د معنوي په وینا، دغه سند د بېلابېلو چلندونو لپاره بدني مجازات، بند او ان د اعدام سزا ګانې ټاکلې دي او د بیان پر ازادۍ او اساسي حقوقو ژور محدودیتونه لګوي.
هغه وویل، چې د دغه قانون یو شمېر مادې د ښځو او ماشومانو د محدودویتونه او د کورنیو اړیکو په اړه د بشري حقونو له پلوه خورا اندېښمنونکی دي.
فضل احمد معنوي همدارنګه وویل، چې طالبانو د بېوزلۍ، بېکارۍ، فساد، امنیت، روغتیا او بیارغونې د ستونزو د حل پر ځای خپله لویه انرژي د خلکو د شخصي ژوند د جزییاتو پر تنظیمولو لګولې ده.
نوموړی وروسته د بګرام زندان ته ولېږدول شو؛ هغه ځای چې د ده په وینا، ۴۵ بندیان په یوه کوټه کې ساتل کېدل. یاد دیني عالم وویل، چې بندیان د ناروغۍ پر مهال هم له سپکاوي ډک چلند سره مخ وو او ډاکټر ته د وړلو لپاره به یې پر سرونو تورې کڅوړې ور اغوستلې. قانت زیاته کړه، چې د زندان د شرایطو په پایله کې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوی او پښتورګي یې له کاره لوېدلې دي.
د هغه په وینا، اوس جراحي عملیات ته اړتیا لري.
دغه دیني عالم وویل: «د طالبانو په زندان کې ظلم و، بربریت و، وحشت و. یوازې د اسلام نوم دی. له اسلام څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هر ډول وحشت ترسره کوي.»
هغه وویل، چې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته له افغانستانه وتلی او اوس په یوه ګاونډي هېواد کې ژوند کوي.
د قانت په وینا، د ده روحي، جسمي او اقتصادي وضعیت ناسم دی او یو شمېر کارګران د ده د کوټې کرایه او ورځني لګښتونه ورکوي. قانت وویل، چې شپږ میاشتې په کابل کې او اوس له افغانستانه بهر تر درملنې لاندې دی، خو له زندانه رامنځته شوي جسمي او رواني زیانونه نه جبرانېدونکي بولي.
هغه ټینګار وکړ، چې د نیول کېدو او زنداني کېدو یوازینی لامل یې د ښځو او نجونو له حقونو دفاع او د افغانستان د مظلومو خلکو د غږ پورته کول وو.
قانت وویل، سره له دې چې پر ده څه تېر شوي، له مبارزې به لاس وانخلي.