د ایران سرحدي ځواکونو له افغانستان سره پر ګډه پوله د نشهیي توکو د نیولو خبر ورکړی

د ایران سرحدي ځواکونو ویلي، چې د تایباد په سیمه کې یې د افغانستان او ایران په صفرې نقطه کې ۵۵ کیلوګرامه نشهيي توکي نیولي دي. د ایران د سرحدي ځواکونو په وینا، هڅه یې وکړه چې قاچاق وړونکي ونیسي خو هغوی د تېښتې پر مهال بیرته د پولې هغې غاړې افغانستان ته واوښتل.
ایرنا خبري اژانس د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ساتونکو قوماندان له قوله ویلي، د تایباد سرحدي ځواکونو د افغانستان او ایران په صفرې نقطه کې له قاچاقبرانو څخه شاوخوا ۵۵ کیلوګرامه نشهيي توکي، یوه تومانچه او مهمات نیولي دي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، مجید شجاع دوشنبه ویلي، چې سرحدي ځواکونو د څارنې پر مهال دوه موټرسایکلونه لیدلي، چې د ایران خاورې ته د ننوتلو په لور روان وو.
د نوموړي په وینا، سرحدي ځواکونو د وسلو کارولو د قانون له مخې پر موټرسایکلونو ډزې وکړې، چې له امله یې هغوی خپل مسیر بدل او وتښتېدل.
هغه زیاته کړې، چې یو موټرسایکل په یوه ژور ځای کې بند شوی و او قاچاقچیان د سیمې د بوټو او سرحدي تشو څخه په ګټه اخیستلو سره د پولې بلې غاړې ته وتښتېدل.
د خراسان رضوي د سرحدي ساتونکو قوماندان ویلي، چې د سیمې د پلټنې پر مهال دوه بوجۍ وموندل شوې، چې ۴۹ کیلوګرامه او ۶۵۰ ګرامه هیرویین او څلور کیلوګرامه او ۱۷۰ ګرامه شیشه پکې وه.
د هغه په خبره، له یادو توکو سره یو اندازه تریاک، وسله او مرمۍ هم نیول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نشهيي توکو قاچاق د دواړو هېوادونو پر پوله په یوه مهمه ستونزه بدل شوی دی. د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وايي، ایران د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د نشهيي توکو د لېږد په یوه مهم ترانزیټي مسیر بدل شوی. د افغانستان له لارې د اپینو، هیروینو او نورو نشهيي موادو د لېږد ترڅنګ، د نشهيي توکو په تولید کې د کارېدونکو کیمیاوي موادو ناقانونه لېږد هم یوه لویه اندېښنه ده.
