• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنځه اروپايي هېوادونه رد شوي پناه غوښتونکي روانډا ته لېږي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۳ GMT+۰

جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ غواړي هغه پناه غوښتونکي روانډا ته ولېږدوي چې په اروپايي ټولنه کې یې د پاتې کېدو ټولې قانوني لارې پای ته رسېدلې دي. بل‌ لورته د بشري حقونو فعالان د دې طرحې په اړه د کډوالو د حقونو د نقض اندېښنې لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغو پنځو هېوادونو ویلي چې د کډوالو د لېږد طرحه به د اروپايي ټولنې او نړیوالو قوانینو له مخې پلې کړي خو د بشري حقونو مدافعان اندېښنه لري چې ښايي هغو کډوالو ته چې له روانډا سره هېڅ تړاو نه لري، د لېږد پر مهال د حقونو د نقض خطر پېښ شي.

د ډنمارک د کډوالو شورا د اروپايي ټولنې مشرې، سلین میاس، پوښتنه کړې چې که د کډوالو حقونه تر پښو لاندې شي، دوی به د شکایت لپاره کومې لارې ولري او څوک به یې مسوول وي؟

هغې زیاته کړې، که د دې مسوولیت د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو پر غاړه وي، نو په عملي توګه به څنګه پلي کېږي؟

د اروپا شورا، چې د بشري حقونو یوه اروپايي اداره ده، د روان کال په جولای کې خبرداری ورکړی و چې د کډوالو د بېرته ستنولو مرکزونه د بشري حقونو لپاره د پام وړ ګواښونه لري.

د دغو مرکزونو ملاتړي اروپايي چارواکي وايي، د دې پالیسۍ اصلي موخه په پراخه کچه د کډوالو ایستل نه، بلکې اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی دی.

د دوی په وینا، که کډوال پوه شي چې اروپا ته د یوه خطرناک سفر لپاره قاچاقبرانو ته زرګونه یورو ورکوي او په پای کې درېیم هېواد ته لېږدول کېږي، ښايي ځینې کسان له دغه سفره منصرف شي.

خو د دې طرحې منتقدان وايي، داسې کافي شواهد نشته چې د کډوالۍ پر وړاندې سخت اقدامات او د کډوالو د ایستلو طرحې په اوږدمهال کې د کډوالۍ بهیر راکم کړي.

د «مختلطې کډوالۍ مرکز» څېړنیزې ادارې غړي، روبرتو فورین، ویلي چې سخت کنټرولونه د خلکو د سفر لارې بدلوي، خو د هغوی د سفر پرېکړه نه بدلوي.

د هغه په وینا، ځینې کډوال خپل سفر ځنډوي یا بله لار غوره کوي او قاچاقبران هم له وضعیت سره ځان عیاروي او د سفر بیې لوړوي.

روانډا ځان د هغو کډوالو لپاره د یوه مقصد په توګه مطرح کړی چې لوېدیځ هېوادونه غواړي له خپلو قلمروونو یې وباسي خو د دغه هېواد د بشري حقونو د وضعیت په اړه له اوږدې مودې راهیسې اندېښنې موجودې دي.

ډېر لیدل شوي

سرچینې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جرمني ته څلور نور ډېپلوماټان لېږي
۱
ځانګړی

سرچینې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جرمني ته څلور نور ډېپلوماټان لېږي

۲

انتونیو ګوترېش: د اقلیمي بدلونونو حقیقت به د چا د خوښې لپاره بدل نه‌کړم

۳

د تېلو تور بازار؛ ایران څه ډول له طالبانو سره په همکارۍ بندیزونه ماتوي؟

۴
ځانګړی

طالبانو د خوست له سرحدي سیمو د وزیرستاني کډوالو شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته ولېږدولې

۵

انتوني بلینکن: امریکا د افغانستان د جګړې له امله له پاکستان سره مصلحتي سیاست خپل کړی و

•
•
•

نور خبرونه

د بشري حقونو بنسټونه: له امریکا څخه د افغان کډوالو ستنول پر دوی د «مرګ حکم» دی

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۰
100%

د بشري حقونو بنسټونو، امریکايي قانون جوړوونکو او د کډوالو ملاتړو ډلو د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې هغه هڅې سختې غندلي چې له مخې یې لسګونه افغان کډوال د افغانستان د شړلو له خطر سره مخ شوي دي. فعالان وايي، د دغو افغانانو بېرته ستنول به د ځینو لپاره د «مرګ حکم» وي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، له ۱۵۰ څخه ډېر افغانان د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په توقیف کې دي. ټاکل شوې وه چې د نومبر په لومړیو کې د یوې ځانګړې الوتنې له لارې د پاکستان په مسیر افغانستان ته ولېږدول شي، خو یوې فدرالي محکمې د لنډمهالي حکم په صادرولو سره د الوتنې مخه ونیوله.
راپور لیکي ،د کډوالو ملاتړو بنسټونو اندېښنه لرله چې ښايي دغه افغانان بېرته افغانستان ته واستول شي. خو وروسته څرګنده شوه چې د ځینو افغان بندیانو د ایستلو نېټې لغوه شوې او یو شمېر یې نورو توقیف‌خونو ته لېږدول شوي دي.
د «افغان اېواک» بنسټ مشر شان وان ډایور ویلي، د امریکايي چارواکو متضادو پرېکړو افغانان له سختې رواني بې‌باورۍ سره مخ کړي دي.
هغه ویلي: «په څو ورځو کې دغو کسانو ته وویل شول چې د پاکستان له لارې افغانستان ته استول کېږي، بیا ورته وویل شول چې خوندي دي، او وروسته ورته وویل شول چې هېڅوک نه پوهېږي څه به کېږي. دا د کډوالۍ تګلاره نه، بلکې پر هغو کسانو فشار دی چې مخکې یې جګړه تجربه کړې ده.»
د راپور له مخې، د ایستلو له خطر سره مخ افغانانو کې د هغو کسانو خپلوان هم شامل دي چې له ۲۰۰۱ کال وروسته یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه. ښځې، د هزاره قوم غړي او هغه کسان هم په دې ډله کې شامل دي چې ادعا کوي د طالبانو له لوري وهل شوي، شکنجه شوي یا ګواښل شوي دي.
د بشري حقونو بنسټ «هیومن رایټس فرسټ» خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د دغو کسانو ستنول کولی شي هغوی د خپل‌سرو نیونو، اعدامونو، عامه درو وهلو او غچ‌اخیستونکو کړنو له خطر سره مخ کړي.
راپور یادونه کړې چې له ۶۰ څخه ډېرو امریکايي سناتورانو او د کانګرس غړو هم د امریکا د کورني امنیت او بهرنیو چارو وزارتونو ته په یوه لیک کې غوښتي چې افغانستان او ایران ته د شړلو ټول پلانونه لغوه کړي.
سناتورانو ټینګار کړی چې امریکا د نړیوالو قوانینو له مخې نه شي کولای داسې کسان هغو هېوادونو ته ولېږي چې هلته د شکنجې، ځورونې یا مرګ له خطر سره مخ وي.
بلخوا، د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې د محکمو پرېکړو ته درناوی کوي، خو د احتمالي شړلو عملیاتو په اړه جزئیات نه خپروي.
د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې افغانستان ته د دغو افغانانو استول، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې له طالبانو سره د مخالفت یا له لوېدیځو بنسټونو سره د همکاریو سابقه لري، یو جدي بشري ناورین رامنځته کولی شي.

له امریکا د افغان کډوالو اېستل؛ له ۱۵۰ ډېر کسان له ناروښانه برخلیک سره مخ دي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۰
100%

د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، په امریکا کې مېشت تر ۱۵۰ ډېر هغه افغان کډوال چې افغانستان ته د اېستلو له ګواښ سره مخ دي؛ د ټرمپ ادارې له‌خوا د کډوالو پرضد د سختو سیاستونو له امله له اندېښنې او ناروښانه برخلیک سره مخ شوي دي.

د راپور له مخې، د دغه افغانانو د اېستلو لپاره ټاکل شوې الوتنه وروسته له هغه وځنډول شوه چې یوې فدرالي محکمې د یادې الوتنې د ترسره کېدو مخه په لنډمهالي ډول ونیوله. ټاکل شوې وه، چې دغه کسان د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
ګارډین لیکلي، د محکمې د لنډمهالي حکم له پای ته رسېدو وروسته د کډوالو د حقونو فعالانو اندېښنه لرله چې ښايي د نومبر په ۱۶مه دغه افغانان له امریکا وایستل شي؛ خو د سې‌شنبې په ورځ څرګنده شوه، چې د الوتنې په نوملړ کې د ځینو افغانانو د اېستلو لپاره ټاکل شوې نېټه لغوه شوې او یوشمېر نور له لنډمهاله مرکزونو څخه د اوږدمهاله توقیف مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ «افغان اېواک» مشر شان ون‌دایور ویلي، د دغه بدلونونو له امله د افغانانو ترمنځ «یوه څه ډاډمنتیا» رامنځته شوې؛ خو لاهم د هغوی برخلیک روښانه نه دی.
هغه زیاته کړې، دغه افغانانو په بېلابېلو پړاوونو کې داسې پیغامونه ترلاسه کړي چې ګواکې د پاکستان له لارې به د طالبانو لاس ته سپارل کېږي؛ وروسته ورته ویل شوي چې خوندي دي او اوس بیا څوک د هغوی د برخلیک په اړه ډاډ نه لري.
د راپور له مخې، په پام کې وه چې د اېستلو په الوتنه کې د هغه افغانانو په ګډون چې خپلوانو یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې، ښځې، یو همجنس‌خوښه او د هزاره قوم یوشمېر غړي هم ولېږدول شي. ځینو دغه کسانو ویلي، چې پخوا د طالبانو له‌خوا وهل شوي او شکنجه شوي دي.
د «هیومن رایټس فرسټ» په نوم د بشري حقونو یوې امریکايي ادارې خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د دغه کسانو بېرته ستنول هغوی له خپل‌سرو نیونو، اعدامونو، دورو وهلو او غچ اخیستونکو بریدونو سره مخ کولای شي.
دغه راز د امریکا د کانګرس څه باندې ۶۰ غړو د کورني امنیت او بهرنیو چارو وزارتونو ته په یوه لیک کې د افغانانو او ایرانیانو د اېستلو الوتنو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده. هغوی ټینګار کړی، امریکا باید هېڅوک داسې هېواد ته ونه لېږي چې هلته د شکنجې له ګواښ سره مخ وي.
ورته مهال یو شمېر امریکايي وکیلانو او د کډوالو د حقونو فعالانو له پاکستان نه هم غوښتي، چې د افغان کډوالو د لېږد او ایستلو په بهیر کې همکاري ونه کړي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې دغه اداره د محکمو ټولې قانوني پرېکړې عملي کوي؛ خو د عملیاتي امنیت او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب له امله د احتمالي اېستلو د الوتنو په اړه معلومات نه ورکوي.
د ګارډین د راپور له مخې، که څه هم د دغه افغانانو لپاره د اېستلو وروستۍ قانوني پرېکړې صادرې شوې؛ خو د کډوالو د حقونو فعالان وايي، دا په دې معنا نه ده چې هغوی په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره نه مخ کېږي.

په پنځو هېوادونو کې د داعش د غړیتوب په تور اته کسان نیول شوي یا تورن شوي دي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۰
100%

د امریکا د دفاعي چارو څېړنیزې خپرونې «لانګ وار ژورنال» راپور ورکړی، چې د اکټوبر له ۹مې د نومبر تر ۱۰مې پورې په هسپانیا، کاناډا، اېټالیا، اسراییل او سویډن کې اته کسان د داعش له فعالیتونو سره د تړاو په تور نیول شوي یا پرې قضايي تورونه لګول شوي دي.

د راپور له مخې، په دغه قضیو کې د داعش انلاین تبلیغاتو خپرول، د یادې ډلې د غړیتوب لپاره د کسانو هڅول، له پلویانو سره اړیکې او د احتمالي بریدونو پلانول شامل دي. راپور کاږي، دغه پېښې د داعش د وړتیا ښکارندويي کوي چې د خپلې ځمکنۍ واکمنۍ له لاسه ورکولو سره، سره د انلاین فعالیتونو له لارې د نویو کسانو افراطي کولو او جذبولو ته دوام ورکوي.

هسپانیا

د راپور له مخې، د اکټوبر په ۲۰مه د هسپانیا پولیسو د بارسلونا او تاراګونا په ولایتونو کې دوه کسان د «ترهګریزو» افکارو د خپرولو او روزنې په تور نیولي دي. ویل کېږي، چې دغه کسانو په وار، وار د جهادي ډلو اړوند وېب‌پاڼې کتلې او د داعش تبلیغاتي مطالب یې لوستي وو.

د امریکا فدرالي څېړنیزې ادارې (FBI) هسپانوي پولیسو ته د تاراګونا د یوه اوسېدونکي د افراطي کېدو په اړه معلومات ورکړي وو. د څېړنو پرمهال پولیس وتوانېدل، نوموړی له یوه بل کس سره چې په بارسلونا کې اوسېده ونیسي. د شکمنو کسانو ځینې انلاین فعالیتونه منځني ختیځ ته د سفر او په جهادي فعالیتونو کې د ګډون پر احتمال راڅرخېدل.

همدارنګه، د نومبر په درېیمه پولیسو د بارسلونا په راوال سیمه کې یو بل کس د ترهګریزو افکارو د خپرولو په تور نیولی دی. نوموړی تر دې مخکې په ۲۰۱۸کال کې هم د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی و؛ خو په ۲۰۲۱کال کې د څار تر شرایطو لاندې خوشې شوی و.

کاناډا

د کاناډا پولیسو د اکټوبر په ۲۶مه د البرټا ایالت یو ۱۷ کلن ځوان د «ترهګرۍ» اړوند جرم په تور نیولی دی. د راپور له مخې، د پولیسو د ملي امنیت څېړنیزې ډلې د روان کال په فبرورۍ کې وروسته له هغې څېړنې پیل کړې چې د شکمن ځوان او داعش پورې تړلو کسانو ترمنځ انلاین اړیکې وموندل شوې.

دغه ځوان د کاناډا د قوانینو له مخې، د هویت د خوندي پاتې کېدو په موخه نه‌دی پېژندل شوی او ټاکل شوې وه د نومبر په درېیمه محکمې ته حاضر شي.

اېټالیا

د راپور له مخې، د نومبر په څلورمه د اېټالیا د کارابینیري پولیسو د وارېزه ولایت په یوه عملیات کې د تونس اصله ۲۷ کلن کس نیولی دی. نوموړی د داعش د غړیتوب د هڅونې او د «ترهګریزو» مطالبو د ساتلو په تور نیول شوی دی.

د هغه په اړه څېړنې وروسته له هغې پیل شوې، چې په مارچ میاشت کې یې د خپل کور ترڅنګ یوه بڼ ته د کراسبو (غشي ویشتونکې وسلې) څو غشي ویشتي وو. پولیسو د کور د پلټنې پر مهال وسله او مهمات ترلاسه کړي وو. وروسته د شکمن کس د خواله رسنیو په حسابونو کې د داعش تبلیغاتي مطالب وموندل شول. د راپور له مخې، د هغه په ټیلیګرام حساب کې د داعش د بېرغ انځور هم خپور شوی و.

اسراییل

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د اکټوبر په ۱۳مه د دغه هېواد په شمال کې د ام‌الفحم ښار یو ۱۸ کلن اوسېدونکی د اسراییلي سرتېرو پر ضد د برید د پلانولو په تور نیول شوی و. ویل کېږي، چې نوموړي له داعش سره بیعت کړی و او د پولیسو د یو میاشتني څېړنیز بهیر په ترڅ کې یې د برید د پلانولو شواهد موندل شوي دي.

همدارنګه، د نومبر په دویمه اسراییلي رسنیو راپور ورکړ چې د شفارم ښار ۲۱ کلن محمد سویطات د سپټمبر په ۲۸مه د پولیسو او شین‌بت امنیتي ادارې په ګډو عملیاتو کې نیول شوی و.

د راپور له مخې، د سویطات له نیول کېدو وروسته په پلټنو کې څرګنده شوې، چې نوموړي له داعش سره بیعت کړی، د یادې ډلې تبلیغاتي مطالب یې انلاین خپاره کړي، له پلویانو سره یې اړیکې ساتلې او هڅه یې کړې چې خپل ملګري هم یادې ډلې ته جذب کړي.

راپور زیاتوي، چې دغه دوه نیونې په اسراییل کې د روان کال له اګست میاشتې راهیسې د داعش اړوند اوومه پېښه ده.

سویډن

د سویډن چارواکو د نومبر په شپږمه اعلان وکړ، چې یو ۱۹ کلن ځوان یې د ترهګریز برید د چمتو کولو، په ترهګریز سازمان کې د جدي ګډون او د ترهګرۍ د عامه هڅونې په تور محاکمې ته معرفي کړی دی.

د څېړونکو په وینا، شکمن کس د مارچ له لومړۍ څخه د اپرېل تر ۱۳مې پورې د دغه هېواد په لوېدیځ کې د هالمستاد ښار پر یوه لېسه د چړې برید پلان کړی و. نوموړي له داعش سره د بیعت ترڅنګ د یادې ډلې تبلیغاتي مطالب هم خپرول.

د راپور له مخې، دغه ځوان د اپرېل په میاشت کې د نیول کېدو پر مهال ۱۸ کلن و.

داعش خراسان او په افغانستان کې یې فعالیتونه

داعش خراسان د داعش سیمه‌ییزه څانګه ده، چې په ۲۰۱۵کال کې یې په افغانستان او شاوخوا سیمه کې فعالیت پیل کړ. یادې ډلې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم خپل فعالیتونه او د کسانو د جذب هڅې روانې ساتلې دي.

د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې (EUAA) د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د څار ډلې په ۲۰۲۵کال کې د داعش خراسان د جنګیالیو شمېر شاوخوا دوه زره اټکل کړی و. د راپور له مخې، د یادې ډلې شبکې په ځانګړي ډول د افغانستان په شمالي او شمال‌ختیځو ولایتونو کې خواره واره فعالیت کوي او په بدخشان او کندوز کې یې د پلویانو او ملاتړو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د اروپایي ټولنې د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د داعش خراسان بریدونه د ۲۰۲۲کال له لوړې کچې وروسته کم شوي؛ خو یادې ډلې لاهم په ځینو ولایتونو کې بریدونه کړي او د طالبانو پر امنیتي ځواکونو او مذهبي لږکیو یې بریدونو دوام موندلی دی.

ورته مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۶کال د اګست په میاشت کې د داعش په اړه په یوه راپور کې ویلي، داعش خراسان له هغو ضربو سره، سره چې د طالبانو او پاکستان د عملیاتو له امله وررسېدلې؛ د افغانستان له خاورې بهر د بریدونو اراده لري او د پراخو مرګ‌ژوبلو د بریدونو لپاره د خپلو وړتیاوو د بېرته پیاوړتیا هڅې کوي.

انتونیو ګوترېش: د اقلیمي بدلونونو حقیقت به د چا د خوښې لپاره بدل نه‌کړم

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اقلیمي بدلونونو په اړه د علمي حقایقو پر بیانولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دغه حقیقتونو د ناخوښۍ له امله به چوپ پاتې نه‌شي. ورته مهال د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، افغانستان د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزمنو هېوادونو څخه دی.

ګوترېش د شنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه یې په تېرو لسو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو په اړه د حقیقت ویلو هڅه کړې ده.

نوموړي ویلي: «کله ناکله دا حقیقت ناارامه کوونکی و او کله ناکله یې هرکلی نه دی شوی؛ خو زما مسوولیت هېڅکله دا نه و چې حقایق د خلکو د خوښې وړ وګرځوم؛ بلکې مسوولیت مې دا و، چې د علمي شواهدو پر بنسټ حقیقت بیان کړم او په ځانګړې توګه هغه مهال روښانه خبرې وکړم چې حقیقت ویل ستونزمن وي».

ګوترېش زیاته کړې: «زه به د حقیقت ویلو ته دوام ورکړم او د هغه لپاره به مبارزه هم ونه دروم».

بل خوا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶کال د جون په څلورمه په یوه راپور کې ویلي، چې د ۱۹۵۰کال راهیسې په افغانستان کې د تودوخې منځنۍ کچه شاوخوا ۱،۸ درجې سانتي‌ګراد لوړه شوې او اقلیمي بدلونونه د سېلابونو، وچکالۍ، واورې ښویېدنې او سختو واورینو توپانونو د زیاتوالي لامل شوي دي.

د دغه پروګرام د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هر کال تر ۲۰۰زرو ډېر کسان د اقلیمي پېښو له امله اغېزمنېږي او د ۲۰۲۵کال له فبرورۍ څخه تر جولای پورې سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې مرګ‌ژوبله اړولې، زرګونه کسان یې بې‌ځایه کړي او کورونو، کرنیزو ځمکو او بنسټیزو تاسیساتو ته یې زیانونه اړولي دي.

همداراز د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۲۰۲۶کال د جون په پنځمه ویلي، چې وچکالي او د اوبو کمښت په افغانستان کې تر ټولو پراخ اقلیمي ګواښونه دي او د دغه هېواد له نیمایي ډېر وګړي ورسره مخ دي.

د یوناما په وینا، په ننګرهار کې بزګران د کرنیزو حاصلاتو له پرله‌پسې زیانونو سره مخ دي او په کندهار، هلمند، نیمروز، زابل او روزګان کې د وچکالۍ، د ورښتونو کمښت او د ځمکې لاندې اوبو د بې‌کچې اېستلو له امله د اوبو سرچینې له جدي ګواښ سره مخ شوې دي.

یوناما زیاته کړې، چې په ځینو ولایتونو کې سېلابونه کورونه، کرنیزې ځمکې او بنسټیزې اسانتیاوې ویجاړوي؛ په داسې حال کې چې نورې سیمې د اوبو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د دغه معلوماتو له مخې، د اقلیمي بدلونونو اغېزې په افغانستان کې د کرنې، خوراکي خوندیتوب، د څښاک اوبو او د خلکو پر معیشت مستقیمې اغېزې لري.

د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو شورا ۳۰مه ۲ ورځنۍ غونډه سبا د پاکستان په کوربتوب پیلېږي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۰
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د اقتصادي همکاریو سازمان(ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ۳۰مه دوه ورځنۍ غونډه د محمد اسحاق ډار په مشرۍ سبا (یکشنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي. تر دې مخکې د دغه وزارت ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې دغې غونډې ته یې طالبان نه‌دي بللي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو ۳۰مه دوه ورځنۍ غونډه سبا (یکشنبه - دوشنبه) د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ په اسلام‌اباد کې پیلېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ایکو د وزیرانو له غونډې مخکې به د دغه سازمان د غړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو غونډه وشي او په‌کې به د یاد سازمان فعالیتونه او پروګرامونه وڅېړل شي او بیا به د وزیرانو شورا په غونډه کې پرې بحث وشي.

پاکستان چې د ۲۰۲۶- ۲۰۲۷ کلونو لپاره د ایکو سازمان دوره‌يي مشري پر غاړه لري ویلي، چې د «یوه پیاوړي ایکو لپاره د سیمه‌ییزپالنې بیا راژوندي کول» تر شعار لاندې د دغه سازمان موخې پر مخ وړي او زیاته کړې یې ده: «د پاکستان مشري به د سیمه‌ییزو مشارکتونو د پیاوړتیا لپاره د سیمه‌ییز اتصال پر پیاوړي کولو او د سیمه‌ییزې یووالي پر ژورولو متمرکزه وي او د لا زیاتې هوساینې، دوامدارې پراختیا او یوې لا ډېرې یو موټي او پیاوړې ایکو سیمې په لور به ګډې هڅې وهڅوي».

سره له دې چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړی هېواد دی، خو پاکستان د ایکو سازمان د مشر په توګه طالبانو ته په یاده غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړې، مګر د یادې غونډې لپاره په تابیاوو او په ځانګړې توګه په بنرونو کې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال درې رنګه بیرغ لیدل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د تېرې یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل: «موږ د ایکو سازمان د کړنلارې له‌مخې افغانستان ته بلنه نه‌ده ورکړې».

خو د ایکو سازمان په غونډو کې د طالبانو د استازو ګډون یو شان نه‌دی پاتې شوی. تر دې مخکې یادې ډلې د ایکو سازمان په ځینو غونډو کې ګډون کړی او ځینو نورو ته نه‌ده بلل شوې.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ایکو سازمان د مشرانو په اوولسمه غونډه کې ګډون او وینا کړې وه.

د پاکستان له‌خوا د ایکو سازمان غونډې ته د طالبانو د نه‌بللو په غبرګون د طالبان اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظر ویلي، چې سیاسي اختلافونه باید په دغې غونډه کې د دوی د ګډون مخه ونه‌نیسي او زیاته کړې یې وه: «د ایکو غونډه چې اقتصادي بڼه لري او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړیږي، افغانستان باید په‌کې ګډون ولري. ان که د سیاسي موضوعاتو په اړه د نظر اختلاف هم موجود وي، د ګډون او حضور لاره باید تړلې پاتې نه‌شي».

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړی هېواد دی. ایران، پاکستان، ترکیه، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هم د دغه سازمان نور غړي هېوادونه دي.