• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر سیبور د برېتانیا بندیزونو د قزاقستان د دوو پیتروشیمي پروژو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۴ GMT+۰

د بریتانیا له‌خوا پر روسي «سیبور» شرکت د بندیزونو لګولو پرېکړې د قزاقستان د دوو سترو پټروشیمي پروژو راتلونکی له اندېښنو سره مخ کړی دی. دغه شرکت په دواړو پروژو کې ونډه لري او بندیزونه یې له نړیوالو بانکونو، بیمه‌کوونکو او د تجهیزاتو له برابرونکو سره همکاري ستونزمنولای شي.

د «ټایم اف سنټرل ایشیا» د راپور له مخې، بریتانیا د نومبر په ۱۲مه، پر سیبور شرکت بندیزونه ولګول او د دغه شرکت د شتمنیو د کنګل کولو ترڅنګ یې پر ځینو سوداګریزو فعالیتونو هم محدودیتونه وضع کړي. بریتانیا ویلي، دغه پرېکړه یې د روسیې د انرژۍ په مهمه برخه کې د سیبور د فعالیتونو له امله کړې ده.

سیبور د قزاقستان د «سیلنو» پتروشیمي پروژې ۳۰ سلنه او د دغه هېواد د «کې‌پي‌اېي» په نوم د بل شرکت ۴۰ سلنه ونډه لري.

د سیلنو پروژه چې ارزښت یې ۷،۴ میلیارده ډالرو ته رسېږي، لا هم د جوړېدو په پړاو کې ده او ټاکل شوې چې په ۲۰۲۹ کال کې فعالیت پیل کړي. د دې فابریکې موخه دا ده چې د قزاقستان طبیعي ګاز په پولی‌ایتیلین بدل کړي او له دې لارې د دغه هېواد صنعتي تولیدات او صادرات زیات کړي.

د راپور له مخې، د سیلنو فابریکه به په کال کې د یو میلیون او ۲۵۰ زره ټنه پولي‌ایتیلین د تولید وړتیا ولري. د دې پروژې په جوړولو کې د قزاقستان، روسیې او چین شرکتونه ونډه لري.

کارپوهان اندېښنه لري چې پر سیبور بندیزونه ښايي د پروژې د تمویل، د اړینو تجهیزاتو د پېرلو او د بیمې د ترلاسه کولو بهیر ستونزمن کړي. که نړیوال بانکونه او سوداګریز شرکتونه د بندیزونو له وېرې له دغې پروژې سره همکاري بنده کړي، د فابریکې جوړول به له ستونزو سره مخ شي.

د راپور له مخې، د قزاقستان د «کې‌پي‌اېي» پټروشیمي فابریکې هم په ۲۰۲۵ کال کې ۳۷۷ زره ټنه پولی‌پروپیلین تولید کړي، چې له دې ډلې یې ۳۲۶ زره ټنه بهرنیو بازارونو ته صادر کړي دي. د دې شرکت فعالیت هم د نړیوالو بازارونو، بانکونو او سوداګریزو شریکانو له همکارۍ سره تړلی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د روسي شرکتونو پر وړاندې بندیزونه د قزاقستان اقتصادي پروژو ته ستونزې پیدا کوي. د دغه هېواد د تېلو ملي شرکت تر دې مخکې هم له روسي «لوک‌اویل» شرکت سره په ګډه پروژه کې د بیمې او بهرنیو پورونو د ترلاسه کولو له ستونزو سره مخ شوی و.

ډېر لیدل شوي

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی
۱

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی

۲

بایډن د خاطرو کتاب کې: د افغان حکومت د نه ړنګېدو ډاډ راکړل شوی و

۳

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځینه وکیلانې له سختو حقوقي خنډونو سره مخ دي

۴

د تناره د سرو لمبو تر څنګ؛ له ننګرهارۍ توړۍ سره یوه ورځ

۵

رواداري: د جرمونو نړۍواله محکمه دې د افغانستان د پخوانۍ دوسیې د تړلو پرېکړه بېرته واخلي

•
•
•

نور خبرونه

ملګري ملتونه: د بشري مرستو په وېش او پرېکړو کې د افغان ښځو نظرونه له پامه غورځول کېږي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۲ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په بهیر کې د ښځو غږونه په کافي اندازه نه اورېدل کېږي او د مرستو په اړه په پرېکړو کې د نارینه‌و پرتله لږه ونډه لري.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال له جولای څخه د ۲۰۲۶کال تر جون پورې د افغانانو د نظرونو او شکایتونو له ۲۶۳زره ډېر ثبت شوي موارد څېړل شوي چې د ټولنې د نظرونو د دوو سروې‌ګانو پایلې هم په‌کې شاملې دي. راپور د ساموېل هال څېړنیز بنسټ له‌خوا د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په تخنیکي لارښوونه او مالي ملاتړ چمتو شوی دی.
راپور کاږي، د ثبت شویو نظرونو او شکایتونو یوازې ۳۵ سلنه د ښځو له‌خوا وړاندې شوي دي. د ښځو ونډه په بېلابېلو ولایتونو او د نظرونو په ثبت کې توپیر لري؛ د بېلګې په توګه د «اواز» ټیلیفوني کرښې له لارې په هرات کې د ښځو د نظرونو ونډه نږدې ۴۰ سلنه ده، خو په روزګان کې یوازې ۲ سلنه ثبت شوې ده.
د راپور موندنې ښيي، چې ښځې تر ډېره د نغدو پیسو، روغتیايي خدمتونو او خوراکي توکو د مرستو غوښتنه کوي. د ښځو د ثبت شویو نظرونو ۵۹ سلنه د مرستو غوښتنې او ۲۲ سلنه د معلوماتو ترلاسه کولو په اړه دي. خو کله چې له ښځو څخه د اوږدمهاله اړتیاوو په اړه مستقیمې پوښتنې کېږي، د نجونو او ښځو زده‌کړې، مسلکي روزنې او د ښځو په مشرۍ د اقتصادي نوښتونو ملاتړ یې له مهمو لومړیتوبونو دي.
په راپور کې د ۲۰۲۶کال د جنورۍ او جون ترمنځ د یوې سروې له مخې ویل شوي، چې یوازې ۱۶ سلنه ښځو د مرستو په اړه د پرېکړو په بهیر کې د ګډون خبره کړې؛ په داسې حال کې چې د نارینه‌و دغه کچه ۲۴ سلنه ده. همداراز ۷۹ سلنه ښځو ویلي، چې د مرستو د ترلاسه کولو له شرایطو خبر دي؛ خو د نارینه‌و په منځ کې دغه کچه ۸۶ سلنه ده.
د راپور له مخې، ۷۵ سلنه ښځې پوهېږي چې خپل شکایتونه او نظرونه څنګه ثبت کړي؛ خو له هغو ښځو څخه چې شکایتونه یې ثبت کړي، یوازې ۳۹ سلنه پوهېږي چې د شکایتونو په اړه یې څه اقدام شوی دی. په نارینه‌و کې دغه کچه ۴۵ سلنه ده.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په راپور کې همداراز راغلي، چې ډېری ښځې د مرستو ترلاسه کولو پرمهال ځانونه خوندي احساسوي؛ خو ځینې یې د تګ راتګ محدودیتونه، د نارینه محرم د ملتیا اړتیا او د ښځینه مرستندویه کارکوونکو کمښت د مرستو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې خنډونه بولي.
راپور زیاتوي، چې د مرستندویه کارکوونکو له‌خوا د ناوړه ګټې اخیستنې او ځورونې د راپور ورکولو پر وړاندې وېره او ټولنیز فشارونه هم د ښځو د چوپتیا له مهمو لاملونو څخه دي. په سروې کې ۶۱ سلنه ښځو ویلي، چې ښځې د دغسې پېښو د راپور ورکولو پرمهال له ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له بشري مرستندویه بنسټونو او د ملګرو ملتونو له ادارو غوښتي، چې د ښځو نظرونو ته د رسېدو لارې پراخې کړي، هغوی د مرستو په اړه د پرېکړو په بهیر کې زیاتې شاملې کړي او په روښانه ډول ورته ووایي، چې د دوی د شکایتونو او غوښتنو په ځواب کې څه اقدامات شوي دي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د ښځو اړتیاوې باید د لنډمهاله بشري مرستو ترڅنګ د زده‌کړو، مسلکي روزنې، معیشت او اوږدمهاله پرمختیايي پروګرامونو په طرحه او پلي کولو کې هم په پام کې ونیول شي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځینه وکیلانې له سختو حقوقي خنډونو سره مخ دي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۰
100%

د فرانسې «لو موند» ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې قضايي نظام بدل شوی او ښځینه وکیلانې د خپلو مسلکي فعالیتونو د دوام او په محکمو کې د مراجعینو د دفاع لپاره له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

د راپور له مخې، طالبانو د ۲۰۲۱کال په اګست کې واک ته تر رسېدو وروسته د ښځو د جنسیت له امله د هغوی د وکالت پخواني جوازونه لغوه کړي او ښځینه وکیلانې اړې شوې چې د محکمې له قاضیانو څخه د وکالت د فعالیت لپاره ځانګړي تصدیقونه ترلاسه کړي. په راپور کې راغلي، چې د طالبانو قضايي نظام کې ښځینه وکیلانې له سپکاوي او سختو محدودیتونو سره مخ دي.

طالبانو د افغانستان قضايي نظام بدل کړی، د جمهوري نظام پرمهال د ښځینه وکیلانو کاري جوازونه لغوه شوي او هغوی په محکمو کې د خپلو مراجعینو د دفاع لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي. راپور کاږي، د طالبانو تر واک لاندې په قضايي نظام کې د ښځو پر وړاندې تبعیض بنسټیز شوی او د عدالت د ټینګښت ګڼې پخوانۍ حقوقي او مسلکي لارې چارې له‌منځه تللې دي.

د راپور له مخې، شکېبا چې د امنیتي اندېښنو له امله یې مستعار نوم کارول شوی، یوه افغانه وکیله ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې د وکالت د دوام لپاره نږدې شپږ میاشتې له هڅو او پرله‌پسې ردولو سره مخ شوې ده. هغې غوښتل د یوې بهرنۍ مېرمنې په قضیه کې د رسمي اسنادو د جعل په تړاو له هغې دفاع وکړي؛ خو د طالبانو قاضیانو ورته د وکالت اجازه نه ورکوله.

شکېبا د دغه بهیر په اړه ویلي، د محکمې چارواکو به ورته ویل: «له کله راهیسې ښځې وکیلانې شوې دي؟ ته وایې چې وکیله یې، خو نورې وکیلانې چېرې دي؟ ایا زموږ په هېواد کې نارینه وکیلان کم دي؟»

د راپور له مخې، نوموړې بالاخره هغه مهال د وکالت اجازه ترلاسه کړه چې مراجعه کوونکې یې قاضي ته وویل، پخواني نارینه وکیل یې دوکه کړې او پیسې یې ترې اخیستې دي او اوس یوازې پر ښځینه وکیلانو باور لري. شکېبا د خپل مېړه او دوو نارینه همکارانو په ملتیا محکمې ته ولاړه او د دوو شاهدانو په معرفي کولو سره یې د وکالت اجازه ترلاسه کړه.

د قضايي نظام بدل شوی جوړښت

راپور کې راغلي ، طالبانو د جمهوري نظام پرمهال نافذ قوانین ځنډولي، پخواني قاضیان یې له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې دیني زده‌کړې لرونکي کسان ګومارلي دي. همداراز، د څارنوالۍ اداره او د څارنوال دنده له‌منځه تللې او اوس قاضي په یوه وخت کې د تور لګولو او د قضیې د پرېکړې صلاحیتونه پر غاړه لري.

د راپور له مخې، طالبانو د روان کال په فبرورۍ کې د جزا نوی قانون هم خپور کړی چې د قران، سنتو او حنفي فقهې پر بنسټ جوړ شوی دی. د افغانستان د چارو د څېړونکې ډلې (AAN) څېړونکې کېټ کلارک ویلي، دغه قانون تر ډېره د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د واک د پیاوړتیا لپاره جوړ شوی دی.

هغې زیاته کړې، د نوي قانون له مخې د امیر د امرونو نه منل، د دیني عالمانو سپکاوی او د هغوی د پرېکړو تر پوښتنې لاندې راوستل هم د جزايي سزا وړ ګرځېدلي دي.

د علمي څېړنې او حقوقي تضمینونو کمزورتیا

په راپور کې د سمیع په مستعار نوم د یوه افغان وکیل په حواله راغلي، چې د طالبانو په قضايي نظام کې د وکیلانو کار ډېر پېچلی شوی او د نویو قوانینو او کړنلارو په اړه پراخ ابهام شته.

نوموړي ویلي: «زموږ لپاره د وکیلانو په توګه هر څه ډېر مغشوش دي. زه یوازې هڅه کوم، لارې لټوم او تجربه کوم. زموږ کار ډېر ستونزمن شوی او دغه نوي نظام زه څو کاله زوړ کړی یم».

د هغه په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د عدلي طب، طبي او کمپیوټري تخنیکي څېړنو بهیر هم په پراخه کچه درېدلی او په قضیو کې د علمي او فزیکي شواهدو پر ځای د شاهدانو، د تورنو کسانو د شهرت او د کورنیو ترمنځ جوړجاړي ته پام کېږي.

دغه وکیل د یوه قتل قضیې ته په اشارې ویلي، د یوه تورن د خوشې کېدو لپاره قاضي ترې د شاوخوا ۲۰ کسانو د شاهدۍ غوښتنه کړې وه؛ څو د هغه د ښه شهرت او د قتل د ترسره کولو د نه وړتیا په اړه ګواهي ورکړي. نوموړي ویلي، د جمهوري نظام پرمهال به په ورته قضیه کې د ګوتو نښې، ډي‌اېن‌اې او د ټیلیفونونو تخنیکي څېړنې ترسره کېدې.

د ښځو د طلاق قضیې

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو د نوي جزایي قانون له مخې د ښځو پر وړاندې تبعیض زیات شوی او د کورني تاوتریخوالي ځینې بڼې یې هم په مشخصو حدودو کې منلې دي. د راپور له مخې، که یو مېړه خپله مېرمن سخته ټپي کړي، د نوي قانون له مخې یوازې د ۱۵ ورځو بند سزا ورته ټاکل شوې ده. همداراز، هغه ښځې هم له جزايي سزا سره مخ کېدای شي چې د مېړه له اجازې پرته په پرله‌پسې توګه له کوره ووځي.

شکېبا ویلي: «اوس هغه ښځه چې د خپل مېړه د وهلو او ټکولو شکایت کوي، ان د عدلي طب ډاکټر ته هم نه شي رسېدای؛ څو د ټپونو معاینه یې وکړي».

هغې د یوې بلې قضیې یادونه کړې، چې په‌کې یوې ښځې غوښتل له خپل مېړه طلاق واخلي؛ هغه مېړه چې کاناډا ته تللی و او د واده له لومړیو لسو ورځو وروسته یې له مېرمنې سره اړیکه پرې کړې وه. د راپور له مخې، ښځې له نږدې یوه کال حقوقي هڅو وروسته هم طلاق ترلاسه نه‌کړ.

د پخوانیو قاضیانو برخلیک

راپور د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پخوانیو قاضیانو وضعیت ته هم اشاره کړې او د همایون په مستعار نوم د یوه پخواني قاضي له قوله یې لیکلي، چې نوموړی د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ګواښونو له امله څو میاشتې پټ و او اوس په کابل کې د ټکسي چلوونکی دی.

هغه ویلي، د ده ځینې پخواني همکاران د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته وژل شوي او که څه هم طالبان پخوانیو قاضیانو ته د وکالت د جوازونو د ترلاسه کولو او بېرته کار ته د ستنېدو بلنه ورکوي؛ خو دی پرې باور نه‌لري.

هغه زیاته کړې: «زه نه پوهېږم چې که ورشم، څه به راباندې وشي».

د تناره د سرو لمبو تر څنګ؛ له ننګرهارۍ توړۍ سره یوه ورځ

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۰
•
نویده خوشبو
100%

توړۍ د ننګرهار یوه کونډه او د څلورو ماشومانو مور ده. هغه وايي، د ژوند ملګری یې په ۲۰۱۱کال کې د ننګرهار پر کابل بانک په برید کې وژل شوی. له هغه وروسته د کورنۍ د پالنې بار د هغې پر اوږو پاتې دی.

هغه د کلي د خلکو ډوډۍ په تنور پخوي. ځینې کورنۍ د کار په بدل کې پیسې ورکوي او ځینې نورې د تنور لپاره خس او سون‌توکي راوړي. هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، کلیوال ورسره د خپلې خولې مړۍ شریکوي، کتغ ورته لېږي، د ماشومانو جامې ورکوي او تل یې پوښتنه کوي. هغې وویل، څو کاله وړاندې یې یو زوی ناڅاپه په نیمه شپه ناروغ شو؛ کلیوالو په موټر کې روغتون ته یووړ، ځینې ورسره روغتون ته لاړل او نورو تر سهاره د هغې د پاتې ماشومانو ساتنه وکړه.
د تنور پر لمبو چای هم اېشېږي. هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، اوس هوا ښه ده خو د اوړي په ګرمۍ کې د تنور ترڅنګ کار ورته ډېر سخت وي او د سختې ګرمۍ له امله یې ټول وجود له تڼاکو ډک وي. راغلې مېرمنې ورسره چای څښي، خبرې کوي او د کلیوالي ژوند د مینې او ملګرتیا شېبې شریکوي. دا انځوریزه کیسه د هغې سخت کار، د تازه ډوډۍ خوند او د کلیوالو ملاتړ رااخلي.

100%

د تنور پخه شوې ډوډۍ؛ هغه د همدې کار له لارې د خپلو څلورو ماشومانو اړتیاوې برابروي.

100%

ننګرهارۍ توړۍ د تنور لپاره وچ خس او نري لرګي راټولوي. ځینې کلیوال د ډوډۍ پخولو په بدل کې هغې ته خس ورکوي.

100%

هغه د ورځې د کار له پیل مخکې خس د تنور په تل کې ږدي.

100%

توړۍ په اورلګید «ګوګرد» خس ته اور اچوي؛ د همدې کوچني اور له بلېدو سره د هغې د ورځې خواري پیلېږي.

100%

د تنور پر لمبو چای اېشېږي. هغه د کار پرمهال د کلي راغلو مېرمنو ته هم چای ورکوي.

100%

هغه د خس په زیاتولو د چای اور تود ساتي؛ د تنور تر څنګ د چای شېبې د کلیوالو مېرمنو د خبرو او ملګرتیا وخت هم دی.

100%

هغه اوړه له اوبو سره ګډوي او اوړه اغږي. د ډوډۍ پخول له همدې پړاو څخه پیلېږي.

100%

اغږل شوي اوړه د پخېدو لپاره چمتو دي؛ وروسته یې په کوچنیو پېړیو وېشي.

100%

د اوړو پېړې پر اوړه‌وهلي ټوکر ږدي؛ څو د هوارولو لپاره چمتو شي.

100%

هغه هره پېړه په لاس ګرده او برابره کوي.

100%

د اوړو پېړې په لاسونو اړوي او ورو، ورو یې هواروي.

100%

هواره شوې ډوډۍ د تنور پر رپیده اېښودل کېږي؛ څو د ګرم دېوال پر مخ ونښلول شي.

100%

هغه د تنور لمبې برابروي. د اور تودوخه او لوګی د هغې د ورځني کار یوه سخته برخه ده.

100%

د تنور لمبې لوړېږي او د ډوډۍ پخولو لپاره کافي تودوخه برابروي.

100%

له لوګي ډک تنور د ډوډۍ پخولو ته چمتو دی؛ د دې کار نښې پر دېوالونو هم پاتې دي.

100%

هغه هواره شوې ډوډۍ د ګرم تنور پر دېوال نښلوي.

100%

بله ډوډۍ هم تنور ته اچوي. هغه د ځینو کلیوالو ډوډۍ د پیسو او د ځینو نورو د خس په بدل کې پخوي.

100%

ډوډۍ د تنور پر دېوالونو پخېږي؛ توړۍ یې پخېدل څاري.

100%

پخه شوې ډوډۍ له تنوره راباسي؛ د تنور له ژورې ګرمۍ سره کار د هغې د هرې ورځې برخه ده.

100%

تازه پخه شوې ډوډۍ له تنوره رااخیستل شوې؛ دا د هغې د ورځې د سخت کار پایله ده.

100%

پخې شوې ډوډۍ د دسترخوان لپاره راټولې شوې دي؛ د تنور خوند د کلیوالي ژوند له مینې سره یوځای کېږي.

100%

د ورځې په پای کې د تنور پر تتو سکرو په چای‌جوش کې اوبه ږدي؛ څو د سهار د لمانځه لپاره اوبه لږې تړمې پاتې شي.
هغه د همدې تنور له لارې د خپلو څلورو ماشومانو اړتیاوې برابروي. د هغې کیسه د سختې خوارۍ ترڅنګ، د کلیوالو د مینې او یو بل ته د لاس ورکولو کیسه هم ده.
هغې وویل، د ژوند ملګری یې د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ پر ۱۹مه د جلال‌اباد ښار د کابل بانک په برید کې ووژل شو. د اسوشیتدپرس د راپور له مخې، په هغه پېښه کې ۳۸ کسان وژل شوي او ۷۱ ټپیان شول؛ په قربانیانو کې ۱۷ ملکي وګړي او ۲۱ امنیتي سرتېري وو. طالبانو یې مسوولیت ومانه. د هغې ژوند ښيي، چې د یوې ورځې تاوتریخوالی کلونه اغېز پرېږدي: د کور بار د ښځو پر اوږو پرېوځي او ماشومان د پلار له سیوري پرته لویېږي. د نورو قربانیانو کونډې او یتیمان به نن په څه حال کې وي؟

ریفوجیز انټرنشنل: په افغانستان کې د ښځو روغتیايي وضعیت له جدي ګواښونو سره مخ دی

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۳۳ GMT+۰
100%

د ریفوجیز انټرنشنل په نوم یوه سازمان په خپل تازه راپور کې د افغان ښځو د روغتیایي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان وایي، په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو او د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د ښځو او نجونو روغتیايي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

د «ریفوجیز انټرنشنل» په نوم یوه سازمان ویلي، چې د امریکا د پراختیايي مرستو له کمېدو وروسته په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۶۱ داسې مړینې ثبت شوې دي چې د روغتیايي خدمتونو په شتون سره یې مخنیوی کېدای شو.
یاد سازمان د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د روغتونونو معلومات راټول کړي او له سلګونو روغتیايي کارکوونکو سره یې خبرې کړې دي، څو د ۲۰۲۵ کال راهیسې د امریکا د پراختیايي مرستو د کمېدو اغېزې وارزوي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې په افغانستان کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي وو، چې شاوخوا ۱.۶ میلیونه کسانو ته یې خدمتونه وړاندې کول.
راپور وايي، د روغتیايي خدمتونو د کمښت له امله د میندو او ماشومانو د مړینې خطر زیات شوی دی. په کونړ ولایت کې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د نوو زېږېدلو ماشومانو د ساه بندۍ له امله د مړینې پېښې ۱۵۶ سلنه لوړې شوې دي.
راپور وايي،د وینې د لېږد د خدمتونو د بندېدو له امله ځینې میندې د زېږون پر مهال د ډېرې وینې بهېدو له کبله مري، او د زېږون د مرکزونو تړل کېدل هم د امیندوارو ښځو ژوند له خطر سره مخ کوي. همداراز، د تغذیې د پروګرامونو د کمېدو له امله ماشومان او امیندوارې ښځې د ناروغیو پر وړاندې کمزوري شوي دي.
د راپور په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر طبي زده‌کړو بندیزونو د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلګانو د روزنې بهیر هم سخت اغېزمن کړی دی. د یوې اټکل له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د ښځینه نرسانو او قابلګانو شمېر نږدې ۱۲ زره و، خو اټکل کېږي چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به دا شمېر د ۵۵۰۰ او ۷۵۰۰ ترمنځ راکم شي.
راپور زیاتوي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت د درملنې کیفیت هم اغېزمن کړی دی. د طالبانو د محدودیتونو له مخې، نارینه د قابلګۍ دنده نه شي ترسره کولای او د ښځینه ناروغانو د ماشومانو معاینه هم ورته محدوده ده. له بلې خوا، پر ښځو د تګ راتګ محدودیتونه د دې لامل شوي چې ډېرې ښځې یوازې هغه مهال روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري چې ښځینه روغتیايي کارکوونکې یې درملنه وکړي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د ښځو پر طبي زده‌کړو بندیز ښايي د ښځو د سیستماتیکې مړینې له خطر سره تړاو ولري.
له دې ټولو محدودیتونو سره سره، یو شمېر افغانې ښځې لا هم د زده‌کړو او طبي روزنې لارې لټوي. ځینې زده‌کړې انلاین ترسره کېږي، خو د انټرنېټ محدودیتونه هم دا بهیر له ستونزو سره مخ کوي. په ورته وخت کې، لږ تر لږه شپږ روغتونونه لا هم د ښځو لپاره د طبي روزنې ځینې پروګرامونه په پټه پر مخ وړي.
د راپور له مخې، په ځینو مواردو کې نړیوالې روغتیايي ادارې، لکه «بې پولې ډاکټران » او د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې فعالې مؤسسې، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې محدود فرصتونه برابروي.
په هرات کې یوه ښځینه قابله، چې د قابلګۍ او پښتو ادبیاتو زده‌کړې یې کړې او په دوو روغتیايي مرکزونو کې یې رضاکارانه کار کړی، اوس د «اېم اېس اېف» د یوه ګرځنده ټیم له لارې د افغانستان لرو پرتو سیمو ته ځي او ښځو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
خو د نړیوالو مرستو د کمېدو بهیر دغه پروګرامونه هم اغېزمن کړي دي. د «اېم اېس اېف» په وینا، تر هغه مخکې چې د تمویل یوه برخه بنده شي، ۲۵۰ افغان ښځو د قابلګۍ د روزنې لپاره غوښتنلیکونه سپارلي وو. که څه هم دې ادارې وروسته یو څه تمویل ترلاسه کړی، خو اوس یوازې د پخوا په پرتله د لږ شمېر ښځو د روزنې توان لري.
راپور ټینګار کوي چې د ښځو پر طبي زده‌کړو بندیزونه او د روغتیايي مرستو کمښت نه یوازې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو راتلونکی محدودوي، بلکې د افغانستان د ښځو او ماشومانو ژوند هم له جدي خطر سره مخ کوي.

د تحلیلګرانو شبکه:د بدیل کښت نشتوالي افغان بزګران یو ځل بیا د کوکنارو کر ته اړ ایستي

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۰
100%

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په افغانستان کې د کوکنارو کر د بیا زیاتېدو خبرداری ورکړی دی. دغه شبکه وایي، بزګران د بې‌وزلۍ، پورونو، د اوبو د کمښت او د بدیلو عایداتي سرچینو د نشتوالي له امله یو ځل بیا دغه کر ته اړ وتي دي.

د یادې شبکې یو تازه راپور، چې د هلمند، بدخشان او بادغیس ولایتونو له بزګرانو سره د مرکو او د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی، ښيي چې په ۲۰۲۶ کال کې د کوکنارو تر کر لاندې ځمکه له شاوخوا ۱۰ زره هکټاره څخه ۴۳ زره هکټاره ته لوړه شوې ده.
د راپور له مخې، د افینو تولید هم د تېر کال په پرتله پنځه برابره زیات شوی او نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.
په راپور کې راغلي چې بدخشان د کوکنارو د کر اصلي مرکز ګرځېدلی او یوازې په دغه ولایت کې د کوکنارو کر له ۶۶۳۹ هکټاره څخه څه باندې ۲۹ زره هکټاره ته لوړ شوی دی.
د بدخشان یوه بزګر ویلي، چې د حکومت، خصوصي سکټور او مرستندویه بنسټونو د کاري فرصتونو له ختمېدو وروسته د ډېرو کورنیو لپاره د کوکنارو کر یوازینۍ د عاید سرچینه پاتې شوې ده.
هغه ویلي: «طالبان یوازې دا وایي چې کوکنار حرام دي، خو بدیل نه راښيي. موږ ته یې نه کار برابر کړی او نه یې د عاید بله لاره موندلې ده.»
راپور وايي، په هلمند کې هم د کوکنارو کر د تېر کال په پرتله پنځه برابره زیات شوی، خو بزګران د طالبانو له عملیاتو د ځان ژغورلو لپاره کوکنار د غنمو، هوږې او نورو فصلونو ترمنځ کري یا یې د کورونو او دېوالونو تر شا پټوي.
د هلمند یوه بزګر ویلي، د غنمو او نورو قانوني فصلونو کر ورته پورونه زیات کړي دي.
هغه ویلي: «نور فصلونه دومره عاید نه لري چې د کال تر پایه د کورنۍ لګښتونه پرې برابر شي. کوکنار زموږ د ماشومانو د نفقې یوازینۍ لاره ده.»
راپور زیاتوي چې د طالبانو د له منځه وړلو عملیات لا هم روان دي او یوازې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۳ زره هکټاره کوکنار له منځه وړل شوي دي. خو بزګران وایي چې د عاید د بدیل نشتوالی هغوی دې ته اړ کړي چې له خطرونو سره سره د کوکنارو کر ته دوام ورکړي.
د راپور موندنې ښيي چې یو شمېر افغان بزګران د کوکنارو د کر لپاره پاکستان او ایران ته هم تللي دي. د پاکستان بلوچستان او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې افغان بزګران د ځمکو په کرايه کولو یا بزګرۍ بوخت دي.
یوه افغان بزګر، چې د هلمند له نادعلي ولسوالۍ ایران ته تللی، ویلي د افغانستان په پرتله یې هلته د کوکنارو له کښت څخه ښه عاید ترلاسه کړی دی.
راپور وايي، د اپیمو بیه که څه هم د تېر کال په پرتله راکمه شوې، خو لا هم د بندیزونو له مخکې مودې څخه څو برابره لوړه ده، چې بزګران د کوکنارو کر ته هڅوي.
د افغانستان د چارو د شننې شبکې په باور، تر هغې چې بزګرانو ته د معیشت عملي بدیلونه برابر نه شي، د کوکنارو د کر د مخنیوي اوسنی سیاست به له جدي ننګونو سره مخ وي او ښايي په راتلونکو کلونو کې د کوکنارو کر لا پراخ شي.