغه دوو افغانانو نیولو په ساکرامنټو کې د مېشتو افغانانو اندېښنې زیاتې کړې دي. د یادې ټولنې غړي وېره لري، چې نیول شوي کسان به بېرته افغانستان ته واېستل شي.
د ساکرامنټو سیمهییزو رسنیو د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) په دغه ښار کې د افغانانو د یوې غونډې خبر ورکړی دی. دغه غونډه د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې لهخوا د دوو افغان وګړو د نیولو په غبرګون جوړه شوې وه.
د کډوالو د حقونو فعالان خبرداری ورکوي، چې د امریکا د پوځي ځواکونو پخواني افغان همکاران ښايي د بېرته اېستلو په صورت کې له ځورونې او څار سره مخ شي. د افغان کډوالو د ملاتړ ادارې «افغان ایواک» بنسټګر او مشر شان وندایور ویلي، چې د محکمې حکم د کډوالو د اېستلو الوتنې درولې دي؛ خو د افغانانو د نیولو مخه یې نهده نیولې.
هغه همداراز د هغه افغانانو د دوامداره نیونو په اړه نیوکه کړې، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د کډوالۍ پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته تللي او د کډوالۍ قوانین یې مراعات کړي دي.
د کډوالۍ د پالیسۍ انسټیټیوټ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په ساکرامنټو کې تر ۲۰زرو ډېر افغان کډوال اوسېدل. کالیفورنیا په امریکا کې د مېشتو افغان کډوالو د ټول نفوس شاوخوا ۳۵.۶ سلنه برخه جوړوي.
