د هرات د صنعتي ښارګوټي په لوېدیځ کې د اندېشه ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو وسلهوالو ځواکونو له درېیو ورځو راهیسې د خلکو په څه باندې ۱۰ جریبه شخصي ځمکه کې د ودانیو جوړولو چارې پیل کړې دي.
هغوی وویل، چې طالبان په زور دا کار کوي او د سیمې اوسېدونکو او د ځمکو مالکانو ته ځوابویونکي نه دي.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو له شاوخوا یو نیم کال راهیسې د سیمې د اوسېدونکو او د کورونو د مالکانو له لوري د دغو ځمکو رغونه او پېر او پلور منع کړی دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چې طالبان اوسمهال د دې ښارګوټي پر څه باندې ۱۰ جریبه تشه ځمکه د رغونې چارې پیل کړي دي.
په هغو ویډیوګانو کې چې د سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته رالېږلې دي، یو شمېر کارګران په دې ځمکو کې پر کار بوخت لیدل کېږي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې تر ۳ زرو ډېرې کورنۍ چې ډېری یې هزاره دي، په اندېشه ښارګوټي کې ژوند کوي.
د دوی په وینا، دا ښارګوټی شاوخوا دوه لسیزې مخکې د پخواني حکومت په رسمي اجازه جوړ شوی دی.
د طالبانو د عدلیې وزارت د ۱۴۰۴ کال په لومړیو کې په هرات کې د اندېشه ښارګوټي ځمکې «امارتي» اعلان کړې وې.
طالبانو په دې موده کې په وار وار د دې ښارګوټي له اوسېدونکو غوښتي چې خپل کورونه خالي کړي.
د دې ښارګوټي اوسېدونکو وویل، طالبانو تر دې دمه د کورونو اجباري تخلیه نه ده پیل کړې.
د اندېشه ښارګوټي اوسېدونکي وايي، چې د خپلو شخصي ځمکو د لاسه ورکولو په اړه اندېښمن دي.
هغوی ادعا کوي چې د طالبانو اړوندو ادارو ته له ورتګ سره سره، تر دې دمه یې د خپلو ځمکو او کورونو د برخلیک په اړه روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د طالبانو د عدلیې وزارت د تلې په څلورمه نېټه اعلان وکړ چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په ټول افغانستان کې تر څلورو میلیونو جریبو ډېره ځمکه «امارتي» پېژندلې او بېرته یې ګرځولې ده.
دې وزارت وویل، چې د ۴۹ ښارګوټو ځمکې هم په بشپړ یا نسبي ډول «امارتي» پېژندل شوې ده.
د طالبانو له عدلیې وزارت څخه باوري سرچینو د زمري په ۱۲مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون د هزارهګانو او شیعهګانو د ښارګوټو څېړنه په کاري اجنډا کې لري.
طالبانو تر دې دمه په کابل، غزني، بلخ، هرات او ځینو نورو سیمو کې یو شمېر ښارګوټي دولتي اعلان کړي، چې د اوسیدونکو له نیوکو سره یې مخ شوي دي.