• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
کلتور او ټولنه

هند د شانګهای سازمان په چوکاټ کې د تمدني خبرو اترو د لومړۍ غونډې کوربه شو

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۴۶ GMT+۰

د شانګهای همکاریو سازمان د تمدني خبرو اترو لومړنۍ غونډه د لړم له ۲۹مې د لیندۍ تر لومړۍ نېټې پورې د هند په نوي ډیلي ښار کې جوړه شوه. دا غونډه د هند د لومړي وزیر په وړاندیز، تېر کال په چین کې د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې مطرح او د دغه سازمان په چوکاټ کې تصویب شوې وه.

دا غونډه د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي په وړاندیز، د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د چین د تیانجین ښار د شانګهای همکاریو سازمان مشرانو په سرمشریزه کې مطرح او د دغه سازمان په چوکاټ کې تصویب شوې وه. هند د دې غونډې د لومړي پړاو کوربه‌توب پر غاړه درلود.

په دې غونډه کې د سازمان د غړو هېوادونو د حکومتونو، وزارتونو او تخصصي بنسټونو استازو، پوهنتوني او علمي شخصیتونو او فرهنګي څېرو ګډون کړی و، څو د سیمې د ګډ تمدني میراث، د ملتونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ د خبرو اترو د پراختیا په اړه بحث وکړي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل، د تمدنونو ترمنځ تعامل د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ فرهنګ بډایه کړی او د نړۍ پر وړاندې د انسانانو پر لید یې اغېز کړی دی.

د نوموړي په وینا، دا غونډه کولای شي د نړۍ د راتلونکې پراختیا د لارو چارو د ټاکلو پر یوه مهم ډګر بدل شي.

مودي د څو پېړیو فرهنګي میراث په ساتنه کې د موزیمونو، کتابتونونو او ارشیفونو رول مهم وباله او د لرغونو متونو د ډیجیټلي کولو او ژباړې په برخه کې یې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ. هغه همدارنګه د پوهې د تبادلې او فرهنګي تعامل لپاره د ډیجیټلي پلاتفورمونو پر ظرفیتونو ټینګار وکړ او د سازمان غړي هېوادونه یې د دغو امکاناتو فعالې کارونې ته وهڅول.

د غونډې پرانیستونکې مراسم له «تمدنونه په خبرو اترو کې» تر سرلیک لاندې له یوه فرهنګي پروګرام سره مل وو، چې پکې د موسیقۍ او نڅا نندارې، انځوریز ترکیبونه او کیسې بیانول شامل وو.

دغه پروګرام د «نړۍ یوه کورنۍ ده» تر شعار لاندې جوړ شوی و او له نورو اوراسیايي هېوادونو سره یې د هند تاریخي او فرهنګي اړیکې نندارې ته وړاندې کړې.

د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې دا لومړنۍ غونډه د غړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي او تمدني همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

ډېر لیدل شوي

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل
۱

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل

۲

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې

۳

سارا اډمز: امریکایي یوټیوبر «سنیکو» د حقاني شبکې له پخواني دوه‌ګوني جاسوس سره سفر کړی

۴

سویس: له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي او بشري برخو کې محدودې دي

۵

د افغانستان بېوزلي؛ ماشومان د کورنیو د لګښتونو لپاره کار کوي

•
•
•

نور خبرونه

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۹ GMT+۰
100%

ډونالډ ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې لورا لومر ویلي، چې امریکايي یوټیوبر اسنیکو یې له طالب چارواکو سره د ژوندۍ ویډیويي مرکې د خپرولو له امله د امریکا امنیتي ادارو ته ورپېژندلی. نوموړې د امریکا د کورني امنیت له وزارت څخه غوښتي، چې اسنیکو دې امریکا ته د بېرته ستنېدو پر مهال ونیول شي.

مېرمن لومر شنبې (د لړم ۳۰مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې د امریکا د کورني امنیت وزارت او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه پیغام کې لیکلي، چې اسنیکو امریکا ته په وختي بېرته ستنېدو سره هڅه کوي، څو مسوول چارواکي وغولوي. د هغې په وینا، اسنیکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې غواړي دوه اوونۍ په اسلامي هېوادونو کې تېرې کړي.

لومر ادعا کړې، چې له طالبانو سره د اسنیکو د ژوندۍ مرکې خپرول ښايي نوموړی په امریکا کې له جدي قانوني ستونزو سره مخ کړي. هغې ویلي، هغو سازمانونو ته مادي ملاتړ برابرول چې د امریکا په نوملړ کې د ترهګرو ډلو په توګه ثبت دي، د دغه هېواد د قوانینو سرغړونه ده.

دې سیاسي فعالې ویلي، چې نوموړې په خپله اسنیکو او د «کېک» ژوندیو خپرونو د پلټفارم بنسټګر یې د امریکا د کورني امنیت د تحقیقاتو ادارې او د کورني امنیت وزارت ته ورپېژندلي او د خپلو اندېښنو اړوند شواهد یې هم دغو ادارو ته استولي دي.

هغې اسنیکو د طالبانو د تبلیغاتو پر جوړولو او خپرولو هم تورن کړی او ویلي یې دي، چې د کېک پلټفارم له لارې خپرېدونکي مطالب په امریکا کې ماشومانو ته هم د لاسرسي وړ دي.

لومر زیاته کړې، چې د امریکا د کورني امنیت د تحقیقاتو اداره د هغه څه په اړه خبره شوې، چې نوموړې یې «له طالبانو سره د اسنیکو همکاري» بولي او دغې ادارې ورته ویلي، چې ژر به ورسره اړیکه ونیسي.

اسنیکو، چې د امریکا د انټرنېټ یوه جنجالي څېره ده، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو او غړو سره د لیدنو او خبرو اترو ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې کړې. دغو ویډیوګانو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه او بحثونه راپارولي دي.

له دغو ویډیوګانو یوه یې له اسنیکو سره د واده په اړه د یوه طالب غړي د څرګندونو له امله جنجالي شوه.

په دې ویډیو کې طالب غړي اسنیکو ته وایي، که له یوې افغانې نجلۍ سره واده کولو ته لېوالتیا ولري، دوی ورته ښځه پیدا کولای شي. نوموړی ادعا کوي، چې په افغانستان کې ډېرې نجونې په «ویاړ» له اسنیکو سره واده کولو ته چمتو دي.

د دغو څرګندونو پراخې نیوکې راپارولې دي. نیوکه کوونکو ویلي، چې دا ډول څرګندونې د افغان ښځو او نجونو په اړه له سپکاوي ډک لیدلوری څرګندوي او په دې مانا ده چې هغوی د یوې وسیلې په توګه د یوه بهرني نارینه د خوښۍ لپاره وکارول شي.

اسنیکو د خپل سفر پر مهال د طالبانو له څو څېرو، د انس حقاني او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت له ویاند عبدالقهار بلخي سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي. نوموړي له طالب غړو سره د لمانځه، له ماشومانو سره د لیدنې او د نجونو د ښوونیزو مرکزونو د لیدو ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.

په یوه ویډیو کې د طالبانو یو غړی د ښځو پر کار او له کوره د هغوی پر وتلو بندیز ناسم بولي. د نوموړي دغه څرګندونې افغانستان کې د ښځو پر حقونو او د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره په ټکر کې دي.

د ټلویزیون نړیواله ورځ؛ د افغانستان ټلویزیونونه د سانسور تر سیوري لاندې فعالیت کوي

۳۰ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۲ GMT+۰
100%

نن د نومبر ۲۱ مه چې د ټلویزیون له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، داسې مهال رارسیږي، چې د طالبانو تر واک د افغانستان رسنیز ډګر او د فوټو ژورنالیزم برخه د سانسور، محدودیتونو او بندیزونو تر سیوري لاندې فعالیت کوي.

طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د افغانستان پر رسنیز ډګر بېلابېل بندیزونه لګولي، چې د ښځو له مخ پټولو نیولې او د ساه کښو د انځورونو د خپرولو تر بندیز پورې.
له دغو بندیزونو سربېره طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې ۵ کلنه موده کې د څو ټلویزیونونو جوازونه لغو او نشرات یې بند کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز سږ کال په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له امله لږ تر لږه د ۲۱ سیمه‌ییزو ټلویزیونونو فعالیتونه درول شوي دي.

دغه مرکز د ۱۴۰۴ لمریز کال په خپل کلني راپور کې، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ له ۱۸مې د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې موده رانغاړي ویلي، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۵ ولایتونو ته غځېدلی دی.
راپورونه ښیي، چې طالبانو په دغې موده کې د نور، بریا، ارزو، تمدن او راه فردا خصوصي ټلویزیونونو پر فعالیتونو په وقفه‌يي ډول بندیزونه لګولي دي.
بلخوا دغې ډلې په دولتي رسنیو کې د ټولو ښځینه کار کوونکو او د خپرونې د چلوونکو پر فعالیتونو بندیز لګولی، خو په خصوصي رسنیو کې که څه هم په محدود شمېر ښځې کار کوي، خو د هغوی په وینا، د ځانګړو شرایطو په منلو سره د کار د دوام اجازه لري.
نرګس(مستعار نوم) چې اوس مهال د افغانستان له یوه خصوصي ټلویزیون سره کار کوي افغانستان انټرنشل - پښتو ته ویلي، چې د سختو شرایطو په منلو سره اړه ده، خپل مسلک کې کار وکړي.
هغه وایي، چې طالبانو په لومړیو کې پر ښځینه خبریالانو او په ځانګړې توګه د ټلویزیوني خپرونو د ښځینه نطاقانو د مخ پوښل (ماسک کارول) جبري کړل.
نرګس وایي، طالبان په ښکاره له ښځینه خبریالانو سره توپیري چلند کوي او ډېری طالب چارواکي په خپلو خبري کنفرانسونو کې ښځینه خبریالانو ته د خبري پوښښ لپاره اجازه نه‌ورکوي.
هغه وایي: «ما څو کاله په رسنۍ کې کار کړی، خو داسې کسان دي چې له یوه کال راهیسې کار کوي خو یوازې له دې امله چې نارینه دي تر ما یې د کار ساحه پراخه او د ډېر صلاحیت لرونکی دی».
نرګس وایي، چې د ژورنالیرم د ډګر کار په محدودیتونو نه‌کېږي او په وینا یې: «د رسنیو کار ازاد او پرته له کوم بندیز کار کولو ته اړتیا لري ځکه موږ باید هر څه ته لاس رسی ولرو تر څو حقیقت تر خلکو ورسوو، د دې چارې لپاره جنسیت باید زموږ د کار مانع نه‌شي چې متاسفانه اوس مانع شوی دی».
هغه وایي، اوس مهال طالبان اجازه نه‌ورکوي، چې یوه ښځینه خبریاله له نارینه کارپوه سره خبرې یا مرکه وکړي او زیاتوي، چې دوی نه‌شي کولی له طالب چارواکو سره اړیکې ونیسي یا د خبري پوښښ لپاره غونډو ته لاړې شي.
نرګس هیله څرګندوي، چې یوه ورځ بېرته عادي او پرته له کوم خنډ څخه خپل مسلک ته دوام ورکړل شي.

100%


د افغان خبریالانو په وینا، د طالبانو بندیزونه یوازې پر ښځینه خبریالانو نه محدودېږي، بلکې نارینه خبریالان او ټول رسنیز چاپېریال ترې اغیزمن دي.

یو بل افغان رسنیز فعال چې د یوې رسنۍ په مدیریتي برخه کې کار کوي او د امنیتي اندېښنو له امله یې د نوم له اخیستلو ډډه کړې وایي، چې د ده په اند افغانستان کې د رسنیو په ځانګړې توګه د ټلویزېونونو فعالیتونه یو هم د ژورنالیزم له اصولو سره برابر نه‌دي، ځکه په وینا یې، دوی اړ دي چې ان د عادي خپرونو محتوا او سوژې هم د طالبانو له «مزاج» سره برابر جوړې کړي.
هغه وایي، چې د سیاسي خپرونو لپاره دوی باید د خپرونې موضوع، د میلمنو لیسټ او ان ځینې وخت پوښتنې هم د طالبانو د سپارښتنو پر بنسټ چمتو کړي.
هغه افغانستان انټرنشل- پښتو ته ویلي: «په دې ډول ویلی شم چې اوس مهال موږ هیڅ اختیار نه‌لرو چې د ټولنې د ستونزو او د طالبانو د ناوړه کړنو په تړاو حقیقتونو ته پوښښ ورکړو».
د هغه په وینا، دې وضعیت ډېر ستړی کړی خو اړ دی چې کار وکړي او د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي.

ورته مهال، د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په خپل وروستي میاشتني راپور کې ویلي وو، چې طالبانو پر خبریالانو فشارونه زیات کړي او د عکسونو او ویډیوګانو پر خپرولو یې محدودیتونه لګولي دي.

د راپور له مخې، خبریالان په ځینو سیمو کې د سیاسي او پوځي موضوعاتو په اړه د طالبانو د دریځ خپرولو ته هڅول کېږي او په فکري او عقیدوي پروګرامونو کې ګډون ته اړ اېستل کېږي.
دغه سازمان په دې اړه اندیښنه ښودلې وه، چې د دغه وضعیت دوام د افغان ژورنالېزم خپلواکي، مسلکي بې‌طرفي او د خبریالانو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د طالبانو له لوري پر رسنیو د سانسور او د بندیزونو وضع کولو ته د نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو، د خبریالانو اړوند بنسټونو او رسنیزو فعالینو اندېښنه ښودلې او په وار وار یې د دغو بندیزونو د مخنیوي او لرې کولو غوښتنه کړې ده.
د ټلویزیون نړیواله ورځ هر کال د نومبر په ۲۱مه د ملګرو ملتونو له‌خوا د ټلویزیون د ارزښت، د معلوماتو په خپرولو، عامه پوهاوي، پوهنې او د ټولنیزو بدلونونو په رامنځته کولو کې د هغه د رول د یادونې په موخه نمانځل کېږي.

د دې ورځې موخه یوازې ټلویزیون د یوې وسیلې په توګه نمانځل نه‌دي، بلکې د خلکو د نظرونو په جوړولو، د بېلابېلو لیدلورو په وړاندې کولو، د حقیقتونو په روښانه کولو او د ټولنې د ستونزو په انعکاس کې د خپلواکو رسنیو پر ارزښت ټینګار هم دی. ملګري ملتونه دا ورځ د رسنیو د ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي او د خبریالانو د مسلکي فعالیتونو د اهمیت یادونې لپاره یو فرصت ګڼي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له بیا واکمنۍ سره سم، لسګونه خبریالان د ژورنالیسټیکي فعالیتونو له امله نیولي او دمګړۍ هم یو شمېر خبریالان له دغې ډلې سره بندیان دي او د بندي شویو خبریالانو د کورنیو په وینا، په بګرام بندخونه کې بندي خبریالان له ناوړه وضعیت سره مخ دي او ان ډېری وخت کورنیو ته یې هم د هغه د لیدلو اجازه نه‌ورکول کېږي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) د روانې لړم میاشتې په سر کې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ ریاست د خبریالانو د څار، ګواښلو، نیولو او شکنجې په برخه کې مهم رول لري او هڅه کوي د افغانستان رسنۍ د طالبانو په تبلیغاتي وسیلو بدلې کړي.

دغه سازمان همداراز د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده نو د هغو ۳۳ کسانو او بنسټونو په نوملړ کې شامل کړی، چې د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې یې د رسنیو ازادي محدوده کړې ده.

سعودي ایتلاف په یمن کې بریدونه کړي، خو حوثیان د غچ ګواښ کړی

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۴ GMT+۰
100%

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن په حدیده بندر او درېیو نورو ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په غبرګون کې یې حوثیانو د سعودي پر جده بندر او مهمو تاسیساتو د برید ګواښ کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د ایتلاف ویاند ترکی بن صالح المالکي پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې ځواکونو یې په حدیده بندر کې هغه مرکزونه په نښه کړي چې د وسلو او بالستیک توغندیو د قاچاق او لېږد لپاره ترې کار اخیستل کېده.

د هغه په وینا، په صنعاء کې یې هم پوځي اهداف، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو مرکزونه او د اکمالاتو یو زېرمتون په نښه کړي دي.

حوثیانو ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ایتلاف په بریدونو کې ۴۱ کسان وژل شوي دي. بلخوا، د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن وسله‌والو ځواکونو ویلي چې په ۳۱ هوايي بریدونو، د بې‌پیلوټه الوتکو په ۹۱ بریدونو او سلګونو توپچي بریدونو کې ۱۹۳ حوثي جنګیالي وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د دواړو لورو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د ایتلاف ویاند ویلي چې د یمن پولې ته نږدې د جیزان سیمې پر فضا دوه بالستیک توغندي شنډ شوي او پاتې شوني یې په الشقیق سیمه کې لوېدلي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع پر اېکس لیکلي چې ځواکونو یې د سعودي عربستان د الشقیق برېښناکوټ او د جیزان بندر په مستقیمو بریدونو کې په نښه کړي او پراخ زیان یې ور اړولی دی.

په همدې حال کې، د حوثیانو اړوند المسیره ټلوېزیون د المخا ښار د یوه برېښناکوټ انځورونه خپاره کړي چې د ایتلاف په هوايي برید کې زیانمن شوی دی.

د ایتلاف دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې شوي چې حوثیانو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د دغه هېواد پر تر ټولو لوړه ودانۍ برید وکړ. دغه ودانۍ د ریاض په مالي سیمه کې موقعیت لري.

د ایتلاف له خوا د حدیده بندر شاوخوا ملکي وګړو ته د سیمې د پرېښودو تر خبرداري وروسته، حوثیانو ګواښ کړی چې که دغه بندر تر برید لاندې راشي د سعودي عربستان د سره سمندرګي پر غاړه به جده او نور بندرونه په نښه کړي.

د حوثیانو د بشري عملیاتو د همغږۍ مرکز د جده بندر له کاروونکو بېړیو شرکتونو او نورو ادارو ته برېښنالیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي چې بندر پرېږدي.

یحیی سریع ټولو هوايي شرکتونو ته هم خبرداری ورکړی چې د سعودي عربستان هوايي حریم خوندي نه دی او په راتلونکو ساعتونو کې به د حوثیانو د عملیاتو ډګر وي.

هغه ویلي چې د مکې او مدینې سپېڅلی هوايي حریم له دې خبرداري مستثنا دی.

سریع د ریاض د ملک عبدالله مالي سیمې خلکو ته هم ویلي چې له سیمې لرې شي او دغه ځای یې پوځي هدف بللی دی.

د سرچینې په وینا، د دغې سیمې دفترونه څو اوونۍ مخکې تخلیه شوي وو.

بنګله‌دېش: د روهینګیا نسل‌وژنې قربانیان باید عدالت ترلاسه کړي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۵ GMT+۰
100%

د بنګله‌دېش د ولسي جرګې مشر خلیل الرحمن د روهینګیا مسلمانانو پر ضد د میانمار د امنیتي ځواکونو د نسل‌وژنې په اړه د نړیوالې محکمې پرېکړه مهمه بللې او د قربانیانو لپاره د تاوان او د روهینګیا کډوالو د خوندي او باعزته بېرته ستنېدو غوښتنه کړې.

خلیل الرحمن د روهینګیا کډوالو په یوه کمپ کې د کډوالو او خبریالانو پر وړاندې د وینا پر مهال وویل د نړیواله عدلي محکمې د هغوی غږ اورېدلی او د ۲۰۱۷ کال پېښې یې د نسل‌وژنې په توګه یادې کړې دي.

هغه وویل: «پرون په هاګ کې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړې محکمې پرېکړه وکړه. په دې پرېکړه کې ستاسو نوم یاد شو روهینګیا، هو، روهینګیا. پرېکړه روښانه وه هغه څه چې په ۲۰۱۷ کال کې درسره شوي نسل‌وژنه وه.»

خلیل الرحمن د قربانیانو لپاره د عدلي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ژوندي پاتې شویو کسانو ته باید تاوان ورکړل شي او کډوالو ته داسې ضمانتونه برابر شي چې په خپله خوښه خوندي او له عزت سره خپلو سیمو ته ستانه شي.

نوموړي د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزیر او وروسته د ولسي جرګې مشر کېدو مخکې د روهینګیا کډوالو په اړه د خپل هېواد د لوړپوړي استازي په توګه دنده ترسره کړې او څو ځله یې د هغوی له کمپونو لیدنه کړې ده.

هغه وویل: «ما نه غوښتل له نیویارک څخه له تاسو سره خبرې وکړم. غوښتل مې په دې تاریخي شېبه کې کمپونو ته درشم او ستاسو تر څنګ ودرېږم.»

د نړیواله عدلي محکمې د پنجشنبې په ورځ د ګامبیا له خوا د میانمار پر ضد د ثبت شوې قضیې په اړه پرېکړه وکړه.

د ورکړل شوي راپور له مخې، محکمې موندلې چې د میانمار امنیتي ځواکونو او نورو دولتي ادارو د رخاین په ایالت کې د روهینګیا مسلمان اقلیت پر ضد د نسل‌وژنې کړنې ترسره کړې دي.

د محکمې د موندنو له مخې، د ۲۰۱۷ کال پوځي عملیاتو کې پراخ قتلونه، جنسي تاوتریخوالی او د کلیو بشپړ ویجاړول شامل وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، په دغو پېښو کې لږ تر لږه لس زره روهینګیا مسلمانان وژل شوي او شاوخوا ۷۵۰ زره نور بنګله‌دېش ته تښتېدلي دي.

خلیل الرحمن وویل، روهینګیا کډوالو له کلونو راهیسې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوله چې غږ یې واوري او اوس نړۍ د هغوی غوښتنې اورېدلې دي.

100%

هغه د محکمې د پرېکړې د عملي کېدو لپاره څلور مهم لومړیتوبونه بیان کړل.

لومړی، د عدالت تامین دی. د هغه په وینا، میانمار باید د نسل‌وژنې په اړه څېړنې وکړي او د شواهدو پر بنسټ د هغو کسانو پر ضد قانوني اقدامات وکړي چې په دغو پېښو کې د لاس لرلو شک پرې کېږي. نوموړي د اړوندو قوانینو د اصلاح غوښتنه هم وکړه.

دویم، د روهینګیا کډوالو خوندي بېرته ستنېدل دي. خلیل الرحمن وویل، هېڅوک باید داسې سیمو ته بېرته ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ وي.

د هغه په وینا، د کډوالو د ستنېدو لپاره باید د امنیت، د تګ راتګ د ازادۍ او د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړو په بهیر کې د روهینګیا خلکو د ګډون ډاډ ورکړل شي.

درېیم، د قربانیانو جبران او تاوان ورکول دي. د ورکړل شوي راپور له مخې، محکمې میانمار ته امر کړی چې قربانیانو ته تاوان ورکړي او په دې اړه د دوو کلونو په موده کې راپور وړاندې کړي.

خلیل الرحمن وویل: «پیسې د انسان د ژوند بدیل نه شي کېدای او نه د هغو خپلوانو تشه ډکولی شي چې له لاسه ورکړل شوي دي.» خو د هغه په وینا، مناسب تاوان له ژوندي پاتې شویو کسانو سره د امنیت، هیلې او عزت د احساس په بېرته ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي.

څلورم لومړیتوب د ورته پېښو مخنیوی دی. د دې لپاره باید قوانین اصلاح، امنیتي ځواکونه وروزل او د هغوی پر فعالیتونو د ملکي ادارو اغېزمنه څارنه یقیني شي.

خلیل الرحمن وویل، نړیواله ټولنه هم مسوولیت لري چې د محکمې د پرېکړې عملي کېدل یقیني کړي. هغه ژمنه وکړه چې د راتلونکو ګامونو لپاره به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو سره ګډ کار وکړي.

نوموړي روهینګیا کډوالو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل: «تاسو یوازې نه یاست، زه به خپله برخه مسوولیت ادا کړم.»

لوېدیځو مشرانو د اوکراین په دوامدار پوځي ملاتړ او امنیتي تضمینونو ټینګار وکړ

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۰
100%

د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس په برلین کې وویل، اروپا به تر هغې چې اړتیا وي د کییف مالي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي. هممهاله د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون له اوکراین سره د سمدستي وسلو پر مرستو ټینګار وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په اړه د برلین غونډې له ګډونوالو سره ټلېفوني اړیکه نیولې او هغوی یې په چین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خپلو لیدنو له جزییاتو خبر کړي دي. د بلومبرګ خبري اژانس د راپور له مخې، دا اړیکه په داسې حال کې نیول شوې چې په کییف کې د روسیې د تازه توغندیزو بریدونو پر مهال یو توغندی د هالنډ سفارت ته نږدې لګېدلی، خو چا ته په کې مالي او ځاني زیان نه دی رسېدلی.
په برلین کې د «خوښو هېوادونو ایتلاف» تر غونډې وروسته، د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس وویل چې هېواد به یې تر هغه وخته د اوکراین تر څنګ ولاړ وي څو چې اړتیا لیدل کېږي. مرتس زیاته کړه چې د خبرو اترو د بریالیتوب په صورت کې پر روسیې د لګول شویو بندیزونو مشروط لغوه کول ممکن دي، ځکه د ده په وینا، مسکو اوس پوه شوی چې خپلې اعظمي غوښتنې یې واقع‌بینانه نه دي. هغه په شنژن کې د امریکا، روسیې او چین د ولسمشرانو وروستۍ درې اړخیزه ناسته یوازې «د عکس اخیستلو فرصت» وبلله.
له بلې خوا د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ټینګار کړی چې د اوکراین متحدان باید همدا اوس د کییف د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې ټولې هڅې ګړندۍ کړي او خپل پوځي ملاتړ سمدستي پیاوړی کړي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ماکرون همدارنګه په ناټو تړون کې د اوکراین د غړیتوب د موضوع پر بیا مطرح کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې اوس د دې مسلې په اړه د خبرو د بیا پیل لپاره تر ټولو مناسب وخت دی.
د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي جرد کوشنر په برلین کې له اروپايي او اوکرایني چارواکو سره خبرې خورا بنسټیزې او بریالۍ بللې دي. کوشنر وویل چې ولسمشر ټرمپ اوکراین ته د امنیتي تضمینونو له ورکولو سره موافق دی، اروپا د اوکراین په ملاتړ کې متحده ده او ټرمپ غواړي هر ډول هوکړه د اروپايي متحدانو په حضور کې وشي. په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل ولیکل چې له چینه واشنګټن ته د ستنېدو په حال کې دی، سفر یې خورا لوی او اغېزناک و او ډېر ژر به په سپینه ماڼۍ کې د نویو سوداګریزو هوکړو په اړه خبري غونډه وکړي.
دغه ډیپلوماټیک تحولات وروسته له هغې چټک شول چې د امریکا، روسیې او چین مشرانو د چین په شنژن ښار کې په خپله لومړۍ درې اړخیزه ناسته کې د یوې ګډې اعلامیې له لارې ټینګار وکړ چې اټومي جګړه هېڅ ګټونکی نه لري او باید هېڅکله پیل نه شي. ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ په دغه غونډه کې د ستراتیژیک ثبات پر ساتلو، د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډو ګټو او د نړیوالو قضايي بنسټونو د واکونو پر محدودولو هم بحثونه کړي وو.