د ایران د کرنې وزیر غلامرضا نوري قزلجه د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) په تهران کې د طالبانو د مالیې له وزیر محمدناصر اخوند سره د سوداګرۍ او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
نوري ویلي، ایران چمتو دی د افغانستان هغه کرنیز محصولات چې د دغه هېواد په بازار کې ورته اړتیا شته، د پېرلو په برخه کې لومړیتوب ورکړي. نوموړي همداراز وړاندیز کړی، چې د افغانستان اړتیاوې دې د ایران د تولیداتو له لارې پوره شي.
د ایران د کرنې وزیر له افغان پانګهوالو غوښتي، چې د چابهار په بندر کې د ترمینل او بندري تاسیساتو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي. د هغه په وینا، د ایران له لارې ګټه اخیستنه کولی شي ازادو اوبو او نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان لاسرسی پراخ کړي.
نوموړي همداراز ویلي، ایراني شرکتونه چمتو دي چې د افغانستان په تولیدي برخو، په ځانګړي ډول د چرګانو د روزنې او کرنیزو صنایعو په برخو کې پانګونه وکړي. نوري د نباتاتو د اصلاح، د څارویو د نسل ښهوالي، د څارویو د درملو او واکسینونو د برابرولو او د یو ورځنیو چورګوړو د رسولو په برخو کې د ایران د همکارۍ چمتووالی هم څرګند کړی دی.
د ایران د کرنې وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د کوکنارو پر ځای د بدیلو کرنیزو محصولاتو د کښت په برخه کې همکاري وکړي. نوري د یزدان سرحدي لارې د بیا پرانیستلو او د سرحدي بازارونو د فعالولو لپاره د ایران چمتووالی هم اعلان کړی دی. هغه همداراز د ګمرکي چارو د ساده کولو او د باروړونکو موټرو د تګ راتګ د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
د ایران د کرنې وزیر زیاته کړې، د دواړه خواوو ترمنځ د همکارۍ اسناد چمتو شوي او وروستي کېدل یې کولای شي د سوداګرۍ د زیاتوالي لامل شي.
افغانستان، سره له دې چې تر ډېره کرنیز هېواد دی، د سړو خونو او د کرنیزو محصولاتو د ساتنې اسانتیاوو د کمښت له امله لا هم د کرنیزو او خوراکي توکو پر وارداتو متکي دی.
د خوړو د پالیسۍ د نړۍوالې څېړنیزې موسسې د ارزونې له مخې، د وروستیو سرحدي محدودیتونو تر لګېدو مخکې ایران او پاکستان د افغانستان د خوراکي توکو د وارداتو څه باندې ۴۲ سلنه برخه برابروله.
ایران افغانستان ته د روميانو، هګیو او د چرګانو د فارمونو د محصولاتو له عرضهکوونکو هېوادونو څخه دی. پاکستان بیا د افغانستان د وارداتي وریجو، کچالو او سبزیو په برابرولو کې لویه ونډه لرله.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د روان کال (د زمري په ۲۰مه) ادعا کړې وه، چې افغانستان د چرګانو د روزنې په برخه کې «بشپړې ځانبساینې» ته رسېدلی دی.
خو د ایران د تایباد د وترنرۍ شبکې مشر حسن اذریان تېره اوونۍ ویلي، د ۱۴۰۵ لمریز کال له پیل راهیسې یې د دوغارون له لارې افغانستان ته د یوې ورځې ۹ مېلیونه، ۱۴۳زره او ۶۳۶ چورګوړي په ۵۳۱ جوپو کې صادر کړي دي.
د هغه په وینا، دغه شمېر د تېرکال د ورته مودې پرتله پنځه برابره زیات شوی دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د دواړو هېوادونو د لارو د تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان پر یوه مهمه سوداګریزه لار بدل شوی دی.
افغان سوداګرو د خپلو وارداتو لویه برخه د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته اړولې ده. د نړۍوال بانک د راپور له مخې، د روان کال په اګست میاشت کې د افغانستان ۴۶ سلنه واردات د ایران له لارې ترسره شوي؛ په داسې حال کې چې د پاکستان له لارې د وارداتو ونډه نږدې صفر ته راټیټه شوې وه.