د راپور له مخې، په کابل کې د اندراګاندي په روغتون کې ګڼ ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله بستر دي. په دغه ماشومانو کې دوه کلنه زرمینه هم شامله ده، چې وزن یې یوازې پنځه کیلو ګرامه دی.
د زرمینې مور فاطمه پنځه ماشومان لري او د راپور له مخې ټول یې په خوارځواکۍ اخته دي. نوموړې له لوګر نه کابل ته راغلې؛ څو د خپلې لور درملنه وکړي. د هغې مېړه مزدوري کوي؛ خو عاید یې دومره کم دی چې کورنۍ یې ان د غوښې د پېرلو وس نهلري.
د روغتون ډاکټر فضلالله طرزي وايي، د زرمینې په څېر د سختې خوارځواکۍ پر ناروغۍ اخته ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ وي او په ځینو مواردو کې د مړینې ګواښ یې له ۸۰ تر ۹۰ سلنې پورې رسېږي.
د راپور له مخې، د اندراګاندي روغتون د خوارځواکۍ څانګه یوازې ۲۰ بستره لري؛ خو د ناروغانو شمېر دومره ډېر دی چې کله ناکله په یوه بستره کې دوه یا درې ماشومان بستر کېږي.
په راتلونکي کال کې به مېلیونونه ماشومان درملنې ته اړتیا ولري
د یونېسف او د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان د اټکل له مخې، په ۲۰۲۷کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۴.۰۴ مېلیونه ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. له دې ډلې به نږدې ۱.۰۹ مېلیونه ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته وي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۶کال کې د خوارځواکۍ ستونزه د افغانستان په لسو ولایتونو کې د اندېښنې وړ وه او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷کال کې به ۱۴ ولایتونو ته وغځېږي.
د بېوزلۍ او د مرستو کمښت د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي
لو موند لیکلي، چې د نړۍوالو مرستو کمښت، د خوراکي توکو لوړو بیو، د کار نشتوالی او له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د خلکو اقتصادي وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام د معلوماتو له مخې، د ځینو لومړنیو خوراکي توکو بیې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې لوړې شوې دي؛ له همدې امله ګڼې بېوزله کورنۍ نهشي کولای د خپلو ماشومانو لپاره کافي او مناسب خواړه برابر کړي.
په راپور کې راغلي، چې د امریکا د مرستو کمښت هم د افغانستان پر بشري وضعیت منفي اغېز کړی دی. امریکا مخکې د افغانستان له مهمو مرستندویانو څخه وه؛ خو د مرستو له کمښت وروسته ګڼ مرستندویه بنسټونه اړ شوي، چې خپل فعالیتونه محدود کړي.
سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي
د راپور له مخې، د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۵کال تر پایه په افغانستان کې شاوخوا ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. ورلډ وېژن هم د مالي امکاناتو د کمښت له امله په افغانستان کې خپل یوشمېر روغتیايي مرکزونه تړلي دي. د دغه سازمان د افغانستان څانګې د مشرې په وینا، دوی په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۰ روغتیايي مرکزونه تړلي دي.
په راپور کې د هرات د سربلند کلي د یوه روغتیايي مرکز یادونه هم شوې، چې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په پای کې تړل شوی دی. دغه مرکز د ۹۰ کورنیو او شاوخوا ۱۲ کلیو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کول.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د دغه مرکز له تړل کېدو وروسته ناروغان اړ دي چې د درملنې لپاره اوږد واټن ووهي. د یوه ناروغ د لېږد لګښت لږ تر لږه ۸۰ ډالرو ته رسېږي، چې د بېوزله کورنیو له وسه پورته دی.
د ښځو پر زدهکړو محدودیتونه روغتیايي ستونزې زیاتوي
راپور د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار محدودیتونه هم د افغانستان د روغتیايي وضعیت د خرابېدو له لاملونو ګڼي. د راپور له مخې، د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر طبي زدهکړو محدودیتونو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ورلډ وېژن د افغانستان څانګې مشرې خبرداری ورکړی، که دغه محدودیتونه همداسې دوام وکړي؛ په راتلونکو کلونو کې به د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت لا ډېر شي.
د ژمي په رارسېدو د خلکو اندېښنې
د راپور په پای کې د هرات د سربلند کلي د اوسېدونکو ستونزو ته اشاره شوې ده. د سیمې خلک وايي، د ژمي په رارسېدو سره د واورې او سړې هوا له امله لارې تړل کېږي او ناروغان روغتیايي مرکزونو ته په اسانۍ نهشي رسېدای.
د راپور په پای کې راغلي، چې د افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ ستونزه یوازې د خوړو د کمښت له امله نه ده؛ بلکې بېوزلي، د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل، د نړۍوالو مرستو کمښت او د ښځو پر زدهکړو او کار محدودیتونه هم د دغه وضعیت په خرابېدو کې رول لري.