په دې قضيه کې دوو افغان ډاکټرانو زبيدې او زبور شېرزاد د اسلاماباد له سترې محکمې غوښتي و چې د دوى د طبي زدهکړو د دوام زمينه برابره شي او له هغو اداري اقداماتو څخه چې کولاى شي د دوى د تخصصي دورو د پرېکېدو لامل شي، مخنيوى وشي.
قاضي ارباب محمد طاهر په يو موقتي حکم کې د محکمې تر بلې غونډې پورې د پاکستان د طب او غاښونو د شورا له لوري د صادر شويو پریکړو عملي کېدل وځنډول.
دا قضيه د پاکستان د طب او غاښونو شورا او د کورنيو چارو وزارت، روغتيا وزارت او د اسلاماباد د طب او غاښونو کالج په ګډون د ۱۱ نورو بنسټونو او چارواکو پر ضد مطرح شوې ده.
نوموړی وروسته د بګرام زندان ته ولېږدول شو؛ هغه ځای چې د ده په وینا، ۴۵ بندیان په یوه کوټه کې ساتل کېدل. یاد دیني عالم وویل، چې بندیان د ناروغۍ پر مهال هم له سپکاوي ډک چلند سره مخ وو او ډاکټر ته د وړلو لپاره به یې پر سرونو تورې کڅوړې ور اغوستلې. قانت زیاته کړه، چې د زندان د شرایطو په پایله کې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوی او پښتورګي یې له کاره لوېدلې دي.
د هغه په وینا، اوس جراحي عملیات ته اړتیا لري.
دغه دیني عالم وویل: «د طالبانو په زندان کې ظلم و، بربریت و، وحشت و. یوازې د اسلام نوم دی. له اسلام څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هر ډول وحشت ترسره کوي.»
هغه وویل، چې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته له افغانستانه وتلی او اوس په یوه ګاونډي هېواد کې ژوند کوي.
د قانت په وینا، د ده روحي، جسمي او اقتصادي وضعیت ناسم دی او یو شمېر کارګران د ده د کوټې کرایه او ورځني لګښتونه ورکوي. قانت وویل، چې شپږ میاشتې په کابل کې او اوس له افغانستانه بهر تر درملنې لاندې دی، خو له زندانه رامنځته شوي جسمي او رواني زیانونه نه جبرانېدونکي بولي.
هغه ټینګار وکړ، چې د نیول کېدو او زنداني کېدو یوازینی لامل یې د ښځو او نجونو له حقونو دفاع او د افغانستان د مظلومو خلکو د غږ پورته کول وو.
قانت وویل، سره له دې چې پر ده څه تېر شوي، له مبارزې به لاس وانخلي.