انټرپول: د ناقانونه کډوالۍ ضد عملیاتو کې ۲۶۲ قاچاقبران نیول شوي

د انټرپول په مشرۍ د ۱۶ هېوادونو په ګډو عملیاتو کې ۲۶۲ تنه د کډوالو د قاچاق په تور ونیول شول. په دې نړیوالو عملیاتو کې له ۳۷۸ زرو ډېر کسان څارل شوي دي.
د انټرپول د خبرپاڼې له مخې، د دغې ادرې په مشرۍ د شپاړسو هېوادونو د پولیسو او سرحدي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۲۶۲ کسان د کډوالو د ناقانونه قاچاق په تور نیول شوي او د بشري قاچاق په تړاو ۴۳۴ نوې پلټنې پیل شوې دي. دا نړیوال عملیات د مدیترانې سمندرګي او د لوېدیځې افریقا د اطلس لارې په اوږدو کې د انساني قاچاق د شبکو د ځپلو په موخه ترسره شول.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو عملیاتو پر مهال په څلورو ورځو کې ۴۱ بېلابېلې سازمانموندلې جنایتکارې ډلې په ګوته کړې، چې د انسانانو په ناقانونه لېږد او قاچاق کې یې لاس درلود. په یو مهم اقدام کې د لیبیا چارواکو وکولای شول چې د انسان د قاچاق ۳۴ احتمالي قربانیان وژغوري او درې شکمن کسان هم د قاچاق، باجاخستنې او جنایي ډلو سره د همکارۍ په تور ونیسي.
د دغو عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو له ۳۷۸ زرو ډېر کسان په حساسو سیمو او مهمو پولو کې وڅارل او تر ارزونو وروسته یې لږ تر لږه ۱۷۱۵ نامنظم کډوال پيدا کړل. همدارنګه په دې پلټنو کې د انساني قاچاق ۱۰۹ تنه نور احتمالي قربانیان هم پېژندل شوي او له قاچاقبرانو ژغورل شوي دي.
په دې پراخو ګډو عملیاتو کې د شمالي او لوېدیځې افریقا، سوېلي اروپا او منځني ختیځ د ۱۶ هېوادونو د قانون پلي کوونکو ادارو برخه اخیستې وه. د انټرپول تر څنګ یوروپول، فرانتکس، افریپول او همدارنګه د کډوالۍ نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو ضد ادارې هم د دې بهیر عملیاتي ملاتړ کاوه.
