• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سویلي افریقا لومړنۍ ښځینه مرستیاله ولسمشره او د ملګرو ملتونو د ښځوڅانګې پخوانۍ مشره ومړه

۳۰ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سویلي افریقا د لومړنۍ ښځینې مرستیالې ولسمشرې او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د پخوانۍ مشرې فومزیله ملامبو انګوکا پر مړینې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

ګوترېش د شنبې په ورځ (دلړم ۳۰مه) په خپله‌اېکس‌پاڼه ویلي: «د فومزیله ملامبو-انګوکا پر مړینې په ژوره توګه خواشینی یم. نوموړې د ښځو او نجونو د حقونو او پیاوړتیا یوه نه‌ستړې کېدونکې مدافعه وه. هغې باور درلود چې جنسیتي برابري د ښځو لپاره کومه ډالۍ یا امتیاز نه دی، بلکې یو اساسي حق دی چې باید ترې دفاع وشي او ترلاسه شي».

نوموړي د هغې کورنۍ، خپلوانو او ټولو هغو ښځو او نجونو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي چې د نوموړې له هڅو او مبارزې اغېزمنې شوې دي.

فومزیله ملامبو-انګوکا په ۱۹۵۵ کال کې د سویلي افریقا په ډربن ښار کې زېږېدلې او تېره ورځ (د لړم ۲۹مه) د ۷۱ کلونو په عمر مړه شوې ده. د سویلي افریقا حکومت د نوموړې مړینه تایید کړې ده.

نوموړې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د سویلي افریقا د مرستیالې ولسمشرې په توګه دنده ترسره کړې او په دغه هېواد کې لومړنۍ ښځه وه چې دې مقام ته ورسېده.

انګوکا همداراز له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د اجراییوي مشرې په توګه دنده ترسره کړې وه.

ډېر لیدل شوي

پاکستان د اسیان سرمنشي ته: د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن یو
۱

پاکستان د اسیان سرمنشي ته: د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن یو

۲
ځانګړی راپور

د ایران او ترکیې په پوله د ۲۰ افغانانو جسدونه موندل شوي او لسګونه لادرکه دي

۳

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل

۴

د پاکستان ادعا: په تېرو ۳ کلونو کې له افغانستان څخه وسله‌والو بریدونو ۴۷۰۰ پاکستانیان وژلي

۵

کابل ته د هبت الله تبلیغاتي سفر

•
•
•

نور خبرونه

سعودي ایتلاف په یمن کې بریدونه کړي، خو حوثیان د غچ ګواښ کړی

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۴ GMT+۰
100%

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن په حدیده بندر او درېیو نورو ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په غبرګون کې یې حوثیانو د سعودي پر جده بندر او مهمو تاسیساتو د برید ګواښ کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د ایتلاف ویاند ترکی بن صالح المالکي پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې ځواکونو یې په حدیده بندر کې هغه مرکزونه په نښه کړي چې د وسلو او بالستیک توغندیو د قاچاق او لېږد لپاره ترې کار اخیستل کېده.

د هغه په وینا، په صنعاء کې یې هم پوځي اهداف، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو مرکزونه او د اکمالاتو یو زېرمتون په نښه کړي دي.

حوثیانو ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ایتلاف په بریدونو کې ۴۱ کسان وژل شوي دي. بلخوا، د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن وسله‌والو ځواکونو ویلي چې په ۳۱ هوايي بریدونو، د بې‌پیلوټه الوتکو په ۹۱ بریدونو او سلګونو توپچي بریدونو کې ۱۹۳ حوثي جنګیالي وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د دواړو لورو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د ایتلاف ویاند ویلي چې د یمن پولې ته نږدې د جیزان سیمې پر فضا دوه بالستیک توغندي شنډ شوي او پاتې شوني یې په الشقیق سیمه کې لوېدلي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع پر اېکس لیکلي چې ځواکونو یې د سعودي عربستان د الشقیق برېښناکوټ او د جیزان بندر په مستقیمو بریدونو کې په نښه کړي او پراخ زیان یې ور اړولی دی.

په همدې حال کې، د حوثیانو اړوند المسیره ټلوېزیون د المخا ښار د یوه برېښناکوټ انځورونه خپاره کړي چې د ایتلاف په هوايي برید کې زیانمن شوی دی.

د ایتلاف دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې شوي چې حوثیانو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د دغه هېواد پر تر ټولو لوړه ودانۍ برید وکړ. دغه ودانۍ د ریاض په مالي سیمه کې موقعیت لري.

د ایتلاف له خوا د حدیده بندر شاوخوا ملکي وګړو ته د سیمې د پرېښودو تر خبرداري وروسته، حوثیانو ګواښ کړی چې که دغه بندر تر برید لاندې راشي د سعودي عربستان د سره سمندرګي پر غاړه به جده او نور بندرونه په نښه کړي.

د حوثیانو د بشري عملیاتو د همغږۍ مرکز د جده بندر له کاروونکو بېړیو شرکتونو او نورو ادارو ته برېښنالیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي چې بندر پرېږدي.

یحیی سریع ټولو هوايي شرکتونو ته هم خبرداری ورکړی چې د سعودي عربستان هوايي حریم خوندي نه دی او په راتلونکو ساعتونو کې به د حوثیانو د عملیاتو ډګر وي.

هغه ویلي چې د مکې او مدینې سپېڅلی هوايي حریم له دې خبرداري مستثنا دی.

سریع د ریاض د ملک عبدالله مالي سیمې خلکو ته هم ویلي چې له سیمې لرې شي او دغه ځای یې پوځي هدف بللی دی.

د سرچینې په وینا، د دغې سیمې دفترونه څو اوونۍ مخکې تخلیه شوي وو.

بنګله‌دېش: د روهینګیا نسل‌وژنې قربانیان باید عدالت ترلاسه کړي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۵ GMT+۰
100%

د بنګله‌دېش د ولسي جرګې مشر خلیل الرحمن د روهینګیا مسلمانانو پر ضد د میانمار د امنیتي ځواکونو د نسل‌وژنې په اړه د نړیوالې محکمې پرېکړه مهمه بللې او د قربانیانو لپاره د تاوان او د روهینګیا کډوالو د خوندي او باعزته بېرته ستنېدو غوښتنه کړې.

خلیل الرحمن د روهینګیا کډوالو په یوه کمپ کې د کډوالو او خبریالانو پر وړاندې د وینا پر مهال وویل د نړیواله عدلي محکمې د هغوی غږ اورېدلی او د ۲۰۱۷ کال پېښې یې د نسل‌وژنې په توګه یادې کړې دي.

هغه وویل: «پرون په هاګ کې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړې محکمې پرېکړه وکړه. په دې پرېکړه کې ستاسو نوم یاد شو روهینګیا، هو، روهینګیا. پرېکړه روښانه وه هغه څه چې په ۲۰۱۷ کال کې درسره شوي نسل‌وژنه وه.»

خلیل الرحمن د قربانیانو لپاره د عدلي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ژوندي پاتې شویو کسانو ته باید تاوان ورکړل شي او کډوالو ته داسې ضمانتونه برابر شي چې په خپله خوښه خوندي او له عزت سره خپلو سیمو ته ستانه شي.

نوموړي د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزیر او وروسته د ولسي جرګې مشر کېدو مخکې د روهینګیا کډوالو په اړه د خپل هېواد د لوړپوړي استازي په توګه دنده ترسره کړې او څو ځله یې د هغوی له کمپونو لیدنه کړې ده.

هغه وویل: «ما نه غوښتل له نیویارک څخه له تاسو سره خبرې وکړم. غوښتل مې په دې تاریخي شېبه کې کمپونو ته درشم او ستاسو تر څنګ ودرېږم.»

د نړیواله عدلي محکمې د پنجشنبې په ورځ د ګامبیا له خوا د میانمار پر ضد د ثبت شوې قضیې په اړه پرېکړه وکړه.

د ورکړل شوي راپور له مخې، محکمې موندلې چې د میانمار امنیتي ځواکونو او نورو دولتي ادارو د رخاین په ایالت کې د روهینګیا مسلمان اقلیت پر ضد د نسل‌وژنې کړنې ترسره کړې دي.

د محکمې د موندنو له مخې، د ۲۰۱۷ کال پوځي عملیاتو کې پراخ قتلونه، جنسي تاوتریخوالی او د کلیو بشپړ ویجاړول شامل وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، په دغو پېښو کې لږ تر لږه لس زره روهینګیا مسلمانان وژل شوي او شاوخوا ۷۵۰ زره نور بنګله‌دېش ته تښتېدلي دي.

خلیل الرحمن وویل، روهینګیا کډوالو له کلونو راهیسې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوله چې غږ یې واوري او اوس نړۍ د هغوی غوښتنې اورېدلې دي.

100%

هغه د محکمې د پرېکړې د عملي کېدو لپاره څلور مهم لومړیتوبونه بیان کړل.

لومړی، د عدالت تامین دی. د هغه په وینا، میانمار باید د نسل‌وژنې په اړه څېړنې وکړي او د شواهدو پر بنسټ د هغو کسانو پر ضد قانوني اقدامات وکړي چې په دغو پېښو کې د لاس لرلو شک پرې کېږي. نوموړي د اړوندو قوانینو د اصلاح غوښتنه هم وکړه.

دویم، د روهینګیا کډوالو خوندي بېرته ستنېدل دي. خلیل الرحمن وویل، هېڅوک باید داسې سیمو ته بېرته ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ وي.

د هغه په وینا، د کډوالو د ستنېدو لپاره باید د امنیت، د تګ راتګ د ازادۍ او د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړو په بهیر کې د روهینګیا خلکو د ګډون ډاډ ورکړل شي.

درېیم، د قربانیانو جبران او تاوان ورکول دي. د ورکړل شوي راپور له مخې، محکمې میانمار ته امر کړی چې قربانیانو ته تاوان ورکړي او په دې اړه د دوو کلونو په موده کې راپور وړاندې کړي.

خلیل الرحمن وویل: «پیسې د انسان د ژوند بدیل نه شي کېدای او نه د هغو خپلوانو تشه ډکولی شي چې له لاسه ورکړل شوي دي.» خو د هغه په وینا، مناسب تاوان له ژوندي پاتې شویو کسانو سره د امنیت، هیلې او عزت د احساس په بېرته ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي.

څلورم لومړیتوب د ورته پېښو مخنیوی دی. د دې لپاره باید قوانین اصلاح، امنیتي ځواکونه وروزل او د هغوی پر فعالیتونو د ملکي ادارو اغېزمنه څارنه یقیني شي.

خلیل الرحمن وویل، نړیواله ټولنه هم مسوولیت لري چې د محکمې د پرېکړې عملي کېدل یقیني کړي. هغه ژمنه وکړه چې د راتلونکو ګامونو لپاره به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو سره ګډ کار وکړي.

نوموړي روهینګیا کډوالو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل: «تاسو یوازې نه یاست، زه به خپله برخه مسوولیت ادا کړم.»

د پاکستان پولیسو د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون یوه افغان محصله نیولې

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۰
100%

په اسلام اباد کې د افغان محصلانو د اتحادیې مشر افغانستان انټرنیشنل ته ویلي، پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون یوه افغانه محصله نیولې او د کډوالو د توقیف یوه مرکز ته یې لېږدولې ده.

په اسلام اباد کې د افغان محصلانو د اتحادیې مشر صدیق شریعتي ویلي، یادې افغان محصلې د اسلام په نړیوال پوهنتون کې د ارواپوهنې په برخه کې د ماسټرۍ زده کړې کولي او د اسلام اباد په جي ـ ۵ سیمه کې نیول شوې ده.
د نوموړي په وینا، محصلې پولیسو ته ویلي چې د خپل تحصیلي ویزې د غځولو غوښتنلیک یې سپارلی او د پاکستان د حکومت له لوري د ویزو د نه تمدید له امله لا هم د ځواب په تمه ده، خو پولیسو دغه وضاحت نه دی منلی.
شریعتي وايي، محصلې د پوهنتون اسناد او د ویزې د غځولو د غوښتنلیک شواهد هم پولیسو ته وړاندې کړي وو، خو ورته ویل شوي چې معتبره ویزه نه لري او وروسته د اسلام‌اباد یوه توقیف مرکز ته لېږدول شوې ده.
د هغه په خبره، یاده محصله اوس هم د اسلام‌اباد په «حاجي کېمپ» کې ساتل کېږي او ښايي په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ولېږدول شي.
شریعتي زیاته کړه چې له نیول کېدو وروسته له محصلې موبایل هم اخیستل شوی او د همدې امله هغې سره د دوامدار تماس نیول ستونزمنه ده.
هغه وویل: «دا یوازینۍ پېښه نه ده. په وروستیو میاشتو کې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو د افغان محصلینو د نیولو لسګونه پېښې ثبت شوې دي. محصلین په بېلابېلو پلمو نیول کېږي او له پاکستانه د ایستلو له خطر سره مخ دي.»
د افغان زده‌کوونکو د اتحادیې مشر وايي، د پاکستان په پوهنتونونو کې د زده‌کړو پر افغان محصلینو، په ځانګړي ډول ښځینه محصلو، رواني فشارونه زیات شوي او ډېری یې د خپل راتلونکي په اړه له جدي اندېښنو سره مخ دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال د پاکستان په پوهنتونونو کې زرګونه افغان محصلین زده‌کړې کوي. شاوخوا دوه زره محصلین د علامه اقبال بورس له لارې او نږدې درې زره نور په شخصي لګښت زده‌کړې پر مخ وړي.
شریعتي ادعا کوي چې د پاکستان حکومت له شاوخوا شپاړسو میاشتو راهیسې د زده‌کړیزو ویزو د غځولو بهیر درولی او د زرګونو افغان محصلینو غوښتنلیکونه لا هم ځواب ته په تمه دي.
هغه وايي، افغان محصلینو په وار وار له پاکستاني چارواکو، پوهنتونونو او اړوندو ادارو سره دا موضوع شریکه کړې، خو تر اوسه یې د حل لپاره کوم عملي ګام نه دی لیدلی.
د یادونې وړ ده د روانې مياشتې په پنځمه نیټه د بلوچستان سترې محکمې د بولان طب کالج شپاړس افغان محصلینو ته لنډمهاله قانوني خوندیتوب ورکړی او حکم یې کړی چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۲۴مې پورې دې د هغوی زده‌کړې نه ځنډول کېږي او اجازه دې ورکړل شي چې خپلو ټولګیو او لیلیو ته بېرته ستانه شي.
خو په دې اړه بیا صدیق شریعتي وویل چې د بلوچستان عالي محکمې د بولان طبي کالج د افغان محصلینو په ګټه موقتي حکم صادر کړی او هغوی ته یې د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړې، خو د ده په وینا دا ډول پرېکړې تر اوسه په اسلام‌آباد او د پاکستان په نورو برخو کې د ادارو له لوري په بشپړه توګه نه عملي کېږي.

لوېدیځو مشرانو د اوکراین په دوامدار پوځي ملاتړ او امنیتي تضمینونو ټینګار وکړ

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۰
100%

د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس په برلین کې وویل، اروپا به تر هغې چې اړتیا وي د کییف مالي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي. هممهاله د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون له اوکراین سره د سمدستي وسلو پر مرستو ټینګار وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په اړه د برلین غونډې له ګډونوالو سره ټلېفوني اړیکه نیولې او هغوی یې په چین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خپلو لیدنو له جزییاتو خبر کړي دي. د بلومبرګ خبري اژانس د راپور له مخې، دا اړیکه په داسې حال کې نیول شوې چې په کییف کې د روسیې د تازه توغندیزو بریدونو پر مهال یو توغندی د هالنډ سفارت ته نږدې لګېدلی، خو چا ته په کې مالي او ځاني زیان نه دی رسېدلی.
په برلین کې د «خوښو هېوادونو ایتلاف» تر غونډې وروسته، د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس وویل چې هېواد به یې تر هغه وخته د اوکراین تر څنګ ولاړ وي څو چې اړتیا لیدل کېږي. مرتس زیاته کړه چې د خبرو اترو د بریالیتوب په صورت کې پر روسیې د لګول شویو بندیزونو مشروط لغوه کول ممکن دي، ځکه د ده په وینا، مسکو اوس پوه شوی چې خپلې اعظمي غوښتنې یې واقع‌بینانه نه دي. هغه په شنژن کې د امریکا، روسیې او چین د ولسمشرانو وروستۍ درې اړخیزه ناسته یوازې «د عکس اخیستلو فرصت» وبلله.
له بلې خوا د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ټینګار کړی چې د اوکراین متحدان باید همدا اوس د کییف د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې ټولې هڅې ګړندۍ کړي او خپل پوځي ملاتړ سمدستي پیاوړی کړي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ماکرون همدارنګه په ناټو تړون کې د اوکراین د غړیتوب د موضوع پر بیا مطرح کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې اوس د دې مسلې په اړه د خبرو د بیا پیل لپاره تر ټولو مناسب وخت دی.
د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي جرد کوشنر په برلین کې له اروپايي او اوکرایني چارواکو سره خبرې خورا بنسټیزې او بریالۍ بللې دي. کوشنر وویل چې ولسمشر ټرمپ اوکراین ته د امنیتي تضمینونو له ورکولو سره موافق دی، اروپا د اوکراین په ملاتړ کې متحده ده او ټرمپ غواړي هر ډول هوکړه د اروپايي متحدانو په حضور کې وشي. په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل ولیکل چې له چینه واشنګټن ته د ستنېدو په حال کې دی، سفر یې خورا لوی او اغېزناک و او ډېر ژر به په سپینه ماڼۍ کې د نویو سوداګریزو هوکړو په اړه خبري غونډه وکړي.
دغه ډیپلوماټیک تحولات وروسته له هغې چټک شول چې د امریکا، روسیې او چین مشرانو د چین په شنژن ښار کې په خپله لومړۍ درې اړخیزه ناسته کې د یوې ګډې اعلامیې له لارې ټینګار وکړ چې اټومي جګړه هېڅ ګټونکی نه لري او باید هېڅکله پیل نه شي. ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ په دغه غونډه کې د ستراتیژیک ثبات پر ساتلو، د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډو ګټو او د نړیوالو قضايي بنسټونو د واکونو پر محدودولو هم بحثونه کړي وو.

ډونالډ ټرمپ: که ایران په واشنګټن کې چاودنه وکړي حکومت به یې له منځه یوسو

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۵ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که د ایران حکومت په واشنګټن کې د چاودنې یا بم‌اېښودنې اقدام وکړي، امریکا به د ایران حکومت له منځه یوسي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۸مه، د چین په شېنژن ښار کې له فاکس نیوز سره په مرکه کې د هغو راپورونو په غبرګون کې دا څرګندونې کړې، چې ښایي د ایران حکومت په واشنګټن کې د بم‌اېښودنې پلان ولري.
کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا دا ګواښ جدي او قطعي دی، ټرمپ په ځواب کې وویل: «ژمنه کوم، په بشپړه توګه».
ټرمپ د ایران له‌خوا د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د احتمالي کارونې په اړه هم وویل، تهران د اټومي وسلو ترلاسه کولو له ستونزو سره د مخ کېدو له امله د کیمیاوي ګازونو او بیولوژیکي وسلو په لټه کې دی.
هغه زیاته کړه: «نوی کال په مخکې دی او د جنورۍ له لومړۍ وروسته به وګورو چې څه پېښېږي».
د امریکا ولسمشر د ایران حکومت «بدکاره کسان» بللي او ټینګار یې کړی چې امریکا جګړه نه ده پیل کړې، بلکې له ایران سره شخړه ۵۱ کاله وړاندې پیل شوې ده، نه ۴۷ کاله مخکې، لکه څنګه چې ځینې کسان یې یادونه کوي.
ټرمپ ادعا کړې چې د ایران حکومت په تېرو اتو میاشتو کې ۷۵ زره اعتراض کوونکي وژلي او د دغه هېواد خلک د اعتراض غوښتونکي دي، خو د وسله‌وال او خونړي ځپلو له امله اوس مهال نه شي کولای واټونو ته راووزي.
هغه د اعتراضونو د ځپلو په اړه وویل: «کله چې د زرګونو کسانو د یوې ډلې پر وړاندې دوه ماشیندارې درول شوې وي او ناڅاپه ډزې پیل شي، خلک هر لور ته پر ځمکه لوېږي او وژل کېږي، په داسې حال کې چې هېڅ وسله هم نه لري، نو اعتراض نه شي کېدای».
ټرمپ له ایران سره د خبرو اترو په اړه وویل چې غواړي له تهران سره هوکړې ته ورسېږي، خو دا هوکړه باید دوامداره او باوري وي.
هغه تایید کړه چې واشنګټن لا هم له تهران سره خبرې کوي او زیاته یې کړه: «موږ ورسره خبرې کړې دي. هغوی غواړي هوکړه وکړي، خو زه داسې هوکړه غواړم چې دوامداره وي».
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې هر ډول هوکړه باید داسې تضمینونه ولري چې ان په امریکا کې د یوه کمزوري یا نامناسب ولسمشر د واکمنېدو په صورت کې هم پر خپل اعتبار پاتې شي او په واشنګټن کې د حکومت له بدلون سره اغېزمنه نه شي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د داسې یوې هوکړې تر ترلاسه کېدو پورې به امریکايي ځواکونه په سیمه کې پاتې شي، هغه مثبت ځواب ورکړ او ویې ویل: «هو، زه به دا کار پای ته ورسوم. ډېر ژر به یې پای ته ورسوو، په هره بڼه چې وي».