• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالد ټرمپ: که له ایران سره هوکړه ونه شي د نوي میلادي کال له پیله به بریدونه بیا پیل کړو

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۶ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که له ایران سره هوکړې ته ونه رسېږي، نو غواړي د نوي میلادي کال له پیله پر دغه هېواد پوځي بریدونه بېرته پیل کړي. نوموړي همداراز ګواښ کړی، چې که ایراني جنګي بېړۍ د امریکا د سمندري محاصرې د ماتولو هڅه وکړي، ډوبې به یې کړي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د لړم په لومړۍ نېټه، له فاکس نیوز سره په مرکه کې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي د خبرو اترو پر مهال په ځنډ اچولو تورن کړل او ویې ویل، چې هغوی اوس د ټاکنو تر مخکینۍ دورې هم ډېر تهاجمي شوي دي.
هغه ایراني مذاکره کوونکي د خبرو له لارې د وخت ضایع کولو ماهرین وبلل او زیاته یې کړه: «هغوی پرله‌پسې خبرې کوي، خو یوازینی کار یې خبرې کول دي او ټولې خبرې یې بې‌معنا دي».
د امریکا ولسمشر د تهران له چارواکو سره روانو غیرمستقیمو خبرو ته په اشارې اټکل کړی، چې د امریکايي او ایراني ځواکونو ترمنځ به متقابل بریدونه دوام ومومي.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ښايي ایراني بېړۍ د امریکا د سمندري محاصرې د ماتولو هڅه وکړي، وویل، هیله لري چې دا کار وکړي؛ ځکه د نوموړي په وینا، په دې صورت کې به دغه بېړۍ هم د ایران د سمندري ځواک د نورو بېړیو په څېر د سمندر تل ته ولاړې شي.
هغه همداراز په ایران کې د نویو اعتراضونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې لاریونوالو ته وویل: «خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړئ».

ډېر لیدل شوي

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟
۱

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟

۲

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې

۳

سارا اډمز: امریکایي یوټیوبر «سنیکو» د حقاني شبکې له پخواني دوه‌ګوني جاسوس سره سفر کړی

۴

غربت افغان پلار د ترکیې قاچاقي لارو ته اړ کړ؛ د پښو ګوتې یې د پرېکېدو له ګواښ سره مخ دي

۵

ترکیې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته په اشارې د مکې له دفاعي تړون ملاتړ وکړ

•
•
•

نور خبرونه

امریکایي یوټیوبر سنیکو: له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته اېف‌بي‌ای اته ساعته وپوښتلم

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۴۸ GMT+۰
100%

امریکايي یوټيوبر او انلاین خپرونې کوونکی نیکولاس کن د بالینتاز، چې د «سنیکو» په نوم پېژندل کېږي، وايي، له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته د امریکا فدرالي څېړنو ادارې (اېف‌بي‌ای) ترې اته ساعته پوښتنې کړې او برېښنايي وسایل یې ترې ضبط کړي دي.

سنیکو افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د حقاني شبکې د مخکښ غړي او د دغه شبکې د بنسټګر زوی، انس حقاني په ګډون له طالب چارواکو سره د لیدنو او خبرو اترو ویډیوګانې خپرې کړې وې.
دغه امریکايي یوټیوبر د سیمې هېوادونو ته د خپل دوه اوونیز سفر ځینې برخې په ژوندۍ بڼه پر ټولنیزو شبکو خپرولې، خو افغانستان ته یې سفر تر ټاکلي وخت مخکې پای ته ورسېد.
سنیکو په یوه ژوندۍ خپرونه کې ادعا کړې چې بېرته امریکا ته د ستنېدو پر مهال د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ او د نیویارک په هوايي ډګرونو کې ټولټال اته ساعته تر پوښتنو ګروېږنو لاندې و. د نوموړي په وینا، درې ساعته په ابوظبۍ او پنځه ساعته په نیویارک کې ترې پوښتنې شوې او په دې موده کې یې برېښنايي وسایل هم ضبط شوي دي.
هغه ویلي، د ګرځنده ټلېفون له ضبطېدو شاوخوا ۴۸ ساعته تېر شوي، خو لا یې بېرته نه دی ترلاسه کړی او د اېف‌بي‌ای ماموران یې د ټلېفون او نورو برېښنايي وسایلو په څېړلو بوخت دي.
سنیکو زیاته کړې چې له ټلېفون پرته کور ته تر ستنېدو وروسته هم له ستونزو سره مخ شوی او اړ شوی چې د یوسف په نوم د یوه کس له لپټاپ څخه په ګټې اخیستنې د اوبر موټر راوغواړي.
هغه په خپله ژوندۍ خپرونه کې په طنزیه ډول ویلي چې اوس بېرته د «نیویارکستان اسلامي جمهوریت» ته ستون شوی، خو د اېف‌بي‌ای له خوا د ټلېفون د ضبطېدو له امله ان د خوړو د فرمایش ورکولو توان هم نه لري.
د امریکايي سیاسي فعالې ادعاوې
امریکا ته د سنیکو له ستنېدو وړاندې، ښي‌اړخې امریکايۍ سیاسي فعاله لورا لومر پر اېکس ټولنیزې شبکې ادعا کړې وه چې نوموړې سنیکو د امریکا د کورني امنیت څېړنو ادارې او د کورني امنیت وزارت ته ورپېژندلی دی.
لومر ویلي وو چې د سنیکو د هغه څه په اړه یې شواهد امریکايي چارواکو ته سپارلي چې نوموړې یې د حقاني شبکې ملاتړ بولي، او له چارواکو یې غوښتي وو چې امریکا ته د هغه له ستنېدو وروسته یې ونیسي او ترې پوښتنې وکړي.
لومر د سنیکو تر ستنېدو وروسته په یوه لیکنه کې ادعا کړې چې دغه یوټیوبر په نیویارک کې اته ساعته تر پوښتنو ګروېږنو لاندې و او برېښنايي وسایل یې د امریکا د کورني امنیت تحقیقاتو ادارې او اېف‌بي‌آی ته سپارل شوي دي.
هغې په بله لیکنه کې ویلي چې د سنیکو د پوښتنو ګروېږنو او طالبانو ته د هغه د احتمالي مرستې په اړه یې له اېف‌بي‌ای څخه معلومات غوښتي او که ځواب ترلاسه کړي، له نورو سره به یې شریک کړي.
تر اوسه امریکايي چارواکو د سنیکو د پوښتنو ګروېږنو او د هغه د برېښنايي وسایلو د ضبطېدو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. افغانستان انټرنشنل هم د اېف‌بي‌ای د نظر ترلاسه کولو لپاره له دغې ادارې سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
په افغانستان کې د سنیکو د سفر پر ویډیوګانو نیوکې
له افغانستان څخه د سنیکو د سفر د ویډیوګانو خپرېدو پر ټولنیزو شبکو پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولې دي. د دغو نیوکو ډېره برخه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت د هغه د انځورولو او له طالب چارواکو سره د هغه د ملګرتیا په اړه ده.
سنیکو په یوه ویډیو کې د نجونو د یوه لومړني ښوونځي دننه انځورونه اخیستي او ادعا یې کړې وه چې د افغان نجونو د زده‌کړو د محرومیت په اړه راپورونه د لوېدیځ تبلیغات دي.
دا ادعا په داسې حال کې شوې چې طالبانو واک ته تر بېرته رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او ښځې یې په ګڼو برخو او ادارو کې له کار کولو منع کړې دي.
د سنیکو د سفر بله لانجمنه برخه له یوه طالب غړي سره د هغه د خبرو ویډیو وه. په دغه ویډیو کې طالب غړي ویلي چې که سنیکو له یوې افغانې ښځې سره واده کولو ته لېوالتیا ولري، دوی به ورته مېرمن پیدا کړي.
د دغو څرګندونو په غبرګون کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او افغان سیاسي څېرو سختې نیوکې کړې دي. د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي او د ښځو د حقونو فعالې نیلوفر ایوبي دغه چلند د افغان ښځو د انساني کرامت سپکاوی بللی دی.
سنیکو د نیوکو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان ته یې د سفر موخه د وضعیت مستندول او له خلکو سره خبرې کول وې او د دې کار لپاره یې له هېچا پیسې نه دي ترلاسه کړې.

څېړنه: دین او معنویاتو ته ارزښت ورکوونکي مشران له خپل ژوند ډېر راضي دي

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۴۰ GMT+۰
100%

د ایټالیا د پادوا پوهنتون د څېړونکو نوې څېړنه ښيي چې هغه پاخه عمر لرونکي چې دین او معنویت ته ډېر ارزښت ورکوي، په ټوله کې د خپل ژوند کیفیت ښه ارزوي او له خپل ژوند څخه ډېر رضایت لري.

دا څېړنې د ۱۹۹۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په اسیا، افریقا، اروپا او امریکا کې ترسره شوې دي. په دغو څېړنو کې ټولټال ۵ زره او ۶۶۴ کسانو ګډون کړی و. د ګډونوالو تر ټولو کم‌عمره ۶۰ کلن او تر ټولو ډېر عمر لرونکی یې ۱۰۴ کلن و. د دې څېړنې پایلې د پنجشنبې په ورځ د «پلاس روغتیا او زړښت» په علمي مجله کې خپرې شوې دي.

څېړونکو ټینګار کړی چې موندنې یې د دیني او معنوي باورونو او له ژوند څخه د رضایت ترمنځ اړیکه ښيي، خو د دغې اړیکې لامل نه روښانوي. د دوی په وینا، په دغو څېړنو کې د دین‌پالنې او معنویت د کچې معلومولو لپاره بېلابېلې لارې کارول شوې دي چې له همدې امله د پایلو پرتله کول ستونزمن شوي دي.

د یادې څېړنې له مخې، په اسیا کې د دیني او معنوي باورونو او د ژوند د رضایت ترمنځ اړیکه د نورو سیمو په پرتله پیاوړې ده. افریقا او امریکا ورپسې راځي او په اروپا کې دا اړیکه تر ټولو کمزورې ده. د څېړنې یوې لیکوالې، الېساندرا بوجا، له سي‌اېن‌اېن سره په خبرو کې ویلي چې د دې توپیر یو لامل ښايي د اروپایانو په ورځني ژوند کې د دین کم‌رنګه رول وي.

د بوجا په وینا، معنوي باورونه ښايي له بوډاګانو سره مرسته وکړي چې له تقاعد وروسته هم په خپل ژوند کې معنا او موخه ومومي. د لندن پوهنتون کالج کې د زړښت د ټولنپوهنې استاد، پاول هېګز، هم ویلي چې د بېلابېلو سیمو ترمنځ د توپیر د پیدا کولو لپاره باید د خلکو په ژوند کې د دین ځای ته پام وشي. د هغه په وینا، د اسیا او افریقا په ځینو برخو کې دین او معنویت لا هم د خلکو د ټولنیز او کلتوري ژوند مهمه برخه ده.

په بریتانیا کې د «تیوس» څېړنیز بنسټ مشر، چین مک‌ډونالډ، په دیني غونډو او ټولنو کې رامنځته کېدونکو ملګرتیاوو ته اشاره کړې ده. د هغه په وینا، بوډاګان په دغو غونډو کې داسې کسان مومي چې د ناروغۍ پر مهال یا د یوه نږدې کس له مړینې وروسته پرې د مرستې او ملاتړ لپاره تکیه کولای شي. هغه ویلي چې د یوازیتوب او ټولنیز انزوا له پراخېدو سره، دغه ملګرتیاوې او د تړاو احساس چې پاخه عمر لرونکو ته یې وربښي، لا ډېر اهمیت پیدا کوي.

په امریکا کې د «پیو» څېړنیز مرکز د ۲۰۲۵ کال راپور هم ښيي چې دین په منځني ختیځ، سویلي او سوېل ختیځه اسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې د خلکو په ژوند کې ډېر مهم ځای لري. په بنګله‌دېش، اندونیزیا، سریلانکا، تونس او کینیا کې تر ۹۰ سلنې ډېرو لویانو ویلي چې دین ورته ډېر ارزښت لري. دغه کچه په امریکا کې ۳۸ سلنه او په بریتانیا کې ۲۰ سلنه ده.

د پیو د شمېرو له مخې، په ټوله کې ۵۰ کلن او تر هغه لوړ عمر لرونکي کسان د ځوانانو په پرتله ځانونه ډېر دین‌پال بولي. په امریکا کې د دې عمر ډلې ۸۰ سلنه کسانو ویلي چې د یوه دین پیروان دي. دغه کچه په برازیل او پولنډ کې ۹۸ سلنه ده.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د ۲۰۷۰ لسیزې تر وروستیو پورې به په نړۍ کې د ۶۵ کلونو او تر هغه لوړ عمر لرونکو کسانو شمېر دوه میلیاردو او ۲۰۰ میلیونو ته ورسېږي او د ماشومانو له شمېر څخه به زیات شي.

د پادوا پوهنتون څېړونکي وايي، له نورو خلکو سره اړیکې، عاطفي ملاتړ او هغه فعالیتونه چې ذهن فعال ساتي، د سپین‌ږیرو د رواني روغتیا په ښه ساتلو کې مرسته کولای شي او ښايي د هغوی له اوږد عمر سره هم تړاو ولري. د دوی په وینا، د سپین‌ږیرو د پاملرنې پر مهال د هر کس دیني باورونو او معنوي اړتیاوو ته هم پام کېدای شي.

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۹ GMT+۰
100%

ډونالډ ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې لورا لومر ویلي، چې امریکايي یوټیوبر اسنیکو یې له طالب چارواکو سره د ژوندۍ ویډیويي مرکې د خپرولو له امله د امریکا امنیتي ادارو ته ورپېژندلی. نوموړې د امریکا د کورني امنیت له وزارت څخه غوښتي، چې اسنیکو دې امریکا ته د بېرته ستنېدو پر مهال ونیول شي.

مېرمن لومر شنبې (د لړم ۳۰مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې د امریکا د کورني امنیت وزارت او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه پیغام کې لیکلي، چې اسنیکو امریکا ته په وختي بېرته ستنېدو سره هڅه کوي، څو مسوول چارواکي وغولوي. د هغې په وینا، اسنیکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې غواړي دوه اوونۍ په اسلامي هېوادونو کې تېرې کړي.

لومر ادعا کړې، چې له طالبانو سره د اسنیکو د ژوندۍ مرکې خپرول ښايي نوموړی په امریکا کې له جدي قانوني ستونزو سره مخ کړي. هغې ویلي، هغو سازمانونو ته مادي ملاتړ برابرول چې د امریکا په نوملړ کې د ترهګرو ډلو په توګه ثبت دي، د دغه هېواد د قوانینو سرغړونه ده.

دې سیاسي فعالې ویلي، چې نوموړې په خپله اسنیکو او د «کېک» ژوندیو خپرونو د پلټفارم بنسټګر یې د امریکا د کورني امنیت د تحقیقاتو ادارې او د کورني امنیت وزارت ته ورپېژندلي او د خپلو اندېښنو اړوند شواهد یې هم دغو ادارو ته استولي دي.

هغې اسنیکو د طالبانو د تبلیغاتو پر جوړولو او خپرولو هم تورن کړی او ویلي یې دي، چې د کېک پلټفارم له لارې خپرېدونکي مطالب په امریکا کې ماشومانو ته هم د لاسرسي وړ دي.

لومر زیاته کړې، چې د امریکا د کورني امنیت د تحقیقاتو اداره د هغه څه په اړه خبره شوې، چې نوموړې یې «له طالبانو سره د اسنیکو همکاري» بولي او دغې ادارې ورته ویلي، چې ژر به ورسره اړیکه ونیسي.

اسنیکو، چې د امریکا د انټرنېټ یوه جنجالي څېره ده، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو او غړو سره د لیدنو او خبرو اترو ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې کړې. دغو ویډیوګانو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه او بحثونه راپارولي دي.

له دغو ویډیوګانو یوه یې له اسنیکو سره د واده په اړه د یوه طالب غړي د څرګندونو له امله جنجالي شوه.

په دې ویډیو کې طالب غړي اسنیکو ته وایي، که له یوې افغانې نجلۍ سره واده کولو ته لېوالتیا ولري، دوی ورته ښځه پیدا کولای شي. نوموړی ادعا کوي، چې په افغانستان کې ډېرې نجونې په «ویاړ» له اسنیکو سره واده کولو ته چمتو دي.

د دغو څرګندونو پراخې نیوکې راپارولې دي. نیوکه کوونکو ویلي، چې دا ډول څرګندونې د افغان ښځو او نجونو په اړه له سپکاوي ډک لیدلوری څرګندوي او په دې مانا ده چې هغوی د یوې وسیلې په توګه د یوه بهرني نارینه د خوښۍ لپاره وکارول شي.

اسنیکو د خپل سفر پر مهال د طالبانو له څو څېرو، د انس حقاني او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت له ویاند عبدالقهار بلخي سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي. نوموړي له طالب غړو سره د لمانځه، له ماشومانو سره د لیدنې او د نجونو د ښوونیزو مرکزونو د لیدو ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.

په یوه ویډیو کې د طالبانو یو غړی د ښځو پر کار او له کوره د هغوی پر وتلو بندیز ناسم بولي. د نوموړي دغه څرګندونې افغانستان کې د ښځو پر حقونو او د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره په ټکر کې دي.

سعودي ایتلاف په یمن کې بریدونه کړي، خو حوثیان د غچ ګواښ کړی

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۴ GMT+۰
100%

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن په حدیده بندر او درېیو نورو ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په غبرګون کې یې حوثیانو د سعودي پر جده بندر او مهمو تاسیساتو د برید ګواښ کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د ایتلاف ویاند ترکی بن صالح المالکي پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې ځواکونو یې په حدیده بندر کې هغه مرکزونه په نښه کړي چې د وسلو او بالستیک توغندیو د قاچاق او لېږد لپاره ترې کار اخیستل کېده.

د هغه په وینا، په صنعاء کې یې هم پوځي اهداف، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو مرکزونه او د اکمالاتو یو زېرمتون په نښه کړي دي.

حوثیانو ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ایتلاف په بریدونو کې ۴۱ کسان وژل شوي دي. بلخوا، د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن وسله‌والو ځواکونو ویلي چې په ۳۱ هوايي بریدونو، د بې‌پیلوټه الوتکو په ۹۱ بریدونو او سلګونو توپچي بریدونو کې ۱۹۳ حوثي جنګیالي وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د دواړو لورو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د ایتلاف ویاند ویلي چې د یمن پولې ته نږدې د جیزان سیمې پر فضا دوه بالستیک توغندي شنډ شوي او پاتې شوني یې په الشقیق سیمه کې لوېدلي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع پر اېکس لیکلي چې ځواکونو یې د سعودي عربستان د الشقیق برېښناکوټ او د جیزان بندر په مستقیمو بریدونو کې په نښه کړي او پراخ زیان یې ور اړولی دی.

په همدې حال کې، د حوثیانو اړوند المسیره ټلوېزیون د المخا ښار د یوه برېښناکوټ انځورونه خپاره کړي چې د ایتلاف په هوايي برید کې زیانمن شوی دی.

د ایتلاف دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې شوي چې حوثیانو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د دغه هېواد پر تر ټولو لوړه ودانۍ برید وکړ. دغه ودانۍ د ریاض په مالي سیمه کې موقعیت لري.

د ایتلاف له خوا د حدیده بندر شاوخوا ملکي وګړو ته د سیمې د پرېښودو تر خبرداري وروسته، حوثیانو ګواښ کړی چې که دغه بندر تر برید لاندې راشي د سعودي عربستان د سره سمندرګي پر غاړه به جده او نور بندرونه په نښه کړي.

د حوثیانو د بشري عملیاتو د همغږۍ مرکز د جده بندر له کاروونکو بېړیو شرکتونو او نورو ادارو ته برېښنالیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي چې بندر پرېږدي.

یحیی سریع ټولو هوايي شرکتونو ته هم خبرداری ورکړی چې د سعودي عربستان هوايي حریم خوندي نه دی او په راتلونکو ساعتونو کې به د حوثیانو د عملیاتو ډګر وي.

هغه ویلي چې د مکې او مدینې سپېڅلی هوايي حریم له دې خبرداري مستثنا دی.

سریع د ریاض د ملک عبدالله مالي سیمې خلکو ته هم ویلي چې له سیمې لرې شي او دغه ځای یې پوځي هدف بللی دی.

د سرچینې په وینا، د دغې سیمې دفترونه څو اوونۍ مخکې تخلیه شوي وو.

بنګله‌دېش: د روهینګیا نسل‌وژنې قربانیان باید عدالت ترلاسه کړي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۵ GMT+۰
100%

د بنګله‌دېش د ولسي جرګې مشر خلیل الرحمن د روهینګیا مسلمانانو پر ضد د میانمار د امنیتي ځواکونو د نسل‌وژنې په اړه د نړیوالې محکمې پرېکړه مهمه بللې او د قربانیانو لپاره د تاوان او د روهینګیا کډوالو د خوندي او باعزته بېرته ستنېدو غوښتنه کړې.

خلیل الرحمن د روهینګیا کډوالو په یوه کمپ کې د کډوالو او خبریالانو پر وړاندې د وینا پر مهال وویل د نړیواله عدلي محکمې د هغوی غږ اورېدلی او د ۲۰۱۷ کال پېښې یې د نسل‌وژنې په توګه یادې کړې دي.

هغه وویل: «پرون په هاګ کې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړې محکمې پرېکړه وکړه. په دې پرېکړه کې ستاسو نوم یاد شو روهینګیا، هو، روهینګیا. پرېکړه روښانه وه هغه څه چې په ۲۰۱۷ کال کې درسره شوي نسل‌وژنه وه.»

خلیل الرحمن د قربانیانو لپاره د عدلي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ژوندي پاتې شویو کسانو ته باید تاوان ورکړل شي او کډوالو ته داسې ضمانتونه برابر شي چې په خپله خوښه خوندي او له عزت سره خپلو سیمو ته ستانه شي.

نوموړي د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزیر او وروسته د ولسي جرګې مشر کېدو مخکې د روهینګیا کډوالو په اړه د خپل هېواد د لوړپوړي استازي په توګه دنده ترسره کړې او څو ځله یې د هغوی له کمپونو لیدنه کړې ده.

هغه وویل: «ما نه غوښتل له نیویارک څخه له تاسو سره خبرې وکړم. غوښتل مې په دې تاریخي شېبه کې کمپونو ته درشم او ستاسو تر څنګ ودرېږم.»

د نړیواله عدلي محکمې د پنجشنبې په ورځ د ګامبیا له خوا د میانمار پر ضد د ثبت شوې قضیې په اړه پرېکړه وکړه.

د ورکړل شوي راپور له مخې، محکمې موندلې چې د میانمار امنیتي ځواکونو او نورو دولتي ادارو د رخاین په ایالت کې د روهینګیا مسلمان اقلیت پر ضد د نسل‌وژنې کړنې ترسره کړې دي.

د محکمې د موندنو له مخې، د ۲۰۱۷ کال پوځي عملیاتو کې پراخ قتلونه، جنسي تاوتریخوالی او د کلیو بشپړ ویجاړول شامل وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، په دغو پېښو کې لږ تر لږه لس زره روهینګیا مسلمانان وژل شوي او شاوخوا ۷۵۰ زره نور بنګله‌دېش ته تښتېدلي دي.

خلیل الرحمن وویل، روهینګیا کډوالو له کلونو راهیسې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوله چې غږ یې واوري او اوس نړۍ د هغوی غوښتنې اورېدلې دي.

100%

هغه د محکمې د پرېکړې د عملي کېدو لپاره څلور مهم لومړیتوبونه بیان کړل.

لومړی، د عدالت تامین دی. د هغه په وینا، میانمار باید د نسل‌وژنې په اړه څېړنې وکړي او د شواهدو پر بنسټ د هغو کسانو پر ضد قانوني اقدامات وکړي چې په دغو پېښو کې د لاس لرلو شک پرې کېږي. نوموړي د اړوندو قوانینو د اصلاح غوښتنه هم وکړه.

دویم، د روهینګیا کډوالو خوندي بېرته ستنېدل دي. خلیل الرحمن وویل، هېڅوک باید داسې سیمو ته بېرته ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ وي.

د هغه په وینا، د کډوالو د ستنېدو لپاره باید د امنیت، د تګ راتګ د ازادۍ او د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړو په بهیر کې د روهینګیا خلکو د ګډون ډاډ ورکړل شي.

درېیم، د قربانیانو جبران او تاوان ورکول دي. د ورکړل شوي راپور له مخې، محکمې میانمار ته امر کړی چې قربانیانو ته تاوان ورکړي او په دې اړه د دوو کلونو په موده کې راپور وړاندې کړي.

خلیل الرحمن وویل: «پیسې د انسان د ژوند بدیل نه شي کېدای او نه د هغو خپلوانو تشه ډکولی شي چې له لاسه ورکړل شوي دي.» خو د هغه په وینا، مناسب تاوان له ژوندي پاتې شویو کسانو سره د امنیت، هیلې او عزت د احساس په بېرته ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي.

څلورم لومړیتوب د ورته پېښو مخنیوی دی. د دې لپاره باید قوانین اصلاح، امنیتي ځواکونه وروزل او د هغوی پر فعالیتونو د ملکي ادارو اغېزمنه څارنه یقیني شي.

خلیل الرحمن وویل، نړیواله ټولنه هم مسوولیت لري چې د محکمې د پرېکړې عملي کېدل یقیني کړي. هغه ژمنه وکړه چې د راتلونکو ګامونو لپاره به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو سره ګډ کار وکړي.

نوموړي روهینګیا کډوالو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل: «تاسو یوازې نه یاست، زه به خپله برخه مسوولیت ادا کړم.»