• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۵۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ترک د پاکستان له چارواکو د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه کړې. نوموړي ویلي، پاکستان دې د سیاسي کړکېچ کمولو لپاره د خبرو لاره غوره کړي او د عمران خان درملنې ته لاسرسی دې تضمین کړي.

فولکر ترک له سي اېن اېن سره په مرکه کې وویل، د عمران خان خوشې کېدل، له هغه سره مناسب چلند او د سیاسي کړکېچ کمول د باور جوړونې مهم اقدامات کېدای شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت او مخالفانو ترمنځ د خبرو او تفاهم لپاره باید زمینه برابره شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ویلي، د پاکستان چارواکي باید د بندیانو په اړه نړیوال قانوني معیارونه رعایت کړي، د هغوی کورنۍ لیدنې، وکیلانو ته لاسرسی او روغتیايي خدمات تضمین کړي. هغه زیاته کړې، په پاکستان کې د بشري حقونو مدافعان، خبریالان او سیاسي مخالفان هم له خپل‌سرو نیونو سره مخ دي.
عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندیان دي. دواړه د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر پر ۲۰مه د توشه‌خانه دویمې قضیې په تړاو په ۱۷ کلونو بند محکوم شوي وو. دغه قضیه د سعودي عربستان د ولیعهد له خوا د رسمي سفر پر مهال د ورکړل شویو ګاڼو د سیټ د ناقانونه ساتلو له تورونو سره تړاو لري.
عمران خان د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په بند کې دی او د ۱۹۰ میلیونه پاونډه د فساد په قضیه کې هم د بند سزا تېروي. نوموړی د ۲۰۲۳ کال د مې د نهمې د اعتراضونو په تړاو د ترهګرۍ ضد قانون له مخې له نورو محاکمو سره هم مخ دی.

ډېر لیدل شوي

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل
۱

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل

۲

پاکستان د اسیان سرمنشي ته: د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن یو

۳
تازه خبر

جمال الدین حکمتیار: طالبانو په کندوز کې د حکمتیار د کورنۍ ۲۵ جریبه ځمکه غصب کړې ده

۴

د پاکستان ادعا: په تېرو ۳ کلونو کې له افغانستان څخه وسله‌والو بریدونو ۴۷۰۰ پاکستانیان وژلي

۵

د پاکستان پولیسو د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون یوه افغان محصله نیولې

•
•
•

نور خبرونه

د پاکستان ادعا: په تېرو ۳ کلونو کې له افغانستان څخه وسله‌والو بریدونو ۴۷۰۰ پاکستانیان وژلي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۴ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ادعا کړې، چې په تېرو ۳ کلونو کې له افغانستان څخه د وسله‌والو د بریدونو له امله له ۴۷۰۰ ډېر پاکستانیان وژل شوي دي. نوموړي ادعا کړې، چې داعش خراسان او ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې فعالیت کوي او د دغو ډلو پر وړاندې یې د نړیوالې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي سید حیدر شاه نن (جمعه د لړم ۲۹مه) دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ترهګرۍ نړیوال وضعیت په چټکۍ د بدلون په حال کې دی او وسله‌والې ډلې د نوې ټکنالوژۍ، انټرنېټ او ډارک وېب له لارې خپل فعالیتونه پراخوي.

هغه ادعا کړې، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او اړوندې ډلې، بلوڅ ازادي‌غوښتونکی پوځ (بي‌اېل‌اې)، مجید لوا او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ای‌ټي‌اېم) فعالیت کوي چې د خپلو کوربه‌وو له ملاتړ برخمنې دي.

د پاکستان استازي زیاته کړې، چې دغه ډلې د انټرنېټ له لارې د غړو جذبولو، تبلیغاتو او د ترهګریزو فعالیتونو د تنظیم ترڅنګ، د کریپټو اسعارو او ډیجیټلي بټو له لارې د پیسو د ترلاسه کولو نوې لارې هم کاروي.

حیدر شاه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د بندیزونو او څارنې اوسني میکانېزمونه پراخ کړي او د ترهګرو ډلو د پېژندلو او د هغوی د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اغېزناکې لارې چارې رامنځته کړي.

نوموړي همدارنګه د ټولنیزو رسنیو، مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي تادیاتو د سیستمونو د تنظیم غوښتنه کړې، څو د کرکې خپرولو، انلاین افراطیت، د ځوانانو د جذب او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه ونیول شي.

هغه ویلي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید د نړیوالې همکارۍ له لارې ترسره شي او د هغو هېوادونو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وشي چې له دغه ګواښ څخه ډېر اغېزمن شوي دي.

د پاکستان استازي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ بندیزونو کمېټه باید د ترهګرو اشخاصو او بنسټونو د نوملړ په جوړولو کې له سیاسي ملاحظاتو پرته پرېکړې وکړي.

هغه د افراطي ښي‌اړخو، سخت‌دریځو ملتپالو، پردي‌دښمنو او اسلام‌دښمنو خوځښتونو د فعالیتونو د څارنې او د هغوی پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.

نوموړي همدارنګه د ډله‌ییزې وژنې د وسلو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د نړیوالې همکارۍ ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې پاکستان د ملګرو ملتونو د ۱۵۴۰ پرېکړه‌لیک د پلي کولو لپاره په ملي کچه ګامونه اخیستي دي.

د طالبانو او پاکستان اړیکې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې وروسته له هغې په جدي توګه ترینګلې شوې، چې پاکستان د افغانستان پر پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. پاکستان ادعا کوله، چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال یې په نښه کړي، خو طالبانو دغه بریدونه د افغانستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه وبلله او غبرګون یې وښود.

له دغو بریدونو وروسته د دواړو لورو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې او د قطر، سعودي او ترکیې په منځګړیتوب نسبي اوربند رامنځته شو. خو د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو، هوايي بریدونو او افغان کډوالو د ایستلو پر سر اختلافونه لا هم دوام لري. پاکستان طالبان د وسله‌والو ډلو په نه مهارولو تورنوي، خو طالبان دغه تورونه ردوي.

دواړو لورو د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د نښتو له زیاتېدو وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې وتړلې. د دغو لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ، ټرانزیټ او د خلکو پر تګ راتګ منفي اغېز کړی دی.

د تورخم او سپین بولدک لارې یوازې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره په محدود ډول کارول کېږي.

پاکستان د اسیان سرمنشي ته: د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن یو

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۸ GMT+۰
100%

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار وايي اسلام‌اباد د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو د ترسره کېدو په اړه ژوره اندېښنه لري.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) په اسلام‌اباد کې د سوېل ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې (اسیان) له سرمنشي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دا اندېښنه یې له هغه سره په خبرو کې مطرح کړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان څو ځله د طالبانو اداره تورنه کړې چې په افغانستان کې یې وسله‌والو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې او دغه ډلې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي. خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.

په یوه تازه پېښه کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې په چارو کې د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د عملیاتي وړتیاوو د زیاتېدو، په ځانګړي ډول د داعش په اړه خبرداری ورکړی دی.

نوموړي له روسیې ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې داعش خراسان او القاعده لا هم په افغانستان کې فعالیت کوي او د داعش دغه څانګه د خپلو عملیاتي وړتیاوو د بیا پیاوړتیا په حال کې ده.

د زویف په وینا، هغه معلومات چې د ملګرو ملتونو ځینو غړو هېوادونو له دغه سازمان سره شریک کړي، ښيي چې داعش خراسان پرمختللو وسایلو، د بې‌پیلوټه الوتکو په ګډون لاسرسی موندلی او هڅه کوي چې د افغانستان دننه او بهر بریدونه ترسره کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ دغه اندېښنې بې‌بنسټه وبللې او ویې ویل چې افغانستان د داعش او نورو ډلو د ازاد فعالیت ځای نه دی.

نوموړي ادعا وکړه چې د طالبانو امنیتي ځواکونه د بهرنیو ډلو د فعالیتونو د پراختیا د مخنیوي وړتیا لري او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د دغه هېواد یا نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې یوازې پاکستان او ملګرو ملتونو پورې محدودې نه دي. چین، ایران، روسیې او پاکستان د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د خپلو بهرنیو چارو وزیرانو په څلور اړخیزه غونډه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او د داعش، القاعده، تحریک طالبان پاکستان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

دغو هېوادونو د طالبانو له ادارې غوښتي وو چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د کارولو د مخنیوي لپاره عملي او د تایید وړ اقدامات وکړي.

چین هم د روان کال په اګست میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې مېشتو ډلو، د داعش خراسان په ګډون د پولو هاخوا د بریدونو د ترسره کولو وړتیا او اراده زیاته کړې ده.

بلوچستان کې د ناامنۍ او له افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو پر ضد کار بندیز شوی دی

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۰
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د بلوچستان په مرکز کوټه او د ایالت په نورو ښارونو کې د سیاسي ګوندونو د ټول‌ګوندي ایتلاف په بلنه بازارونه تړل شوي او لاریونونه پيل شوي دي. معترضان په دغه ایالت کې د ناامنۍ له زیاتوالي او له افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو له امله شکایت کوي.

د عوامي نېشنل ګوند د زده کوونکو د چارو مرکزي منشي رشید ناصر افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته ویلي،چې په کوټه، ژوب، چمن او یو شمېر نورو ښارونو کې سوداګرو، هټۍوالو او ټرانسپورټي فعالانو د کار بندیز ملاتړ کړی او بازارونه یې تړلي دي.
هغه وویل، د بلوچستان په ډېرو سیمو کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، لویې لارې خوندي نه دي او سوداګر او عام خلک د سفر او کاروبار پر مهال له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي.
د نوموړي په وینا، په لویو لارو د بار وړونکو موټرو سوځول، د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر ګډوډول او د خلکو د تګ راتګ ستونزې د بلوچستان اقتصاد ته دروند زیان اړولی دی.
رشید ناصر زیاته کړه چې له افغانستان او ایران سره د سرحدي لارو تړل کېدو د بلوچستان سوداګري سخت زیانمنه کړې ده.
هغه وویل: «د پولو د تړل کېدو له امله زرګونه او حتی لکونه کسان اغېزمن شوي، د خلکو روزګار کم شوی او سوداګریز فعالیتونه راټیټ شوي دي.»
د هغه په خبره، حکومت باید له افغانستان سره د قانوني سوداګرۍ اسانتیاوې برابرې کړي او د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي ترڅنګ د مشروع تجارت او د خلکو د عاید سرچینو ته زیان ونه رسوي.
رشید ناصر وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې باید د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو عادي شي، ځکه د سرحدي محدودیتونو او سوداګریزو خنډونو تر ټولو لوی زیان عام خلک، سوداګر او مزدوران ویني.
بلخوا، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مرستیال منشي ندا سنګر افغانستان انټرنیشنل- پښتو ته ویلي، چې د کاربندیز یو مهم علت په بلوچستان کې د ناامنۍ زیاتېدل او د سوداګریزو لارو محدودېدل دي.
د هغه په وینا، په ایالت کې وسله‌وال فعالیتونه، هدفي بریدونه، د لویو لارو ناامني او اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې د خلکو ژوند ستونزمنوي.
ندا سنګر وویل چې د کوټې او د بلوچستان د نورو ښارونو ډېری اوسېدونکي د ګرانۍ، بېکارۍ او امنیتي ستونزو تر فشار لاندې ژوند کوي او حکومت نه دی توانېدلی چې د خلکو د امنیت او اقتصادي ستونزو لپاره اغېزمنې حللارې وړاندې کړي.
اعتراض کوونکي او سیاسي مشران ټینګار کوي چې د بلوچستان ستونزې یوازې امنیتي نه دي، بلکې اقتصادي، سوداګریز او ټولنیز اړخونه هم لري. د دوی په وینا، د ناامنۍ تر څنګ د افغانستان او ایران سره د سوداګریزو لارو تړل کېدل د ایالت پر سوداګرۍ، ټرانسپورټ او د خلکو پر ژوند ژور اغېز کړی او د حل لپاره یې عملي اقداماتو ته اړتیا ده.

د کوټې د وچې مېوې سوداګر: افغانستان سره د لارو بندښت مو کاروبار له ناورین سره مخ کړی

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۲۵ GMT+۰
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د کوټې د وچې منډیي د ټولنې عمومي منشي عبیدالله درانی افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندېدو نه یوازې د وچې مېوې سوداګري زیانمنه کړې، بلکې د زرګونو مزدورانو، موټرچلوونکو او کوچنیو سوداګرو د عاید سرچینې یې هم اغېزمنې کړې دي.

نوموړي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د یوې ځانګړې مرکې پر مهال وویل ، د کوټې د وچې مېوې منډيي ته له افغانستان، ایران او د سیمې له نورو برخو وچې مېوې او کرنیز محصولات راځي او بیا د پاکستان بېلابېلو ښارونو ته لېږدول کېږي.
د هغه په وینا، د دې سوداګرۍ په هر پړاو کې زرګونه کسان په کار بوخت وي، خو د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته د مالونو د لېږد بهیر سخت زیانمن شوی دی.
دراني وویل، پخوا به وچې مېوې او نور توکي د کوټې له لارې پنجاب، سند او خیبر پښتونخوا ته لېږدول کېدل، خو اوس ډېری مالونه د کراچۍ له لارې دغو بازارونو ته رسېږي، چې له امله یې د سوداګرو لګښتونه لوړ شوي او د کاروبار حجم کم شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د لارو خرابوالی او سرحدي محدودیتونه د سوداګرو لپاره اضافي ستونزې پیدا کړې دي او د سوداګرۍ بهیر یې ډېر ټکنی کړی دی.
د نوموړي په وینا، د مستونګ او د بلوچستان د نورو سیمو کرنیز محصولات هم له همدې ستونزو اغېزمن شوي دي. هغه وویل، پخوا به د سیمې محصولات په اسانۍ بازارونو ته رسېدل، خو اوس سوداګر د خرڅلاو او بازار موندنې له ستونزو سره مخ دي.
دراني وویل، د کوټې د وچې مېوې منډيي کې د دوکانونو کرایې هم د پام وړ راټیټې شوې دي. د هغه په خبره، هغه دوکانونه چې پخوا به په میاشت کې له ۵۰ زرو څخه تر ۶۰ زرو کلدارو په کرایه ورکول کېدل، اوس ځینې مالکین حاضر دي چې په ۱۵ زرو او ۲۰ زرو کلدارو یې هم کرایه ورکړي، خو بیا هم کرایه کوونکي نه پیدا کېږي.
هغه ټینګار وکړ چې د سرحدونو د بندښت زیان یوازې لویو سوداګرو ته نه دی اوښتی، بلکې کوچني سوداګر، مزدوران، موټرچلوونکي او د ورځې مزدوران هم ورڅخه اغېزمن شوي دي.
د هغه په وینا، په کوټه کې زرګونه کسان د وچې مېوې په بارولو، ښکته کولو، بسته بندۍ او لېږد کې بوخت وو. پخوا به دوی هره ورځ له درې زرو څخه تر څلور زرو کلدارو عاید ترلاسه کاوه، خو اوس د ځینو ورځنۍ مزدوري ۵۰۰، ۶۰۰، ۷۰۰ او ۸۰۰ کلدارو ته راټیټه شوې ده.
دراني وویل، د کینو او نورو مېوو صادرات هم اغېزمن شوي دي. د هغه په خبره، د کینو د موسم پر مهال به هره ورځ له ۳۰ تر ۴۰ موټرو پورې بارونه افغانستان، ازبکستان او ترکمنستان ته لېږدول کېدل، خو اوس دا بهیر درېدلی دی.
بلخوا، د کوټې د وچې مېوې یو سوداګر سید عبدالرب اغا افغانستان انټرنیشنل- پښتو ته وویل چې د دوی د کاروبار ډېره برخه له افغانستان سره تړلې وه او د سرحدي لارو له بندېدو وروسته یې سوداګري په بې‌ساري ډول راکمه شوې ده.
هغه وویل، پخوا به وچې مېوې له افغانستانه کوټې ته راتلې او بیا به د پاکستان نورو سیمو ته لېږدول کېدې، خو اوس بازار خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړی دی.
په همدې حال کې، محمد امین چې له څلورو کلونو راهیسې د کوټې د وچې مېوې په منډۍ کې مزدوري کوي، وايي د لارو بندېدو د دوی پر عاید مستقیم اغېز کړی دی.
نوموړي افغانستان انټرنیشنل -پښتو ته وویل: «تېر کال به مو هره ورځ دوه زره تر دوه نیم زره کلدارې مزدوري کوله، خو اوس کله ۱۲۰۰ او کله ۱۵۰۰ کلدارو ته رسېږي.»
هغه وايي د عاید کمېدو د کورنۍ پر ژوند ژور اغېز کړی او اوس اړ دي چې د خپلو ورځنیو لګښتونو کچه راکمه کړي.
د هغه په خبره، د خوراکي توکو بیې لوړې شوې، خو عاید یې کم شوی دی.

هغه زیاتوي:«پخوا به مو پنځه کیلو خوارکي تومې اخیستې، اوس یوه یا دوه کیلويي اخلو. د کور ټول لګښتونه مو راکم کړي او له سهاره تر ماښامه کار کوو، خو بیا هم ستونزې نه هوارېږي.»
محمد امین وايي، که په کور کې ناروغي یا بله ناڅاپي ستونزه رامنځته شي، نو مجبوریږي پور واخلي او وروسته یې خپل مزدوري عاید څخه بېرته پرې کړي.
د کوټې د وچې مېوې سوداګر او مزدوران له پاکستان او طالبانو غواړي چې د سوداګرۍ د عادي کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، ځکه د دوی په وینا د سرحدونو د بندښت دوام د زرګونو کورنیو د عاید سرچینې له خطر سره مخ کړې دي.

پاکستاني رسنیو تېره میاشت خبر ورکړی و چې له افغانستان سره د دغه هېواد د سوداګریزو لارو د بندېدو له امله پاکستان ته ۲،۵ میلیارد ډالره زیان اوښتی دی.

افغان سوداګر هم د دغې لارې د تړل کېدو له امله د درنو مالي زیانونو خبر ورکوي او له پاکستان او طالب چارواکو غواړي، چې سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي.

سیاسي مشران: د کانونو په اړه د اسلام‌اباد پرېکړې د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۰۳ GMT+۰
100%

د بلوچستان پخوانی سناتور نوابزاده لشکري رېساني او د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د ایالتي مشر نصرالله خان زیری وايي، د پښتونخوا او بلوچستان د طبیعي سرچینو په اړه هر ډول تړون او پرېکړه باید د سیمې د خلکو له ګډون او رضایت پرته ونه شي.

لشکري رېساني له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره د خبرو په مهال د کانونو د استخراج لپاره له کورنیو او نړیوالو شرکتونو سره د احتمالي تړونونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د تړونونو د پټ ساتلو شرطونه د خلکو د حقونو او د طبیعي سرچینو د مدیریت په اړه پوښتنې راپورته کوي.

هغه زیاته کړه چې د طبیعی سرچینو نوی قانون « ماینز اینډ منرلز اېکټ»له مخې ښايي ځايي خلکو ته یوازې په کانونو کې د کارګرانو په توګه د کار زمینه برابره شي، خو د معدني سرچینو په مالکیت او د هغوی په اړه د پرېکړو کولو کې به یې ونډه محدوده وي.
لشکري رېساني افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د بلوچستان د کانونو نوی قانون د ځايي خلکو د ځمکو او طبیعي سرچینو حقونه له ګواښ سره مخ کوي او که عملي شي، د دغه ایالت اوسېدونکي به د خپلو سیمو له معدني شتمنیو بې‌برخې شي.
د هغه په وینا، په نوي قانون کې داسې مادې شاملې دي چې د ځمکو او معدني سرچینو په اړه د دولت او خصوصي شرکتونو واک پراخوي او د ځايي خلکو له بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې دي.
رېساني وايي، د قانون له تصویب وروسته یې له یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو سره یوځای د بلوچستان عالي محکمې ته عریضه کړې او په یوه خبري غونډه کې یې دغه قانون د بلوچستان د خلکو پر ضد بللی دی.
د نوموړي په وینا، محکمې د اساسي قانون اړوند د عریضې د منلو او اورېدو بهیر پیل کړی و، خو وروسته د ایالتي حکومت د اجرائیوي حکم له لارې د قانون عملي کېدل ودرول شول. هغه زیاته کړې چې حکومت د قانون د بیاکتنې او احتمالي تعدیلاتو لپاره یوه کمېټه هم جوړه کړې او ژمنه یې کړې چې د هغې د سپارښتنو له مخې به قانون بیا وارزوي.
رېساني ویلي، جمعیت علمای اسلام، عوامي نېشنل ګوند او نېشنل ګوند خپلې قضايي عریضې بېرته اخیستې دي، خو د هغه عریضه لا هم په محکمه کې پاتې ده.

رېساني د خیبر پښتونخوا د والي د واکمنۍ په اړه هم ویلي، که څه هم فدرالي چارواکو د دې اقدام لپاره امنیتي وضعیت دلیل بللی، خو د ده په باور، د سیمې د معدني سرچینو د کنټرول موضوع هم ورسره تړاو لري. هغه ادعا کړې چې په بلوچستان کې هم د طبیعي سرچینو په اړه د پرېکړو واک د خلکو په لاس کې نه دی.
نوموړي د بلوچستان پر سیاسي ګوندونو نیوکه کړې چې په لومړي سر کې یې د کانونو د قانون پر ضد د ګډې مبارزې ملاتړ کړی، خو وروسته یې خپلې عریضې بېرته اخیستې دي. هغه په ځانګړي ډول د جمعیت علمای اسلام پر دریځ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه ګوند په خیبر پښتونخوا کې د کانونو د قانون پر وړاندې دریځ نیسي، خو په بلوچستان کې یې د ورته قانون د وړاندې کولو او بیا د خپلې عریضې د بېرته اخیستو له امله دریځ د پوښتنې وړ دی.

بلخوا، د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ایالتي مشر نصرالله خان زیري هم د اسلام‌اباد د کانونو نړیوال نندارتون غندلی او ویلي یې دي چې د پښتونخوا او بلوچستان د قیمتي او نایابه معدني سرچینو په اړه د دغو سیمو د خلکو له ګډون او سلا پرته هېڅ تړون د منلو وړ نه دی.
زیري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د نومبر په ۱۲مه او ۱۳مه په اسلام‌اباد کې جوړ شوی نندارتون د پښتونخوا او بلوچستان د معدني سرچینو د وړاندې کولو او د پانګونې د راجلبولو لپاره جوړ شوی و، خو د ده په وینا، د دغو سرچینو له اصلي مالکانو، یعنې پښتنو او بلوڅو، سره په دې بهیر کې سلا نه ده شوې.
نوموړي ویلي، چې د اسلام‌اباد او پنجاب چارواکي د پښتنو او بلوڅو د سیمو د معدني شتمنیو د پلورلو او په اړه یې د پرېکړو کولو حق نه لري. هغه نړیوالو پانګه‌والو او شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د دغو سرچینو په اړه له هر ډول تړون او پانګونې ډډه وکړي، څو چې د سیمې د خلکو په خوښه منتخب حکومتونه د سرچینو د مدیریت پرېکړه نه وي کړې.
زیري د خیبر پښتونخوا د ګورنر د واکمنۍ په اړه ادعا کړې چې د دې اقدام تر شا د امنیتي وضعیت ترڅنګ د سیمې د معدني سرچینو د کنټرول موضوع هم ده.
هغه ویلي، چې د والي د واکمنۍ له اعلان سره سره په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت نه دی ښه شوی او د ترهګرۍ پېښې لا هم روانې دي. د نوموړي په وینا، د دې اقدام موخه د منځنۍ پښتونخوا، چې پخوا د قبایلي سیمو په نوم پېژندل کېده، د دولسو ولسواليو لپاره د جلا اداري جوړښت رامنځته کول او د سیمې پر معدني سرچینو کنټرول ترلاسه کول دي.
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ایالتي مشر همداراز ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا ټاکل شوی اعلی وزیر او د ایالتي اسمبلۍ رئیس له خپلو دندو او سیاسي فعالیتونو څخه لرې ساتل شوي دي. هغه دا وضعیت د منتخب حکومت او پارلماني نظام د واکونو د محدودولو هڅه بللې ده.
زیري ټینګار کړی چې د پښتونخوا او بلوچستان خلک د خپلو ځمکو او معدني سرچینو اصلي مالکین دي او د دغو سرچینو د استخراج، مدیریت او پانګونې په اړه باید وروستۍ پرېکړه د سیمې د خلکو او د هغوی د منتخب حکومتونو له لارې وشي.
نوموړي د اسلام‌اباد د کانونو نندارتون او له هغه سره تړلي احتمالي تړونونه په بشپړ ډول رد کړي او ویلي یې دي چې د پښتنو او بلوڅو له رضایت پرته د هغوی د طبیعي سرچینو په اړه هېڅ معامله نه مني.