د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نورالدین عزیزي د کینیا د کانونو له وزیر سره په لیدنه کې د پانګونې پر فرصتونو، د کانونو د پروسس او صادراتو، کرنیزو او صنعتي تولیداتو او د دواړو هېوادونو په بازارونو کې د یو بل د محصولاتو موجودیت ته د زمینې برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عزیزي له چای او قهوې سربېره له کینیا څخه د نورو محصولاتو د واردولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
خبر پاڼې زیاته کړې، چې د کینیا د کانونو وزیر هم د افغانستان بازار د کینیا د تولیداتو لپاره مهم بللی او د سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې د افغانستان له ترانزیټي او لوژستیکي موقعیت څخه د ګټې اخیستنې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې دواړو لورو د ګډو سوداګریزو نندارتونونو پر جوړولو او د یوې ګډې کاري ډلې د رامنځته کولو لپاره د تفاهملیک پر ترتیب او لاسلیک هم هوکړه کړې ده.
ټاکل شوې د دغه تفاهملیک مسوده د کینیا له لوري چمتو او د ارزونې لپاره له طالبانو سره شریکه شي.
نوموړی وروسته د بګرام زندان ته ولېږدول شو؛ هغه ځای چې د ده په وینا، ۴۵ بندیان په یوه کوټه کې ساتل کېدل. یاد دیني عالم وویل، چې بندیان د ناروغۍ پر مهال هم له سپکاوي ډک چلند سره مخ وو او ډاکټر ته د وړلو لپاره به یې پر سرونو تورې کڅوړې ور اغوستلې. قانت زیاته کړه، چې د زندان د شرایطو په پایله کې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوی او پښتورګي یې له کاره لوېدلې دي.
د هغه په وینا، اوس جراحي عملیات ته اړتیا لري.
دغه دیني عالم وویل: «د طالبانو په زندان کې ظلم و، بربریت و، وحشت و. یوازې د اسلام نوم دی. له اسلام څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هر ډول وحشت ترسره کوي.»
هغه وویل، چې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته له افغانستانه وتلی او اوس په یوه ګاونډي هېواد کې ژوند کوي.
د قانت په وینا، د ده روحي، جسمي او اقتصادي وضعیت ناسم دی او یو شمېر کارګران د ده د کوټې کرایه او ورځني لګښتونه ورکوي. قانت وویل، چې شپږ میاشتې په کابل کې او اوس له افغانستانه بهر تر درملنې لاندې دی، خو له زندانه رامنځته شوي جسمي او رواني زیانونه نه جبرانېدونکي بولي.
هغه ټینګار وکړ، چې د نیول کېدو او زنداني کېدو یوازینی لامل یې د ښځو او نجونو له حقونو دفاع او د افغانستان د مظلومو خلکو د غږ پورته کول وو.
قانت وویل، سره له دې چې پر ده څه تېر شوي، له مبارزې به لاس وانخلي.