طالبان: د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د راستنو شویو کډوالو لپاره ښارګوټی جوړوو

په داسې حال کې چې بېرته راستانه شوي کډوال د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي، طالبان وايي چې د راستنو شویو کډوالو لپاره یې د استوګنې د ښارګوټي جوړولو په موخه په خاکجبار ولسوالۍ کې ۳۲۹۵ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.
د کابل ولایت لپاره د طالبانو رسنیز دفتر سه شنبې (د لړم ۲۶مه) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې کابل کې د طالبانو د ولایت مقام د دفتر ریس محمد نور خلیل د کډوالو ستونزو د ارزونې کمېټې په غونډه کې ویلي، د دغه ښارګوټي لپاره د ځمکې د لېږد حکم صادر شوی او د تفصیلي پلان له مخې به په کې ۴۶۵۲ استوګنیزې نمرې جوړې شي.
د کابل ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دغه ښارګوټي کې د استوګنې د نمرونو ترڅنګ، سوداګریز او خدماتي مرکزونه، پارکونه، سړکونه، جوماتونه، کلینیکونه او کتابتونونه هم په پام کې نیول شوي دي.
د کډوالو لپاره د سرپناه نشتوالی یوه جدي ستونزه ده. ډېری هغه کورنۍ چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستنې شوې، د بېوزلۍ، بېکارۍ او نورو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ترڅنګ د اوسېدو مناسب ځای هم نه لري او ډیری یې لا هم په لنډمهالو پنډغالو کې ژوند کوي.
دطالبانو د اړوندو ادارو د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان ته تر اوسه څه باندې ۸میلیونه کډوال راستانه شوي.
له بلې خوا، د ټاکل شویو ځمکو اندازې ته په کتو، د ټولو راستنو شویو کډوالو د سر پناه ستونزه نشي حل کولی.
په همدې حال کې کډوال د سرپناه د برابرولو لپاره د ځمکو او استوګنیزو نمرو د ژر وېش غوښتنه کوي.
د کابل ولایت مقام ویلي، د ښارګوټي د عملي کولو او کډوالو ته د استوګنیزو نمرو د وېش لپاره د اړوندو ادارو په همکارۍ هڅې روانې دي؛ خو تر اوسه یې د وېش د پیل کره نېټه نه ده اعلان کړې.
