قطر د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د پرمختګ او هوکړې لپاره د هڅو د دوام خبر ورکړی دی

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو او اړیکو ادارې مشر ابراهیم بن سلطان الهاشمي د سېشنبې په ورځ ویلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره د دوحې د منځګړیتوب هڅې روانې دي او په وروستیو ورځو او اوونیو کې د سیمهییزو او نړۍوالو شریکانو په همغږۍ دغه هڅې چټکې شوې دي.
الهاشمي د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اوونیزه خبري غونډه کې وویل، چې د دغه هېواد لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال جي ډي وېنس سره ولیدل او وروسته یې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د تړلو دروازو تر شا خبرې وکړې.
د هغه په وینا، دغه لیدنې د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د پرمختګ پر لارو چارو متمرکزې وې. الهاشمي په سپینه ماڼۍ کې د ناستې فضا «مثبته» بللې او ویلي یې دي، چې موخه یې د دواړه خواوو ترمنځ د اختلافاتو کمول وو.
دغه قطري چارواکي د خبرو اترو د پرمختګ خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې منځګړي د دواړه خواوو د دریځونو د نږدې کولو لپاره خپلو پرلهپسې هڅو ته دوام ورکوي. هغه زیاته کړه، د احتمالي هوکړې جزییات به هغه مهال اعلان شي چې وروستۍ بڼه او چوکاټ یې مشخص شي.
الهاشمي وویل، چې د قطر د منځګړیتوب هڅو کې تهران ته د دغه هېواد د چارواکو سفرونه، له سیمهییزو هېوادونو او اړوندو شریکانو سره سلا مشورې او په پای کې امریکا ته د قطر د لومړي وزیر سفر شامل وو.
هغه ټینګار وکړ، چې منځګړي حل لارې ته د رسېدو لپاره ټول احتمالي انتخابونه ارزوي. نوموړي زیاته کړه، چې د وروستیو ورځو د منفي رسنیزې فضا سربېره، دواړه خواوو د ډیپلوماټیک حل په اړه مثبت دریځونه څرګند کړي دي.
