د بغلان عالمانو څرګنده کړې چې د دغه ولایت مرکز او اړوندو ولسوالیو ته زرګونه بېرته راستنې شوې کورنۍ د ژمي په رارسېدو سره دایمي سرپناه، خوراکي توکو او لومړنیو ژمنیو مرستو ته سخته اړتیا لري. هغوی له یاد وزارت څخه غوښتي چې د دغو بېوزله کورنیو د لاسنیوي او د سرپناه د برابرولو لپاره لازم او بېړني ګامونه پورته کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د کډوالو چارو وزیر د بغلان استازو ته ډاډ ورکړ چې له دغو کورنیو سره د مرستې لپاره ځانګړې هڅې روانې دي او ډېر ژر به د هېواد د شمال په اوو ولایتونو کې د مرستو د وېش بهیر پیل شي. نوموړي زیاته کړې چې په مرکز او ولسوالیو کې به ټولو راستنو شویو کورنیو ته لازم پام وشي او د دوی د ستونزو د اوارولو په موخه به له شته امکاناتو کار واخیستل شي.
مولوي عبدالکبیر همدارنګه له ټولو مرستندویه ادارو او شتمنو کسانو وغوښتل چې د ژمي په دې سخت موسم کې د اړمنو او بېسرپناه کډوالو د ستونزو د راکمولو لپاره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په لړ کې شاوخوا ۳ میلیونه افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې ډېری یې په زوره اېستل شوي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی چې په ګاونډیو هېوادونو کې د پولیسو د چاپو له امله کډوالې کورنۍ زیانمنې شوي او ان د کورنیو غړي یې سره لادرکه شوي دي او همدا راز زرګونه ستانه شوي وګړي دا مهال په افغانستان کې د سرپناه او لومړنیو اسانتیاوو له سخت نشتوالي سره مخ دي.
نوموړی وروسته د بګرام زندان ته ولېږدول شو؛ هغه ځای چې د ده په وینا، ۴۵ بندیان په یوه کوټه کې ساتل کېدل. یاد دیني عالم وویل، چې بندیان د ناروغۍ پر مهال هم له سپکاوي ډک چلند سره مخ وو او ډاکټر ته د وړلو لپاره به یې پر سرونو تورې کڅوړې ور اغوستلې. قانت زیاته کړه، چې د زندان د شرایطو په پایله کې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوی او پښتورګي یې له کاره لوېدلې دي.
د هغه په وینا، اوس جراحي عملیات ته اړتیا لري.
دغه دیني عالم وویل: «د طالبانو په زندان کې ظلم و، بربریت و، وحشت و. یوازې د اسلام نوم دی. له اسلام څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هر ډول وحشت ترسره کوي.»
هغه وویل، چې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته له افغانستانه وتلی او اوس په یوه ګاونډي هېواد کې ژوند کوي.
د قانت په وینا، د ده روحي، جسمي او اقتصادي وضعیت ناسم دی او یو شمېر کارګران د ده د کوټې کرایه او ورځني لګښتونه ورکوي. قانت وویل، چې شپږ میاشتې په کابل کې او اوس له افغانستانه بهر تر درملنې لاندې دی، خو له زندانه رامنځته شوي جسمي او رواني زیانونه نه جبرانېدونکي بولي.
هغه ټینګار وکړ، چې د نیول کېدو او زنداني کېدو یوازینی لامل یې د ښځو او نجونو له حقونو دفاع او د افغانستان د مظلومو خلکو د غږ پورته کول وو.
قانت وویل، سره له دې چې پر ده څه تېر شوي، له مبارزې به لاس وانخلي.