د ټرمپ د استازو په هڅو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرې په ابوظبۍ کې پیل شوې

د روسیې او اوکراین چارواکو د سهشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د سولې خبرې پیل کړې دي. دا له فبرورۍ میاشتې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنۍ خبرې دي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازو د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا په منځګړیتوب دغه درې اړخیزې خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو د کمولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ترسره کېږي.
د امریکا ځانګړي استازي جېرډ کوشنر د خبرو په پیل کې ویلي، چې له دواړو لورو سره په وروستیو اړیکو کې د اختلافونو د کمولو لپاره پرمختګ شوی او واشنګټن د خبرو د پرمخ وړلو لپاره ځینې وړاندیزونه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دغه غونډه «ډېره ګټوره» بللې، خو د خبرو د جزییاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي دغه خبرې «رغنده او د پام وړ» بللې او ویلي یې دي چې په غونډه کې د بشري مسایلو او امنیتي ضمانتونو په اړه بحث شوی دی.
زېلېنسکي ټینګار کړی چې د جګړې د بندیانو خوشې کول لومړیتوب لري او د اوکراین لپاره د اوږدمهالو امنیتي ضمانتونو د څرنګوالي په اړه هم خبرې شوې دي.
سره له دې چې د امریکا چارواکي د خبرو په اړه خوشبیني څرګندوي، خو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د هوکړې پر شرایطو لا هم ژور اختلافونه شته.
روسیه له اوکراین غواړي چې بېطرفه دریځ غوره کړي او د ناټو غړیتوب ته له هڅو لاس واخلي. مسکو همداراز د اوکراین د ختیځې دونباس سیمې د بشپړ کنټرول غوښتنه کوي، خو زېلېنسکي د خپلې خاورې له سپارلو سره مخالفت کړی دی.
