ناڅرګندو کسانو نن د ایټالیا درې سوه ښوونځي په چاودنو ګواښلي

په ایټالیا کې د بم اېښودلو د ګواښونو له امله شاوخوا ۳۰۰ ښوونځي له بېړني حالت سره مخ شول او ګڼ شمېر زدهکوونکي وایستل شول. په استول شویو ایمیلونو کې د دغه هېواد لومړۍ وزیره جورجا ملوني هم ګواښل شوې، چې په موټر کې به یې بم کېښودل شي او وبه وژل شي.
په ایټالیا کې شاوخوا ۳۰۰ ښوونځي د چارشنبې په ورځ وروسته له هغې له بېړني حالت سره مخ شول، چې د بم اېښودلو ګواښوونکي برېښنالیکونه یې ترلاسه کړل. د دغو ګواښونو له امله ګڼ شمېر ښوونځیو خپل زدهکوونکي او کارکوونکي له ودانیو وایستل.
په استول شویو پیغامونو کې د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجا ملوني هم په مرګ ګواښل شوې او ویل شوي، چې موټر ته به یې بم کېښودل شي.
ښوونځیو ته په استول شویو برېښنالیکونو کې ادعا شوې ده، چې په ښوونیزو ودانیو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي دي. د برېښنالیک لېږونکي د ملوني په نښه کولو په اړه لیکلي دي: «موږ ستاسو د لومړۍ وزیرې د موټر په انجېن کې بم اېښی دی.» لېږونکي ځان د «میسوژینستان ولایت مشر، میخائیل اندروپوف» معرفي کړی او د پیغام په پیل کې یې لیکلي: «موږ ستاسو د له منځه وړلو لپاره راغلي یوو.»
د ایټالیا د پوهنې وزیر جوزپه والدیتارا وویل، چې د هېواد په کچه د بم اېښودلو شاوخوا ۳۰۰ خبرداري ثبت شوي دي. هغه د دغو پېغامونو پراختیا او ورتهوالي ته په اشارې سره زیاته کړه، چې په ښکاره توګه د دغو اقداماتو تر شا یوه همغږې تګلاره شته. د دغه وضعیت له امله په بېلابېلو ښارونو کې پولیس د ودانیو د ارزونې لپاره لاس په کار شول او په ډېری ښوونځیو کې د احتیاطي تدابیرو په ترڅ کې امنيتي پلټنې پیل شوې.
د ایټالیا د دفاع وزیر ګویډو کروسټو دا پېښې په ټولنه کې د بېثباتۍ او وېرې خپرولو یوه سازمان شوې هڅه وبلله او ویې ویل، چې نن سبا هر څوک کولی شي ښوونځیو یا هوايي شرکتونو ته د بم اېښودلو درواغجن ګواښونه واستوي. هغه زیاته کړه، چې دا ګواښونه ښايي د بهرنیو کړیو ترڅنګ د هغو کسانو لخوا هم وي چې یوازې د پام خپلولو هڅه کوي.
