د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده په یوه فرمان کې ویلي چې د طالبانو د ادارې پر چارواکو او کارکوونکو د بېاساسه تورونو لګول او پر هغوی له واقعیتونو لرې نیوکې کول روا نه دي او ښايي د تعزیري سزا لامل شي.
دا فرمان «د اسلامي امارت پر کارکوونکو او مسوولینو د بېځایه تورونو لګولو او د هغوی د سپکاوي د مخنیوي په اړه» تر سرلیک لاندې د طالبانو د سترې محکمې د خپرونې، «میزان» مجلې په ۲۵مه ګڼه کې خپور شوی دی.
د هبتالله په فرمان کې راغلي: «د اسلامي لارښوونو له مخې، پر مسوولینو بېځایه تورونه لګول او له واقعیتونو لرې نیوکې کول له شرعي پلوه جواز نه لري. په اسلام کې د ناسمو خبرونو او اوازو خپرولو ته ځای نشته. دا کار د مسلمانانو ترمنځ د کرکې او نفرت لامل کېږي، باور او اعتبار له منځه وړي او هوډونه کمزوري کوي». دا فرمان د طالبانو پر چارواکو د تورونو لګولو او نیوکو سربېره، د طالبانو د ادارې د کارکوونکو، دیني عالمانو او د دې ډلې د ځواکونو سپکاوی هم رانغاړي.
د فرمان په یوه بله برخه کې راغلي:« پر عامه کارکوونکو او هغو کسانو تېری کول چې د عامه خدمتونو مسوولیت ورترغاړې دی، پرطالب عسکرو لاس پورته کول، د هغوی د جامو څېرل او ښکنځل کول هم د تعزیري سزا لامل کېدای شي».
نوموړی وروسته د بګرام زندان ته ولېږدول شو؛ هغه ځای چې د ده په وینا، ۴۵ بندیان په یوه کوټه کې ساتل کېدل. یاد دیني عالم وویل، چې بندیان د ناروغۍ پر مهال هم له سپکاوي ډک چلند سره مخ وو او ډاکټر ته د وړلو لپاره به یې پر سرونو تورې کڅوړې ور اغوستلې. قانت زیاته کړه، چې د زندان د شرایطو په پایله کې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوی او پښتورګي یې له کاره لوېدلې دي.
د هغه په وینا، اوس جراحي عملیات ته اړتیا لري.
دغه دیني عالم وویل: «د طالبانو په زندان کې ظلم و، بربریت و، وحشت و. یوازې د اسلام نوم دی. له اسلام څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هر ډول وحشت ترسره کوي.»
هغه وویل، چې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته له افغانستانه وتلی او اوس په یوه ګاونډي هېواد کې ژوند کوي.
د قانت په وینا، د ده روحي، جسمي او اقتصادي وضعیت ناسم دی او یو شمېر کارګران د ده د کوټې کرایه او ورځني لګښتونه ورکوي. قانت وویل، چې شپږ میاشتې په کابل کې او اوس له افغانستانه بهر تر درملنې لاندې دی، خو له زندانه رامنځته شوي جسمي او رواني زیانونه نه جبرانېدونکي بولي.
هغه ټینګار وکړ، چې د نیول کېدو او زنداني کېدو یوازینی لامل یې د ښځو او نجونو له حقونو دفاع او د افغانستان د مظلومو خلکو د غږ پورته کول وو.
قانت وویل، سره له دې چې پر ده څه تېر شوي، له مبارزې به لاس وانخلي.