ایراني چارواکي: افغانستان ته د دوغارون له لارې د صادراتو کچه ۳۲ سلنه زیاته شوې

د ایران د دوغارون ګمرک چارواکي وايي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د صادر شویو توکو کچه ۳۲ سلنه او ارزښت یې ۱۰ سلنه زیات شوی دی. د دوی په وینا، افغانستان ته د هرات له لارې د ایران د صادراتو ۹۰ سلنې څخه ډېر توکي لېږدول کېږي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د دوغارون ـ تایباد ګمرک عمومي مدیر سید حسن رحیميزاده ویلي، د روان کال له پیله د تلې میاشتې تر پایه د دوغارون له رسمي ګمرکي دروازې څخه افغانستان ته ۷۴۵ زره او ۷۰۰ ټنه توکي صادر شوي دي.
د هغه په وینا، د دغه صادراتي توکو ارزښت ۲۴۷ میلیونه، ۵۹۴ زره او ۱۵۹ ډالرو ته رسېږي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله یې ارزښت ۱۰ سلنه زیات شوی دی.
رحیميزاده زیاته کړې، په همدې موده کې د دوغارون له لارې افغانستان ته د ترانزیټ شویو توکو ټول وزن یو میلیون او ۲۱۶ زره ټنه او ارزښت یې دوه میلیارده، ۳۹۸ میلیونه او ۲۷۴ زره او ۲۵۸ ډالره و.
د نوموړي په خبره، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې له افغانستان څخه ۱۱ زره او ۸۸۴ ټنه توکي، چې ارزښت یې ۲۲ میلیونه او ۳۵۲ زره او ۲۵۱ ډالره کېږي، د دوغارون له لارې ایران ته وارد شوي دي.
رحیميزاده ویلي، فولادي سیخان، پتروشیمي محصولات، اوسپنیز توکي، سمنټ او د نفتو بېلابېل محصولات افغانستان ته د ایران له مهمو صادراتي توکو څخه دي.
دوغارون ګمرک د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ښار په ۱۸ کیلومترۍ کې، له افغانستان سره پر پوله موقعیت لري. دغه ګمرک د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو لارو څخه دی او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او طالبانو اړیکې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې طالبان په افغانستان کې بېرته واک ته ورسېدل، په تدریجي ډول پراخې شوې دي. تهران له طالبانو سره په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي برخو کې تعامل کوي؛ خو په عین حال کې د اوبو، کډوالو، سرحدي امنیت او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه اختلافات لري.
