• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له پاکستان څخه مو قاچاق کېدونکي ۲۲۲ کارټنه انساني درمل نیولي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۰

په سویل لوېدیځ زون کې د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو مسوولین وايي، د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې ۲۲۲ کارټنه قاچاقي انساني درمل نیولي دي. د مسوولینو په وینا، دغه درمل له پاکستان څخه په ناقانونه ډول افغانستان ته را اړول شوي وو.

د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ډیورند کرښې اړوند په فارم سیمه کې یې د ۲۲۲ کارټنه انساني درملو له قاچاق کېدو مخنیوی کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي: «یاد درمل په یوه سیپا موټر کې د پاکستان هېواد له لوري په قاچاقي او غیرقانوني ډول افغانستان ته راوړل کېدل، چې د درېیمې ټولۍ منسوبینو د پلټنې پر مهال کشف او ضبط کړل».

په خبرپاڼه کې په دې اړه چې ایا د دغو درملو د لېږد په تړاو څوک نیول شوي او که څنګه، څه نه‌دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په هرات، بلخ او کابل کې یو شمېر درمل‌پلورونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو له لوري پر پاکستاني درملو بندیز په بازار کې د ځینو اړینو درملو کمښت زیات کړی او ناروغانو ته یې زیان اړولی دی. د دوی په وینا، د دغو درملو د ځینو ډولونو مناسب بدیل نه پیدا کېږي او بیې یې هم په څرګند ډول لوړې شوې دي.

له شاوخوا یوه کال راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد او په ځانګړي توګه انساني او حیواني درمل قاچاق کړي.

ډېر لیدل شوي

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی
۱

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی

۲

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځینه وکیلانې له سختو حقوقي خنډونو سره مخ دي

۳

بایډن د خاطرو کتاب کې: د افغان حکومت د نه ړنګېدو ډاډ راکړل شوی و

۴
ځانګړی

سرچینې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جرمني ته څلور نور ډېپلوماټان لېږي

۵

د تناره د سرو لمبو تر څنګ؛ له ننګرهارۍ توړۍ سره یوه ورځ

•
•
•

نور خبرونه

په امریکا کې لسګونه افغان کډوال پاکستان ته د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۴ GMT+۰
100%

د امریکا اې‌بي‌سي ټلوېزیون راپور ورکړی، چې ښايي لسګونه افغان کډوال په روانه اوونۍ کې له امریکا څخه وایستل شي. د وکیلانو، د کډوالو ملاتړو بنسټونو او د نیول شویو افغانانو د کورنیو په وینا، ښايي د امریکايي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو د کورنۍ غړي هم په دغه کسانو کې شامل وي.

د یوه افغان کډوال اړوند د محکمې د هغه سند له مخې چې اې‌بي‌سي ارزولی، د ایستلو د الوتکې د ناستې ځای پاکستان ټاکل شوی او ټاکل شوې چې دغه کسان تر هغه وروسته افغانستان ته ولېږدول شي.

د کډوالو ملاتړو بنسټونو او د نیول شویو کسانو کورنیو تر دې مخکې دغه ټلوېزیون ته ویلي وو، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کډوالۍ سیاستونو په چوکاټ کې د امریکا د لویزیانا ایالت د کډوالۍ ادارې په توقیف‌خونو کې سلګونه افغان کډوال ساتل کېږي.

له امریکا څخه د کډوالو د ایستلو ډېری الوتنې له همدې ایالت څخه ترسره کېږي. شارلوټ مویال اې‌بي‌سي ته ویلي، مېړه یې د څه باندې یو کال بند تېرولو وروسته په دې وروستیو کې د پنسلوانیا ایالت له یوه توقیف‌ځای څخه د لویزیانا ایالت توقیف‌ځای ته لېږدول شوی دی. د هغې په وینا، مېړه ته یې خبر ورکړل شوی چې ښايي ډېر ژر له امریکا څخه وایستل شي.

د یوشمېر نیول شویو افغانانو کورنۍ اندېښنه لري، چې خپلوان به یې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د طالبانو له شکنجې او ځورونې سره مخ شي.
د افغان ایواک بنسټ مشر شان وندایور چې له تخلیه شویو افغانانو ملاتړ کوي اې‌بي‌سي ته ویلي، چې د نیول شویو کسانو کورنۍ «سختې وېرېدلې» دي. هغه خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د دغو کسانو بېرته ستنول د هغوی ژوند له خطر سره مخ کوي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د چارو د یوې ادارې لوړپوړي چارواکي یاد ټلوېزیون ته ویلي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د رسمي هوکړې د نشتوالي له امله پاکستان د ایستل شویو افغانانو د لېږد بهیر اسانه کوي. د دغه چارواکي په وینا، هغه کسان چې پاکستان ته لېږدول کېږي؛ په بسونو کې د افغانستان تر دروازو رسول کېږي.

طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې پاکستان ته د یوشمېر افغان کډوالو د لېږدولو په اړه د امریکا د پرېکړې د راپورونو په غبرګون کې «ژوره اندېښنه» څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې رغنده تعامل ته چمتو دي.

وندایور یې په غبرګون کې ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا او د افغانستان او پاکستان د لارو تړل کېدل د دغه کډوالو د لېږد ګواښ لا زیاتوي. هغه د امریکا له حکومته غوښتي، چې د اخراج الوتنه ودروي او د امریکا د پخوانیو متحدینو کورنۍ باید په داسې وضعیت کې یوازې پرېنښودل شي.

د امریکا د استازو جرګې دیموکرات غړي سکاټ پیټرز هم په یوه خبرپاڼه کې پر یادې پرېکړې نیوکه کړې ده. هغه ویلي، د امریکايي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو غړو پاکستان ته لېږدول ښايي په پایله کې د دې لامل شي چې هغوی بېرته د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته واستول شي.

پیټرز خبرداری ورکړی، چې د یادې پرېکړې عملي کول به د امریکا زیان‌منونکي متحدین د مرګ له ګواښ سره مخ کړي او د دغه الوتنو د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند اې‌بي‌سي ټلوېزیون ته په ځواب کې ویلي، هر هېواد حق لري چې د خپلو وګړو د امنیت لپاره د خپلو پولو د ساتنې او د کډوالۍ د سیاستونو په اړه پرېکړه وکړي.

د ایران د کرنې وزیر: له افغانستان سره د سوداګرۍ څلورمه برخه کرنیز محصولات جوړوي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۰
100%

د ایران د کرنې وزیر وايي، له افغانستان سره د دغه هېواد د ۲.۷ مېلیارد ډالرو کلنۍ سوداګرۍ شاوخوا څلورمه برخه د کرنیزو محصولاتو صادرات جوړوي. نوموړي دغه شمېرې په تهران کې د طالبانو د مالیې له وزیر سره د خبرو پرمهال وړاندې کړې دي.

د ایران د کرنې وزیر غلامرضا نوري قزلجه د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) په تهران کې د طالبانو د مالیې له وزیر محمدناصر اخوند سره د سوداګرۍ او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

نوري ویلي، ایران چمتو دی د افغانستان هغه کرنیز محصولات چې د دغه هېواد په بازار کې ورته اړتیا شته، د پېرلو په برخه کې لومړیتوب ورکړي. نوموړي همداراز وړاندیز کړی، چې د افغانستان اړتیاوې دې د ایران د تولیداتو له لارې پوره شي.

د ایران د کرنې وزیر له افغان پانګه‌والو غوښتي، چې د چابهار په بندر کې د ترمینل او بندري تاسیساتو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي. د هغه په وینا، د ایران له لارې ګټه اخیستنه کولی شي ازادو اوبو او نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان لاسرسی پراخ کړي.

نوموړي همداراز ویلي، ایراني شرکتونه چمتو دي چې د افغانستان په تولیدي برخو، په ځانګړي ډول د چرګانو د روزنې او کرنیزو صنایعو په برخو کې پانګونه وکړي. نوري د نباتاتو د اصلاح، د څارویو د نسل ښه‌والي، د څارویو د درملو او واکسینونو د برابرولو او د یو ورځنیو چورګوړو د رسولو په برخو کې د ایران د همکارۍ چمتووالی هم څرګند کړی دی.

د ایران د کرنې وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د کوکنارو پر ځای د بدیلو کرنیزو محصولاتو د کښت په برخه کې همکاري وکړي. نوري د یزدان سرحدي لارې د بیا پرانیستلو او د سرحدي بازارونو د فعالولو لپاره د ایران چمتووالی هم اعلان کړی دی. هغه همداراز د ګمرکي چارو د ساده کولو او د باروړونکو موټرو د تګ راتګ د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

د ایران د کرنې وزیر زیاته کړې، د دواړه خواوو ترمنځ د همکارۍ اسناد چمتو شوي او وروستي کېدل یې کولای شي د سوداګرۍ د زیاتوالي لامل شي.

افغانستان، سره له دې چې تر ډېره کرنیز هېواد دی، د سړو خونو او د کرنیزو محصولاتو د ساتنې اسانتیاوو د کمښت له امله لا هم د کرنیزو او خوراکي توکو پر وارداتو متکي دی.

د خوړو د پالیسۍ د نړۍوالې څېړنیزې موسسې د ارزونې له مخې، د وروستیو سرحدي محدودیتونو تر لګېدو مخکې ایران او پاکستان د افغانستان د خوراکي توکو د وارداتو څه باندې ۴۲ سلنه برخه برابروله.

ایران افغانستان ته د روميانو، هګیو او د چرګانو د فارمونو د محصولاتو له عرضه‌کوونکو هېوادونو څخه دی. پاکستان بیا د افغانستان د وارداتي وریجو، کچالو او سبزیو په برابرولو کې لویه ونډه لرله.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د روان کال (د زمري په ۲۰مه) ادعا کړې وه، چې افغانستان د چرګانو د روزنې په برخه کې «بشپړې ځان‌بساینې» ته رسېدلی دی.

خو د ایران د تایباد د وترنرۍ شبکې مشر حسن اذریان تېره اوونۍ ویلي، د ۱۴۰۵ لمریز کال له پیل راهیسې یې د دوغارون له لارې افغانستان ته د یوې ورځې ۹ مېلیونه، ۱۴۳زره او ۶۳۶ چورګوړي په ۵۳۱ جوپو کې صادر کړي دي.

د هغه په وینا، دغه شمېر د تېرکال د ورته مودې پرتله پنځه برابره زیات شوی دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د دواړو هېوادونو د لارو د تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان پر یوه مهمه سوداګریزه لار بدل شوی دی.

افغان سوداګرو د خپلو وارداتو لویه برخه د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته اړولې ده. د نړۍوال بانک د راپور له مخې، د روان کال په اګست میاشت کې د افغانستان ۴۶ سلنه واردات د ایران له لارې ترسره شوي؛ په داسې حال کې چې د پاکستان له لارې د وارداتو ونډه نږدې صفر ته راټیټه شوې وه.

ملګري ملتونه: د بشري مرستو په وېش او پرېکړو کې د افغان ښځو نظرونه له پامه غورځول کېږي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۲ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په بهیر کې د ښځو غږونه په کافي اندازه نه اورېدل کېږي او د مرستو په اړه په پرېکړو کې د نارینه‌و پرتله لږه ونډه لري.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال له جولای څخه د ۲۰۲۶کال تر جون پورې د افغانانو د نظرونو او شکایتونو له ۲۶۳زره ډېر ثبت شوي موارد څېړل شوي چې د ټولنې د نظرونو د دوو سروې‌ګانو پایلې هم په‌کې شاملې دي. راپور د ساموېل هال څېړنیز بنسټ له‌خوا د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په تخنیکي لارښوونه او مالي ملاتړ چمتو شوی دی.
راپور کاږي، د ثبت شویو نظرونو او شکایتونو یوازې ۳۵ سلنه د ښځو له‌خوا وړاندې شوي دي. د ښځو ونډه په بېلابېلو ولایتونو او د نظرونو په ثبت کې توپیر لري؛ د بېلګې په توګه د «اواز» ټیلیفوني کرښې له لارې په هرات کې د ښځو د نظرونو ونډه نږدې ۴۰ سلنه ده، خو په روزګان کې یوازې ۲ سلنه ثبت شوې ده.
د راپور موندنې ښيي، چې ښځې تر ډېره د نغدو پیسو، روغتیايي خدمتونو او خوراکي توکو د مرستو غوښتنه کوي. د ښځو د ثبت شویو نظرونو ۵۹ سلنه د مرستو غوښتنې او ۲۲ سلنه د معلوماتو ترلاسه کولو په اړه دي. خو کله چې له ښځو څخه د اوږدمهاله اړتیاوو په اړه مستقیمې پوښتنې کېږي، د نجونو او ښځو زده‌کړې، مسلکي روزنې او د ښځو په مشرۍ د اقتصادي نوښتونو ملاتړ یې له مهمو لومړیتوبونو دي.
په راپور کې د ۲۰۲۶کال د جنورۍ او جون ترمنځ د یوې سروې له مخې ویل شوي، چې یوازې ۱۶ سلنه ښځو د مرستو په اړه د پرېکړو په بهیر کې د ګډون خبره کړې؛ په داسې حال کې چې د نارینه‌و دغه کچه ۲۴ سلنه ده. همداراز ۷۹ سلنه ښځو ویلي، چې د مرستو د ترلاسه کولو له شرایطو خبر دي؛ خو د نارینه‌و په منځ کې دغه کچه ۸۶ سلنه ده.
د راپور له مخې، ۷۵ سلنه ښځې پوهېږي چې خپل شکایتونه او نظرونه څنګه ثبت کړي؛ خو له هغو ښځو څخه چې شکایتونه یې ثبت کړي، یوازې ۳۹ سلنه پوهېږي چې د شکایتونو په اړه یې څه اقدام شوی دی. په نارینه‌و کې دغه کچه ۴۵ سلنه ده.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په راپور کې همداراز راغلي، چې ډېری ښځې د مرستو ترلاسه کولو پرمهال ځانونه خوندي احساسوي؛ خو ځینې یې د تګ راتګ محدودیتونه، د نارینه محرم د ملتیا اړتیا او د ښځینه مرستندویه کارکوونکو کمښت د مرستو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې خنډونه بولي.
راپور زیاتوي، چې د مرستندویه کارکوونکو له‌خوا د ناوړه ګټې اخیستنې او ځورونې د راپور ورکولو پر وړاندې وېره او ټولنیز فشارونه هم د ښځو د چوپتیا له مهمو لاملونو څخه دي. په سروې کې ۶۱ سلنه ښځو ویلي، چې ښځې د دغسې پېښو د راپور ورکولو پرمهال له ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له بشري مرستندویه بنسټونو او د ملګرو ملتونو له ادارو غوښتي، چې د ښځو نظرونو ته د رسېدو لارې پراخې کړي، هغوی د مرستو په اړه د پرېکړو په بهیر کې زیاتې شاملې کړي او په روښانه ډول ورته ووایي، چې د دوی د شکایتونو او غوښتنو په ځواب کې څه اقدامات شوي دي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د ښځو اړتیاوې باید د لنډمهاله بشري مرستو ترڅنګ د زده‌کړو، مسلکي روزنې، معیشت او اوږدمهاله پرمختیايي پروګرامونو په طرحه او پلي کولو کې هم په پام کې ونیول شي.

تر ۵۰۰ ډېر افغانان په پاکستان کې د جرمني د منلو ژمنې او د اېستلو د ګواښ ترمنځ بند پاتې دي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۳ GMT+۰
100%

تر ۵۰۰ ډېر افغانان چې جرمني ورسره دغه هېواد ته د لېږد ژمنه کړې وه، لاهم په پاکستان کې جرمني ته د انتقال په تمه دي. د دغه کورنیو ډېری له دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې د ناڅرګند برخلیک او افغانستان ته د بېرته اېستل کېدو له وېرې سره ژوند کوي.

دوی جرمني ته د تګ له غوښتنې د تېرېدو او افغانستان ته د ستنېدو په بدل کې د دغه هېواد د مالي مرستې وړاندیز رد کړی دی. فرانس‌انفو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) راپور ورکړی، چې د ۱۴۰۳کال د مرغومي له ۱۲مې د دغه راپور تر چمتو کېدو پورې، د منلو د پروګرامونو له لارې یو زر او ۷۶۰ افغانان جرمني ته لېږدول شوي دي. په داسې حال کې چې تر دې مودې مخکې په یوه کال کې د منل شویو افغانانو شمېر ۳زره او ۷۹۵ تنو ته رسېده.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، د روان کال د لړم تر څلورمې پورې ۳۷۸ کسانو د جرمني ته د لېږد له غوښتنې د تېرېدو په بدل کې د مالي مرستې وړاندیز منلی دی. د فریدریښ مېرڅ حکومت دغه طرحه د تېر کال د لړم له ۱۰مې د لېندۍ تر نهمې پورې عملي کړې وه.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند منلې، چې له افغانستان نه د خلکو د منلو اصلي پروګرامونه په پاکستان کې پای ته رسېدلي دي. د جرمني حکومت وايي، په تېرو کلونو کې دغه هېواد ته د پناه غوښتونکو د ورتګ له زیاتېدو سره د استوګنې مرکزونه او د هغوی د ادغام او له جرمني ټولنې سره د بلدتیا په برخه کې مرستندویه ادارې له ظرفیتي کمښت سره مخ شوې دي او ځینې نور د نویو کسانو د منلو توان نه‌لري.
د دوسیو له ارزونې او د خوندیتوب له ژمنې وروسته اوږد انتظار
په پاکستان کې د جرمني د لېږد په تمه کسانو کې هغه میندې هم شاملې دي، چې یوازې له خپلو ماشومانو سره ژوند کوي، ځوانې ښځې، د بشري حقونو مدافعان، د پخواني حکومت سیمه‌ییزې کارکوونکې او هغه کسان چې پخوا زنداني او شکنجه شوې دي.
د «کابل هوايي پل» په نوم د بنسټ غړې او فلم جوړوونکې اېوا بایر فرانس‌انفو ته ویلي، دغه کسانو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو لپاره کار کړی او پاکستان ته د رسېدو لپاره له ګڼو ګواښونو سره مخ شوي دي.
د بایر په وینا، د کابل تر سقوط وروسته جرمني د دغو کسانو دوسیې له کره ارزونې وروسته ورسره دغه هېواد ته د لېږد ژمنه کړې وه. هغې د دغو کسانو لږ شمېر ته په اشارې سره دا استدلال رد کړی، چې ګواکې جرمني د هغوی د منلو ظرفیت نه لري. بایر له طالبانو سره د جرمني د حکومت پر هوکړو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دغه ډله یو وخت د دوی ګډ دښمن و.
په هوټل کې ژوند؛ بکسونه تل د تګ لپاره چمتو دي
پاکستان کې د جرمني د لېږد په تمه کسانو له ډلې یوه ښځه نسرین (مستعار نوم) له نږدې درېیو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په یوه پاکستاني هوټل کې ژوند کوي. نسرین او کورنۍ یې جرمني ته د منلو د ژمنې له ترلاسه کولو وروسته، د دوسیې د پړاوونو د بشپړولو لپاره د جرمني چارواکو په غوښتنه پاکستان ته تللې وه.
نسرین وايي، د جرمني چارواکو د کورنۍ ټول اسناد ارزولي، امنیتي ارزونې یې ترسره کړې او د کورنۍ له هر غړي سره یې دوه ځله مرکې کړې وې. د نوموړې په وینا، کورنۍ یې د منلو ټول اړین شرایط پوره کړي دي.
نسرین په افغانستان کې د هغو ښځو مدافع وکیله وه، چې له ځورونې او کورني تاوتریخوالي سره مخ وې. هغه وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اړ اېستل شوې چې افغانستان پرېږدي او بېرته دغه هېواد ته نه‌شي ستنېدای.
د نسرین په وینا، د پاکستان د پولیسو له‌خوا د نیول کېدو او افغانستان ته د اېستل کېدو له وېرې یې د کورنۍ غړي د هوټل له خونې بهر نه وځي. د دوی بکسونه تل د تګ لپاره چمتو وي، ځکه نه پوهېږي چې راتلونکې کې به ورسره څه پېښېږي.
هغې ویلي، دا انتظار ډېر دردونکی دی او کورنۍ یې د دې وړ نه ده چې په وېره او ناروښانه وضعیت کې ژوند وکړي. د نوموړې په وینا، ان په ازاده توګه په طبیعت کې ګرځېدل او تازه هوا اخیستل هم ورته ستونزمن شوي دي.
د جرمني حکومت د نسرین کورنۍ ته وړاندیز کړی، چې د څو زره یورو مرستې په بدل کې جرمني ته د لېږد له غوښتنې تېر شي او افغانستان ته ستنه شي. خو نسرین وايي، دغه وړاندیز یې نه دی منلی او له جرمني غواړي چې پر خپلې ژمنې عمل وکړي.
د منل شویو غوښتنلیکونو د ردولو په اړه نیوکې
د جرمني په پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند د کورنیو چارو ویاندې کلارا بونګر د روان کال د تلې په نهمه له حکومته وغوښتل، چې په پاکستان کې د جرمني د لېږد په تمه تر ۵۰۰ ډېر افغانان سملاسي ومني.
هغې د «نویه اوسنابروکر» ورځپاڼې سره په مرکه کې حکومت تورن کړی و، چې د غوښتونکو انفرادي شرایط له پامه غورځوي او پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.
یادې ورځپاڼې د کیڼ اړخي ګوند ته د حکومت د ورکړل شوي ځواب پر بنسټ لیکلي، د تلې تر ۲۷مې د هغو ټولو ۲۵ دوسیو غوښتنلیکونه رد شوي وو چې د اساسي قانون محکمې له پرېکړې وروسته ارزول شوي وو. دغه راز د لږ تر لږه ۴۰ نورو دوسیو ارزونه هم لا نه وه بشپړه شوې.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د دغه غوښتنلیکونو د ردولو لامل د یادو کسانو د منلو لپاره د «سیاسي ګټې» نشتوالی بللی دی.

د کرېکټ پر خپرونو او خبرونو بندیز؛ کندهار کې ورزشي خبریالان د دندو پرېښودو ته اړ شوي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۰
100%

په کندهار کې د طالبانو د محدودیتونو تازه څپې د سیمه‌ییزو رسنیو فعالیتونه نور هم محدود کړي دي. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په سیمه‌ییزو راډیوګانو کې د کرېکټ پر خبرونو، خپرونو او ژوندۍ تبصرې بندیز لګولی، چې له امله یې دوو ورزشي خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

په کندهار کې د یوې سیمه‌ییزې راډیو ورزشي خبریال ارشاد (مستعار نوم) وايي، له څو کلونو راهیسې یې د کرېکټ په برخه کې د خبرونو او خپرونو د چمتو کولو دنده ترسره کوله او دا یې د مسلکي فعالیت اصلي برخه وه؛ خو د طالبانو د بندیز له امله اوس اړ شوی چې خپل د خوښې مسلک پرېږدي.
نوموړی وايي: «ما کلونه د ورزشي خبریال په توګه کار کړی او تر ډېره مې د کرېکټ سیالۍ، خبرونه او خپرونې پوښلې دي. کرېکټ یوازې زما د کار برخه نه وه، بلکې ځانګړې مینه مې هم ورسره لرله؛ خو د طالبانو د بندیز له امله اوس نه شم کولای په دې برخه کې خپل مسلک ته دوام ورکړم او خپله دنده مې له لاسه ورکړې ده.»
په کندهار کې د خبریالانو د بنسټونو د شمېرو له مخې، د دغه ولایت په سیمه‌ییزو رسنیو کې تر لسو ډېر ورزشي خبریالان کار کوي، چې د ورزش، په ځانګړي ډول د کرېکټ په اړه د خبرونو، خپرونو او تبصرو د چمتو کولو مسوولیت لري. د دوی په وینا، تازه بندیزونو دغه ټول ورزشي خبریالان نهیلي کړي او د کار ترڅنګ یې پر ورځني ژوند هم منفي اغېز کړی دی.
د یوې بلې سیمه‌ییزې راډیو خبریال فرید (مستعار نوم) وايي، کرېکټ په کندهار کې ډېر مینه‌وال لري او ګڼو اورېدونکو به د لوبو د خبرونو او ژوندۍ تبصرې اورېدو لپاره راډیوګانې اورېدلې؛ خو اوس د یادې لوبې ټولې رسنیزې برخې منع شوې دي.
هغه دغه پرېکړه بې‌دلیله بولي او وايي، چې د سیمه‌ییزو رسنیو پر اقتصادي وضعیت یې هم منفي اغېز کړی دی. نوموړی وايي: «دا یوه ناسمه او بې‌دلیله پرېکړه ده. په کندهار کې ډېرو راډیوګانو د کرېکټ سیالیو د ژوندۍ تبصرې پرمهال اعلانونه خپرول او له همدې لارې یې عواید ترلاسه کول؛ خو اوس یې دا سرچینه هم له لاسه ورکړې ده. لاهم معلومه نه ده، چې ولې دا محدودیت یوازې په کندهار کې عملي کېږي او په نورو ولایتونو کې نه دی لګېدلی».
د کرېکټ پر خپرونو دغه بندیز داسې مهال لګېږي، چې په کندهار کې سیمه‌ییزې رسنۍ له پخوا راهیسې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
د خبریالانو په وینا، د تصویرونو او ویډیوګانو خپرول منع دي، د موسیقۍ او ان د خپرونو په بګرونډ کې د ساده موسیقۍ کارولو اجازه هم نه شته. دغه راز د ښځو د غږ خپرول هم بند شوي دي؛ هغه محدودیتونه چې د ښځو د ستونزو او ټولنیزو موضوعاتو د انعکاس مخه یې هم نیولې ده.
افغان خبریالان وايي، دغو محدودیتونو نه یوازې د رسنیو کاري ساحه محدوده کړې؛ بلکې د سیمه‌ییزو راډیوګانو پر عوایدو یې هم منفي اغېز کړی دی. د دوی په وینا، د کرېکټ پر خبرونو او ژوندۍ تبصرې بندیز د اعلانونو یوه مهمه سرچینه هم له‌منځه وړي او د خبریالانو د بې‌کارۍ ګواښ زیاتوي.
د رسنیو کارکوونکي د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبینو له چلند څخه هم شکایت کوي. د دوی په وینا، د یادې ادارې کارکوونکي هره اوونۍ راډیوګانو ته ورځي، د کارکوونکو د ظاهري بڼې او ږیرو په اړه ترې پوښتنې کوي او سپارښتنې ورته کوي. په ځینو مواردو کې د کارکوونکو د نیولو او له ځان سره د بېولو پېښې هم شوې دي.
د یوې سیمه‌ییزې راډیو کارکوونکي وايي، د دغو پرله‌پسې محدودیتونو او فشارونو له امله ګڼ خبریالان اړ شوي چې خپلې رسنیزې دندې پرېږدي او ځینې نور هم د خپل مسلک پرېښودو په اړه فکر کوي.
د کندهار خبریالان اندېښنه لري، چې د بندیزونو دوام به د سیمه‌ییزو رسنیو پاتې فعالیتونه هم له جدي ګواښ سره مخ کړي، د خبریالانو کاري فرصتونه به له‌منځه یوسي او د خلکو معلوماتو ته لاسرسی او د ټولنیزو ستونزو د انعکاس امکانات به نور هم محدود کړي.