د اندونیزیا د خوراکي توکو په یوه کارخونه کې د اورلګېدنې له امله ۲۴ کسان مړه شوي

په اندونیزیا کې د خوراکي توکو په یوه کارخونه کې د اورلګېدنې له امله ۲۴ کسان مړه شوي او د لسګونو نورو د ورکېدو د لټون عملیات دوام لري. چارواکي وايي، د اور د شدت له امله د قربانیانو پېژندنه ستونزمنه شوې او د هویت معلومولو لپاره د ډياېناې ازموینې روانې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کارخونه د «یونایټډ فامیلي فوډ» شرکت ملکیت دی. دغه شرکت شاوخوا پنځه زره کارکوونکي لري او د اندونیزیا کورني بازار ته د مصرفي توکو له مهمو عرضهکوونکو څخه دی.
د شرکت د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغه شرکت په تولیداتو کې د «میلکیتا» په نوم مشهور خواږه او د «لیمونیلو» په نوم فوري نوډلز شامل دي. شرکت د پېښې په اړه د نظر غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.
د کارخونې اجراییوي مشر سټیون اروین ویجایا ویلي، د شنبې ورځې په کاري نوبت کې د فابریکې په ودانیزه مجموعه کې شاوخوا ۳۰۰ کسان موجود وو.
د بانتن ولایت د لټون او ژغورنې ادارې مشر ال امراد ویلي، د اور پاتې شونو او د ودانۍ د جوړښت د بېثباتۍ له امله د ژغورونکو خوندیتوب له ګواښ سره مخ دی، خو د ورکو کسانو د موندلو عملیات د دوشنبې په ورځ هم روان وو.
نوموړي خبریالانو ته ویلي، تر اوسه ۲۹ کسان ژوندي موندل شوي چې پنځه یې روغتون ته لېږدول شوي دي. د هغه په وینا، ژغورونکو د بدن د غړو لرونکې ۲۴ کڅوړې له سیمې لېږدولې دي، خو سیمهییزو چارواکو لا د مړینو شمېر په رسمي ډول نه دی تایید کړی.
د پولیسو یوه چارواکې ویلي، د اور د شدت له امله د قربانیانو جسدونه د ظاهري بڼې له مخې د پېژندلو وړ نه دي؛ له همدې امله د هغوی د هویت معلومولو لپاره د خپلوانو د ډياېناې نمونې راټولېږي.
د نوموړې په وینا، د قربانیانو د هویت پېژندلو بهیر ښايي څو اوونۍ وخت ونیسي.
