د «عدالت او سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغان ښځو مشري د ځوابویلو له لارې» تر سرلیک لاندې د «زموږ غږ واورئ» څلورمه غونډه د یکشنبې او دوشنبې په ورځو، د لېندۍ په لومړۍ او دویمه نېټه، د اسپانیې د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې په مادرید کې جوړه شوه.
دا غونډه د اسپانیې د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د «د افغانستان لپاره ښځې» سازمان په همکارۍ جوړه شوې وه او شاوخوا ۷۰افغان ښځینه او نارینه مشران، د ملګرو ملتونو چارواکي، ډېپلوماتان، څېړونکي، دیني عالمان او د مدني ټولنو استازو پکې ګډون کړی و.
دا غونډه ولې جوړه شوه؟
د «زموږ غږ واورئ» څلورمه غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله تېرېږي، خو افغان ښځې او نجونې لا هم د زدهکړو، کار، ټولنیز او سیاسي ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
د غونډې جوړوونکو ویلي چې د دې غونډې موخه د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د طالبانو د ځوابویلو لپاره د هڅو پیاوړتیا، په سیاسي او سولهییزو بهیرونو کې د ښځو د رول ملاتړ او د حکومتونو، نړیوالو بنسټونو او مدني ټولنې ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ رامنځته کول دي.
ګډونوالو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو له مانادار ګډون او د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو له ځوابویلو پرته دوامداره سوله او باثباته راتلونکی ناشونی دی. دوی ویلي چې نړیواله ټولنه باید د عدالت، د ښځو د حقونو او د افغانستان په اړه د اړوندو نړیوالو میکانېزمونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ویناوالو څرګندونې
د غونډې د پرانیستې په مراسمو کې د اسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوېل البارس بوینو ټینګار وکړ چې هېواد به یې د طالبانو رژیم په رسمیت ونه پېژني او اجازه به ورنه کړي چې د ښځو حقونه د سیاسي معاملې موضوع وګرځي. هغه همدارنګه په نړیوالو قوانینو کې د «جنسیتي اپارټایډ» د په رسمیت پېژندلو ملاتړ وکړ او د افغان ښځو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو د څېړلو غوښتنه یې وکړه.
ورپسې، د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې پریمیلا پتن وویل چې د طالبانو په چلند کې د بدلون هېڅ نښه نه لیدل کېږي او د جبري ودونو، جنسي تاوتریخوالي او د ښځو پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو په اړه لا هم راپورونه خپرېږي.
هغې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د مستند جوړونې او څېړنیزو میکانېزمونو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د ملګرو ملتونو د بودیجې کمېدل د افغان ښځو د ملاتړ بهیر له ستونزو سره مخ کوي.
د غونډې بله ویناواله ناوي پیلای وه چې مشهوره حقوقپوهه، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ پخوانۍ مشره ده. هغې په خپل ویډیويي پیغام کې وویل چې لکه څنګه چې په سویلي افریقا کې د اپارټایډ نظام په پای کې مات شو، په افغانستان کې د هغې پر وینا د «جنسیتي اپارټایډ» پر وړاندې مبارزه به هم په پای کې پایله ورکړي.
هغې د طالبانو د مشرانو د ځوابویلو لپاره د نړیوالو اقداماتو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې عدالت به بالاخره ټینګ شي.
د پرانیستې مراسمو په بله برخه کې فوزیې کوفي د «د افغانستان لپاره ښځې» سازمان د مدیره پلاوي مشره او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې د افغانستان اوسنی وضعیت د نړۍ له تر ټولو سختو بشري حقونو بحرانونو څخه وباله او ویې ویل: «د طالبانو حکومت د طالبانو له خوا او د طالبانو لپاره دی».
هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د خواخوږۍ پړاو شاته پرېږدي او د طالبانو د ځوابویلو لپاره عملي اقدامات وکړي.
د یو میلیون لاسلیکونو کمپاین
د غونډې یوه مهمه برخه د «یو میلیون لاسلیکونو کمپاین» پرانیسته وه. دا نوښت په نړیواله کچه د جنسیتي اپارټایډ د په رسمیت پېژندلو او د ښځو د حقونو د رعایت لپاره پر طالبانو د فشار زیاتولو په موخه پیل شوی دی.
دا برخه د ایسلنډ د پخوانۍ لومړۍ وزیرې په نوښت جوړه شوې وه. د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر هم له دغه کارزار سره یوځای شو او خپل ملاتړ یې ترې څرګند کړ.
د «د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره یو میلیون غږونه» کمپاین له ملګرو ملتونو او د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د طالبانو له په رسمیت پېژندلو ډډه وکړي او د افغان ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. دغه کمپاین په افغانستان کې په سیاسي پرېکړو کې د ښځو د ګډون غوښتنه هم کړې ده.
د «زموږ غږ واورئ» تر سرلیک لاندې د افغانستان د ښځو د غونډې د څلورم پړاو جوړوونکو دا اعلامیه چمتو کړې او د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په ملاتړ یې د یو میلیون لاسلیکونو راټولولو کمپاین پیل کړی دی.
د ښځو د حقونو یوې فعالې د مادرید د «زموږ غږ واورئ» غونډې په څنډه کې د طالبانو په بند کې د دوو ښځو، بيبي صدیقې او مژدې ازبیک انځورونه او د هغوی د کورنیو لیکونه د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر ته سپارلي او د هغوی د خوشې کېدو لپاره یې د هڅو غوښتنه کړې ده.
د اسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوېل البارس په ځواب کې د افغانستان د ښځو وضعیت په بشپړه توګه د نه منلو وړ بللی او ټینګار یې کړی چې د افغان ښځو د ازادۍ او خوندیتوب او د خپلو جرمونو په تړاو د طالبانو د ځوابویلو لپاره به هڅې دوام وکړي.
ډلهییز او تخصصي بحثونه
د پرانیستې له مراسمو وروسته، ګډونوالو په څلورو تخصصي بحثونو کې د افغانستان د ښځو د وضعیت اړوند ننګونې او حللارې وڅېړلې. د دغو بحثونو سرلیکونه دا وو: د ښځو زدهکړې، کارموندنه او اقتصادي پیاوړتیا، ځوابویلو او عدالت، د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقونه، او ښځې، سوله او امنیت.
ټاکل شوې چې د دغو غونډو په لړ کې د افغانستان لپاره د ځوابویلو لارښود چوکاټ هم معرفي شي. دا نوښت په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د ځوابویلو لپاره د حقوقي، سیاسي او نړیوالو هڅو د همغږۍ په موخه جوړ شوی دی.
د «زموږ غږ واورئ» غونډه د څلورم پرلهپسې کال لپاره د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر په کوربهتوب او د «د افغانستان لپاره ښځې» بنسټ په همکارۍ په مادرید کې جوړه شوه. دغه نوښت د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۲ کال کې، د طالبانو واک ته له بېرته رسېدو څو میاشتې وروسته، په نړیوالو غونډو کې د افغان ښځو د غږ پورته کولو په موخه پیل شو. د دې غونډې څلورم پړاو په داسې حال کې جوړ شو چې د کابل له سقوط څخه پنځه کاله تېرېږي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه لا هم دوام لري.
اسپانیې له ۲۰۲۱ کال راهیسې «فیمینستي بهرنی سیاست» د خپلې کاري اجنډا برخه ګرځولې ده. دا تګلاره د جنسیتي برابرۍ، په سیاسي بهیرونو کې د ښځو د ګډون او په نړیواله کچه د ښځو د حقونو پر دفاع ټینګار کوي. په همدې چوکاټ کې، مادرید په وروستیو کلونو کې د افغان ښځو پر یوه مهم ملاتړي بدل شوی، د «زموږ غږ واورئ» غونډو له جوړېدو یې ملاتړ کړی او په افغانستان کې یې د ښځو د زدهکړو، کار او سیاسي ګډون د حقونو د تضمین غوښتنه کړې ده.