طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د افغانستان پر رسنیز ډګر بېلابېل بندیزونه لګولي، چې د ښځو له مخ پټولو نیولې او د ساه کښو د انځورونو د خپرولو تر بندیز پورې. له دغو بندیزونو سربېره طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې ۵ کلنه موده کې د څو ټلویزیونونو جوازونه لغو او نشرات یې بند کړي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز سږ کال په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د طالبانو لهخوا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له امله لږ تر لږه د ۲۱ سیمهییزو ټلویزیونونو فعالیتونه درول شوي دي.
دغه مرکز د ۱۴۰۴ لمریز کال په خپل کلني راپور کې، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ له ۱۸مې د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې موده رانغاړي ویلي، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۵ ولایتونو ته غځېدلی دی. راپورونه ښیي، چې طالبانو په دغې موده کې د نور، بریا، ارزو، تمدن او راه فردا خصوصي ټلویزیونونو پر فعالیتونو په وقفهيي ډول بندیزونه لګولي دي. بلخوا دغې ډلې په دولتي رسنیو کې د ټولو ښځینه کار کوونکو او د خپرونې د چلوونکو پر فعالیتونو بندیز لګولی، خو په خصوصي رسنیو کې که څه هم په محدود شمېر ښځې کار کوي، خو د هغوی په وینا، د ځانګړو شرایطو په منلو سره د کار د دوام اجازه لري. نرګس(مستعار نوم) چې اوس مهال د افغانستان له یوه خصوصي ټلویزیون سره کار کوي افغانستان انټرنشل - پښتو ته ویلي، چې د سختو شرایطو په منلو سره اړه ده، خپل مسلک کې کار وکړي. هغه وایي، چې طالبانو په لومړیو کې پر ښځینه خبریالانو او په ځانګړې توګه د ټلویزیوني خپرونو د ښځینه نطاقانو د مخ پوښل (ماسک کارول) جبري کړل. نرګس وایي، طالبان په ښکاره له ښځینه خبریالانو سره توپیري چلند کوي او ډېری طالب چارواکي په خپلو خبري کنفرانسونو کې ښځینه خبریالانو ته د خبري پوښښ لپاره اجازه نهورکوي. هغه وایي: «ما څو کاله په رسنۍ کې کار کړی، خو داسې کسان دي چې له یوه کال راهیسې کار کوي خو یوازې له دې امله چې نارینه دي تر ما یې د کار ساحه پراخه او د ډېر صلاحیت لرونکی دی». نرګس وایي، چې د ژورنالیرم د ډګر کار په محدودیتونو نهکېږي او په وینا یې: «د رسنیو کار ازاد او پرته له کوم بندیز کار کولو ته اړتیا لري ځکه موږ باید هر څه ته لاس رسی ولرو تر څو حقیقت تر خلکو ورسوو، د دې چارې لپاره جنسیت باید زموږ د کار مانع نهشي چې متاسفانه اوس مانع شوی دی». هغه وایي، اوس مهال طالبان اجازه نهورکوي، چې یوه ښځینه خبریاله له نارینه کارپوه سره خبرې یا مرکه وکړي او زیاتوي، چې دوی نهشي کولی له طالب چارواکو سره اړیکې ونیسي یا د خبري پوښښ لپاره غونډو ته لاړې شي. نرګس هیله څرګندوي، چې یوه ورځ بېرته عادي او پرته له کوم خنډ څخه خپل مسلک ته دوام ورکړل شي.
د افغان خبریالانو په وینا، د طالبانو بندیزونه یوازې پر ښځینه خبریالانو نه محدودېږي، بلکې نارینه خبریالان او ټول رسنیز چاپېریال ترې اغیزمن دي.
یو بل افغان رسنیز فعال چې د یوې رسنۍ په مدیریتي برخه کې کار کوي او د امنیتي اندېښنو له امله یې د نوم له اخیستلو ډډه کړې وایي، چې د ده په اند افغانستان کې د رسنیو په ځانګړې توګه د ټلویزېونونو فعالیتونه یو هم د ژورنالیزم له اصولو سره برابر نهدي، ځکه په وینا یې، دوی اړ دي چې ان د عادي خپرونو محتوا او سوژې هم د طالبانو له «مزاج» سره برابر جوړې کړي. هغه وایي، چې د سیاسي خپرونو لپاره دوی باید د خپرونې موضوع، د میلمنو لیسټ او ان ځینې وخت پوښتنې هم د طالبانو د سپارښتنو پر بنسټ چمتو کړي. هغه افغانستان انټرنشل- پښتو ته ویلي: «په دې ډول ویلی شم چې اوس مهال موږ هیڅ اختیار نهلرو چې د ټولنې د ستونزو او د طالبانو د ناوړه کړنو په تړاو حقیقتونو ته پوښښ ورکړو». د هغه په وینا، دې وضعیت ډېر ستړی کړی خو اړ دی چې کار وکړي او د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي.
ورته مهال، د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په خپل وروستي میاشتني راپور کې ویلي وو، چې طالبانو پر خبریالانو فشارونه زیات کړي او د عکسونو او ویډیوګانو پر خپرولو یې محدودیتونه لګولي دي.
د راپور له مخې، خبریالان په ځینو سیمو کې د سیاسي او پوځي موضوعاتو په اړه د طالبانو د دریځ خپرولو ته هڅول کېږي او په فکري او عقیدوي پروګرامونو کې ګډون ته اړ اېستل کېږي. دغه سازمان په دې اړه اندیښنه ښودلې وه، چې د دغه وضعیت دوام د افغان ژورنالېزم خپلواکي، مسلکي بېطرفي او د خبریالانو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د طالبانو له لوري پر رسنیو د سانسور او د بندیزونو وضع کولو ته د نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو، د خبریالانو اړوند بنسټونو او رسنیزو فعالینو اندېښنه ښودلې او په وار وار یې د دغو بندیزونو د مخنیوي او لرې کولو غوښتنه کړې ده. د ټلویزیون نړیواله ورځ هر کال د نومبر په ۲۱مه د ملګرو ملتونو لهخوا د ټلویزیون د ارزښت، د معلوماتو په خپرولو، عامه پوهاوي، پوهنې او د ټولنیزو بدلونونو په رامنځته کولو کې د هغه د رول د یادونې په موخه نمانځل کېږي.
د دې ورځې موخه یوازې ټلویزیون د یوې وسیلې په توګه نمانځل نهدي، بلکې د خلکو د نظرونو په جوړولو، د بېلابېلو لیدلورو په وړاندې کولو، د حقیقتونو په روښانه کولو او د ټولنې د ستونزو په انعکاس کې د خپلواکو رسنیو پر ارزښت ټینګار هم دی. ملګري ملتونه دا ورځ د رسنیو د ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي او د خبریالانو د مسلکي فعالیتونو د اهمیت یادونې لپاره یو فرصت ګڼي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو له بیا واکمنۍ سره سم، لسګونه خبریالان د ژورنالیسټیکي فعالیتونو له امله نیولي او دمګړۍ هم یو شمېر خبریالان له دغې ډلې سره بندیان دي او د بندي شویو خبریالانو د کورنیو په وینا، په بګرام بندخونه کې بندي خبریالان له ناوړه وضعیت سره مخ دي او ان ډېری وخت کورنیو ته یې هم د هغه د لیدلو اجازه نهورکول کېږي.
د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) د روانې لړم میاشتې په سر کې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ ریاست د خبریالانو د څار، ګواښلو، نیولو او شکنجې په برخه کې مهم رول لري او هڅه کوي د افغانستان رسنۍ د طالبانو په تبلیغاتي وسیلو بدلې کړي.
دغه سازمان همداراز د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده نو د هغو ۳۳ کسانو او بنسټونو په نوملړ کې شامل کړی، چې د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې یې د رسنیو ازادي محدوده کړې ده.