په کابل کې د طالبانو د پنځلسمې امنیتي حوزې امر نصیر احمد احمدي ادعا کړې چې یاد اووه کسان د امرالله صالح په مشرۍ په زرغون بهیر اړوند دي او غوښتل یې د پیسو په بدل کې د طالبانو په امنیتي پوستو کې ماینونه کېږدي او لاسي بمونه ور وغورځوي.
تر دې دمه د افغانستان د پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر دغې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو له خوا په خپره شوې ویډیو کې نیول شوي کسان په کابل کې د دې ډلې پر ځواکونو د بریدونو پر پلان جوړولو اعتراف کوي. د طالبانو چارواکو دا ادعا هم کړې ده، چې له نیول شویو کسانو څخه یوه یې څو ورځې وړاندې د دې ډلې پر یوې امنیتي پوستې لاسي بم غورځولی و.
وښانه نه ده، چې دا اعترافونه له نیول شویو کسانو څخه تر کومو شرایطو لاندې اخیستل شوي او ایا هغوی د دغو څرګندونو لپاره تر فشار یا شکنجې لاندې وو که نه. له همدې امله، په دې ویډیو کې مطرح شوې ادعاوې په خپلواکه توګه د تایید وړ نه دي.
نوموړی وروسته د بګرام زندان ته ولېږدول شو؛ هغه ځای چې د ده په وینا، ۴۵ بندیان په یوه کوټه کې ساتل کېدل. یاد دیني عالم وویل، چې بندیان د ناروغۍ پر مهال هم له سپکاوي ډک چلند سره مخ وو او ډاکټر ته د وړلو لپاره به یې پر سرونو تورې کڅوړې ور اغوستلې. قانت زیاته کړه، چې د زندان د شرایطو په پایله کې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوی او پښتورګي یې له کاره لوېدلې دي.
د هغه په وینا، اوس جراحي عملیات ته اړتیا لري.
دغه دیني عالم وویل: «د طالبانو په زندان کې ظلم و، بربریت و، وحشت و. یوازې د اسلام نوم دی. له اسلام څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هر ډول وحشت ترسره کوي.»
هغه وویل، چې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته له افغانستانه وتلی او اوس په یوه ګاونډي هېواد کې ژوند کوي.
د قانت په وینا، د ده روحي، جسمي او اقتصادي وضعیت ناسم دی او یو شمېر کارګران د ده د کوټې کرایه او ورځني لګښتونه ورکوي. قانت وویل، چې شپږ میاشتې په کابل کې او اوس له افغانستانه بهر تر درملنې لاندې دی، خو له زندانه رامنځته شوي جسمي او رواني زیانونه نه جبرانېدونکي بولي.
هغه ټینګار وکړ، چې د نیول کېدو او زنداني کېدو یوازینی لامل یې د ښځو او نجونو له حقونو دفاع او د افغانستان د مظلومو خلکو د غږ پورته کول وو.
قانت وویل، سره له دې چې پر ده څه تېر شوي، له مبارزې به لاس وانخلي.