د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کارموندنې فرصتونو نشتوالي ګڼ افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. ځینې یې اروپا ته د رسېدو لپاره پورونه کوي او خپلې شتمنۍ پلوري؛ خو پر قاچاقي لارو دغه سفرونه د مرګ او نور جدي ګواښونه هم لري.
د کار نړۍوال سازمان هم په خپل تازه راپور کې د افغانستان د کار بازار د ژورو ستونزو، د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د محدودېدو او د راستنېدونکو کډوالو له امله د کاري فرصتونو پر وړاندې د زیاتېدونکي فشار یادونه کړې ده.
له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره د خبرو پرمهال یوشمېر افغانانو ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دولتي دندې او ورځني کاري فرصتونه محدود شوي او د خلکو اقتصادي وضعیت تر دې حده کړکېچن شوی چې ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو د راتلونکي خوندي کولو لپاره د خپلو شتمنیو پلورلو او پور اخیستلو ته اړې شوې دي.
د کونړ د اسعداباد ښار اوسېدونکی اکرامالله وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دولتي دندو دروازې د عامو خلکو پر مخ تړل شوې او د ورځنۍ مزدورۍ فرصتونه هم کم شوي دي. د نوموړي په وینا، د کار او عاید د نشتوالي له امله یې کورنۍ اړ شوې چې بهر ته د هغه د سفر لپاره خپله کرنیزه ځمکه وپلوري.
اکرامالله افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «د طالبانو له راتګ سره دولتي دندې پر عامو خلکو بندې شوې او باید ملایان په دغه دندو وګومارل شي. د لاس مزدوري هم نهشته، نو له هېواده له تېښتې پرته بله لار نهده پاتې. خپله ځمکه مو نهلرله، ماما مې خپل پټی راته وپلوره او اوس د یوه باوري قاچاق کوونکي په لټه کې یم چې اروپا ته مې ولېږي».
د اکرامالله کیسه د هغو اقتصادي فشارونو یوه بېلګه ده، چې د کار نشتوالي ځینې افغان کورنۍ ورسره مخ کړې دي. د ده د کورنۍ لهخوا د ځمکې پلورل یوازې د یوه کس د سفر لګښت برابرولو لپاره دي؛ خو د یادې پرېکړې تر شا د کورنۍ دغه هیله ده، چې هغه به په اروپا کې کار پیدا کړي او د کورنۍ د پاتې غړو اقتصادي ستونزې به ورسره راکمې شي.
په داسې حال کې چې اروپا ته پر قاچاقي لارې سفر د سر زیان ګواښ، د پیسو له لاسه ورکولو، نیولو، ناوړه چلند او ان د مرګ له ګواښونو سره مل دی؛ د کار او عاید د بدیلو لارو نشتوالی ځینې ځوانان دې ته هڅوي چې دغه ګواښونه ومني.
د کار نشتوالي یوازې د دولتي دندو غوښتونکي او لوستي ځوانان نهدي اغېزمن کړي؛ بلکې د ورځني مزدورۍ هغه کارکوونکي هم ورسره مخ دي، چې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو له امله یې پر ودانیزو او نورو درنو کارونو تکیه کوله.
د ننګرهار د جلالاباد ښار اوسېدونکی مختار شاه وايي، دی او دوه وروڼه یې له درېیو کلونو راهیسې د کار په موندلو کې له جدي ستونزو سره مخ دي او ان د یوې ورځې کار پیدا کول ورته ستونزمن شوي دي.
نوموړي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «موږ په کور کې درې وروڼه یو او درې کاله کېږي، چې یوه ورځ مو هم کار نهدی کړی. هره ورځ د کار په لټه کې ګرځو؛ خو کارونه نهشته. پخوا د چوک مزدوري وه؛ خو اوس د چوک مزدور هم باید په میاشتو د کار انتظار وباسي».
مختار شاه د خپل اقتصادي وضعیت د خرابوالي یو لامل د ودانیزو چارو کمزوری بازار بولي او وايي، خلک دومره پیسې نهلري چې خپل کورونه جوړ کړي یا ودانیز کارونه پرې وکړي؛ له همدې امله هغه کسان هم بېکاره پاتې کېږي، چې د ورځنۍ مزدورۍ له لارې یې د ژوند اړتیاوې برابرولې.
د نوموړي څرګندونې د کار بازار د هغه بل اړخ ته اشاره کوي، چې پهکې د ودانیزو فعالیتونو کمښت، د خلکو د پېرلو ځواک کمزورتیا او د کورنیو د پانګونې نشتوالی د ورځنۍ مزدورۍ پر فرصتونو اغېز کوي. په داسې اقتصادي وضعیت کې چې د خلکو د عاید یوه برخه له ودانیزو چارو او نارسمي کارونو سره تړلې وي، د دغه فعالیتونو ټکني کېدل د کارګرو او د هغوی د کورنیو اقتصادي وضعیت نور هم خرابولای شي.
د کار نړۍوال سازمان وايي، د کار په برخه کې وروستی زیاتوالی په بشپړ ډول د نارینهو په برخه کې شوی؛ په ۲۰۲۶کال کې د نارینهو د کار کچه د ۲۰۲۰کال پرتله شاوخوا ۲۲ سلنه لوړه شوې، خو د ښځو د کار کچه په ۲۰۲۲کال کې د ۲۰۲۰کال د کچې له درېیمې برخې هم ټیټه شوې او وروسته یې یوازې لږ زیاتوالی ښودلی دی.
د کار نړۍوال سازمان د افغانستان لپاره د کارموندنې د پراختیا، د خصوصي سکټور او کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ، د راستنېدونکو کډوالو د کار بازار ته د بېرته ورګډولو او د ښځو او ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو سپارښتنه کړې ده.
د ځوانانو پراخه بېکاري او د کار پر بازار د راستنېدونکو کډوالو فشار
د کار نړۍوال سازمان د شمېرو ترڅنګ، د نړۍوال بانک او ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام تازه ارزونې هم د افغانستان د کار بازار او د خلکو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمنوونکي معلومات وړاندې کوي.
د نړۍوال بانک د ۲۰۲۵کال د ډسمبر د راپور له مخې، په هرو څلورو ځوانو افغانانو کې نږدې یو یې بېکاره دی. دغه بانک ویلي، د ښځو پر اقتصادي فعالیتونو او زدهکړو محدودیتونه د هېواد د بشري پانګې او راتلونکي اقتصادي پرمختګ پر وړاندې جدي خنډونه دي.
د نړۍوال بانک د ۲۰۲۶کال د مئ د ۲۶مې نېټې ارزونه ښيي، که څه هم د افغانستان اقتصاد د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې د ناخالص کورني تولید د ۴،۸ سلنه ودې اټکل درلود؛ خو د نفوس چټکې ودې او د مېلیونونو راستنېدونکو افغانانو له امله د سړي سر ناخالص کورني تولید کچه ۵،۶ سلنه راټیټه شوې ده.