ولسمشر د ایران په ملاتړ د حزب الله وسلهوالو د بې وسلې کولو لپاره د خپل حکومت پر هڅو ټینګار وکړ او ویې ویل: «له دولت څخه بهر باید داسې هېڅ وسلهواله ډله موجوده نه وي، چې د بهرنیو قدرتونو امرونه مني او یا د هغوی د ګټو لپاره فعالیت کوي.»
د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او اسراییل له یوې خوا او ایران له بلې خوا ترمنځ د کړکېچ او مخامخېدو له پیل وروسته، لبنان یو ځل بیا د جګړې په لمبو کې ښکېل شو.
پر اسراییل د حزب الله له بریدونو وروسته، اسراییل د لبنان په سوېلي سیمو کې ځوابي بریدونه او پوځي پرمختګ وکړ، چې له امله یې ګڼ شمېر خلک بېځایه او زرګونه کسان ووژل شول.
اسراییل لا هم د لبنان نږدې پنځه سلنه خاوره په خپل اشغال کې ساتلې ده، په دغه ځمکو کې هغه برخې هم شاملې دي چې په ۱۹۶۷ کال کې نیول شوې وې.
ولسمشر جوزف عون وویل، پر دولت د خلکو باور تر هغه وخته بېرته نه شي راګرځېدای، څو چې وګړي خپلو سپما شویو پیسو ته د لاسرسي او د خپل ژوند د بېرته جوړولو لپاره له ستونزو سره مخ وي، ځوانان له خپل هېواده بهر د راتلونکي په لټه کې وي او کورنۍ د خپل سبا په اړه له ناڅرګندتیا سره مخ وي.
اسنیکو، چې د امریکا د انټرنېټ یوه جنجالي څېره ده، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو او غړو سره د لیدنو او خبرو اترو ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې کړې. دغو ویډیوګانو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه او بحثونه راپارولي دي.
له دغو ویډیوګانو یوه یې له اسنیکو سره د واده په اړه د یوه طالب غړي د څرګندونو له امله جنجالي شوه.
په دې ویډیو کې طالب غړي اسنیکو ته وایي، که له یوې افغانې نجلۍ سره واده کولو ته لېوالتیا ولري، دوی ورته ښځه پیدا کولای شي. نوموړی ادعا کوي، چې په افغانستان کې ډېرې نجونې په «ویاړ» له اسنیکو سره واده کولو ته چمتو دي.
د دغو څرګندونو پراخې نیوکې راپارولې دي. نیوکه کوونکو ویلي، چې دا ډول څرګندونې د افغان ښځو او نجونو په اړه له سپکاوي ډک لیدلوری څرګندوي او په دې مانا ده چې هغوی د یوې وسیلې په توګه د یوه بهرني نارینه د خوښۍ لپاره وکارول شي.
اسنیکو د خپل سفر پر مهال د طالبانو له څو څېرو، د انس حقاني او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت له ویاند عبدالقهار بلخي سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي. نوموړي له طالب غړو سره د لمانځه، له ماشومانو سره د لیدنې او د نجونو د ښوونیزو مرکزونو د لیدو ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.
په یوه ویډیو کې د طالبانو یو غړی د ښځو پر کار او له کوره د هغوی پر وتلو بندیز ناسم بولي. د نوموړي دغه څرګندونې افغانستان کې د ښځو پر حقونو او د نجونو پر زدهکړو د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره په ټکر کې دي.