د بشري حقونو کمېسیون: په پاکستان کې اساسي قانون او ډیموکراسي له ګواښ سره مخ دي

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون خبرداری ورکړی، چې په دغه هېواد کې پر اساسي قانون، ډیموکراسۍ او بنسټیزو بشري حقونو فشارونه په بېساري ډول زیات شوي دي.
دغه کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سانسور، استخباراتي څار او د ترهګرۍ ضد قوانینو د ناوړه کارونې له لارې د بیان ازادي په سیستماتیک ډول محدودېږي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په خپله کلنۍ غونډه کې د بشري حقونو د مدافع وکیلانو ایمان مزاري او د هغې د مېړه هادي چټهه پر لس کلن بند محکومېدل، د مخالفت غږونو ته ښکاره ګواښ بللی دی.
دغه کمېسیون په پاکستان کې د جبري ورکېدو د دوام په اړه هم ژوره اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې، چې د ماهرنګ بلوڅ، علي وزیر او ادریس خټک په ګډون ټول سیاسي او مدني فعالان دې سملاسي باصلاحیته محکمو ته وړاندې شي.
په خبرپاڼه کې د خیبر پښتونخوا د سیاسي وضعیت په اړه ویل شوي، چې په دغه ایالت کې د بېړني حالت اعلان، د والي واکمنۍ ټینګښت، د منتخب سر وزیر نیول او د تحریک انصاف د غړو پراخې نیونې فدرالي نظام او ډیموکراسي کمزورې کوي.
دغه بنسټ همداراز د بلوچستان د وضعیت په اړه د یوې پراخې ملي مناظرې او له ډیورنډ کرښې هاخوا د سوداګرۍ د بیا پیل غوښتنه کړې ده. د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون خبرداری ورکړی، چې د پېښور پر سترې محکمې د فدرالي اساسي قانون محکمې لګول شوي محدودیتونه د قضایه قوې خپلواکي او عدالت ته د خلکو لاسرسی زیانمنوي.
