هغه په دغه غونډو کې د سمندري امنیت پیاوړتیا، د حیاتي منرالونو د برابرولو او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره یو لړ وړاندیزونه وړاندې کړل. د مودي ګډون په داسې حال کې و، چې نوموړي تېرکال د سوېل ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې (اسهان) د مشرانو په سرمشریزه غونډه کې ګډون نه و کړی.
د هند او اسهان همکاري
په مانیلا کې د مودي پروګرام د هند او سوېل ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې (اسهان) د مشرانو له غونډې پیل شو. هغه ته په اشارې سره چې هند او د اسهان غړي هېوادونه په ګډه د نړۍ د ټول نفوس نږدې څلورمه برخه جوړوي، وویل چې د دغه هېوادونو راتلونکی باید د سیالۍ پر ځای پر همکارۍ ولاړ وي.
د برونای، کمبودیا، اندونیزیا، لاووس، مالیزیا، فیلیپین، سنګاپور، تایلنډ، ختیځ تیمور او ویتنام مشرانو په دغه غونډه کې ګډون کړی و. میانمار هم د یوه رسمي استازي له لارې په غونډه کې ګډون کړی و؛ ځکه د دغه هېواد د پوځي حکومت مشر ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
د هند لومړي وزیر اعلان وکړ، چې د اسهان د غړو هېوادونو سېلانیان کولای شي د هند برېښنايي ویزه په وړیا توګه ترلاسه کړي. هغه همدارنګه د سمندري کارکوونکو د امنیت د ټینګښت لپاره یو پلان وړاندې کړ او ویې ویل، چې هند په اوکراین کې د سولې د ټینګښت او په لوېدیځه اسیا کې د جګړو د پای ته رسولو له هڅو ملاتړ کوي.
د سایبري جرمونو پر وړاندې مبارزه
د ختیځې اسیا د سرمشریزې ګډونوالو مشرانو په سوېل ختیځه اسیا کې د انټرنېټي درغلیو د زیاتېدو په غبرګون کې چې له دغه سیمې څخه تنظیمېږي، د سایبري جرمونو پر وړاندې د مبارزې په اړه ګډه خبرپاڼه خپره کړه.
هند هم اعلان وکړ، چې د دغه جرمونو پر وړاندې د مبارزې په موخه به د ګجرات ایالت په ګاندينګر ښار کې د ملي جرمپېژندنې او عدلي طب په پوهنتون کې یوه غونډه جوړه کړي.
همدارنګه ټاکل شوې، چې د ختیځې اسیا په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو هېوادونو د پوهنتونونو د رییسانو غونډه هم د هند په نالندا پوهنتون کې جوړه شي.
د څلور اړخیزې ډلې امنیتي او اقتصادي اندېښنې
د څلور اړخیزې ډلې (کواد) د مشرانو غونډه د لومړي ځل لپاره د دغه ډلې له غړو هېوادونو بهر جوړه شوه. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یادې غونډې کوربه و. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي، د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي او د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.
دا د ۲۰۲۴کال له غونډې وروسته د دغه څلورو هېوادونو د مشرانو لومړۍ لیدنه وه. همدارنګه، د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل د بریدونو له پیل او د هرمز تنګي له تړل کېدو چې له نهو میاشتو ډېر وخت تېر شوی، وروسته د دغه هېوادونو مشران د لومړي ځل لپاره سره راټول شول. د دغه جګړې پرمهال لږترلږه ۲۳ هندي وګړي چې ډېری یې سمندري کارکوونکي وو، وژل شوي دي.
د کواد ډلې مشرانو په ګډه خبرپاڼه کې د هند او ارام سمندر په سیمه کې د هغه څه مخالفت کړی، چې دوی «اقتصادي او سمندري فشار» بللی دی.
هغوی د زور یا فشار له لارې د اوسني وضعیت د بدلولو یو اړخیزې هڅې وغندلې او خبرداری یې ورکړ چې د صادراتو خپلسري محدودیتونه باید د اقتصادي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
دغه دریځ په داسې حال کې نیول شوی، چې چین په دې وروستیو کې د حیاتي منرالونو او درنو تجهیزاتو په ګډون د تونلکېندنې ماشینونو، پر صادراتو نوي محدودیتونه لګولي دي. د دغه محدودیتونو له امله د هند ځینې پرمختیايي پروژې هم اغېزمنې شوې دي.