د نږدې ۲میلیونه ډالرو په ارزښت د هوکړو لاسلیک؛ طالبان وايي، مرستې باید لنډ وخت کې ووېشل شي

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د ناروې له نړۍوالې کمېټې سره د نږدې ۲ میلیون ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. طالبانو ویلي، د ژمي موسم رارسېدو ته په پام سره باید مرستې په لنډ وخت کې ووېشل شي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، د دغې ادارې د رییس او د ناروې نړیوالې کمېټې د مشرې فرنچسکا ریکیا ترمنځ د څه باندې یو میلیون او ۹۹۷ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو دوه هوکړې لاسلیک شوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د ولایتونو په کچه د زیانمنو او مستحقو کسانو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د ژمي موسم رارسېدو ته په پام سره باید مرستې په لنډ وخت او په شفاف ډول ووېشل شي، څو مستحق کسان په مناسب وخت کې ترې ګټه واخلي.
د خبرپاڼې لهمخې، د لومړۍ هوکړې لهمخې، نږدې یو میلیون ډالره به د دایکندي په پنځو ولسوالیو کې پر ۹۲۵ کورنیو په درېیو میاشتو کې پر هرې کورنۍ ۵۱۰ ډالره ووېشل شي او هغو کورنیو ته چې ښځې یې سرپرستې دي او یا هم د معلولینو تر سرپرستۍ لاندې دي په درېیو میاشتو کې ۶۱۲ ډالره ورکړل شي.
د دویمې هوکړې پر بنسټ به نږدې یو میلیون ډالره د فاریاب په پنځو ولسوالیو کې پر ۹۲۵ کورنیو په درېیو میاشتو کې پر هرې کورنۍ ۵۱۰ ډالره ووېشل شي او همداراز هغو کورنیو ته چې ښځې یې سرپرستې دي او یا هم د معلولینو تر سرپرستۍ لاندې دي، هرې کورنۍ ته ۶۱۲ ډالره ورکړل شي.
تر دې مخکې اوچا خبرداری ورکړی، چي په افغانستان کي د بشري مرستو لپاره موجودي مالي سرچینې د خلکو د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نهکوي او زیاته کړې یې وه، چې په ۲۰۲۶ کال کي شاوخوا ۲۱،۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
