نتنیاهو: د غزې بیارغونه د حماس بېوسلې کېدو پورې تړلې ده

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې د غزې تړانګې بیارغونه د حماس ډلې بېوسلې کېدو پورې تړلې ده او تر هغه چې دغه ډله خپلې وسلې ونه سپاري د سیمې پراخه بیارغونه به پیل نهشي.
د نتنیاهو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اسراییل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰ فقرهییزې طرحې بریا ته ژمن دی؛ خو حماس تر اوسه خپلې وسلې نه دي سپارلې، له واکه یې لاس نه دی اخیستی او په غزه کې یې د افراطیت د لهمنځه وړلو بهیر نهدی پیل کړی.
په خبرپاڼه کې حماس تورن شوی، چې بشري مرستې د خپلو پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره کاروي. د اسراییل د ادعا له مخې، دغه ډلې د کورونو جوړولو لپاره ورکړل شوي سمنټ د تونلونو په جوړولو کې کارولي، د اوبو پایپونه یې د توغندیو په توغونکو بدل کړي او د فاضله اوبو له پمپونو یې د توغندیو په جوړولو کې ګټه اخیستې ده.
د نتنیاهو دفتر همداراز ملګري ملتونه او د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار اداره (اونروا) تورن کړي، چې د حماس له لوري د بشري مرستو له ناوړه کارونې سترګې پټوي.
سره له دې د نتنیاهو دفتر ویلي، چې اسراییل د ژمي له شرایطو سره د غزې د اوسېدونکو د مرستې لپاره سیمې ته د نورو بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده. د خبرپاڼې له مخې، د ژمي لپاره د چمتووالي په پلان کې څه باندې ۹۱ زره خېمې، له ۸۲۰۰ ډېرې لارۍ چې ترپالونه، کمپلې، ژمنۍ جامې او نور توکي لېږدوي، او همدارنګه د فاضله اوبو د اېستلو لپاره ۱۲ ځانګړې لارۍ شاملې دي. دغه پلان د اوبو او فاضله اوبو د شبکو ترمیم او د پمپونو د فعالولو لپاره د سون توکو برابرول هم رانغاړي.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ټینګار کړی، چې دغه هېواد به د غزې د اوسېدونکو لپاره د ژمي د چمتووالي ملاتړ ته دوام ورکړي؛ خو حماس ته به اجازه ورنه کړي چې له بشري مرستو او توکو څخه د خپلو پوځي وړتیاوو د بیا پیاوړتیا لپاره کار واخلي.
په خبرپاڼه کې د غزې د اوسېدونکو د کړاوونو مسوولیت هم پر حماس اچول شوی او ویل شوي، چې د دغه ډلې له بېوسلې کېدو څخه دوامداره ډډه کول د غزې د بیارغونې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.
وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان د غزې په اړه په خپل اونیز راپور کې ویلي و، چې د شګو د غونډیو د نړېدو له امله ۵ تنه غزه کې مړه شوي دي. سرچینه د غَزې او لوېدیځې غاړې د تېرو څو ورځو په بریدونو کې د ۳۲ فلسطینیانو د وژل کېدو خبر هم ورکوي.
