په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ پر افغانستان د پوځي برید او د طالبانو د لومړي حکومت له نسکورېدو وروسته، په ګاونډي پاکستان کې د طالبانو د ملاتړ پراخ سیاسي، مذهبي او ولسي خوځښتونه رامنځته شول. په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د واشنګټن په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ایتلاف برخه شو، په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې زرګونو کسانو د طالبانو د ملاتړ لپاره د جګړې اعلان وکړ، هغوی ته یې پناه ورکړه او د افغانستان جګړې ته د تګ لپاره یې لښکرې جوړې کړې.
دغه بهیر وروسته د طالبانو په بیا منظمېدو او د پاکستاني طالبانو د وسلهوال خوځښت په راټوکېدو کې ټاکونکی رول ولوباوه.
د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت یې نسکور کړ، پاکستان له یوې پېچلې سیاسي او امنیتي معادلې سره مخ شو. د دغه هېواد حکومت د امریکا له ایتلاف سره یوځای شو، خو په سیاسي، مذهبي او ولسي کچه د امریکا د پوځي مداخلې پر وړاندې پراخ مخالفت موجود و.
په پاکستان کې د مذهبي ګوندونو، دیني مشرانو او وسلهوالو ډلو یوه برخه د امریکا برید اشغال وباله او د طالبانو ملاتړ یې اعلان کړ. د پاکستان په امنیتي ادارو کې هم د طالبانو ملاتړ کېده. د مذهبي ډلو غبرګون ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ ډویژن کې ډېر روښانه و. ځکه دلته واردمخه مذهبي ډلو اغیز درلود.
په دغو سیمو کې د طالبانو د ملاتړ لپاره کمپونه جوړ شول او یو شمېر خلکو له افغانستان نه د ورتښتېدلو طالب مشرانو او بهرنیو جنګیالیو لپاره هم د خپلو کورونو دروازې پرانېستې.
د صوفي محمد د جهاد کمپاین
په ملاکنډ ډویژن کې د تحریک نفاذ شریعت محمدي (TNSM) مشر مولانا صوفي محمد د هغو لومړنیو مذهبي مشرانو له ډلې و چې د امریکا پوځي مداخله یې د اشغال په توګه وغندله او افغانستان ته یې د جګړې لپاره د خلکو د لېږلو کمپاین پیل کړ.
هغه د «جهاد افغانستان» تر نوم لاندې د ملاکنډ ډویژن په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د راټولولو کمپونه جوړ کړل. د څو اونیو په ترڅ کې نوموړي د طالبانو د ملاتړ لپاره د شاوخوا اتو تر لسو زرو کسانو یو لښکر چمتو کړ.
د دیر سیمهییز خبریال اسرار خان، چې هغه مهال یې د صوفي محمد کمپاین له نږدې څاره، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په ملاکنډ کې د خلکو ترمنځ د جګړې لپاره د تګ یوه غیرمعمولي احساساتي فضا رامنځته شوې وه.
د هغه په وینا، په ښارونو او کلیو کې کمپونه جوړ شوي وو، خلکو افغانستان ته د تګ لپاره نومونه لیکل او د دې کمپاین مالي ملاتړ یې کاوه. هغه وویل چې د خلکو لېوالتیا دومره زیاته وه چې ځینې وخت به داسې احساس کېده، لکه امریکا چې پر پاکستان برید کړی وي.
اسرار خان وايي، « زما خپل ورور هم د صوفي محمد له لښکر سره یوځای شوی و او باجوړ ته تللی و، څو له هغه ځایه د لغرای لارې افغانستان ته واوړي».
هغه وايي، پلار یې ترې وغوښتل چې باجوړ ته ولاړ شي او ورور یې بېرته راولي، خو کله چې هلته ورسېد، له داسې صحنې سره مخ شو چې دی یې هم اغیزمن کړ.
د هغه په وینا، هغه کسان چې افغانستان ته د تګ لپاره په یوه جومات کې راټول شوي وو، په ګلونو نمانځل کېدل، له لوډسپیکرونو د «الجهاد، الجهاد» او «امریکا مرده باد» شعارونه ورکول کېدل او خلکو خپلې وسلې پورته کولې.
اسرار خان وايي: «د یوې مودې لپاره دې فضا زما پر ذهن هم اغېز وکړ او زه هم دې ته لېوال شوم چې له دغه لښکر سره یوځای شم او افغانستان ته ولاړ شم».
د صوفي محمد په لښکر کې د بېلابېلو عمرونو خلک شامل وو. ډېرو یې عصري وسلې نه لرلې، ځینو تلوارونه او ځینو د خپلو پلرونو او نیکونو زړې ټوپکې له ځان سره اخیستې وې.
د دیر سیمهییز خبریال حلیم اسد هم د هغه وخت د کمپاین په اړه وايي، چې صوفي محمد په یوه پیکاپ موټر کې ګرځېده او د لوډسپیکر له لارې به یې د قران کریم تلاوت خپرېده.
د هغه په وینا، صوفي محمد د ملاکنډ ډویژن بېلابېلو ښارونو ته سفرونه وکړل او د خلکو د راټولولو لپاره یې په ګڼو سیمو کې کمپونه جوړ کړل. د دغو کمپونو له ډلې د سوات ګراس ګراونډ، چکدرې، تالاش او بونیر کمپونه د پام وړ وو.
حلیم اسد وايي، صوفي محمد په داسې حال کې د خلکو لوی لښکر برابر کړ چې طالبانو لا په بشپړه توګه له افغانستان نه شاتګ نه و کړی. د هغه په وینا، طالبانو هم صوفي محمد ته پیغام استولی و چې د امنیتي وضعیت د ترینګلتیا له امله دې افغانستان ته نه ورځي، خو نوموړي له دې خبرداري سره سره خپل لښکر افغانستان ته ولېږداوه.
د سیمهییزو خبریالانو په وینا، د دغه لښکر ګڼ کسان په افغانستان کې ووژل شول یا ونیول شول او د دیر ولسوالۍ یو شمېر کسان تر اوسه هم لادرکه دي.
د پاکستان سیاسي او مذهبي فضا
عنایت الله خان، چې د دیر ولسوالۍ اوسېدونکی او د جماعت اسلامي د ملاکنډ ډویژن مشر دی، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته د پاکستان ډېرو مذهبي او سیاسي ګوندونو د امریکا پوځي مداخله وغندله.
د هغه په وینا، پاکستان هغه مهال له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې او په دغه هېواد کې د امریکا ضد احساسات هم پراخ وو. له همدې امله د ټولنې د بېلابېلو برخو خلکو د افغانستان پر وړاندې د امریکا پوځي اقدام ته منفي غبرګون وښود.
عنایت الله خان وايي، د طالبانو د ملاتړ یوه بله پایله دا وه چې په قبایلي سیمو کې کوچنیو وسلهوالو ډلو له یو بل سره اړیکې او همکاري پیل کړه. د ده په وینا، دغو ډلو وروسته د تحریک طالبان پاکستان بڼه خپله کړه او د امریکا او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې یې د وسلهوال مقاومت په پراخولو کې ونډه واخیسته.
هغه زیاتوي چې د افغانستان په خاوره کې د امریکا او متحدینو پوځي حضور د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو لپاره هم د اندېښنې موضوع وه.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې شمالي او جنوبي وزیرستان هغه لومړنۍ سیمې وې چې له افغانستان نه شاتګ کوونکو طالب جنګیالیو او قوماندانانو پکې پناه واخېسته.
د افغان طالبانو ترڅنګ، د القاعدې عرب جنګیالي، ازبکان، چیچنیان او د نورو هېوادونو وسلهوال هم دغو سیمو ته ولېږدول شول.
د پاکستاني طالبانو ځینو سیمهییزو قوماندانانو نیک محمد وزیر، بیت الله محسود، حافظ ګل بهادر او مولانا صادق نور او د لشکر طیبه او نورو پاکستانۍ جهادي ډلو غړو په قبایلي سیمو کې د دغو وسلهوالو په ملاتړ او تنظیم کې مهم رول درلود.
د بهرنیو جنګیالیو د شمېر له زیاتېدو وروسته، د امریکا تر فشار لاندې پاکستان په قبایلي سیمو کې خپل پوځ ځای پر ځای کړ. په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې د دغو جنګیالیو پر وړاندې پوځي عملیات هم پیل شول.
په باجوړ کې مولوي فقیر محمد د افغانستان له جګړې څخه تښتېدلو یو شمېر بهرنیو جنګیالیو ته پناه ورکړه. په دې ډله کې د القاعدې غړي هم شامل وو. باجوړ ته د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د تګ او هلته د سیمهییزو وسلهوالو له ملاتړ څخه د برخمنېدو ادعاوې هم مطرح شوې وې.
د طالبانو د بیا راټوکېدو تر شا د پاکستان رول
افغان خبریال سمیع یوسفزی، چې د طالبانو غورځنګ یې له نږدې څارلی، وايي چې د طالبانو غورځنګ له پیله په پاکستان کې د دولتي او ولسي ملاتړ بېلابېلې بڼې تجربه کړې وې.
هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د مجاهدینو له جګړو وروسته په افغانستان کې اوږدې کورنۍ جګړې او سیاسي بېثباتۍ د پاکستان لپاره د امنیتي اندېښنو زمینه برابره کړې وه.
د هغه په وینا، پاکستان غوښتل په افغانستان کې داسې یو ځواک رامنځته شي چې د کرښې هاخوا جګړې او بېثباتۍ مخه ونیسي او د مجاهدینو د پخوانیو ډلو ځای ونیسي. د نوموړي په باور، دا هغه عوامل وو چې د طالبانو غورځنګ ته یې په پاکستان کې د دولتي او ولسي ملاتړ زمینه برابره کړه.
سمیع یوسفزی وايي، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پاکستان د امریکا په مشرۍ ایتلاف سره یوځای شو، خو په کور دننه د امریکا د پوځي اقدام پر وړاندې مخالفت دوام درلود.
هغه د دې مخالفت د پیاوړتیا لپاره څو عوامل یادوي: په افغانستان کې د نوي حکومت پر جوړښت د متحدې جبهې نفوذ، د پاکستان او هند ترمنځ سیاسي سیالي، په اسلامي نړۍ کې د امریکا ضد احساسات او وروسته پر عراق د امریکا برید.
د نوموړي په وینا، دغو شرایطو طالبانو ته دا فرصت برابر کړ چې د امریکا او متحدینو پر وړاندې خپل ټینګاو بیا منظم کړي.
هغه زیاتوي چې په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کې د طالبانو د جګړې د پراخېدو پر مهال قبایلي سیمې د دوی د تنظیم، اړیکو او جګړهییزو پلانونو لپاره په مهمو مرکزونو بدلې شوې وې.
دیني مدرسې او د جګړې د بشري ځواک برابرول
په پاکستان کې د طالبانو د ملاتړ د څرنګوالي په اړه یو افغان خبریال، چې د موضوع په اړه یې په کابل کې څېړنې کړې او نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وايي چې دیني مدرسو او مذهبي سازمانونو د طالبانو د جګړې لپاره د بشري ځواک په برابرولو کې مهم رول درلود.
هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پاکستان په ځینو دیني مدرسو کې زرګونه کسان د پاکستان پلوه مذهبي او جهادي سازمانونو له لارې جذب شول او د طالبانو د جګړې لپاره افغانستان ته ولېږل شول.
د هغه په وینا، په هغه وخت کې چاپي رسنیو هم د طالبانو د انځور په جوړولو کې ونډه لرله. په ورځپاڼو او مجلو کې داسې مطالب خپرېدل چې طالبان یې د یوه سپېڅلي او دیني غورځنګ په توګه معرفي کول.
نوموړی وايي، هغه پاکستاني جنګیالي چې په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال وژل شوي، نیول شوي یا ټپیان شوي وو، وروسته په خپلو سیمو کې د طالبانو د ملاتړ په پراخولو کې اغېزناک ثابت شول.
د دغه خبریال په وینا، د افغانستان د جمهوریت له جوړېدو وروسته د هند نفوذ د پاکستان د امنیتي اندېښنو یوه برخه وګرځېده. د هغه په باور، پاکستاني چارواکو په تدریجي ډول د افغان طالبانو له ځینو مشرانو، په ځانګړې توګه جلالالدین حقاني او د هغه له شبکې سره، پټې اړیکې او همکاري پراخه کړه.
پاکستانی خبریال او د افغان چارو کارپوه طاهر خان وايي چې په پاکستان کې د طالبانو لپاره د ولسي خواخوږۍ یو مهم لامل د امریکا له خوا د طالبانو د حکومت نسکورول وو.
د هغه په وینا، په پاکستان کې له دې مخکې هم د امریکا ضد احساسات او د جهادي فکر پلویان موجود وو او پر افغانستان پوځي برید د دغو ډلو لپاره د بسیج او فعالیت زمینه برابره کړه. طاهر خان وايي، چې د امریکا پوځي مداخلې په پاکستان کې موجودو جهادي ډلو ته یو ګډ سیاسي او مذهبي دریځ برابر کړ او د پولې هاخوا د طالبانو د مقاومت د پراخېدو لپاره یې شرایط برابر کړل.