دوی وایي،د دې صرافۍ اصلي مسوولین اوس د لاسرسي وړ نه دي او په شهزاده سرای کې یې خپل دفتر هم تړلی دی.
د هغو پیسو مجموعي کچه چې خلکو د ویزې د اخیستلو لپاره د حاجي رفیق صرافۍ ته سپارلې تر اوسه په کره توګه معلومه نه ده، خو زیانمن شوي مدعي دي چې دې صرافۍ په ټولیز ډول د خلکو شاوخوا یو میلیون ډالر بند کړي او بېرته یې نه دي ورکړي.
افغانستان انټرنشنل لږ تر لږه ۱۶ رسېد پاڼې لیدلې دي چې دې صرافۍ د بهرنیو هېوادونو د ویزو غوښتونکو ته د پیسو د اخیستلو په بدل کې صادرې کړې دي.
د رسېدونو له مخې، صرافۍ له دغو کسانو څخه د هر یوه ترمنځ له ۴ تر ۹۳ زره ډالرو اخیستي دي.
په هغو رسېدونو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، د درج شویو پیسو مجموعه ۲۵۶ زره او ۷۰۰ ډالره کېږي.
پر دغو رسېدونو سربېره، یوې کورنۍ ادعا وکړه چې د څو کورنیو لپاره د ویزې د اخیستلو لپاره یې، په ټولیز ډول له ۲۰۰ زره ډالرو ډېرې پیسې دې صرافۍ ته ورکړې دي.
صرافۍ څنګه د خلکو پیسې واخیستې؟
د هغو اسنادو پر بنسټ چې افغانستان انټرنشنل څېړلي دي، د محمد رفیق صرافۍ د لوېدیځو هېوادونو د ویزو له غوښتونکو څخه د پیسو د اخیستلو په بدل کې هر یوه ته یې یو رسېد ورکړی دی.
په دې پاڼه کې د تسلیم کوونکي هویت، د پیسو اندازه او د هغې د «امانت» ایښودلو موده درج شوې ده.
د دې صرافۍ په رسېدونو کې د پیسو د سپارلو دلیل او موخه نه ده یاده شوې.
د پاڼې د متن محتوا ته په کتو، کسانو ظاهراً خپلې پیسې په دې صرافۍ کې په امانت ایښې دي.
په افغانستان کې له کلونو راهیسې دود ده، هغه مهال چې سیاحتي شرکتونه د ټاکلو پیسو په بدل کې غوښتونکو ته د هېوادونو د ویزو د اخیستلو ژمنه ورکوي، له هغوی غواړي چې خپلې پیسې په شهزاده سرای کې د دواړو لورو د باور وړ یوه صرافۍ کې بندې کړي.
ډېرو زیانمنو شویو وویل، چې د هغو ټولنیزو شبکو د پاڼو له لارې «ښکار» شوي چې ځانونه یې سیاحتي شرکتونه معرفي کول.
دغو انلاین سیاحتي شرکتونو ادعا کړې وه چې د لسګونو لوېدیځو هېوادونو د ویزو د اخیستلو توان لري.
هغوی د هر هېواد د ویزې د اخیستلو لپاره بېلابېلې بیې وړاندې کړې وې.
یو شمېر شاکیانو وویل مجازي سیاحتي شرکتونو د ویزې اخیستل د کابل په شهزاده سرای کې د حاجي رفیق په صرافۍ کې د پیسو په بندولو پورې مشروط کول.
افغانستان انټرنشنل د دغو انلاین شرکتونو د ځینو ټلېفونو شمېرو سره اړیکه ونیوله، خو هېڅ یوه هم فعاله نه وه.
د طالبانو ادارې په صرافیو کې د ویزې د اخیستلو له امله د پیسو بندول په رسمي توګه منع کړي دي.
په همدې دلیل د محمد رفیق صرافۍ هم په رسېدونو کې د پیسو د اخیستلو او د هغو د بندېدو د دلیل په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
«د درغلۍ ښکار شوو»
توردعلي، یو له زیانمنو شویو څخه دی چې په لړزېدلي او ناهیلي غږ یې وویل د «درغلۍ ښکار» شوی دی.
توردعلي د خپل یوه ملګري له لارې یوه انلاین سیاحتي شرکت ته معرفي شو.
هغه وویل، چې دې سیاحتي شرکت ادعا لرله چې د مناسبو پیسو په بدل کې، د نړۍ د نږدې ټولو هېوادونو ویزې اخیستلای شي.
توردعلي خپلې بودیجې ته په کتو له انلاین شرکت سره هوکړه کوي چې د ځان او د خپلې کورنۍ د دریو غړو لپاره د سربیا ویزه واخلي.
د سربیا د هرې ویزې بیه ۱۰۵۰۰ ډالره هوکړه شوې وه او توردعلي وایي د غویي په وروستیو او د غبرګولي په لومړیو کې یې په دوو پړاوونو کې د کابل په شهزاده سرای کې د محمد رفیق صرافۍ ته ۴۲ زره ډالره سپارلي دي.
سیاحتي شرکت توردعلي ته ژمنه ورکړې وه، چې د ۴۵ تر ۶۰ کاري ورځو کې به ده او د ده کورنۍ ته د سربیا ویزه واخلي.
د دې کورنۍ په رسېد پاڼه کې هم ۶۰ کاري ورځې درج شوې دي.
هغه وویل، چې هغه مهال شکمن شو چې سیاحتي شرکت د نږدې دوو میاشتو په تېرېدو سره، د ده د کورنۍ د یوه غړي پاسپورت ونه غوښت.
توردعلي وویل، چې کله چې د خپلو پیسو د غوښتلو لپاره د محمد رفیق صرافۍ ته ورغی، د صرافۍ مسوولانو په عذر کولو سره د ډېر وخت غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د ویزې چارې مخته تللې دي.
دې زیانمن شوي ټینګار وکړ او د محمد رفیق صرافي یې تورنه کړه چې یوازې د پیسو د بندولو او ساتلو مسووله نه وه بلکې له انلاین سیاحتي شرکتونو سره په لاس لرلو سره، د یوې شبکې په توګه یې عمل کاوه.
دې منځني عمر لرونکي سړي وویل، چې په تېر حکومت کې په بغلان کې په یوې دولتي اداره کې مامور و.
هغه د طالبانو له بېرته راتګ وروسته وزګار شو او اوس د پلخمري په ښار کې لاسپلورنه کوي.
هغه وویل چې پیسې د ده باجه له امریکا را استولې وې څو دا کورنۍ له افغانستان څخه په وتلو سره په اروپا کې ښه ژوند ته ورسېږي.
دې سړي وویل اوس هره اونۍ شاوخوا دوه زره افغانۍ لګښت کوي څو د خپلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره له بغلانه کابل ته ولاړ شي.
توردعلي وویل، چې ملګری یې چې سیاحتي شرکت یې ده ته ورپېژندلی و هم، «د دې درغلۍ ښکار» شوی دی.
د هغه ملګري د خپلې درې کسیزې کورنۍ لپاره د ویزې اخیستلو په موخه د محمد رفیق صرافۍ ته ۳۱۵۰۰ ډالره سپارلې دي.
دا دواړه کورنۍ د بغلان هزارهګان دي.
هغوی وایي په شهزاده سرای کې د محمد رفیق د صرافۍ تر تړل کېدو وړاندې، ځینو هغو زیانمنو شویو چې د طالبانو په اداره کې زور او اړیکې لرلې، د خپلو پیسو لږه برخه ترلاسه کړې، خو دوی د خپلې یوې افغانۍ د بېرته اخیستلو جوګه هم نه شول.
ډېری زیانمنو شویو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې وروسته له دې چې باوري شول د معاملې لوري سیاحتي شرکتونه یې ویزه نه شي اخیستلای، په وروستیو میاشتو کې په اونۍ کې یو یا دوه ځله د خپلو پیسو د بېرته اخیستلو لپاره په شهزاده سرای کې د محمد رفیق صرافۍ ته ورتلل.
د دوی په وینا، د صرافۍ مسوولانو هر ځل په بېلابېلو پلمو د پیسو ورکړه ځنډوله.
یو شمېر زیانمنو شویو وویل د لړم په ۱۶مه کله چې د خپلو پیسو د اخیستلو لپاره د شهزاده سرای په درېیم پوړ کې ۲۰۶ شمېره هټۍ ته ورغلل له تړل شوې دروازې او داسې اعلان سره مخ شول چې محتوا یې «کرایي هټۍ» وه.
دوی وویل، چې د اسعارو په دې مرکز کې د صرافانو اتحادیې، لومړی د دې صرافۍ د فعالیت له بندېدو بېخبري وښوده.
د طالبانو مرکزي بانک خو زیانمنو شویو ته ویلي چې د محمد رفیق صرافۍ د فعالیت جواز د زمري په ۱۲مه فسخه کړی او دې بانک په همغه اونۍ کې د رسمي مکتوب له لارې د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې ته د دې مرکز د فعالیت د درېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان انټرنشنل څېړنې ښیي چې دې صرافۍ پر کابل سربېره، په ننګرهار او بلخ کې هم څانګې لرلې دي.
زیانمنو شویو وویل، چې د دې صرافۍ د بلخ او ننګرهار څانګو هم، ورته فعالیتونه لرل.
اوس مهال د دې صرافۍ ټولې درې څانګې تړلې دي او د اړیکې شمېرې یې بندې دي.
افغانستان انټرنشنل د ځواب اخیستلو لپاره د محمد رفیق صرافۍ له مسوولانو سره اړیکه ونیوله خو د دې رپوټ تر خپرېدو پورې یې کوم ځواب ترلاسه نه کړ.
د زیانمنو شویو د معلوماتو پر بنسټ لږ تر لږه په کابل کې د دې صرافۍ مسوولین درې کسان وو.
په خپله حاجي محمد رفیق، د هغه زوی یوسف او د هغه وراره قدیر.
زیانمنو شویو وویل، چې د صرافۍ له تړل کېدو وروسته د محمد رفیق وراره قدیر، د شهزاده سرای له شااوخوا ونیول شو او بیا د طالبانو مامورینو ته وسپارل شو.
قدیر اوس مهال په کابل کې د طالبانو په نظارتخانه کې بندي دی.
یوه زیانمن شوي، چې د طالبانو د حقوقو د ریاست په حواله وویل چې تر اوسه له ۱۶۰ ډېرو کسانو له دې صرافۍ څخه دې ادارې ته عریضې کړې دي.
د زیانمنو شویو په وینا د محمد رفیق وراره قدیر، د طالبانو په حوزه کې اعتراف کړی چې په ټولیز ډول له خلکو څخه شاوخوا ۹۰۰ زره ډالره پوروړي دي.
د معلوماتو له مخې د کابل د حقوقو ریاست دا دوسیه د نهم زون د ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دیوان ته استولې ده.
زیانمنو شویو وویل، چې ټاکل شوې وه د شنبې په ورځ، د لړم په ۲۳مه، قضایي غونډه جوړه شي خو د دې دیوان د رییس د غیرحاضرۍ له امله ناسته دوشنبې ورځې ته وځنډول شوه.
یوې سرچینې وویل، چې یوازې له کابل څخه تر ۵۰ ډېر زیانمن شوي محکمې ته حاضر شوي وو.
د رسېدونو له اسنادو څخه د افغانستان انټرنشنل څېړنې ښیي چې دې صرافۍ دا پیسې په شپږو میاشتو کې له متقاضیانو او زیانمنو شویو څخه ترلاسه کړې دي.
د ټولنیزو شبکو له لارې «د خلکو په لومه کې اچول»
ډېری زیانمنو شویو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې په ټولنیزو شبکو کې د تبلیغاتو له لارې «د دې شبکې په لومه کې» لوېدلي دي.
هغوی وایي، چې دې انلاین شرکتونو د جعلي اسنادو په ښودلو سره ادعا کوله چې لسګونه کسان یې د ویزو له اخیستلو وروسته لوېدیځو هېوادونو ته لېږدولي دي.
یوه زیانمن شوي وویل، چې یوه انلاین سیاحتي شرکت ژمنه کړې وه، چې د ۱۷ زره ډالرو په بدل کې په ۴۵ کاري ورځو کې د ده خور ته د جرمني ویزه واخلي.
هغه زیاته کړه، چې ۵ زره ډالره یې د مخکې تادیې په توګه په کابل کې د محمد رفیق صرافۍ ته وسپارل، خو د څو ځله ورتګ سره سره یې هېڅ پیسې ترلاسه نه کړې.
هغه وویل، چې سیاحتي شرکت د ده د خور خاوند په جرمني کې د ټولنیزو شبکو له لارې موندلی و څو خپله کوژدنه انتقال کړي.
دې کس ادعا وکړه، چې دې شبکې تر ۲۰۰ ډېر کسان د بهرنیو هېوادونو د ویزو د اخیستلو په پلمه غولولي او پیسې یې ترې اخیستې دي.
بل زیانمن شوي وویل، چې یوه بل سیاحتي شرکت ژمنه وکړه چې د ۱۰ زره ډالرو په بدل کې د کاناډا کاري ویزه اخلي.
هغه وویل، چې د دې شرکت په غوښتنه یې د تلې په ۲۷مه ۱۰ زره ډالره د محمد رفیق په صرافۍ کې بند کړل.
دې کس هم، ټینګار وکړ چې تر دې دمه یې خپله یوه افغانۍ هم بېرته نه ده اخیستې.
له کابل څخه توفیق وویل یوه انلاین سیاحتي شرکت ژمنه وکړه چې د ۱۲ زره ډالرو په بدل کې د یونان ویزه اخلي.
هغه وویل، چې ۵۳۰۰ ډالره یې د مخکې تادیې په توګه دې صرافۍ ته وسپارل.
توفیق زیاته کړه، چې د دې صرافۍ تر تړل کېدو شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په سختۍ وتوانېد چې خپل ۱۳۰۰ ډالره بېرته واخلي.
زیانمن شوي وایي، چې د دغو ډېری سیاحتي شرکتونو پاڼې یا غیر فعالې شوې دي، یا د هغوی اړیکو ته ځواب نه ورکوي.
له طالبانو وېره او د ویزې د اخیستلو لپاره د پیسو د ورکړې انکار
یو شمېر زیانمنو شویو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې خپلې پیسې یې په دې صرافۍ کې امانت ایښې وې او د هېڅ یوه هېواد د ویزې اخیستلو نیت یې نه درلود.
یوه زیانمن شوي وویل، چې د غویي په ۲۰مه یې ۳۵ زره ډالره په دې صرافۍ کې په امانت کېښودل.
خو په دې وروستیو کې صرافۍ ته د ورتګ پر مهال له تړلې دروازې او مړو شمېرو سره مخ شو.
بل زیانمن شوي وویل، چې د زمري په نهمه یې ۲۴ زره ډالره په دې صرافۍ کې امانت کېښودل.
هغه زیاته کړه، چې له دې ډلې څخه یې په وروستیو میاشتو کې په پرله پسې غوښتنو او لفظي شخړو سره وتوانېد چې خپل ۷ زره ډالره په څو قسطونو کې بېرته واخلي خو ځینو زیانمنو شویو ادعا وکړه چې ټولو کسانو خپلې پیسې د ویزې د اخیستلو له امله په دې صرافۍ کې بندې کړې وې.
هغوی استدلال وکړ، چې څرنګه د طالبانو ادارې د ویزې اخیستلو لپاره د پیسو بندول منع کړي، صرافۍ هم په همدې دلیل په رسېدونو کې امانت لیکلي دي.
د دغو زیانمنو شویو په وینا، ځینې کسان د طالبانو له وېرې زړه نه ښه کوي اعتراف وکړي چې خپلې پیسې یې د بهرنیو هېوادونو د ویزو د اخیستلو لپاره بندې کړې وې.
د ویزې لپاره د پیسو اخیستل او په سوداګرۍ کې د تاوان ادعا ځینو زیانمنو شویو وویل د صرافۍ د مالک حاجي محمد رفیق وراره، قدیر په حقوقو ریاست کې د طالبانو مسوولانو ته ویلي چې دا پیسې امانت ایښودل شوې وې.
خو صرافۍ په سپینو زرو او اسعارو باندې د دې پیسو په پانګونې سره، تاوان کړی دی. د صرافۍ دې مسوول ادعا کړې چې پیسې نه لري او له طالبانو یې غوښتي چې وخت ورکړي څو په پانګونو کې له ګټې سره وتوانېږي د خلکو پیسې بېرته ورکړي.
یوه زیانمن شوي ادعا وکړه، چې دا مهال د صرافۍ مسوولین هڅه کوي محکمه او د طالبانو چارواکي په یو ډول قانع کړي چې د خلکو پیسې په اوږدمهال کې په قسطونو ورکړي.
له دې سره، دا لومړی ځل نه دی چې سیاحتي شرکتونه او یوه صرافي د بهرنیو هېوادونو د ویزو د اخیستلو په پلمه د خلکو پیسې ترلاسه کوي او بېرته یې نه ورکوي.
د لړم په ۲۰مه د افغانستان انټرنشنل څېړنیز رپوټ وښوده چې د الصمد صرافۍ او پولي خدمتونو شرکت هم د بهرنیو هېوادونو د ویزو د اخیستلو په پلمه د متقاضیانو شاوخوا ۷۰۰ زره ډالره ترلاسه کړي او بېرته یې نه دي ورکړي.