• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب چارواکو په نیمروز کې ایران او ډیورنډ‌ کرښې ته نږدې خپلې پوستې ارزولې دي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د ۲۰۱۵ قول اردو اړوند د اتمي لوا مسوولانو د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې له ایران سره د خپلو سرحدي پوستو او په چهار بورجکي ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته نږدې پوځي مرکزونه ارزولي دي.

د طالبانو ۲۱۵ عزم قول اردو د چارشنبې په ورځ، د لړم ۲۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یاد قول اردو د د اتمې خالد بن ولید سرحدي لېوا قوماندان مولوي عبدالهادي رحماني ددغې ارزونې پر مهال د خپلو جنګیالیو ستونزې اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد پلاوي د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې له ایران سره په سرحدي سیمو کې د نویو جوړېدونکو پوستو څخه هم لیدنه کړې ده.

طالبانو د دغو ارزونو د موندنو په اړه جزئیات نه دي وکړي.

دا هغه لارې دې چې نږدې هره ورځ ایران ته پرې انساني قاچاق او له پاکستان څخه د خوراکي توکو او درملو قاچاق کېږي.

ډېر لیدل شوي

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی
۱

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی

۲

بایډن: که اړتیا وي، امریکا بېرته افغانستان ته ستنېدای شي

۳

بایډن خپل کتاب کې: افغانستان په قبایلي سیالۍ کې ډوب دی، هېڅکله به دیموکراسۍ ته ونه رسیږي

۴

په خوست او پکتیا کې یو شمېر سوداګر او بڼوال د ځڼغوزیو د بیو له ټیټوالي شکایت کوي

۵

په امریکا کې لسګونه افغان کډوال پاکستان ته د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

•
•
•

نور خبرونه

کندهارۍ مور: د خوړو د نشتوالي له امله مې ماشوم په شدیدې خوارځواکۍ اخته شو

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۰
100%

د کندهار یوې مور، چې خپل یو نیم کلن زوی یې د شدیدې خوارځواکۍ له امله روغتون ته رسولی، وایي فقر، لوږې او د خوړو کمښت یې ماشوم په سختې خوارځواکۍ اخته کړی او له دې امله تر بسترېدو رسولی دی. نوموړې وايي، له سختې بېوزلۍ به یې ماشوم ته یوازې په چایو کې لمده کړې وچه ډوډۍ ورکوله.


د بې پولې ډاکټرانو (اېم اېس اېف) له‌خوا خپره شوې د یوې افغانې مور کیسه د افغانستان د خوارځواکۍ او لوږې بحران هغه واقعیت انځوروي چې لا هم زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ ۲۵ کلنه نازیه وايي، خپل یو نیم کلن زوی احمد یې د شدیدې خوارځواکۍ او نس ناستې له امله د کندهار د بې پولې ډاکټرانو د تغذیې مرکز ته رسولی دی.
هغې وویل، ډاکټرانو ورته ویلي چې ماشوم یې د سختې خوارځواکۍ له امله وزن کم کړی او تر هغو به په روغتون کې پاتې وي چې روغتیايي وضعیت یې ښه شوی نه وي.
نازیه، چې خپله د امیندوارۍ په نهمه میاشت کې ده، وايي د فقر او د تګ راتګ د لګښتونو د نه لرلو له امله یې د امیندوارۍ پر مهال هېڅ روغتیايي معاینه نه ده کړې.
هغې ویلي: «نه پوهېږم خپل ناروغ ماشوم ته پام وکړم او که خپل ځان ته. دلته یوازې یم او هېڅ مرستندوی نه لرم.»
د نوموړې په وینا، د کورنۍ اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې ماشومانو ته کافي او مغذي خواړه برابر نه کړي.
نازیه وايي: «کله به چې سهار له خوبه پاڅېدم، د لوږې له لاسه به مې بدن رپېده او نه به پوهېدم چې ماشومانو ته څه پیدا کړم.»
هغې زیاته کړې چې د خوړو د نشتوالي له امله به یې خپل کوچني زوی ته ډوډۍ په چای کې لمده کوله او د خوړو په توګه به یې ورکوله.
د هغې په خبره، ځینې وختونه به یې ان د چای لپاره بوره هم نه لرله او کله به یې ماشوم ته ډوډۍ د لوبیا په اوبو کې لمده کړې وه.
نازیه وايي، د خوړو کمښت د دې لامل شوی و چې خپل ماشوم ته کافي شیدې هم ورنه کړي.
هغې ویلي: «کله چې په کور کې خواړه نه وي، شیدې هم نه پیدا کېږي. ورو ورو مې شیدې وچې شوې او ماشوم مې لا پسې کمزوری شو.»
د نوموړې په خبره، احمد مخکې هم د خوارځواکۍ لپاره ځانګړي غذایي مواد ترلاسه کول، خو د بېوزلۍ او د سفر د لګښتونو له امله یې نه شو کولی چې په منظم ډول روغتیايي مرکز ته ولاړ شي.
نازیه، چې ډېر ژر به خپل شپږم ماشوم وزېږوي، اندېښنه لري چې نوی زېږېدونکی ماشوم به یې هم د خپل ورور په څېر له خوارځواکۍ او لوږې سره مخ شي.
هغې ویلي: «کله چې پوه شوم امیندواره یم، وېرېدم. له ځان سره مې ویل، لا یو ناروغ ماشوم لرم، که بل ماشوم هم پیدا شي، څنګه به یې پالنه وکړم؟»
د بې پولې ډاکټرانو په وینا، فقر، د خوړو نه خوندیتوب او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی لا هم په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ له مهمو لاملونو څخه دي او زرګونه کورنۍ د خپلو ماشومانو د درملنې او تغذیې د برابرولو له ستونزو سره مخ دي.

جمعیت او مقاومت جبهه د هبت‌الله څرګندونو ته: د افغانستان بحران په فرمایشي غونډو نه‌حل کېږي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۲۹ GMT+۰
100%

د جمعیت ګوند او مقاومت جبهې د طالبانو د مشر په ګډون په کابل پوهنتون کې پرونۍ غونډه «فرمایشي» او سیاسي ننداره بللې او څرګنده کړې یې ده چې د افغانستان بحران په دغه ډول غونډو نه‌حل کېږي، بلکې په واک کې د خلکو د برابر او واقعي مشارکت له لارې یې حلېدل شونې دي.

د جمعیت ګوند او مقاومت جبهې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په کابل پوهنتون کې د طالبانو د مشر د فرمانونو په تړاو دوه ورځنۍ غونډه (دوشنبه او سې‌شنبه) فرمایشي غونډه وبلله.

په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو په انحصاري او ځپونکو پالیسیو سره افغانستان له ژورو سیاسي، ټولنیز او د بشري حقونو له بحرانونو سره مخ شوی او په باور یې، طالبان اوس د خپل «نامشروع» حاکمیت د مشروعیت لپاره هڅه کوي، چې د کابل پوهنتون له تاریخي او علمي اعتبار څخه ګټه واخلي. د دوی په باور، کابل پوهنتون د افغانستان د یوه مهم علمي او کلتوري بنسټ په توګه ملي او تاریخي ځای لري او باید له هر ډول سیاسي استفادې خوندي پاتې شي.

جمعیت ګوند او مقاومت جبهې ویلي، سیاسي مشروعیت د «فرمایشي» غونډو، د یو اړخیزو اعلامیو د خپرولو او سازمان شوي تایید څخه نه‌ترلاسه کېږي، بلکې د خلکو له ارادي او رضایت څخه سرچینه اخلي او زیاتوي: «هغه حکومت چې د عمومي ارادې پر بنسټ نه‌وي جوړ شوی او د خپلو اتباعو اساسي حقونو ته په نه‌سترګه وګوري، نو په دغه ډول غونډو سره نه‌شي کولای مشروعیت ترلاسه کړي».

دوی زیاته کړې: «د افغانستان بحران په سیاسي نندارو او فرمایشي غونډو سره نه‌حل کېږي او له دې د وتلو لاره د خلکو د ارادې منل او د قدرت په جوړښت کې د هغوی د برابر او واقعي مشارکت لپاره د زمینې برابرول دي».

په دې ګډه اعلامیه کې راغلي: «جمعیت او مقاومت جبهه پر دې باور دي، چې د انحصار طلبۍ، تبعیض او ځپنې پر وړاندې مبارزه به تر هغې دوام وکړي، څو د خلکو حقوق او ازادۍ تامین شي».

جمعیت ګوند او مقاومت جبهې طالبان د خپلو سیاستونو د توجیه لپاره له دیني ارزښتونو پر استفادې تورن کړل او ورسره یې د هېواد له دیني عالمانو وغوښتل، چې د خپلو شرعي، اخلاقي او ټولنیزو مسوولیتونو له‌مخې، د ظلم، تبعیض، د دیني ارزښتونو د تحریف او له دیني څخه د ناوړه استفادې پر وړاندې چوپتیا غوره‌ نه‌کړي او په دې برخو کې خپل غږونه پورته کړي. 

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د روانې اونۍ د دوشنبې او سې‌شنبې په ورځو په کابل پوهنتون کې د هبت‌الله د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه علمي - څېړنیزه دوه ورځنی کنفرانس جوړ کړی وو او په وروستۍ ورځ یې هبت‌الله اخوندزاده هم په‌کې ګډون او وینا وکړه.

هغه په خپله وینا، کې له نورو مسایلو سربېره په لومړي ځل له بهر مېشتو افغانانو وغوښتل چې هېواد ته راشي او همداراز یې په ډاګه کړه، هغوی هم کولای شي د وړتیا او اهلیت په شرط حکومتي څوکۍ ترلاسه کړي، خو ورسره جوخت یې څرګنده کړه، چې د اسلام له نظره د څوکۍ غوښتنه ناروا ده، خو که څوک یې استعداد ولري، حق به یې ورکړي.

نړیوال بانک: د ۲۰۲۶ کال اقتصادي ودې سربېره د افغانانو سرانه عاید ۳،۳ سلنه راټیټېږي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۰
100%

نړیوال بانک اټکل کړی، چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې د ښه کرنیزو حاصلاتو له امله درې سلنه وده وکړي، خو د نفوس د زیاتوالي له کبله به د هر وګړي پر سر عاید ۳،۳ سلنه راکم شي.

نړیوال بانک د افغانستان د پراختیا په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد د نفوس د ودې کچه ۶،۶ سلنه اټکل شوې او د هر وګړي پر سر د تولید کمښت به د درېیم پرله‌پسې کال لپاره دوام وکړي.
د ۲۰۲۶ کال د مني په دغه راپور کې د افغانستان د اوبو پر امنیت هم ځانګړی تمرکز شوی او ویل شوي، چې ډېری کورنۍ له اقتصادي فشارونو سره مخ دي او د هېواد د اوبو زېرمې په کمېدو دي.
د راپور له مخې، د کاري ورځو کمښت او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو د کورنیو د پېرلو وړتیا کمه کړې ده. د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې ورځني مزدورانو د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه لږې کاري ورځې لرلې او د هغوی اوونیز عاید د غنمو د اوړو ۲۷ سلنه کمه اندازه اخیستلای شوه.
نړیوال بانک وايي، د ښه حاصلاتو سربېره، د خوړو د خوندیتوب د مدغم پړاوونو د طبقه‌بندۍ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر او اکتوبر کې شاوخوا ۱۵،۹میلیونه کسان له سختې لوږې او د خوړو له ناامنۍ سره مخ وو.
راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د کورنیو عوایدو کچه ۱۰،۲ سلنه لوړه شوې ده. د کورنیو مالیاتو او غیرمالیاتي عوایدو زیاتوالي د ګمرکي محصولاتو د کمښت اغېز تر یوه بریده جبران کړی دی.
خو په افغانستان کې عامه پانګونه لا هم ټیټه ده او اټکل کېږي، چې په روان مالي کال کې به د پراختیايي لګښتونو کچه د ناخالص کورني تولید یوازې ۱،۳ سلنه وي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، له پاکستان سره د لارږ د تړل کېدو له امله اوس د افغانستان شاوخوا ۹۷ سلنه واردات د منځنۍ اسیا او ایران له لارې ترسره کېږي. همداراز، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او سپټمبر ترمنځ د افغانستان صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵،۱سلنه کم شوي دي.
د اوبو د زېرمو کمښت
نړیوال بانک په خپل راپور کې د افغانستان د اوبو وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې دغه هېواد له ۲۰۰۳ کال راهیسې هر کال په اوسط ډول ۴،۹ میلیارده متر مکعبې تازه اوبه له لاسه ورکوي.
د راپور له مخې، په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه د طبیعي بېرته پوره کېدو په پرتله نږدې څلور برابره چټکۍ ایستل کېږي.
د اوبو کمښت د کلیوالو سیمو د خلکو معیشت هم له ګواښ سره مخ کړی دی. د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، کرنه د افغانستان د ۴۶ سلنه خلکو د کار سرچینه ده او د هېواد ۹۵ سلنه اوبه په کرنیزو فعالیتونو کې مصرفېږي.
د راتلونکو کلونو اقتصادي وړاندوینه
نړیوال بانک اټکل کوي، چې د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۷ کال کې ۳،۳ سلنې او په ۲۰۲۸ کال کې ۳،۵ سلنې ته ورسېږي.
خو د دغه اټکل له مخې، ان که اقتصاد وده هم وکړي، په ۲۰۲۸ کال کې به د هر وګړي پر سر تولید د ۲۰۲۴ کال د کچې په پرتله شاوخوا اووه سلنه ټیټ وي.
راپور خبرداری ورکوي، چې د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د سوداګریزو لارو نورې ستونزې، د راستنېدونکو افغانانو په شمېر کې زیاتوالی او د نړیوالو مرستو نور کمښت کولای شي د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړي.
نړیوال بانک د خلکو د ژوند د کچې د ښه کېدو لپاره د سوداګرۍ د باوري لارو پرانیستل، هغو ولایتونو کې د کاري فرصتونو زیاتول چې ډېر راستنېدونکي ور روان دي او ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار د لاسرسي بېرته برابرول مهم بللي دي.
دغه بانک د اوبو د ستونزې د حل لپاره د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د بنسټیزو خدمتونو د بېرته فعالولو، د اوبو لګولو د سیستمونو د بیارغونې او د اوبو د طبیعي سرچینو او د ځمکې لاندې زېرمو د ساتنې سپارښتنه هم کړې ده.

صدیق صدیقي: د «ملا» ځای د جومات کُنج دی

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۲ GMT+۰
100%

د پخواني ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، په کابل پوهنتون کې د ملا هبت‌الله څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، طالبان له اسلام څخه په «ناقص» درک سره دین د خپلې ګټې او د «استبدادي» حاکمیت د دوام پر وسیلې بدل کړی. هغه هبت‌الله ته د نوي لقب ورکړې په تړاو ویلي، د ملا ځای د جومات کُنج دی.

طالب پلویو ملایانو پرون (سې‌شنبه- د لړم ۲۶مه) په کابل پوهنتون کې د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه د علمي - څېړنیز کنفرانس په دویمه ورځ کې هبت‌الله اخوندزاده ته د «شیخ‌الاسلام» لقب ورکړ.

هبت‌الله اخوندزاده په تېره ورځنۍ غونډه کې په خپله وینا کې له علماوو وغوښتل: «د امیرالمومنین ښېګڼې بیانوئ، چې د خلکو محبت ورسره پیدا شي، چې محبت پیدا شي، نو اطاعت رامنځته کېږي او که اطاعت رامنځته شو بیا فتنه بندېږي».

نوموړي همداراز څرګنده کړه: «هسې د ملایانو په صف کې یم، خو ملا هم نه یم».

د جمهوري نظام د پخواني ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د هبت‌الله څرګندونو ته په غبرګون کې طالبان له اسلام څه پر «ناقصې پوهې» تورن کړل او په باور یې، دغې ډلې دین د خپلې ګټې، د واک د ترلاسه کولو او «استبدادي» حاکمیت د دوام لپاره پر یوې وسیلې بدل کړی دی.

صدیق صدیقي څرګنده کړه: «[طالبان] هغه مذهبي تفسیر او نسخه تبلیغوي، چې ګټې یې خوندي کوي. دوی ان مذهبي کتابونه چاپوي او خپلو ځانونو ته اسلامي القاب ورکوي».

هغه د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «خو ایا د جومات کُنج د ملا ځای نه وو»؟

د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هبت‌الله د کابل پوهنتون د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه د علمي - څېړنیز کنفرانس کې د ګډون په پلمه له څلورو شپو راهیسې په کابل کې دی او د دفاع وزارت لپاره د طالبانو له مرستیال قیوم ذاکر، سراج‌الدین حقاني او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره هم کتلي دي.

سرچینې وايي، کابل ته د طالبانو د مشر د سفر یوه موخه د دې ډلې په مشرتابه او د ادارې په کچه د رامنځته شویو اختلافاتو حل او د هغو چارواکو د نظرونو نږدې کول دي چې د هبت‌الله له ځینو فرمانونو او پرېکړو سره موافق نه دي.

د نجونو د زده‌کړې او د ښځو د کار په اړه د هبت‌الله تګلارې د طالبانو په منځ کې د اختلافونو یو لامل ګڼل کېږي.

د طالبانو مشر هم په کابل پوهنتون کې د سې‌شنبې ورځې په وینا کې د دې ډلې دننه د اختلافاتو او احتمالي درزونو په اړه اندېښنه وښوده.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څار ډلې په یوه راپور کې هم د طالبانو دننه د کندهار او کابل د دوو نفوذي مرکزونو ترمنځ د اختلافونه په تشرېح سره ویلي وو، چې د کندهار ډله تر ډېره د هبت‌الله نږدې مذهبي ملګرو او د هغه د تګلارې پلویانو جوړه کړې، په داسې حال کې چې په کابل کې د حقاني شبکه او د ډلې یو شمېر مهم چارواکي نفوذ لري.

د ماشومانو د جنسي استثمار مخنیوي نړیواله ورځ؛ افغان ماشومان له ګڼو ګواښونو سره مخ دي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۸ GMT+۰
100%

د ماشومانو د جنسي استثمار او تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې ماشومان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له زده‌کړو محرومیت، جبري کار، انساني قاچاق، جنسي استثمار او په جګړو کې د ګومارنې له ګواښونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۲۰۲۲ کال په پرېکړه‌لیک کې د نومبر ۱۸مه د ماشومانو د جنسي استثمار، ناوړه ګټې اخیستنې او تاوتریخوالي د مخنیوي او له دې زیانونو څخه د رغېدو نړیواله ورځ نومولې ده. د دې ورځې موخه د ماشومانو د حقونو خوندیتوب، د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی، د قربانیانو ملاتړ او د عاملانو حساب‌ورکونې ته پاملرنه ده.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې ماشومان یې د جګړو، بېوزلۍ، اقتصادي ستونزو او ټولنیزو محدودیتونو له څو اړخیزو اغېزو سره مخ دي. د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونو، د کورنیو اقتصادي ستونزو او د ماشومانو د خوندیتوب د کمزورو میکانیزمونو له امله د هغوی د زیان‌منېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د انساني قاچاق په راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو ناقانونه جلب او په جګړه‌ییزو او ملاتړیزو دندو کې ترې ګټه اخیستنه، د هلکانو جنسي استثمار یا «بچه‌بازي» او جبري کار لا هم دوام لري.

راپور زیاتوي چې د ښځو، ماشومانو او کډوالو پر وړاندې د جبري کار او جنسي ګټې اخیستنې موارد هم شته او طالبانو د دغو جرمونو د مخنیوي او د قربانیانو د ملاتړ لپاره اغېزناک اقدامات نه دي کړي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر د راپور له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ماشومانو پر وړاندې د بشري حقونو ۴۵۸۲ جدي سرغړونې ثبت شوې دي. په دې موده کې ۵۵۷ هلکان د طالبانو له خوا په وسله‌والو فعالیتونو کې ګومارل شوي او ۱۴۱۵ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د ماشومانو د وضعیت بله جدي ستونزه له زده‌کړو محرومیت دی. د یونېسف او یونسکو د ۲۰۲۶ کال د نومبر د څلورمې ګډ راپور له مخې، په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده‌کړو بهر دي. دغه راز، له ۲،۶ میلیونو زیاتې نجونې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

بېوزلي او د کورنیو اقتصادي ستونزې هم د ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېز کوي. یو شمېر ماشومان د خپلو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو له امله د زده‌کړو پر ځای کار کولو ته اړ کېږي، چې دا چاره یې د استثمار، ناوړه چلند او نورو خطرونو پر وړاندې زیان‌منونکي کوي.

100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، طالبانو د انساني قاچاق د عاملانو د څېړنې، قضايي تعقیب او محکومولو، د قربانیانو د پېژندلو او هغوی ته د ملاتړ برابرولو په اړه کوم راپور نه دی وړاندې کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو په راپور کې د بدخشان ولایت د یوې پېښې یادونه کړې ده. د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د یوه واده په مراسمو کې د دوو طالب قوماندانانو ترمنځ د یوه هلک پر سر شخړه شوې وه، چې وروسته په ډزو بدله شوه. راپور وايي، دغه هلک د طالبانو د شهدا ولسوالۍ د هغه وخت د ولسوال د ساتونکي یا سرتېري په توګه هم کار کاوه او د «بچه‌بازۍ» له جنسي استثمار سره تړاو درلود.

100%

د ماشومانو په جبري ګومارلو کې هم د بدخشان ولایت یوه بله پېښه ثبت شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو راپور وايي، د همدې ولایت طالب ځواکونو شاوخوا ۳۰ ماشومان چې عمرونه یې له ۱۰ تر ۱۸ کلونو وو، د پوځي روزنې یوه ځانګړي مرکز ته لېږدولي وو. د راپور له مخې، د سیمې طالب چارواکو د دغو ماشومانو کورنیو ته خبرداری ورکړی و چې د خپلو ماشومانو د ګومارلو په اړه شکایت ونه کړي او د روزنې بهیر کې لاسوهنه ونه کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو او وسله‌والو شخړو په اړه د سرمنشي د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له خوا د ۳۴۲ هلکانو ګومارل او په جګړه‌ییزو او ملاتړیزو دندو کې د هغوی کارول ثبت شوي دي. له دې ډلې ۱۵۰ هلکان په جګړه‌ییزو او ۱۹۲ نور په ملاتړیزو چارو کې کارول شوي وو.

د ماشومانو د جبري کار یوه څرګنده بېلګه د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې لیدل شوې ده. د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۳مه سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړی و چې په دې ولسوالۍ کې نږدې ۵ زره او ۸۷۹ ماشومان په خښتو بټیو کې پر درنو کارونو بوخت دي. په راپور کې د بلال او بشرا په نوم د دوو ماشومانو خبرې هم خپرې شوې وې. بلال ویلي وو چې هیله یې ښوونځي ته تلل دي، خو بشرا ویلي وو چې د زده‌کړو فرصت نه لري او د کورنۍ د اړتیاوو له امله کار کوي.

100%

همدارنګه د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۱۹مه سیمیزو رسنیو راپور ورکړی و چې د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې د خښتو په بټیو کې شاوخوا درې زره ماشومان او تنکي ځوانان کار کوي. په راپور کې د سلما په نوم د یوې لس کلنې نجلۍ یادونه هم شوې چې د ژمي په سړه هوا کې یې په خپلو کوچنیو لاسونو خښتې جوړولې.

د ماشومانو د ننني وضعیت دوام یوازې د هغوی ماشومتوب نه اخلي، بلکې د راتلونکي نسل د زده‌کړې، روغتیا او اقتصادي پرمختګ فرصتونه هم له ګواښ سره مخ کوي. که د ماشومانو پر وړاندې د بېوزلۍ، جبري کار، استثمار او زده‌کړو د محرومیت ستونزې حل نه شي، افغانستان به له داسې نسل سره مخ شي چې د ماشومتوب پر ځای یې د ژوند لومړني کلونه په شاقه کار، محرومیت او ناامنۍ کې تېر کړي وي. د نن ورځې دا ماشومان د سبا ټولنه جوړوي خو که نن یې د زده‌کړې او خوندي ژوند حق خوندي نه شي، د هېواد راتلونکی به هم له جدي ننګونو سره مخ وي.

بېوزلي او د کورنیو اقتصادي ستونزې هم د ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېز کوي. یو شمېر ماشومان د خپلو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو له امله د زده‌کړو پر ځای کار کولو ته اړ کېږي، چې دا چاره یې د استثمار، ناوړه چلند او نورو ګواښونو پر وړاندې زیان‌منونکي کوي.

د ماشومانو د جنسي استثمار، ناوړه ګټې اخیستنې او تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ یو ځل بیا ټینګار کوي چې هر ماشوم د زده‌کړې، خوندي ژوند، روغتیا او له هر ډول تاوتریخوالي او استثمار څخه د خوندیتوب حق لري. د دې حقونو تامین د کورنیو، ټولنې او واکمنو ادارو ګډ مسوولیت دی.