• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د کانګرس غړې: د کډوالو لپاره د تابعیت قانوني لاره باید برابره شي

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۳ GMT+۰

د امریکا د استازو جرګې غړې دلیا رامیرېز د کډوالو او بې‌اسناده مېشتو کسانو لپاره د تابعیت د قانوني لارې او د کډوالۍ په نظام کې د بشري اصلاحاتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې کانګرس باید له څلوېښتو کلونو وروسته له رامنځته شوي فرصت ګټه واخلي.

د رامیرېز په وینا، د امریکا خلک په پراخه کچه د هغه کډوالو لپاره د تابعیت د ترلاسه کولو قانوني لارې ملاتړ کوي چې له اوږدې مودې راهیسې په دغه هېواد کې ژوند کوي.

هغې پر اېکس پاڼه لیکلي: «اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د خپلو ټولنو لپاره د واقعي خوندیتوب غوښتنه وکړو؛ داسې وخت چې د امریکا خلک په پراخه کچه د تابعیت ترلاسه کولو د یوې قانوني لارې ملاتړ کوي او د کډوالۍ د نظام د بدلون او بشري اصلاحاتو لپاره فرصت هم برابر شوی».

نوموړې ټینګار کړی، د کډوالۍ داسې نظام باید رامنځته شي چې په امریکا کې د مېشتو کډوالو ونډه او خدمتونه په رسمیت وپېژني. رامیرېز د اکتوبر په ۱۵مه د کډوالۍ د اصلاحاتو لپاره د یوې طرحې په اعلان کې هم ګډون کړی و، چې موخه یې د بې‌اسناده کډوالو لپاره د تابعیت قانوني لارې پراختیا، د پناه غوښتونکو بشري خوندیتوب او د کورنیو او کاري کډوالۍ لپاره د قانوني لارو پیاوړتیا ده. دغه طرحه د کانګرس د استازو جرګې ته د یوه پرېکړه‌لیک په بڼه وړاندې شوې ده.

د رامیرېز دغه غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي، چې د امریکا د کډوالۍ په نظام کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم ګڼې ستونزې شته. د ۲۰۲۱کال په اګست کې د افغانستان د پخواني حکومت تر پرځېدو وروسته لسګونه زره افغانان د امریکا له‌خوا دغه هېواد ته ولېږدول شول چې ډېری یې د لنډمهاله بشري اجازې له لارې هلته مېشت شول او د دایمي استوګنې لپاره یې ځانګړې قانوني لاره نه لرله.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په ۲۰۲۵کال کې د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندي استوګنې پروګرام پای ته ورساوه، چې د دغه وزارت د اټکل له مخې شاوخوا ۱۱زره او ۷۰۰ افغانان یې تر پوښښ لاندې لرل. دغه پرېکړه د ۲۰۲۵کال د جولای له ۱۴مې عملي شوه.

بلخوا، د افغان کډوالو د دایمي استوګنې لپاره د «افغانانو د وضعیت د تنظیم قانون» په نوم یوه دوه‌ګوندي طرحه د ۲۰۲۵کال د اګست پر پنځمه د امریکا استازو جرګې ته وړاندې شوې؛ خو د قضايي چارو کمېټې ته د څېړنې لپاره لېږل شوې او لا قانوني شوې نه‌ده. د یادې طرحې موخه د شرایطو وړ افغانانو ته د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو زمینې برابرول دي.

همدارنګه، د ۲۰۲۶کال د اګست په شپږمه د امریکا دوو سناتورانو کرېس کونز او لیزا مرکوسکي د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندي استوګنې د بېرته فعالولو په موخه یوه دوه‌ګوندي طرحه وړاندې کړه.

د یادونې ده، چې د امریکا کانګرس په ۱۹۸۶کال کې د کډوالۍ د اصلاحاتو او کنټرول قانون تصویب کړ چې له مخې یې شاوخوا ۲،۷ مېلیونه بې‌اسناده کډوالو ته د قانوني کېدو او تابعیت ته د رسېدو لاره برابره شوه.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۴

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۵

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

•
•
•

نور خبرونه

ملګري ملتونه: نږدې ۱.۳ میلیونه افغانان سږ کال له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شوي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۶ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپور شوي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر پایه نږدې ۱.۲۹ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، شاوخوا ۴۳ سلنه دغه کسان ایستل شوي وو او په ناڅاپي او سختو شرایطو کې بېرته هېواد ته رسېدلي دي.

راپور وايي، د ستنېدونکو افغانانو ډېری کورنۍ د استوګنځي، کار، عاید، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي او د بېرته ستنېدو چټک بهیر د افغانستان پر کمزورو خدماتو او کوربه ټولنو اضافي فشار اچولی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې ۵۷۳ زره افغانان له ایرانه او ۷۱۴ زره او ۳۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې له ۲۰۲ زرو ډېرو افغان کډوالو او کډوالۍ ته ورته حالت لرونکو کسانو د افغانستان په سرحدي سیمو کې نغدې مرستې ترلاسه کړې دي. د مرستو ترلاسه کوونکو ۴۵ سلنه کورنۍ د ښځو له خوا اداره کېدې، ۳۳ سلنه کورنیو کې معلول کسان موجود وو او څلور سلنه کورنۍ د ماشومانو له خوا اداره کېدې.
راپور وايي، شاوخوا ۳۴۰ زیان‌منو کورنیو ته د بېرته مېشتېدو ځانګړې مرستې ورکړل شوې، څو خپل ژوند له سره پیل او د عاید سرچینې ومومي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، له ۲۳۰۰ څخه ډېرو کسانو ته، چې ځانګړي خوندیتوب ته اړتیا لرله، نغدې مرستې ورکړل شوي او نږدې ۲۶۰۰ کورنیو ته د کورنیو لومړنیو اړتیاوو لپاره مالي ملاتړ برابر شوی دی.
راپور ښيي چې د شکایتونو، سلا مشورو او معلوماتو د برابرولو له لارې له ۴۵ زرو څخه ډېرې غوښتنې او پوښتنې ثبت شوې دي، چې نږدې ۱۵ زره قضیې یې د ځانګړې تعقیب او مرستې لپاره ارزول شوې دي.
د یو اېن اېچ سي آر او شریکو ادارو د هېواد په ۲۶ ولایتونو او ۱۰۳ ولسوالیو کې د نږدې ۴ زرو کورنیو وضعیت ارزولی او له ۲۸ زرو ډېرو کسانو سره یې تماس نیولی دی. د راپور له مخې، په دې ارزونو کې د ګډونوالو ۵۴ سلنه ښځې وې.
راپور همداراز وايي، د ځان بسیاینې او اقتصادي فرصتونو د پراخولو لپاره ۲۶۵۰ کسانو، چې ۱۲۰۰ ښځې هم پکې شاملې وې، د کوچنیو پورونو او مالي پروګرامونو له لارې د ۶.۱ میلیونه ډالرو تمویل ترلاسه کړی دی. د دې مرستو په مټ نږدې ۲۵۰۰ فعال کاروبارونه او ۱۴۵ نوي کاروبارونه ملاتړ شوي دي.
د راپور له مخې، په هرات کې د ډیجیټلي مهارتونو، تخنیکي او مسلکي زده‌کړو، قابله‌ګۍ او ښوونکو د روزنې پروګرامونو له لارې هم سلګونه افغانانو ته روزنه ورکړل شوې ده.
په راپور کې د «سمیرا» په نوم د یوې افغانې مېرمنې کیسه هم راغلې ده، چې له ایرانه تر ستنېدو وروسته یې د خیاطۍ له لارې د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه برابر کړي دي. نوموړې د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه برابروونکې ده او ویلي یې دي چې که د خیاطۍ نور وسایل او مالي ملاتړ ترلاسه کړي، خپل کاروبار پراخولای شي.
ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، د افغانستان لپاره یې د ۲۰۲۶ کال ټولې مالي اړتیاوې ۲۱۶.۴ میلیونه ډالر اټکل کړې دي، خو د سپټمبر تر پایه یوازې ۳۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.
راپور خبرداری ورکوي، چې د بودیجې کمښت به د بېرته ستنېدونکو افغانانو د ملاتړ، د کارموندنې، د استوګنې او د بیا ادغام پر پروګرامونو مستقیم اغېز وکړي. د ادارې په وینا، که کافي نړیوالې مرستې برابرې نه شي، زرګونه بېرته ستانه شوي افغانان به د ژوند د لومړنیو اړتیاوو له جدي ستونزو سره مخ شي.

افغانستان د کډوالو بېرته راستنېدو له امله له درنو اقتصادي او بشري فشارونو سره مخ دی

۱۵ لړم ۱۴۰۵ - ۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۵۱ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان لا هم له بشري، اقتصادي او د کډوالو د بېرته ستنېدو له درنو فشارونو سره مخ دی. د راپور له‌مخې، افغانستان کې او دا مهال شاوخوا ۳،۲۵ میلیونه بې‌ځایه شوي کسان ژوند کوي.

د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، له ایران او پاکستان نه د افغانانو پراخه بېرته ستنېدنه د افغانستان پر کمزورو عامه خدماتو او کوربه ټولنو اضافي فشار وارد کړی دی. یادې ادارې ویلي چې ستنېدونکي افغانان د استوګنې، کار، روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او هویتي اسنادو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي.
ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. له دې ډلې ۵۷۳ زره کسان له ایران نه او ۷۱۴ زره او ۳۰۰ کسان له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغې ادارې د راپور له‌مخې، یوازې د سپټمبر په میاشت کې ۸۳ زره او ۳۰۰ افغانان له ایران نه او ۱۷ زره او ۳۰۰ نور له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، په دغو کسانو کې ۷۵ زره او ۵۰۰ کسان له ایرانه او ۴ زره کسان له پاکستانه ایستل شوي وو.
راپور وايي، ډېری ستنېدونکي افغانان په ناڅاپي ډول بېرته هېواد ته لېږل شوي او محدودې پیسې او کم ملاتړ ورسره وو. یو شمېر بېرته ستنو شویو کسانو د توقیف، ناوړه چلند او د عایداتي سرچینو د له لاسه ورکولو خبر هم ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ارزونې له مخې، بې‌کاري، د مناسب استوګنځي کمښت، د اوبو ستونزې، د مدني اسنادو نشتوالی او روغتیايي او تعلیمي خدماتو ته محدود لاسرسی د ستنېدونکو افغانانو تر ټولو لویې ستونزې دي. راپور په ځانګړي ډول ټینګار کوي چې ښځې او نجونې له نورو ډېرو ننګونو سره مخ دي او ځانګړې مرستې ته اړتیا لري.
راپور د افغانستان امنیتي وضعیت هم نازک بللی او ویلي یې دي چې د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي پېښو راپورونه هم ثبت شوي دي.
پاکستان کې د مېشتو افغانانو د وضعیت په اړه راپور وايي، افغان کډوال او پناه غوښتونکي لا هم د نیول کېدو، ایستل کېدو او د قانوني اسنادو د ستونزو له امله له ناڅرګند حالت سره مخ دي. په خیبر پښتونخوا کې د افغانانو د نیولو او توقیف پېښې دوام لري او د ملګرو ملتونو د اسنادو لرونکي کسان هم له ستونزو سره مخ شوي دي.
د راپور له مخې، د تاجکستان له لوري هم د افغانانو جبري ستنول دوام لري. د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۳۵۰ افغانان له تاجکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي، چې شاوخوا ۷۵۰ کډوال او پناه غوښتونکي، ۳۱۰ ماشومان او ۲۴۰ ښځې پکې شامل دي. ملګرو ملتونو ویلي، ځینې کورنۍ د قانوني مراحلو او د اعتراض له فرصت پرته بېرته ستنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي د افغانستان د بشري وضعیت د مدیریت لپاره په ۲۰۲۶ کال کې ۴۴۷،۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یوازې ۲۶ سلنه بودیجه ترلاسه شوې ده. ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، د بودیجې کمښت د ستنېدونکو افغانانو د بیړنیو اړتیاوو او د هغوی د بیا مېشتېدو پر پروګرامونو مستقیم اغېز کوي.
راپور وایی، که نړیوالې مرستې دوام ونه کړي، زرګونه بېرته ستانه شوي افغانان به د استوګنې، کار او لومړنیو خدماتو له لا سختو ستونزو سره مخ شي او د هغوی د بیا ادغام بهیر به له جدي خنډونو سره مخامخ شي.

کاناډا د بشپړ بورس لرونکې افغانې زده‌کوونکې ویزه رد کړه

۱۴ لړم ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۰
100%

د کاناډا د دولتي رسنۍ سي بي سي د راپور له مخې، دغه هېواد یوې ۱۸ کلنې افغانې زده‌کوونکې ته، چې د کاناډا په یوه خصوصي ښوونځي کې یې بشپړ بورس ترلاسه کړی و، د زده‌کړو ویزه رد کړې ده.

د راپور له مخې، د امنیتي دلایلو له امله د دې افغانې زده‌کوونکې نوم نه دی خپور شوی. نوموړې د یوې کاناډايي خیریه موسسې د پروګرام له لارې له زرګونو غوښتونکو څخه د هغو درېیو افغانو نجونو په ډله کې شامله وه چې د زده‌کړو لپاره غوره شوې وې.
هغې د برېټش کولمبیا په یوه خصوصي شبانه‌روزه ښوونځي کې د دوو کلونو زده‌کړو لپاره بشپړ بورس ترلاسه کړی و. د بورس له مخې د زده‌کړو فیس، د اوسېدو او خوراک لګښتونه، درسي وسایل او نور شخصي مصارف ټول ورکول کېدل.
زده‌کوونکې سي بي سي ته ویلي: «کله چې مې د منلو لیک ترلاسه کړ، داسې احساس مې کاوه چې د خپل راتلونکي لپاره نوې دروازه راته پرانیستل شوې ده. باور مې درلود چې زما ټولې هڅې نتیجه ورکړې ده.»
خو څو میاشتې وروسته د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې د هغې د زده‌کړو د ویزې غوښتنلیک رد کړ.
د راپور له مخې، کاناډايي چارواکو ویلي چې دوی نه دي قانع شوي چې نوموړې د زده‌کړو او په کاناډا کې د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره کافي مالي سرچینې لري. همداراز په رد شوې پرېکړه کې ویل شوي چې ښايي زده‌کوونکې د زده‌کړو له بشپړېدو وروسته خپل هېواد ته بېرته ستنه نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ښوونځي د منلو په رسمي لیک کې د بشپړ بورس یادونه شوې او پکې ویل شوي چې د زده‌کوونکې ټول لګښتونه به ورکول کېږي.
د «وېمن لیډرز اف ټومارو» موسسې مشرې فریبا رضايي د ویزې ردول «حیرانوونکې پرېکړه» بللې او ویلي یې دي چې کاناډا تل د افغانو ښځو او نجونو د حقونو او زده‌کړو ملاتړ کوي، خو په عمل کې د هغو نجونو پر وړاندې خنډونه جوړوي چې د زده‌کړو قانوني فرصتونه مومي.
د راپور له مخې، له هغو درېیو افغانو نجونو څخه چې سږ کال دغه پروګرام ته غوره شوې وې، دوو ته د زده‌کړو ویزې رد شوې او د درېیمې دوسیه لا هم تر ارزونې لاندې ده.
د کډوالۍ یوه وکیله ګبریل تیبو ویلي، امکان لري چې د زده‌کوونکې دوسیه په بشپړه توګه نه وي ارزول شوې. هغې ویلي، د کاناډا د کډوالۍ اداره د غوښتنلیکونو د ارزونې لپاره ډیجیټلي سیسټمونه کاروي او ښايي د بورس اړوند اسناد له پامه غورځېدلي وي.
افغانې زده‌کوونکې ویلي، په ۲۰۲۲ کال کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له لګېدو وروسته یې خپلې زده‌کړې په پټه او د انلاین ټولګیو له لارې تعقیب کړې دي.
هغې له کاناډايي چارواکو غوښتي چې دوسیه یې بیا وڅېړي.
نوموړې ویلي: «هیله لرم چې زما غوښتنلیک یو ځل بیا وارزول شي. دا نور یوازې زما موضوع نه ده، بلکې زه احساس کوم چې د میلیونونو افغانو نجونو استازیتوب کوم چې لا هم د زده‌کړو له حقه محرومې دي.»

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۳ GMT+۰
100%

د افغان کډوالو د څرګندونو له مخې، د ترکیې سرحدي پولیسو یوشمېر نیول شوي افغانان بربنډ کړي او سخت یې وهلي دي. په یوه ویډیو کې چې د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته لېږل شوې، د څو افغان ځوانانو بربنډ او ټپي بدن لیدل کېږي.

په دغه یوه دقیقه‌یي ویډیو کې د ډېرو ځوانانو پر بدن د وهلو ټکولو څرګندې نښې او ټپونه لیدل کېږي. د ویډیو د لېږونکي په وینا، دغه پېښه د لړم په اتمه د ترکیې د ماکو او چالدران سیمو ته څېرمه شوې ده.

د ویډیو لېږونکي افغانستان انټرنشنل ته په یوه پیغام کې د ترکیې پولیس تورن کړي، چې نیول شوي کډوال یې سخت وهلي او د ځینو پر بدن یې جوش اوبه اړولي دي. نوموړي د دغه کډوالو د وضعیت د څېړلو غوښتنه کړې ده.

تر دې پېښې یوه اوونۍ مخکې، د لړم په درېیمه هم یوشمېر افغان پناه‌غوښتونکو په چالدران سیمه کې افغانستان انټرنشنل ته د ویډیوګانو په لېږلو د ترکیې سرحدي ځواکونه په شکنجه او ناوړه چلند تورن کړي وو.

له دغه پناه‌غوښتونکو یوه ویلي و، په سیمه کې تر ۴۰ ډېر ټپیان شته چې د ترکیې له توقیف‌ ځایونو اېستل شوي دي. د دوی په وینا، څو اوونۍ په توقیف کې ساتل شوي، کافي خواړه یې نه دي ترلاسه کړي او د سرحدي دېوال په اوږدو کې په جبري کارونو ګومارل شوي دي.

په لېږل شویو ویډیوګانو کې د ځوانانو یوه ډله تر دوو خېمو لاندې لیدل کېږي، چې د ځینو مخونه او بدنونه ټپي او په وینو لړلي دي. د ترکیې پولیس تر دې مخکې هم له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورن شوي دي.
د ترکیې د بشري حقونو ټولنې په یوه راپور کې چې د تېرکال د لړم په ۲۳مه یې خپور کړی ویلي، چې د یادې ادارې د څېړنې په موده کې ۱۰۱ پناه‌غوښتونکي د نیول کېدو پرمهال د کډوالو د ساتنې په رسمي مرکزونو کې له شکنجې او ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان هم د ترکیې په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي و، چې د دغه هېواد حکومت د افغانانو او د یوشمېر نورو غیر اروپايي هېوادونو د وګړو لپاره د پناه غوښتنې شرایط سخت کړي دي. د دغه سازمان په وینا، ترکیه لاهم کډوال په ډله‌ییز ډول باسي او یا یې له خپلو پولو بېرته شړي.

خو د ترکیې پولیس وايي، چې له کډوالو سره د دوی د مامورینو چلند د کورنیو او نړۍوالو قوانینو له مخې کېږي او د هغوی انساني کرامت ته درناوی لري. د ترکیې پولیس همداراز ټینګار کوي، چې نیول شویو کډوالو ته خواړه، اوبه او روغتیايي خدمتونه برابروي.

د کډوالۍ د لارې له ګواښونو او له کډوالو سره د ناوړه چلند د پرله‌پسې راپورونو سره سره، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې او د بشري حقونو په اړه اندېښنې لاهم ګڼ ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ باسي. یوشمېر یې هڅه کوي، چې د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۵۳ GMT+۰
100%

د امریکا د کانګرس غړې سیډني کاملاګر ډوو د دغه هېواد پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړي څو ځله له هغو افغانانو سره د امریکا کړې ژمنه تر پښو لاندې کړې، چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پر مهال یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ خدمت کړی دی.

کاملاګر ډوو د نیویارک ټایمز هغه راپور ته په غبرګون کې چې ګواکي د ترمپ دولت غواړي په لویزیانا کې د لسګونو نیول شویو افغان کډوالو له ډلې ۱۵۰ تنه د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي، ویلي چې دغو افغانانو د افغانستان په جګړه کې د شاوخوا ۲۰ کلونو لپاره د امریکايي سرتېرو ترڅنګ اوږه په اوږه مبارزه کړې او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا ژمنه کړې وه، چې د هغوی ساتنه به کوي.

هغې ټینګار کړی، چې له دغو افغان متحدینو سره د شوې ژمنې نه عملي کول یوازې د هغوی د پرېښودو معنا نه لري، بلکې راتلونکو متحدینو او همکارانو ته هم دا پیغام لېږي، چې د امریکا پر ژمنو باور نه شي کېدای.

د امریکا د کانګرس دې غړې د ټرمپ د چلند په اړه ویلي، چې د افغان همکارانو د خوندیتوب موضوع باید د ګوندي سیاست په توګه ونه کتل شي، بلکې دا د امریکا د ټولو خلکو او د دغه هېواد د نړیوال اعتبار مسئله ده.

د هغې په وینا، هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې په جګړه کې همکاري کړې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکا د ساتنې ژمنې ته سترګې په لار وو؛ خو د دې ژمنې نه پوره کول د هغوی ژوند او راتلونکی له ګواښ سره مخ کولای شي.

د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال زرګونو افغانانو له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو، امنیتي همکارانو او نورو برخو کې کار کړی و. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغو افغانانو د ایستلو، بیا مېشتېدو او خوندیتوب موضوع د امریکا د کډوالۍ او بهرني سیاست له مهمو بحثونو څخه ګرځېدلې ده.

د افغان همکارانو د برخلیک موضوع په امریکا کې د دواړو ګوندونو د سیاستوالو ترمنځ هم د بحث وړ ده. د کانګرس غړې کاملاګر ډوو د خپلو څرګندونو له لارې د دغو افغانانو د ساتنې ژمنې ته د امریکا د نړیوال اعتبار له زاویې کتلي دي.

د کډوالو د یو بنسټ «اې ار ای پي» د ۲۰۲۶ کال د جولای د معلوماتو له مخې، د افغانانو لپاره د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام هم ځنډول شوی. دغه محدودیتونه د هغو افغانانو د کډوالۍ پر بهیر اغېز لري چې د امریکا له ځواکونو سره د همکارۍ له امله د خوندیتوب او بیا مېشتېدو په تمه دي.

د افغانانو د دغو دوسیو موضوع په داسې حال کې د امریکا په سیاسي بحثونو کې مطرح کېږي چې یو شمېر امریکايي چارواکي او د افغان متحدینو د ملاتړ بنسټونه ټینګار کوي چې واشنګټن باید له هغو افغانانو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي چې د امریکا د شل کلن حضور پر مهال یې ورسره همکاري کړې ده.