• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

غزه کې سختو بارانونو د کډوالو تر ۶۰ زرو خېمې نړولې دي

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۰

د اسلامي همکاریو سازمان د غزې په اړه په خپل اونیز راپور کې دا هم ویلي، چې د شګو د غونډیو د نړېدو له امله ۵ تنه غزه کې مړه شوي دي. سرچینه د غَزې او لوېدیځې غاړې د تېرو څو ورځو په بریدونو کې د ۳۲ فلسطینیانو د وژل کېدو خبر هم ورکوي.

د راپور له مخې، په غزه کې د شګو د غونډۍ د نړېدو له امله لږ تر لږه درې ماشومان او دوه ښځې وژل شوي دي. د اسلامي همکاریو سازمان د رسنیو د څار څانګې په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د غزې خلک د ژمي د سختو شرایطو ترڅنګ د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو د بیو له ۳۰۰ سلنه لوړوالي سره مخ دي. د فلسطین د روغتیا وزارت هم خبر ورکړی، چې په تېرو نهو میاشتو کې د نویو زېږېدلو ماشومانو ترمنځ ۲۶۰ داسې پېښې ثبت شوې چې ماشومان له فزیکي نیمګړتیاوو سره زېږېدلي، چې دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې، د نومبر له درېیمې تر نهمې نېټې پورې په غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان شوي دي، او په لوېدیځه غاړه کې هم ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۳

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۴

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۵
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟

•
•
•

نور خبرونه

د برېټانیا یو مشهور کومیډن د جنسي تېري په تور پر لس کاله بند محکوم شو

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۰
100%

د برېټانیا مشهور کامیډین او اداکار راسل برنډ پر یوې ښځې د جنسي تېري او پر درېیو نورو ښځو د جنسي ځورونې په جرم په لس کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شو. دغه پېښې د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ رامنځته شوې وې.

د لندن د محکمې قاضي جول بناټان د دوشنبې په ورځ د حکم د اعلان پر مهال وویل چې برنډ داسې فکر کاوه چې د شهرت له امله هر څه کولای شي او اړ نه دی چې د نورو خلکو په څېر اصول او قوانین مراعات کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ۵۱ کلن برنډ چې مخکې یې ټول تورونه رد کړي وو، د تېرې پنجشنبې په ورځ د څلورو اوونیو محاکمې له پای ته رسېدو وروسته مجرم وپېژندل شو. نوموړی باید د خپلې سزا دوه پر درېیمه برخه په زندان کې تېره کړي او له هغې وروسته به د ځانګړو شرایطو او څارنې لاندې خوشې شي.

قاضي د ښځو د دې حق په اړه، چې د جنسي اړیکې غوښتنه رد کړي، وویل: «ښځې که هر ډول جامې واغوندي، هر ځای ته ولاړې شي او هر ډول څښاک وکړي، بیا هم دا حق لري چې نه ووایي. راسل برنډ! کله چې ستا په څېر کسان د هغوی له رضایت پرته پرې جنسي تېری او ځورونه کوي، هغوی حق لري چې له محکمې د عدالت غوښتنه وکړي».

د دغو جرمونو قربانیانو په محکمه کې د هغو رواني زیانونو په اړه خبرې وکړې چې لا هم ورسره مخ دي. یوې ښځې چې برنډ یې په ۲۰۰۴ کال کې پر جنسي ځورونې او تېري تورن کړی و، محکمې ته وویل چې له شلو کلونو څخه زیاته موده یې له شرم او ځان ملامتولو سره ژوند کړی دی.

هغې زیاته کړه چې تل یې له ځانه پوښتنه کوله، که یې بل ډول چلند کړی وای، ایا د دې پېښې مخه یې نیولای شوه؟ محکمې برنډ د دې ښځې پر وړاندې د جنسي ځورونې په تور مجرم وپېژاند، خو د جنسي تېري له تور څخه یې برائت ورکړ.

یوې بلې ښځې چې برنډ په ۲۰۰۹ کال کې پرې جنسي تېری کړی و، په یوه لیکلې اعلامیه کې چې څارنوالانو په محکمه کې ولوسته، وویل چې لا هم د دغې پېښې له رواني زیانونو سره ژوند کوي او ډېری وخت داسې احساس کوي چې دغه کړاو به هېڅکله پای ته ونه رسېږي. د هغې په خبره، هغه مهال یې د برنډ د شهرت او نفوذ له امله د شکایت کولو جرئت نه درلود.

هغې زیاته کړه: «ما فکر کاوه که شکایت وکړم، هېڅوک به زما خبره ونه مني. د هغه شهرت، شتمنۍ او نفوذ زه بې وسه کړې وم».

د لندن د پولیسو یوه چارواکي انډي فرفي له محکمې وروسته د قربانیانو زړورتیا وستایله او ویې ویل چې د هغوی اقدام کولای شي د جنسي تاوتریخوالي نورو قربانیانو ته هم جرئت ورکړي، څو د مرستې غوښتنه وکړي او خپل شکایتونه ثبت کړي.

راسل برنډ چې یو وخت د برېټانیا د ټلوېزیون او د هالیووډ د سینما له مشهورو څېرو څخه و، پخوا یې له امریکایۍ سندرغاړې کېټي پېري سره واده کړی و. هغه په محکمه کې ومنله چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په ګڼو اړیکو او بې‌پروا چلندونو کې تېر کړې، خو ټینګار یې وکړ چې هېڅکله یې له رضایت پرته له چا سره جنسي اړیکه نه ده لرلې. محکمې نوموړی د جنسي تېري له دوو نورو تورونو او د نامشروع جنسي تېري د هڅې له یوه تور څخه برائت ورکړ.

د لندن پولیسو ویلي چې د برنډ پر وړاندې د جنسي تېري دوه نورې ادعاوې هم تر څېړنې لاندې دي. په دغو ادعاوو کې یوه د یوې داسې نجلۍ اړوند ده چې د پېښې پر مهال ۱۶ کلنه وه.

دغه قضیه یو ځل بیا د برېټانیا د ساتېري او سینما په صنعت کې د هغو مشهورو څېرو پر وړاندې د چلند په اړه پوښتنې راپورته کړې چې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې په تورونو تورنېږي.

د اووه‌ګونو صنعتي هېوادونو «جي۷» د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په پاریس کې جوړېږي

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۷ GMT+۰
100%

د نړۍ د اووه‌ګونو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د دوو ورځو لپاره غونډه کوي. دغه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې ټاکل شوې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په منځګړیتوب د مسکو او کییف ترمنځ خبرې هم په ابوظبۍ کې ترسره شي.

اروپایي قدرتونه هڅه کوي په دې غونډه کې واشنګټن وهڅوي چې په اوکراین کې د یوې عادلانه هوکړې لپاره کار وکړي او د جګړې د پراخېدو یا د ایران پر وړاندې د نوو پوځي بریدونو مخه ونیسي.

دا غونډه د فرانسې د اووه‌ګونو هېوادونو «جي۷» ډلې دوراني مشرتابه له وروستیو پروګرامونو څخه ده او په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د واشنګټن سیاسي فضا بدله کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د پاریس په دواړو ورځو خبرو کې ګډون وکړي. هغه د تېر کال کب میاشتې په غونډه کې یوازې یوه ورځ برخه اخیستې وه.

روبیو له واشنګټن څخه تر وتلو مخکې د منځمهالو ټاکنو په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې په امریکا کې د کانګرس د دواړو جرګو کنټرول د یوه ګوند له لاسه بل ګوند ته لوېدل نوې خبره نه ده.

د جمهوري غوښتونکو له ماتې سره سره، د ډونالډ ټرمپ حکومت لا هم پر ایران د نویو بریدونو احتمال رد کړی نه دی. خو ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې تهران له امریکا سره د هوکړې غوښتونکی دی.

اروپایي هېوادونه هڅه کوي په سیمه کې کړکېچ راکم او د هرمز تنګي له لارې د عادي تګ راتګ او امنیت د بېرته ټینګښت زمینه برابره کړي.

ورته مهال، د امریکا په منځګړیتوب د مسکو او کییف د استازو خبرې په ابوظبۍ کې ترسره کېږي. اروپایي هېوادونه اندېښنه لري چې اوکراین ښایي د نابرابرو شرایطو له مخې اوربند منلو ته اړ شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو ویلي چې د اروپا او فرانسې استازي به په ابوظبۍ کې د خبرو لپاره ګډون وکړي.

د ټرمپ هغه څرګندونې چې له کرملین سره د یوې پراخې هوکړې امکان یې مطرح کړی او د اروپا ټول امنیتي جوړښت به رانغاړي، او همداراز د جرد کوشنر د څرګندونو چې د یوه باثباته نظم د بنسټ اېښودلو خبره یې کړې، د اروپایي هېوادونو په پلازمېنو کې اندېښنې او شکونه راپورته کړي دي.

د دې غونډې په څنډه کې د فرانسې د مالیې وزارت د یوه نړیوال کنفرانس کوربه‌توب کوي، څو د اوکراین د چرنوبیل اټومي بټۍ د محافظتي کومبزې د بیارغونې لپاره ۵۰۰ میلیونه یورو راټولې کړي. دغه ګومبزه د تېر کال په روسي بریدونو کې زیانمن شوی و او تر اوسه یې نږدې نیمايي بودیجه برابره شوې ده.

بلخوا، که څه هم د پلان جوړونې د ستونزو له امله د وزیرانو د غونډې ځای له مارسیل څخه پاریس ته لېږدول شوی، خو مارسیل به بیا هم د نړۍ د ۱۴ بندرونو ترمنځ د نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د یوې شبکې د پیل کوربه وي.

روبیو په فرانسه کې روان پراخ لاریونونه د اندېښنې وړ ونه بلل او ویې ویل چې د غونډې لپاره یې امنیتي تدابیر کافي دي.

په تېرو څو میاشتو کې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو ژور اغېز کړی او اروپایي هېوادونه د سون‌توکو د بیو د لا لوړېدو په اړه اندېښمن کړي دي.

د خلیج فارس په سیمه کې د نښتو او د سمندري لارو د لنډمهالي تړل کېدو له امله په اروپا کې د ګاز بیې لوړې شوې او د تېلو لېږدوونکو بېړیو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شوی دی.

که څه هم د سیمې د ځینو هېوادونو په منځګړیتوب د غیرمستقیمو خبرو له لارې د هرمز تنګي د دایمي پرانیستلو او د نښتو د کمولو هڅې روانې دي، خو د واشنګټن او تهران ترمنځ متقابل ګواښونه او د غني کولو د تجهیزاتو د لېږد په اړه تورونه لا هم د پراخې سولې او ارامۍ د ټینګښت په اړه هیلې کمزورې ساتي.

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۶ GMT+۰
100%

د روسیې څارنوالۍ د هغه خصوصي الوتکې د پیلوټ پرضد د محاکمې دوسیه تایید کړې، چې د ۲۰۲۴کال په جنورۍ کې په بدخشان ولایت کې پرېوتې وه. د روسیې څېړنیزې ادارې ویلي، د څېړنو له مخې د پیلوټ د تېلو ناسمې محاسبې او سرغړونو له امله الوتکه پرېوتې وه چې له امله یې دوه کسان مړه شوي وو.

روسۍ ورځپاڼې «کامرسانت» د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) راپور ورکړی، چې د ۴۴ کلن پیلوټ دیمیتري بلیاکوف پرضد د الوتنې د خوندیتوب مقرراتو د سرغړونې په تور قضیه محکمې ته لېږل شوې ده.

د روسیې د څېړنو کمېټې ویلي، بلیاکوف خپل تور په بشپړه توګه منلی او د څېړنو پرمهال یې له پلټونکو سره همکاري کړې ده. د همدې همکارۍ له امله پلټونکو د هغه د نیولو غوښتنه نه‌ده کړې؛ خو له نوموړي یې ژمنه اخیستې چې له اجازې پرته به خپل د اوسېدو ځای نه پرېږدي.

د راپور له مخې، د روسیې د ترانسپورټ څارنوالۍ د یادې قضیې د تورونو سند هم تایید کړی دی.

د فالکون ۱۰ ډوله خصوصي الوتکه د ۲۰۲۴کال (د جنورۍ په ۲۰مه) له تایلنډ نه مسکو ته د الوتنې پرمهال د بدخشان په غرنیو سیمو کې لوېدلې وه. دغه الوتکه د ۵۵ کلنې روسۍ انا یفسیوکوا د لېږد لپاره کرایه شوې وه، چې په تایلنډ کې سخته ناروغه شوې او کوما ته تللې وه.

د راپور له مخې، انا له خپل ۶۶ کلن مېړه، سوداګر اناتولي یفسیوکوف او مشر زوی سره د تفریح لپاره تایلنډ ته تللې وه. کله چې نوموړې سخته ناروغه شوه، کورنۍ یې پرېکړه وکړه چې د درملنې لپاره یې مسکو ته ولېږدوي؛ خو د الوتکې د پرېوتو په پېښه کې انا او مېړه یې مړه شول، زوی یې ویتالي ژوندی پاتې شو.

د الوتکې د روغتیايي ډلې یوه بل کارکوونکي ایګور سیوورتکین هم وکولای شول، چې په پښو تر نږدې استوګنې سیمې ځان ورسوي او له خلکو مرسته وغواړي. ژوندي پاتې کسان لومړی کابل او څو ورځې وروسته روسیې ته ولېږدول شول.

د روسیې د څېړنو کمېټې د پلټنو د پایلو په اړه ویلي، چې پیلوټ د سخت مخالف باد او د تېلو د خلاصېدو له ګواښ سره، سره د بېړنۍ ناستې پرېکړه ونه کړه او الوتنې ته یې دوام ورکړ. د کمېټې په وینا، په پایله کې د الوتکې تېل په بشپړه توګه خلاص شول او دواړه انجنونه یې ودرېدل.

روسي پلټونکو همداراز موندلې، چې د الوتکې پیلوټانو د یوې امریکايي کمپنۍ د روزنیزو اسنادو پربنسټ د الوتنې جوازونه ترلاسه کړي وو؛ خو دغه اسناد جعلي وو. د راپور له مخې، د یادې پېښې څېړنې تر دوو کلونو ډېر وخت نیولی او روسي چارواکو د الوتکې د پرېوتو له امله مالي زیان څه باندې ۴۷ مېلیون روبله چې شاوخوا ۵۷۲زره امریکايي ډالره کېږي اټکل کړی دی. ښايي محکمه پیلوټ د یاد زیان د جبرانولو مکلف هم وګرځوي.

یان اېګلنډ: په غزه کې توپانونو زرګونه خېمې زیانمنې یا ویجاړې کړې دي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۷ GMT+۰
100%

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اېګلنډ وايي، د غزې په تړانګه کې د اوونۍ په پای کې سختو توپانونو زرګونه خېمې زیانمنې یا ویجاړې کړې دي او بې‌ځایه شوې فلسطیني کورنۍ یې د باران، سېلابونو او سړې هوا پر وړاندې بې‌سرپناه کړې دي.

یان اېګلنډ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې غزې ته د خېمو پر ځای د دوامدارو سرپناه‌ځایونو د جوړولو لپاره اړین توکي او ماشینونه ولېږدوي.

اېګلنډ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د دوی کاري ډلې راپور ورکړی، د سختو بادونو له امله د بې‌ځایه شویو خلکو لنډمهالي سرپناه‌ځایونه له‌منځه تللي او ګڼې کورنۍ اړې شوې چې په اوبو ډکو سیمو کې تګ راتګ وکړي؛ په داسې حال کې چې باران د هغوی پاتې شتمنۍ هم لمدې کړې دي.

هغه ویلي: «کورنۍ له سړې او لمدې هوا سره مخ شوې او د تګ لپاره بل هېڅ ځای نه‌لري». د اېګلنډ په وینا، دا څلورم ژمی دی چې بې‌ځایه شوي فلسطینیان یې په ورته سختو شرایطو کې تېروي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اوربند له هوکړې نږدې ۱۳ میاشتې وروسته هم شاوخوا ۲،۱ مېلیونه فلسطینیان د غزې په یوازې ۳۰ سلنه خاوره کې محدود دي او نږدې یو مېلیون کسان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د سېلابونو د منځني او لوړ ګواښ سره مخ دي.

هغه د توپان له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه ویلي، چې غزه د کلونو محدودیتونو او د اړینو توکو د کمښت له پایلو سره مخ ده. د نوموړي په خبره، په غزه کې د سېلابونو د مخنیوي او د خلکو د استوګنې لپاره د سیمو د چمتو کولو په موخه کافي ماشینونه نه‌شته او هغه ماشینونه چې شته، د تېلو د کمښت له امله په سمه توګه کار نه‌شي کولای.

اېګلنډ ویلي، بشري مرستندویه سازمانونه هغو کورنیو ته د خېمو او لومړنیو کورنیو توکو د رسولو هڅې کوي چې د توپان له امله یې شته امکانات له لاسه ورکړي؛ خو د اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي خېمې او مرستندویه توکي نه‌شته.

هغه ټینګار کړی، چې خېمې او ترپالونه د غزې د ژمي د ستونزې د حل لپاره کافي نه‌دي؛ ځکه د سختو بارانونو او تېزو بادونو پر وړاندې مقاومت نه‌لري او ګڼې خېمې د اوږدې مودې کارونې له امله لا له وړاندې زړې شوې دي.

د ناروې د کډوالو شورا د مشر په وینا، د فلسطین د سرپناه د همغږۍ ډلې د روان کال په اګست کې په خپل راپور کې ویلي و د غزې ۱،۹۸ مېلیونه وګړي چې د ټول نفوس ۹۴ سلنه جوړوي، د سرپناه مرستو ته اړتیا لري. خو له هغه راهیسې یوازې د اړتیا وړ مرستو یوه کوچنۍ برخه غزې ته رسېدلې او د بودجې کمښت هم د بشري مرستو د رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

اېګلنډ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د زیانمنو خېمو د بیا ځای پر ځای کولو پر ځای د داسې لنډمهاله خو دوامدارو سرپناه‌ځایونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي چې کورنیو ته د باران او توپان پر وړاندې خوندي استوګنځای برابر کړي.

هغه همدارنګه غوښتنه کړې، چې غزې ته دې درانه ماشینونه، اړین تجهیزات او ودانیز توکي ولېږدول شي؛ څو د سېلابونو مخنیوی، د ویجاړو شویو ودانیو د خاورو پاکول او د خوندي استوګنځایونو چمتو کول ممکن شي.

نوموړي له دولتونو غوښتي، چې پر اسراییلي چارواکو فشار راوړي څو د بشري مرستو او اړینو توکو د لېږد زمینه برابره کړي. اېګلنډ ټینګار کړی: «فلسطینیان حق لري هغه مرستې ترلاسه کړي چې ورته اړتیا لري. دوی نه‌شي کولی یو بل ژمی هم له مناسبې سرپناه پرته تېر کړي؛ دوی نور انتظار نه‌شي کولای».

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۸ GMT+۰
100%

د بشري حقونو فعالانو اتحاد له طالبانو سره د فرانسې د تخنیکي خبرو د پیل په غبرګون کې، چې موخه یې افغانستان ته د بې‌اسناده کډوالو بېرته ستنول بلل شوې، اندېښنه څرګنده کړې او له اروپايي هېوادونو یې غوښتي چې له دغه ډلې سره هر ډول سیاسي او تخنیکي تعامل ودروي.

دغه اتحاد په یوه اعلامیه کې ویلي چې د فرانسې له‌خوا له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې د بشري حقونو او د کډوالو د ملاتړ له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد ویلي، که څه هم د فرانسې حکومت ادعا کوي چې دغه خبرې د طالبانو د رسمي پېژندنې په معنا نه دي، خو د کډوالو د ایستلو لپاره له دې ډلې سره عملي تعامل په حقیقت کې د طالبانو سیاسي مشروعیت او دریځ پیاوړی کوي.
دغه بنسټ د اروپايي هېوادونو وروستۍ هغه تګلارې غندلې چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو او د پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو هڅې پکې شاملې دي.
په اعلامیه کې طالبان په ځپنې، شکنجې، تبعیض، د ښځو د حقونو په له منځه وړلو، د مخالفانو په تعقیب او د خلکو له اساسي ازادیو څخه په محرومولو تورن شوي دي. دغه اتحاد ویلي چې طالبان د افغان وګړو د منلو او محاکمه کولو قانوني او اخلاقي صلاحیت نه لري او له دې ډلې سره باید هېڅ ډول خبرې او هوکړې ونه شي.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد له اروپايي حکومتونو غوښتي چې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه هر ډول سیاسي او تخنیکي تعامل ودروي او هېڅ پناه‌غوښتونکی دې د هغه د امنیتي او بشري حقونو د وضعیت له خپلواکې، دقیقې او انفرادي ارزونې پرته داسې ځای ته نه ستنوي چې هلته د شکنجې، تعقیب، تښتونې، خپل‌سري نیونې او ځورونې له خطر سره مخ وي.
دغه اتحاد ټینګار کړی چې د پناه‌غوښتونکو حقونه او امنیت باید د سیاسي ملاحظاتو، ډیپلوماټیکو هوکړو او د حکومتونو د کډوالۍ د تګلارو قرباني نه شي.
په اعلامیه کې د اروپايي هېوادونو له حکومتونو غوښتل شوي چې که د افغان وګړو پر وړاندې د احتمالي جرمونو تورونه موجود وي، د خپلو هېوادونو له قضايي میکانېزمونو او د امریکا له قضايي تجربو څخه دې کار واخلي. د دغه بنسټ په وینا، تورونه باید لومړی د خپلواکو محکمو له‌خوا د عادلانه محاکمې د اصولو په رعایت وڅېړل شي.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد زیاته کړې چې که په قانوني توګه د یوه کس بېرته لېږل حتمي وي، نو پاکستان یا نورو ګاونډیو هېوادونو ته یې د مشروع حکومتونو تر څارنې او حقوقي تضمینونو لاندې لېږدول، طالبانو ته تر سپارلو لږ خطر لرونکی بدیل کېدای شي.
په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان اوس مهال مشروع حکومت، خپلواک قضايي نظام او د عادلانه محاکمې بهیر نه لري؛ له همدې امله طالبانو ته د افغان وګړو سپارل د عدالت پلي کول نه، بلکې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په تور د یوې ډلې منګولو ته د خلکو سپارل دي.
دغه اتحاد په پای کې ټینګار کړی چې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې مبارزه د بشري حقونو د له پامه غورځولو او د انسانانو د ژوند له خطر سره د مخ کولو توجیه نه شي کېدای.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د استبداد قربانیانو ترڅنګ ودرېږي او د کډوالۍ د هوکړو له لارې یې یو ځل بیا د طالبانو منګولو ته ونه سپاري.