دغه اماراتۍ ډېپلوماټه چې فلسطیني ریښې لري، د انتونیو ګوترېش د ځایناستي پر سر د سیالۍ له بېپایلې کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څوکۍ ته د نوماندې په توګه مطرح شوې ده. هغې زیاته کړې، په ملګرو ملتونو باور د دې لامل شوی چې دې سیالۍ ته لاره پیدا کړي او عربي هویت یې نوماندۍ سره هېڅ تړاو نه لري.
که نسیبه وټاکل شي، د ملګرو ملتونو په تاریخ کې به لومړنۍ ښځینه منشۍ شي او د مصر له ډېپلوماټ بوتروسغالي وروسته به د دغه سازمان دویمه عربه وي چې دغه څوکۍ ګټي.
نسیبه چې پخوا په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې وه، د خپل ټاکنیز کمپاین پر چارو د تمرکز لپاره یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له خپلې دندې رخصتي اخیستې ده.
نسیبه همداراز وایي، چې ملګري ملتونه د «نسلي بدلون» په پړاو کې دي او اصلاحاتو او پیاوړې رهبرۍ ته اړتیا لري. هغې ژمنه کړې، چې که وټاکل شي، د خپلې کاري دورې په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې به مهمې شخړې وڅېړي او د هغو د چټک هواري لپاره به هڅې وکړي.
په ورته مهال د هغې نوماندي د بشري حقونو د ډلو له نیوکو سره مخ شوې ده. دغو ډلو د سوډان په جګړه کې د متحده عربي اماراتو له خوا د نیمهپوځي ځواکونو پر ملاتړ تور پورې کړی؛ هغه تور چې ابوظبي یې ردوي. نسیبې هم ویلي، چې که وټاکل شي، په بشپړه خپلواکۍ به عمل وکړي.
هغې په پای کې ویلي، چې په غزه او سوډان کې د ښځو او ماشومانو وضعیت ته هم پام کوي او زیاته کړې یې ده: «ډېری وخت ښځې او ماشومان دي چې کړاوونه زغمي او جګړې ته د تلو پرېکړې نارینه کوي».
نوموړی وروسته د بګرام زندان ته ولېږدول شو؛ هغه ځای چې د ده په وینا، ۴۵ بندیان په یوه کوټه کې ساتل کېدل. یاد دیني عالم وویل، چې بندیان د ناروغۍ پر مهال هم له سپکاوي ډک چلند سره مخ وو او ډاکټر ته د وړلو لپاره به یې پر سرونو تورې کڅوړې ور اغوستلې. قانت زیاته کړه، چې د زندان د شرایطو په پایله کې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوی او پښتورګي یې له کاره لوېدلې دي.
د هغه په وینا، اوس جراحي عملیات ته اړتیا لري.
دغه دیني عالم وویل: «د طالبانو په زندان کې ظلم و، بربریت و، وحشت و. یوازې د اسلام نوم دی. له اسلام څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هر ډول وحشت ترسره کوي.»
هغه وویل، چې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته له افغانستانه وتلی او اوس په یوه ګاونډي هېواد کې ژوند کوي.
د قانت په وینا، د ده روحي، جسمي او اقتصادي وضعیت ناسم دی او یو شمېر کارګران د ده د کوټې کرایه او ورځني لګښتونه ورکوي. قانت وویل، چې شپږ میاشتې په کابل کې او اوس له افغانستانه بهر تر درملنې لاندې دی، خو له زندانه رامنځته شوي جسمي او رواني زیانونه نه جبرانېدونکي بولي.
هغه ټینګار وکړ، چې د نیول کېدو او زنداني کېدو یوازینی لامل یې د ښځو او نجونو له حقونو دفاع او د افغانستان د مظلومو خلکو د غږ پورته کول وو.
قانت وویل، سره له دې چې پر ده څه تېر شوي، له مبارزې به لاس وانخلي.