• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني ډاکټرانو په بامیان کې د ۲۰۰ شونډې چاودو ماشومانو درملنه کړې

۳۰ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۱۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د جرمني متخصصو ډاکټرانو د اغا خان بنسټ په ملاتړ په بامیان کې د شونډو او تالو چاود لرونکو ۲۰۰ ماشومانو وړیا جراحي عملیات ترسره کړې.

د طالبانو افغاني سرې میاشتې ټولنې نن شنبه، د لړم پر ۳۰مه په اېکس کې لیکلي، چې د جرمني د شونډو او تالو چاود ناروغیو متخصصو روغتیاپالانو د اغا خان بنسټ په مالي او تخنیکي ملاتړ، په بامیان ولایت کې د ۲۰۰ ماشومانو وړیا جراحي عملیات بشپړ کړل.

د دې ډلې د معلوماتو له مخې، په دغو ناروغانو کې ۷۵ تنه هغه ماشومان شامل دي چې د درملنې لپاره یې وړاندې د کابل په افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې نوم‌لیکنه کړې وه.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمن د دغو بهرنیو ډاکټرانو د ترسره کړو روغتیايي خدمتونو ستاینه کړې او ویې ویل چې اداره یې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې له متخصصو نړیوالو روغتیايي ډلو سره هر ډول اسانتیاوو او همکاریو ته چمتو ده.

د جرمني د طبي پلاوي مشر ډاکټر هاینریش شون ایش وویل چې د بامیان په ولایتي روغتون کې دغه عملیات په بریالیتوب سره پای ته رسېدلي دي.

هغه څرګنده کړې، چې دوی په کال کې یو یا دوه ځله افغانستان ته سفر کوي او د دوو اوونیو په موده کې هغو لرې پرتو سیمو کې اړمنو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي چې اسانتیاوو ته لږ لاسرسی لري.

جرمني روغتیاپالانو همدارنګه د اړمنو ناروغانو د لاسنيوي په برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره د دوامداره اړیکو او پراخې همکارۍ لېوالتیا وښودلې ده.

ډېر لیدل شوي

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل
۱

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل

۲

پاکستان د اسیان سرمنشي ته: د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن یو

۳

د پاکستان ادعا: په تېرو ۳ کلونو کې له افغانستان څخه وسله‌والو بریدونو ۴۷۰۰ پاکستانیان وژلي

۴
تازه خبر

جمال الدین حکمتیار: طالبانو په کندوز کې د حکمتیار د کورنۍ ۲۵ جریبه ځمکه غصب کړې ده

۵

د پاکستان پولیسو د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون یوه افغان محصله نیولې

•
•
•

نور خبرونه

طالبانو د بلخ د نصرت‌اباد ښارګوټي په یوه برخه کې د کورونو د نړولو لړۍ پیل کړې

۳۰ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۰
100%

د مزارشریف ښار په لسمه ناحیه کې د نصرت‌اباد ښارګوټي اوسېدونکي وايي، چې طالبانو د دې ښارګوټي د یوې برخې د کورونو د نړولو بهیر پیل کړی دی. د نصرت‌اباد اوسېدونکي ادعا کوي چې د شرعي قبالې په لاس کې لري، خو طالبانو د هغوی د کورونو د خالي کولو او نړولو امر صادر کړی دی.

د مزارشریف ښار د نصرت‌اباد ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو د شنبې په ورځ، د لړم پر ۳۰مه افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ادعا وکړه چې یوه کس په طالبانو کې له خپل «نفوذ څخه په استفادې»، د دې ښارګوټي د ځمکو پر یوې برخې د مالکیت ادعا کړې ده.

د معلوماتو پر بنسټ د مزارشریف ښار په لسمه ناحیه کې د نصرت‌اباد ښارګوټی په ۱۳۸۲ کال کې جوړ شوی دی.

هغه اسناد چې افغانستان انټرنشنل رسېدلې ښيي، چې د عبدالغني په نوم یوه کس له نعمت‌الله سرحدي سره د یوه تفاهم‌لیک له لارې د دې ښارګوټي ځمکې پر غوښتونکو پلورلې دي.

په هغو شرعي قبالو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د ځمکې د مالک په توګه د عبدالغني نوم او مشخصات ثبت شوي دي. د اسنادو څېړنه ښيي، چې د نصرت‌اباد ښارګوټي اوسېدونکو ته د تېر حکومت او طالبانو د ادارې په دوره کې قباله د صفايي او برېښنا کتابچې صادرې شوې دي. خو د غصب شویو ځمکو د دوسیو د څېړلو لپاره د طالبانو ځانګړې محکمې، د دې ښارګوټي شاوخوا ۳۵ جریبه ځمکه د نعمت‌الله سرحدي شخصي ملکیت پېژندلی او د هغې د خالي کولو او نړولو حکم یې صادر کړی دی.

د نصرت‌اباد اوسېدونکو وویل، چې د ښارګوټي په دې برخه کې شاوخوا ۱۰۰ کورونه شامل دي.

هغوی ادعا لري، چې د طالبانو محکمې د ښارګوټي د اوسېدونکو په غیاب کې حکم صادر کړی دی.

افغانستان انټرنشنل په خپلواکه توګه د طالبانو یا د ښارګوټي د اوسېدونکو د ادعاوو کره‌والی نه شي تاییدولای.

د نصرت‌اباد د اوسېدونکو په وینا، د دې ښارګوټي د یوې برخې د مالکیت مدعي د شنبې په ورځ د طالبانو د لسمې حوزې د چارواکو په ملاتړ د لانجمنو کورونو د نړولو بهیر پیل کړی دی.

یوه ځايي اوسېدونکي وویل تر دې دمه لږ تر لږه ۵ کورونه په کیندونکې ماشین (اسکواټور) نړول شوي دي. هغه ویډیوګانې چې د نصرت‌اباد ښارګوټي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته رالېږلې دي ښيي چې یو شمېر اسکواټرونه د کورونو په نړولو بوخت دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي وویل شاوخوا ۲۰ کاله مخکې یې په دې ښارګوټي کې کور اخیستی او شرعي قباله په لاس کې لري. هغه زیاته کړه چې د طالبانو محکمې د مالکیت د اسنادو سربېره د ښارګوټي له اوسېدونکو غوښتي چې د خپلو کورونو د ساتلو لپاره د ځمکو د مالکیت له مدعي، نعمت‌الله سرحدي سره تفاهم ته ورسېږي. د نوموړي په وینا، طالبان غواړي چې د ښارګوټي اوسېدونکي یو ځل بیا د خپلو کورونو ځمکه د مالکیت له مدعي څخه وپېري.
د اسنادو له مخې، د نصرت‌اباد ښارګوټی په ټولیزه توګه له ۲۰۰ جریبه زیاته ځمکه جوړ دی او د دغه ښارګوټي د لانجمنې برخې کورونو ته هم په تېرو دوو لسیزو کې شرعي قبالې او دولتي اسناد ورکړل شوي دي.

د ټلویزیون نړیواله ورځ؛ د افغانستان ټلویزیونونه د سانسور تر سیوري لاندې فعالیت کوي

۳۰ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۲ GMT+۰
100%

نن د نومبر ۲۱ مه چې د ټلویزیون له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، داسې مهال رارسیږي، چې د طالبانو تر واک د افغانستان رسنیز ډګر او د فوټو ژورنالیزم برخه د سانسور، محدودیتونو او بندیزونو تر سیوري لاندې فعالیت کوي.

طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د افغانستان پر رسنیز ډګر بېلابېل بندیزونه لګولي، چې د ښځو له مخ پټولو نیولې او د ساه کښو د انځورونو د خپرولو تر بندیز پورې.
له دغو بندیزونو سربېره طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې ۵ کلنه موده کې د څو ټلویزیونونو جوازونه لغو او نشرات یې بند کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز سږ کال په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له امله لږ تر لږه د ۲۱ سیمه‌ییزو ټلویزیونونو فعالیتونه درول شوي دي.

دغه مرکز د ۱۴۰۴ لمریز کال په خپل کلني راپور کې، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ له ۱۸مې د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې موده رانغاړي ویلي، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۵ ولایتونو ته غځېدلی دی.
راپورونه ښیي، چې طالبانو په دغې موده کې د نور، بریا، ارزو، تمدن او راه فردا خصوصي ټلویزیونونو پر فعالیتونو په وقفه‌يي ډول بندیزونه لګولي دي.
بلخوا دغې ډلې په دولتي رسنیو کې د ټولو ښځینه کار کوونکو او د خپرونې د چلوونکو پر فعالیتونو بندیز لګولی، خو په خصوصي رسنیو کې که څه هم په محدود شمېر ښځې کار کوي، خو د هغوی په وینا، د ځانګړو شرایطو په منلو سره د کار د دوام اجازه لري.
نرګس(مستعار نوم) چې اوس مهال د افغانستان له یوه خصوصي ټلویزیون سره کار کوي افغانستان انټرنشل - پښتو ته ویلي، چې د سختو شرایطو په منلو سره اړه ده، خپل مسلک کې کار وکړي.
هغه وایي، چې طالبانو په لومړیو کې پر ښځینه خبریالانو او په ځانګړې توګه د ټلویزیوني خپرونو د ښځینه نطاقانو د مخ پوښل (ماسک کارول) جبري کړل.
نرګس وایي، طالبان په ښکاره له ښځینه خبریالانو سره توپیري چلند کوي او ډېری طالب چارواکي په خپلو خبري کنفرانسونو کې ښځینه خبریالانو ته د خبري پوښښ لپاره اجازه نه‌ورکوي.
هغه وایي: «ما څو کاله په رسنۍ کې کار کړی، خو داسې کسان دي چې له یوه کال راهیسې کار کوي خو یوازې له دې امله چې نارینه دي تر ما یې د کار ساحه پراخه او د ډېر صلاحیت لرونکی دی».
نرګس وایي، چې د ژورنالیرم د ډګر کار په محدودیتونو نه‌کېږي او په وینا یې: «د رسنیو کار ازاد او پرته له کوم بندیز کار کولو ته اړتیا لري ځکه موږ باید هر څه ته لاس رسی ولرو تر څو حقیقت تر خلکو ورسوو، د دې چارې لپاره جنسیت باید زموږ د کار مانع نه‌شي چې متاسفانه اوس مانع شوی دی».
هغه وایي، اوس مهال طالبان اجازه نه‌ورکوي، چې یوه ښځینه خبریاله له نارینه کارپوه سره خبرې یا مرکه وکړي او زیاتوي، چې دوی نه‌شي کولی له طالب چارواکو سره اړیکې ونیسي یا د خبري پوښښ لپاره غونډو ته لاړې شي.
نرګس هیله څرګندوي، چې یوه ورځ بېرته عادي او پرته له کوم خنډ څخه خپل مسلک ته دوام ورکړل شي.

100%


د افغان خبریالانو په وینا، د طالبانو بندیزونه یوازې پر ښځینه خبریالانو نه محدودېږي، بلکې نارینه خبریالان او ټول رسنیز چاپېریال ترې اغیزمن دي.

یو بل افغان رسنیز فعال چې د یوې رسنۍ په مدیریتي برخه کې کار کوي او د امنیتي اندېښنو له امله یې د نوم له اخیستلو ډډه کړې وایي، چې د ده په اند افغانستان کې د رسنیو په ځانګړې توګه د ټلویزېونونو فعالیتونه یو هم د ژورنالیزم له اصولو سره برابر نه‌دي، ځکه په وینا یې، دوی اړ دي چې ان د عادي خپرونو محتوا او سوژې هم د طالبانو له «مزاج» سره برابر جوړې کړي.
هغه وایي، چې د سیاسي خپرونو لپاره دوی باید د خپرونې موضوع، د میلمنو لیسټ او ان ځینې وخت پوښتنې هم د طالبانو د سپارښتنو پر بنسټ چمتو کړي.
هغه افغانستان انټرنشل- پښتو ته ویلي: «په دې ډول ویلی شم چې اوس مهال موږ هیڅ اختیار نه‌لرو چې د ټولنې د ستونزو او د طالبانو د ناوړه کړنو په تړاو حقیقتونو ته پوښښ ورکړو».
د هغه په وینا، دې وضعیت ډېر ستړی کړی خو اړ دی چې کار وکړي او د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي.

ورته مهال، د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په خپل وروستي میاشتني راپور کې ویلي وو، چې طالبانو پر خبریالانو فشارونه زیات کړي او د عکسونو او ویډیوګانو پر خپرولو یې محدودیتونه لګولي دي.

د راپور له مخې، خبریالان په ځینو سیمو کې د سیاسي او پوځي موضوعاتو په اړه د طالبانو د دریځ خپرولو ته هڅول کېږي او په فکري او عقیدوي پروګرامونو کې ګډون ته اړ اېستل کېږي.
دغه سازمان په دې اړه اندیښنه ښودلې وه، چې د دغه وضعیت دوام د افغان ژورنالېزم خپلواکي، مسلکي بې‌طرفي او د خبریالانو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د طالبانو له لوري پر رسنیو د سانسور او د بندیزونو وضع کولو ته د نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو، د خبریالانو اړوند بنسټونو او رسنیزو فعالینو اندېښنه ښودلې او په وار وار یې د دغو بندیزونو د مخنیوي او لرې کولو غوښتنه کړې ده.
د ټلویزیون نړیواله ورځ هر کال د نومبر په ۲۱مه د ملګرو ملتونو له‌خوا د ټلویزیون د ارزښت، د معلوماتو په خپرولو، عامه پوهاوي، پوهنې او د ټولنیزو بدلونونو په رامنځته کولو کې د هغه د رول د یادونې په موخه نمانځل کېږي.

د دې ورځې موخه یوازې ټلویزیون د یوې وسیلې په توګه نمانځل نه‌دي، بلکې د خلکو د نظرونو په جوړولو، د بېلابېلو لیدلورو په وړاندې کولو، د حقیقتونو په روښانه کولو او د ټولنې د ستونزو په انعکاس کې د خپلواکو رسنیو پر ارزښت ټینګار هم دی. ملګري ملتونه دا ورځ د رسنیو د ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي او د خبریالانو د مسلکي فعالیتونو د اهمیت یادونې لپاره یو فرصت ګڼي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له بیا واکمنۍ سره سم، لسګونه خبریالان د ژورنالیسټیکي فعالیتونو له امله نیولي او دمګړۍ هم یو شمېر خبریالان له دغې ډلې سره بندیان دي او د بندي شویو خبریالانو د کورنیو په وینا، په بګرام بندخونه کې بندي خبریالان له ناوړه وضعیت سره مخ دي او ان ډېری وخت کورنیو ته یې هم د هغه د لیدلو اجازه نه‌ورکول کېږي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) د روانې لړم میاشتې په سر کې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ ریاست د خبریالانو د څار، ګواښلو، نیولو او شکنجې په برخه کې مهم رول لري او هڅه کوي د افغانستان رسنۍ د طالبانو په تبلیغاتي وسیلو بدلې کړي.

دغه سازمان همداراز د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده نو د هغو ۳۳ کسانو او بنسټونو په نوملړ کې شامل کړی، چې د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې یې د رسنیو ازادي محدوده کړې ده.

سویس: له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي او بشري برخو کې محدودې دي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۴ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د سویس د پراختیايي همکاریو دفتر وايي، له طالبانو سره د دغه هېواد اړیکې یوازې د چاپېریال ساتنې، بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د ماینونو پاکولو په برخو کې تخنیکي همغږۍ پورې محدودې دي.

سویسي چارواکي ټینګار کوي چې د دغه هېواد بشري مرستې له طالبانو سره له مستقیمې همکارۍ او سیمه‌ییزو طالب چارواکو ته د پیسو له ورکړې پرته اړمنو خلکو ته رسېږي.

په افغانستان کې د سویس د استازولۍ مشر اریک مارکلي او مرستیالې یې پاملا ستاتاکیس له سویس‌اېن‌فو رسنۍ سره په مرکه کې په افغانستان کې د دغه هېواد د بشري مرستو د فعالیتونو او د مرستو رسولو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

اریک مارکلي ویلي، د سویس د پراختیايي همکاریو دفتر د ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې په کابل کې د پنځو سویسي او لسو افغان کارکوونکو په لرلو فعالیت کوي.

د هغه په وینا، د بشري مرستو برابرول، بنسټیزو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی او د هغوی د ژوند د معیشت ملاتړ د دغه دفتر له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي زیاته کړې، ښځې، نجونې او بې‌ځایه شوي کسان د هغو ډلو په ډله کې دي چې تر نورو ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.

پاملا ستاتاکیس ویلي، په افغانستان کې د سویس د دفتر ساحوي حضور دغه هېواد ته دا زمینه برابروي چې د خلکو اړتیاوې له نږدې وپېژني، خپلې پروژې له سیمه‌ییزو شرایطو او اړتیاوو سره برابرې کړي او د هغو د پلي کېدو څارنه وکړي.

د نوموړې په وینا، ښځې د روغتیا او درملنې، لومړنیو ښوونځیو او خصوصي کاروبارونو په ګډون په ځینو برخو کې لا هم فعالیت کوي.

هغې زیاته کړې، سویس د کندهار د ښځو د یوه پناه‌ځای او ښځینه خبریالانو ته د انلاین زده‌کړو د پروګرام په څېر پروژو ته هم مالي ملاتړ برابروي.

سویسي چارواکو د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) وتل یو له هغو لاملونو څخه بللي چې په افغانستان کې یې د مرستو رسولو بهیر ته زیان رسولی دی. دغه ادارې تر دې وړاندې د افغانستان د روغتیايي او درملنیز نظام یوه لویه برخه تمویله کړه.

دوی ویلي، د سویس د مرستو ټولې پروژې د طالبانو د چارواکو په رسمي تایید پلې کېږي؛ خو دغه هېواد له طالبانو سره مستقیمه همکاري نه کوي او سیمه‌ییزو طالب چارواکو ته هېڅ پیسې نه ورکوي.

د دوی په وینا، له طالبانو سره اړیکې یوازې د چاپېریال ساتنې، بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د ماینونو پاکولو په برخو کې تخنیکي همغږۍ ته محدودې دي.

اریک مارکلي ویلي، د سویس د پراختیايي همکاریو دفتر د خپلو پروګرامونو د پلي کولو لپاره له نړیوالو سازمانونو، لکه د ملګرو ملتونو له ادارو، د سره صلیب له نړیوالې کمېټې، نړیوال بانک او همدارنګه له سیمه‌ییزو بنسټونو سره همکاري کوي.

د هغه په وینا، سویس افغانستان ته د شاوخوا ۲۵ میلیونه سویسي فرانکو، چې د ۲۹،۶ میلیونه امریکايي ډالرو معادل کېږي، په ځانګړې کولو سره د دغه هېواد د بشري مرستو له سترو تمویلوونکو څخه دی.

د افغانستان بېوزلي؛ ماشومان د کورنیو د لګښتونو لپاره کار کوي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۵ GMT+۰
100%

په افغانستان کې ګڼ ماشومان د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله د زده‌کړو او لوبو پر ځای د خپلو کورنیو د لګښتونو برابرولو لپاره کار کوي؛ هغه وضعیت چې د ماشومانو د حقونو او زده‌کړو ته د هغوی د لاسرسي په اړه اندېښنې زیاتوي.

د چین د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې ۱۳ کلن محمد ضمیر یو له دغو ماشومانو څخه دی چې هره ورځ له خپل کشر ورور سره د کابل په کوڅو کې دوسیې پلوري. هغه وايي، د خپلې اته کسیزې کورنۍ د لګښتونو په برابرولو کې مرسته کول یې پر غاړه اخیستې ده.

ضمیر د ښوونځي د درېیم ټولګي زده‌کوونکی دی او د ورځې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي. هغه وايي، د دوسیو له پلورلو ترلاسه شوې پیسې د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ، غوړیو او نورو اړینو توکو په پېرلو لګوي.

نوموړي ویلي، پلار یې د افغانستان په تېرو جګړو کې له لاسه ورکړی خو دی لا هم غواړي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او په راتلونکي کې انجنیر شي. هغه وايي، که څه هم د کورنۍ د ملاتړ لپاره کار کوي خو هیله لري چې زده‌کړې تر لوړې کچې ورسوي او د خپل جګړو ځپلي هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.

ضمیر د ماشومانو له نړیوالې ورځې او د ماشومانو له حقونو سره چندان بلدتیا نه لري خو وايي، دی هم غواړي له نورو ماشومانو سره لوبې وکړي کاغذي پتنګونه والوزوي او فوټبال وکړي. خو اقتصادي ستونزو اړ کړی چې د خپلې کورنۍ د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار وکړي.

د کابل په کوڅو کې ګڼ ماشومان لیدل کېږي چې بوټونه رنګوي، موټرونه پاکوي، په خښتو بټیو کې کار کوي بالونونه او پلاستیکي کڅوړې پلوري او یا هم په لاسي کراچیو کې مېوې پلوري.

۱۴ کلن عمر هم د هغو ماشومانو له ډلې دی چې د زده‌کړو ترڅنګ کار کوي. هغه هره ورځ دوه کیلو پخې شوې مټرې پلوري او د ورځې ۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي چې ۲۰۰ افغانۍ یې ګټه ده.

عمر د ښوونځي د اتم ټولګي زده‌کوونکی دی. هغه وايي د پلار ناروغۍ اړ کړی چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ د لګښتونو په برابرولو کې مرسته وکړي. عمر د خپلې کورنۍ مشر زوی دی او هیله لري چې په راتلونکي کې ډاکټر شي. هغه وايي، له ښوونځي سره مینه لري او د ډاکټر کېدو خوب ویني خو د کورنۍ اقتصادي ستونزې یې کار کولو ته اړ باسي.

په افغانستان کې له څلورو لسیزو زیاتو جګړو او بهرنیو پوځي مداخلو ګڼې کورنۍ له خپلو سرپرستانو بې‌برخې کړې او اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړې دي. د همدې وضعیت له امله ځینې ماشومان اړ شوي چې د کورنیو د ملاتړ لپاره کار وکړي او د ماشومتوب یوه مهمه برخه له لاسه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به د افغانستان ۲۱،۹ میلیونه وګړي چې د هېواد د نفوس شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۰
100%

دیني عالم عبدالقادر قانت وايي، چې د طالبانو په زندان کې له یوه کال تېرولو وروسته په بېلابېلو ناروغیو اخته شوی او پښتورګي یې له کاره لوېدلې دي. هغه وايي، هغه څه چې ده د طالبانو په زندانونو کې تجربه کړي، «سراسر ظلم، وحشت او بربریت» و.

ښاغلي قانت د جمعې په ورځ، د لړم پر ۲۹مه، له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د طالبانو پر تګلارو له نیوکې او د یوه ملي ټولشموله حکومت د جوړېدو، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو او د پنجشېر پر خلکو د ظلم د پای ته رسولو له غوښتنې وروسته ونیول شو.

هغه وویل، چې له اوو ورځو وروسته د پنجشېر د مخورو په منځګړیتوب خوشې شو، خو د طالبانو د استخباراتو ځواکونو بیا د هغه د کور له مخې هغه «وتښتاوه».

قانت وویل، چې د طالبانو ځواکونو هغه د استخباراتو ادارې ته ولېږداوه او د څو ورځو لپاره نه پوهېده چې چیرته ساتل کېږي.
دغه دیني عالم وویل، چې د پوښتنو ګروېږنو پر مهال په زندان کې شپه او ورځ نه وه معلومه او د کوټې څراغ یوازې د څېړنو پر مهال لګېده.

هغه زیاته کړه، چې هر ډول روحي او رواني شکنجه یې تجربه کړې او طالبانو په زندان کې هغه ته پیچکارۍ او درمل یې ورکړي، خو تر اوسه نه پوهېږي چې دا درمل د څه لپاره وو.

قانت وویل، چې طالبانو د هغه سر وخرېیه او د زندان زیړ کالي یې ورواغوستل.

هغه زیاته کړه چې ۵۰ ورځې یې په یوه کوټه کې یوازې تېرې کړې دي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو محکمې لومړی هغه په ۲۰ کاله بند محکوم کړ، خو د خلکو له منځګړیتوب او غوښتنې وروسته یې د بند موده یوه کال ته راکمه شوه.

نوموړی وروسته د بګرام زندان ته ولېږدول شو؛ هغه ځای چې د ده په وینا، ۴۵ بندیان په یوه کوټه کې ساتل کېدل.
یاد دیني عالم وویل، چې بندیان د ناروغۍ پر مهال هم له سپکاوي ډک چلند سره مخ وو او ډاکټر ته د وړلو لپاره به یې پر سرونو تورې کڅوړې ور اغوستلې. قانت زیاته کړه، چې د زندان د شرایطو په پایله کې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوی او پښتورګي یې له کاره لوېدلې دي.

د هغه په وینا، اوس جراحي عملیات ته اړتیا لري.

دغه دیني عالم وویل: «د طالبانو په زندان کې ظلم و، بربریت و، وحشت و. یوازې د اسلام نوم دی. له اسلام څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هر ډول وحشت ترسره کوي.»

هغه وویل، چې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته له افغانستانه وتلی او اوس په یوه ګاونډي هېواد کې ژوند کوي.

د قانت په وینا، د ده روحي، جسمي او اقتصادي وضعیت ناسم دی او یو شمېر کارګران د ده د کوټې کرایه او ورځني لګښتونه ورکوي. قانت وویل، چې شپږ میاشتې په کابل کې او اوس له افغانستانه بهر تر درملنې لاندې دی، خو له زندانه رامنځته شوي جسمي او رواني زیانونه نه جبرانېدونکي بولي.

هغه ټینګار وکړ، چې د نیول کېدو او زنداني کېدو یوازینی لامل یې د ښځو او نجونو له حقونو دفاع او د افغانستان د مظلومو خلکو د غږ پورته کول وو.

قانت وویل، سره له دې چې پر ده څه تېر شوي، له مبارزې به لاس وانخلي.