په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس امینالله شریف هم د شکرې، زړه او سرطان ناروغیو د زیاتوالي یادونه کړې او د مخنیوي لپاره یې د عامه پوهاوي پر پراختیا، منظم ورزش او فزیکي فعالیت ټینګار کړی دی.
نوموړي بېوزلي، رواني فشارونه او ټولنیزې ستونزې د دغه ناروغیو له احتمالي لاملونو بللي دي.
په جلالاباد کې د ایران سرقونسل مجید رضا پناه ویلي، چې د ایران په همکارۍ د خاتمالنبیین د شکرې ناروغۍ مرکز د ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره فعال شوی او هېواد به یې دغه مرکز ته د شکرې ناروغۍ درمل هم برابر کړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان سپارښتنه کوي، چې منظم فزیکي فعالیت، سالم خواړه، د بدن د وزن کنټرول او د وینې د شکرې وخت پر وخت معاینه کول د دویم ډول شکرې ناروغۍ په مخنیوي یا ځنډولو کې مهم رول لري.
دغه فورم د ۲۰۲۶ کال د نومبر له ۱۲مې تر ۱۴مې د «نوي اصول؛ نوي واقعیتونه» تر سرلیک لاندې جوړ شوی و او د نړیوال سیاست، اقتصاد، ټکنالوژۍ او جیوپولیټیکو بدلونونو په اړه پکې بحثونه وشول.
نوموړي وویل، چې د سړې جګړې پر مهال له شوروي اتحاد سره د سیالۍ او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت اړتیاوو، واشنګټن اړ کړ چې له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې مصلحت وپالي
د هغه په وینا، امریکا باید ډاډ ترلاسه کړی وای چې په افغانستان کې مېشتو ځواکونو ته د اکمالاتو لېږد دوام ومومي او د پاکستان له هوايي حریم څخه د الوتنو امکان هم برابر وي. بلینکن زیاته کړه، چې اوس دغه اړتیاوې پای ته رسېدلې دي، امریکا کولای شي د پاکستان په اړه خپل دریځ له سره وارزوي.
هغه ومنله چې د دغو مصلحتونو له امله ښايي واشنګټن د پاکستان د حکومت، سیاسي نظام او په ځانګړې توګه د ملکي او پوځي ادارو ترمنځ د واک د انډول په اړه لږې نیوکې کړې وي.
بلینکن، په ورته وخت کې ټینګار وکړ چې په پاکستان کې د حکومتولۍ او د ملکي او پوځي واک د اړیکو په اړه وروستۍ پرېکړه باید خپله پاکستانیان وکړي او دغه ډول بدلونونه له بهر څخه نه شي تپل کېدای.
هغه د امریکا او هند اړیکې له پاکستان سره د واشنګټن له اړیکو جلا وبللې او ویې ویل، چې هند یو نړیوال ځواک دی او له دغه هېواد سره د امریکا ګډې ګټې او همکارۍ نړیوال اړخ لري، خو له پاکستان سره د امریکا اړیکې تر ډېره سیمهییزه بڼه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر د ترهګرۍ پر وړاندې د نه زغم پر سیاست هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې واشنګټن باید د بریدونو پر مهال د هند د ځاندفاع له حقه ملاتړ وکړي، خو په ورته وخت کې د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ هم اړین دی، څو د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیول شي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې پراخېدل د هغوی د اټومي وسلو له امله نه یوازې د هند او پاکستان، بلکې د سیمې او له هغې ورهاخوا د نورو هېوادونو لپاره هم خطرناک تمامېدای شي.
د څړبني او ورزي سیمو استازو او قومي مشرانو په دې تړاو د طالبانو د خوست له والي مولوي عبدالرحمان حقاني سره هم کتلي، خو والي ورته ویلي، چې « کډوال په دولتي ځمکو کې میشتیږي او ټول بې ځایه شوي خلک دي».
د دغه بهیر په اړه د طالبانو ادارې تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د کډوالو د لېږد پخوانۍ تجربه
د خوست له سرحدي سیمو څخه د وزیرستاني کډوالو انتقال د طالبانو لومړنی ورته اقدام نه دی.
د ۱۴۰۳ کال په سلواغې میاشت کې هم د طالبانو ادارې د تحریک طالبان پاکستان اړوند لسګونه کورنۍ د خوست له ګلان کمپ، اسماعیلخېلو ولسوالۍ او د پکتیکا له سرحدي سیمو څخه د غزني ولایت د کډوالو کمپونو ته انتقال کړې وې.
د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، د انتقال شویو کورنیو هر غړي ته د میاشتني معاش په توګه ۴۰ ډالره ټاکل شوي وو. دا انتقال د طالبانو ادارې او د پاکستاني طالبانو د تحریک د مشر مفتي نور ولي ترمنځ د شوې هوکړې په چوکاټ کې ترسره شوی و.
په هوکړه کې دا هم شامله وه چې د اړوندو کورنیو غړي به له یایومټریک او انځور اخېستلو پرته لېږدول کیږي او د کورنیو د لېږد او د کور د لومړنیو وسایلو لګښتونه به ورکول کېږي. د دې بهیر په تنظیم کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د قومونو او قبایلو چارو وزارت او د استخباراتو ریاست ګډون درلود.
خو دغه بهیر بریالی نه و، ځکه له افغان دوبۍ او د پکتیکا له لمن او نورو سرحدي سیمو نه ځینې کورنۍ غزني ته نه لاړې او د تللیو کورنیو ډېر غړي بېرته خوست او پکتیکا ته لاړل.
د خوست له سرحدي سیمو د وروستي انتقال په اړه سرچینو د ورته هوکړې د موجودیت په اړه څه نه دي ویلي.
په خوست او پکتیکا کې سرچینې وايي، د خوست د سپېرې ولسوالۍ له پڅې مېلې او سورکاخ او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ له لمن سیمې څخه هم د کډوالو د انتقال موضوع تر غور لاندې ده.