روسیې او اوکراین په ابوظبۍ کې د سولې خبرې پیل کړې

د روسیې او اوکراین چارواکو د سېشنبې په ورځ په د امریکا په منځګړتوب په ابوظبۍ کې د سولې خبرې پیل کړې. دا خبرې په داسې مهال پیل شوې چې ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ د اوکراین جګړې د پای ته رسېدو د امکان خبر ورکړی و.
د اوکراین او روسیې چارواکي د امریکا د نهه میاشتو هڅو وروسته، په ابوظبۍ کې د سولې خبرو ته کښېناستل.
د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي جرد کوشنر ګډونوالو ته ویلي، چې له دواړو لورو سره وروستیو اړیکو د اختلافونو په کمولو کې مرسته کړې او واشنګټن د دغو اختلافونو د حل لپاره «ځینې ښې طرحې» لري. هغه زیاته کړه چې ټرمپ د سولې ټینګښت ته ژمن دی.
کوشنر وویل:«هغه له موږ غوښتي چې د داسې یوې حللارې د موندلو لپاره لا ډېرې هڅې وکړو چې په هیلهمندۍ سره جګړه پای ته ورسوي او دواړه لوري په داسې پیاوړي دریځ کې پرېږدي چې خپل بشپړ ظرفیت وکارولی شي».
د اصلي غونډې له پیل مخکې، د اوکراین پلاوي له اروپايي، ناټو او اروپايي ټولنې له استازو او همدارنګه د امریکا له دوو استازو جرد کوشنر او سټیو ویټکوف سره جلا لیدنه وکړه.
د یادې ناستې پرمهال د اوکراین د پلاوي مشر رستم عمروف په خپلو پرانیستونکو څرګندونو کې ویلي چې کېیف د امنیتي تضمینونو او تلپاتې سولې پر ترلاسه کولو تمرکز لري.
خو هممهاله د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بیا ټینګار کړی چې مسکو د جګړې د جزییاتو تر څېړلو مخکې د اروپا د امنیت د یوه پراخ چوکاټ پر جوړولو خبرې کول غواړي.
نوموړي په مسکو کې خبریالانو ته وویل: «د راتلونکي امنیتي جوړښت لپاره د روښانه معیارونو ټاکل او یوازې له هغه وروسته د روسیې او اوکراین د جګړې د اصلي موضوع حل ته مخه کول، په بشپړه توګه منطقي دي».
په ورته مهال د امریکا د سولې د هوکړې لپاره نوې هڅې د اروپايي چارواکو ترمنځ د دې غوښتنې د پیاوړتیا لامل شوې چې د اروپا په وچه کې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د تر ټولو خونړۍ جګړې د پای ته رسولو په بهیر کې ونډه ولري.
فرانسې ویلي چې د اروپا د امنیتي موضوع له حل پرته په اوکراین کې تلپاتې سوله ناشونې ده او د دې موضوع د حل لپاره باید اروپایان هم په خبرو کې ونډه ولري.
خو روسیې څرګنده کړې چې له اوکرایني او امریکايي پلاوو سره په دې غونډه کې د اروپایانو لپاره د ګډون ځای نه ویني.
